ښځې په افغانستان کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د تاریخ په اوږدو کې په افغانستان کې د ښځو حقونه د بدلون په حال کې وو. د ۱۹۶۴ کال د اساسي قانون پر بنسټ ښځو په رسمي ډول مساوي حقونه ترلاسه کړل. خو له دې سره په ۱۹۹۰ مه لسیزه کې دغه حقونه د کورنۍ جګړې پر مهال د طالبانو په څېر د لنډ مهالو واکمنانو له خوا سلب شول. په ځانګړې توګه د دوی د واکمنۍ په وروستیو کې، ښځو د مدني ازادیو په برخه کې ډېرو کمو ازادیو ته لاسرسی درلود. خو په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱ مې له بریدونو وروسته کله چې د طالبانو رژیم له منځه یووړل شو، په تدریجي ډول د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر واکمنۍ لاندې د ښځو حقونو وده وکړه او یو ځل بیا ښځو د ۲۰۰۴ کال د اساسي قانون پر بنسټ له نارینه وو سره قانوني مساوي حقونو ته لاسرسی وموند، چې تر ډېره د ۱۹۶۴ کال د اساسي قانون له مخې وو. خو کله چې طالبانو یوځل بیا په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان واک ترلاسه کړ په دغه هېواد کې د ښځو د راتلونکې اړوند اندېښنې زیاتې شوې.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

تاریخچه[سمول]

امان الله خان[سمول]

د افغانستان یو شمېر واکمنو هڅه کړې څو د ښځو ازادۍ زیاتې کړي. په ډېری مواردو کې دغه هڅې بریالۍ نه وې. خو له دې سره یو شمېر محدود مشران وو چې ویې کړای شول لنډ مهال لپاره، د پام وړ یو شمېر بدلونونه راولي. د دوی مخکښ شاه امان الله ؤ، کوم چې له ۱۹۱۹ کال څخه یې تر ۱۹۲۹ کال پورې واکمن ؤ او د هېواد د یووالي او پرمختګ په موخه یې د پام وړ بدلونونه رامنځته کړل. هغه په عامه چاپېریال کې د ښځو ازادۍ زیاتې کړې څو په ښځو باندې د مرد سالاره کورنیو کنټرول کم کړي. شاه امان الله د ښځو په زده کړه ټینګار کاوه. په ۱۹۲۱ کال کې یې قانون تصویب کړ چې له مخې یې په زور واده کول، د ماشومانو واده او ولور اخیستل منع او د څو ښځو لرلو په برخه کې یې محدودیتونه ولګول، کوم چې په افغاني کورنیو کې دغه چارې دود وې.[۱۱][۱۲]

د افغان ښځو لپاره نوي ټولنیز اصلاحات هغه مهال پیل شول کله چې د شاه امان الله ښځې، ملکې ثریا، د ښځو د ژوندانه د وضعیت ښه کېدو لپاره، په کورنیو کې د هغوي د ځایګي، واده، زده کړو او مسلکي ژوند په برخه کې چټک اصلاحات رامنځته کړل. نوموړې د ښځو لومړنۍ مجله جوړه کړه (ارشاد النسوان، ۱۹۲۲)، د ښځو لومړنی سازمان (انجمن حمایت نسوان)، د نجونو لپاره لومړنی ښوونځی (مستوراتو ښوونځی ۱۹۲۰)، د ښځو لپاره په پغمان کې لومړنی تیاتر او د ښځو لپاره لومړنی روغتون ( مستوراتو روغتون په ۱۹۲۴). ثریا طرزی یوازینۍ ښځه وه چې د افغانستان د واکمنانو په نوملړ کې راڅرګنده شوه، همدارنګه نوموړې په افغانستان کې د لومړنۍ پیاوړې افغانې او مسلمانې ښځینه فعالې په توګه وپېژندل شوه.[۱۳][۱۴][۱۵]

د مجاهدینو دوره[سمول]

په ۱۹۹۲ زیږدیز کال کې، هغه مهال کله چې ډاکټر نجیب الله واک د افغانستان اسلامي دولت ته وسپاره. په افغانستان کې جګړه نوي پړاو ته وواښته هغه مهال کله چې ګلبدین حکمتیار په کابل کې په اسلامي دولت بمبارۍ پیل کړې. په دغه څلور کلنه کورنۍ جګړه کې چې له تاوتریخوالي ډکه وه یو شمېر ښځې وتښتول شوې او په ځینو نورو هم جنسي تېري وشول.[۱۶][۱۷][۱۸]

مجاهدینو کمونیستي رژیم ښځو ته د ازادیو په ورکولو سره، بې خدایه او د اسلام ضد باله، کله چې واک ته ورسېدل په دې لټه کې شول چې د ښځو هغه حقونه ترې واخلي کوم یې چې په کمونیستي رژیم کې یې لرل څو اسلامي ټولنه جوړه کړي. د اسلامي دولت له جوړېدو سره په الکولي څښاک توکو بندیزونه ولګول شول اوهمدا شان په سمبولیک ډول په ښځو باندې د حجاب اغوستل اجباري شول.". د ۱۹۹۳ کال د اګست په ۲۷ مه د دولتي څېړنو او د سترې محکمې د فرامینو دفتر ټولو دولتي ادارو ته امر وکړ چې ټولې خپلې ښځینه کارکوونکې اخراج او ورپسې یې امر ورکړ چې:[۱۹][۲۰]

"ښځې په هېڅ ډول اړتیا نه لري چې له کوره بهر ووځي، یوازې چې واقعي اړتیا ولري، په دغه ډول حالاتو کې، دوی مکلفې دي چې خپل ځانونه په بشپړ ډول پټ کړي؛ اجازه نه لري چې پام اړونکې جامې او تزئیني شیان واغوندي؛ عطر به نه کاروي؛ د دوی       جواهرات نباید اخلال(غږ)ولري؛ دوی نشي کولای د پلي تګ پر لارو په ظرافت او افتخار لاړې شي؛ له پردیو سره خبرې نشي کولای؛ په عامه چاپېریال کې په زوره خبرې نشي کولای او نشي خندلی او دوی اړ دي کله چې له کوره وځي، باید د خپلو مېړونو اجازه واخلي."

د طالبانو دوره[سمول]

د دوی مشر ملا عمر ته ورته، ډېری طالب سرتېري غریب کلیوالي وګړي وو کوم چې په ګاونډي هېواد پاکستان کې یې په وهابي مدرسو کې زده کړې کړې وې. پاکستاني پښتانه هم د دوی له ډلې سره یوځای شوي وو. طالبانو څرګنده کړې وه چې ښځې نشي کولای دندو ته لاړې شي او همدارنګه نشي کولای له خپل کوره بهر ووځي پرته له دې چې د هغوی د کورنۍ یو نارینه غړی ورسره وي. ښځې مکلفې وې کله به چې له کوره  وتلې باید چادري یې اغوستې وای کوم چې د دوی ټول ځان یې پټولو. ښځې له رسمي زده کړو محرومې وې او په معمول ډول مجبوره وې چې په کور کې کیني.[۲۱]

د طالبانوپه پینځه کلنه دوره کې، په افغانستان کې ښځو حق نه درلود چې دندو ته لاړې شي. دوی تر ډېره اړ ایستل کېدې چې د خپل کور کړکۍ رنګ کړي څو نه څوک بهر او نه هم دننه ښکاره شي. هغو ښځو چې یو وخت یې د درناوي وړ څوکۍ لرلۍ اړ شوې څو په چادریو کې بهر ته راووځي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپله شتمني او د کور توکي وپلوري او یا هم ګدایي وکړي. ملګرو ملتونو د طالبانو د دولت له په رسمیت پېژندلو ډډه وکړه، د امریکا متحده ایالاتو هم پرې سخت اقتصادي بندیزونه ولګول چې له امله یې سختې اقتصادي ستونزې رامنځته شوې.[۲۲]

له دې امله چې د طالبانو له رژیم وړاندې ډېری ښځې ښوونکې وې، د ښځو پر کار نوي بندیزونه د ښوونکو د پراخ کمښت لامل شول، کوم چې د هلکانو او نجونو دواړو په ښوونه او روزنه یې سخت اغېز وکړ. له دې سره چې ښځې له ګڼ شمېر دندو لکه ښوونې او روزنې منع شوې وې خو بیا هم یو شمېر ښځو د روغتیا په برخه کې اجازه لرله چې کار وکړي. دا هم له دې امله چې طالبانو غوښتل د ښځو درملنه یوازې باید د ښځو له خوا وشي.[۲۳][۲۴]

د افغانستان اسلامي جمهوریت[سمول]

د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې کله چې د امریکا متحده ایالاتو پر افغانستان برید وکړ او د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې نوی حکومت چې د ۱۹۹۰ مې لسیزې وړاندې ښځو هم په کې ګډون درلود، جوړ شو. د افغانستان د ۲۰۰۴ کال د نوي اساسي قانون پر بنسټ د ولسي جرګې له ۲۵۰ څوکیو ۲۷ سلنه یې ښځو ته ځانګړې شوې.[۲۵][۲۶]

د افغانستان د نویو قوانینو له مخې، په ټول افغانستان کې ښځو اجازه لرله چې موټر وچلوي. همدارنګه یې اجازه لرله چې په مهمو نړیوالو لوبو لکه په اولمپیکي لوبو او یا هم د روبوټونو په سیالیو کې ګډون وکړي.[۲۷]

د هغه نوي قانون پر بنسټ چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خوا لاسلیک شو، ښځو ته اجازه ورکړل شوه څو د خپلو ماشومانو د زیږون په تصدیق پاڼو او ملي پېژند پاڼو (تذکره) کې خپل نوم ثبت کړي. دغه قانون د ښځو د حقونو د فعالینو لپاره یوه لویه بریا وه.[۲۸]

زده کړې[سمول]

په وروستۍ لسیزه کې په افغانستان کې ښوونې او روزنې په تدریجي ډول پرمختګ وکړ خو تر هغې چې نړیوالو سټنډرډونو ته رسېږي ډېر کار ته اړتیا ده. په ښځو کې د سواد کچه نږدې ۲۴.۲ سلنه ده. په دغه هېواد کې نږدې ۹ میلیونه زده کوونکي ښوونځي ته ځي. له دغې شمېرې ۶۰٪ یې هلکان او ۴۰٪ یې نجونې دي. له ۱۷۴۰۰۰ زیات زده کړیالان د دې هېواد په بېلابېلو پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي. چې نږدې ۲۱٪ یې نجونې دي.[۲۹][۳۰][۳۱]

د شلمې پېړۍ په پیل کې د نجونو زده کړه، د نجونو د ښوونځیو د نشتوالي له امله ډېره ستونزمنه وه. کله کله به نجونو په ابتداییه کچه زده کړو ته لار پیدا کړه خو هېڅکله د منځنۍ زده کړو کچې ته وه نه رسېدلې. د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال (۱۹۳۳-۱۹۷۳) د ښځو زده کړو ته لومړیتوب ورکړل شو او ځوانې نجونې ښوونځیو ته لاړې. په دغو ښوونځیو کې نجونو ته د دسپلین، نوې تکنالوژۍ، مفکورو(ایدیا) او په ټولنه کې د ټولنیزتوب زده کړې ورکول کېدې. د کابل پوهنتون په ۱۹۴۷ کال کې د نجونو پر مخ پرانیستل شو او تر ۱۹۷۳ کال پورې نږدې ۱۵۰۰۰۰ نجونې په ټول افغانستان کې ښوونځیو ته تللې.[۳۲]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. "An introduction to the constitutional law of Afghanistan" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 29 March 2019 باندې). Afghan forces could turn guns on Kabul without US air support, cash and troops, among other warnings. military times
  3. (په 2 April 2019 باندې). Afghan Girl Wins Reality Show For The First Time. TOLOnews
  4. کينډۍ:Cite video
  5. کينډۍ:Cite video
  6. کينډۍ:Cite video
  7. Sultan, Masuda (14 January 2004). "Afghan Constitution a Partial Victory for Women". Women's eNews. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Women in Afghanistan - Norwegian Afghanistan Committee". www.afghanistan.no. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ نومبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Farrah Azeem Khan (5 December 2018). "2018 Survey of Afghan People Shows Women's Rights are Complicated". Asia Foundation. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Yaroslav Trofimov (15 August 2021). "Afghanistan Government Collapses as Taliban Take Kabul". The Wall Street Journal. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Keddie, Nikki R. (2007). Women in the Middle East. Princeton University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-12863-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Skaine, Rosemarie (23 September 2008). Women of Afghanistan In The Post-Taliban Era: How Lives Have Changed and Where They Stand Today. McFarland. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7864-3792-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Julie Billaud: Kabul Carnival: Gender Politics in Postwar Afghanistan
  14. [۱]
  15. Afghanistan Quarterly Journal. Establishment 1946. Academic Publication of the Academy of Sciences of Afghanistan. Serial No: 32 & 33 Archived 2023-01-29 at the Wayback Machine.
  16. Amin Saikal (27 August 2004). Modern Afghanistan: A History of Struggle and Survival (الطبعة 2006 1st). I.B. Tauris & Co Ltd., London New York. د کتاب پاڼي 214–215. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-85043-437-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Nikki R. Keddie. Women in the Middle East: Past and Present. د کتاب پاڼې 118. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Keddie, Nikki R. (2007). Women in the Middle East. Princeton University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-12863-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Emadi, Hafizullah, Repression, resistance, and women in Afghanistan, Praeger, Westport, Conn., 2002
  20. William Maley. Fundamentalism Reborn?: Afghanistan and the Taliban. د کتاب پاڼې 207. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Skaine, Rosemarie (23 September 2008). Women of Afghanistan In The Post-Taliban Era: How Lives Have Changed and Where They Stand Today. McFarland. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7864-3792-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Rostami-Povey, Elaheh (16 October 2007). Afghan Women: Identity and Invasion. Zed Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84277-856-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Rostami-Povey, Elaheh (16 October 2007). Afghan Women: Identity and Invasion. Zed Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84277-856-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 10 February 2002 باندې). Lifting The Veil On Taliban Sex Slavery. Time Magazine.
  25. (په 12 April 2019 باندې). Women's Rights Our Red Line In Peace Process: Ghani. TOLOnews
  26. "'It is time': Afghanistan's female candidates promise change". www.aljazeera.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 6 March 2012 باندې). Hamid Karzai backs clerics' move to limit Afghan women's rights. The Guardian.
  28. (په 9 March 2012 باندې). Hamid Karzai under fire on Afghan women's rights. The Daily Telegraph.
  29. "Education". United States Agency for International Development (USAID). د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. کينډۍ:Cite video
  31. کينډۍ:Cite video
  32. Rostami-Povey, Elaheh (16 October 2007). Afghan Women: Identity and Invasion. Zed Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84277-856-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)