د ښځو حقونه
د ښځو حقونه له هغو حقونو او امتیازاتو څخه دي کوم چې په ټوله نړۍ کې د ښځو لپاره د هغو غوښتنه کېږي. د همدغو حقونو له مخې په ۱۹ پېړۍ کې د ښځو د حق غوښتلو خوځښتونو او په ۲۰ مه او ۲۱ مه پېړۍ کې د فیمنسټي خوځښتونو بنسټ کېښودل شو. په همدې حال کې، دغه حقونه په ځینو هېوادونو کې د قانون، سیمه ییزو قوانینو او رواجونو له لوري بنسټیز او په ځینو نورو کې بیا رد او یا هم تر محدودیتونو لاندې ونیول شول. دوی د بشر له حقونو څخه د تعصب لرونکې پوهې، تاریخي او دودیز اخذ پر بنسټ د ښځو پر حقونو د نارینه وو حقونو ته د لوړا وي پر ورکولو ټینګار درلود.[۱]
هغه مفاهیم چې په معمول ډول د ښځو له حقونو سره تړاو لري د دوی ځاني یووالي او خپلواکۍ ته اړوند حقونه دي لکه له جنسي تاوتریخوالي خوندیتوب، د رایې ورکولو حق، د عامه خدمتونو د څوکۍ لاسته راوړل، د قانوني هوکړو ترسره کول، په کورني حقونو کې د مساوي حقوقو لرل، د کار حق، د عادلانه او یا هم مساوي معاش لرل، د اولاد راوړلو حق، د مالکیت او د زدکړو کولو حقوق شامل دي. [۲]
بین النهرین
[سمول]په لرغوني سومر کې ښځو کولای شول توکي واخلي، ملکیت یې ترلاسه کړي، و یې پلوري او یا هم د ارث له مخې یې واک ترلاسه کړي. دوی کولای شول په سوداګرۍ کې ونډه ولري او یا هم د محکمې پر وړاندې شاهدي ورکړي. له دې سره د دوی خاوندانو کولای شول چې د یو کوچني غلط کار په کولو دوی ته طلاق ورکړي. د هغوی طلاق شوي خاوند بیا ځلي په اسانی واده کولای شو، خو په دې شرط چې د هغوی طلاق شوې ښځې به د دوی لپاره کوم اولاد نه درلود. د اینانا په څېر ښځینه خدایانو به تل عبادت کېده .اکدی شاعر ایندوانا، کشیش اینانا او د هغه لور سارګون له لومړنیو شاعرانو دي کوم چې نومونه یې ثبت شوي دي. د بابل پخوانیو قوانینو، مېړونو ته اجازه ورکړې وه چې د هر ډول شرایطو سره کولای شي خپلو ښځو ته طلاق ورکړي. خو له دې سره هغه اړ وو چې خپل هر څه هغې (طلاق شوې ښځې) ته ورکړي ان ځینې وخت به د یوې جریمې په ورکړې هم مکلف وو.[۳][۴][۵]
ډیری قوانینو بیا د ښځې له لوري د طلاق غوښتل منع کړي وو او ان هغو ښځو ته چې له خپل مېړه به یې د طلاق غوښتنه کوله له هغو ښځو سره ورته چې په زنا به نیول شوې وې جزا په پام کې نیول کېده. له دې سره بیا هم د بابل او اشور یو شمېر قوانینو ښځو ته د طلاق ورکولو حق ورکړی وو خو له نارینه وو سره د یو شان جریمې په ورکړه به مکلف وو. دغه ټول په داسې حال کې وو چې ډېری ختیځ سامي خدایان نارینه وو.
له کلاسیکې دورې وروسته تاریخچه
[سمول]مذهبي مقدس کتابونه
[سمول]بایبل
[سمول]د بایبل (انجیل) له نازلېدو وړاندې او د هغه د نازلېدو پر مهال، په ټولنه کې د ښځو ونډه تر ډېره محدوده وه. په داسې حال کې چې په بایبل کې ښځو په محکمو کې د خپل حق غوښتلو، د هوکړې کولو، پلور، پېر، مالکیت او ارث اخیستو حق درلود او همدارنګه یې هغوی ته له خپلو خاوندانو سره د جنسي اړیکي د ټینګولو حق خوندي کړی وو. د هغوی مېړونو یا خاوندانو ته یې بیا امر کولو چې د خپلو ښځو ډوډی او کالي برابر کړي. د پخوانۍ زمانې له دغو قوانینو څخه سرغړاوي بیا ښځو ته له څو ښځو لرونکي خاوند څخه د طلاق اخیستو لار پرانستې پرېښې وه. "که چېرې د هغې خاوند له بلې ښځې سره واده کړی وای هغه مکلف وو چې خپلې لومړۍ مېرمن ته خواړه، کالي برابر او د ګډ ژوند نور حقونه یې پر ځای کړي. که چېرې یې دغه درې نشو کولای د هغه ښځه ازاده وه پرته له دې چې پر هغې کومه نغدي جریمه ولګول شي"[۶][۷][۸][۹]
قرآن
[سمول]قرآن شریف، پر محمد(ص) د ۲۳ کلونو په اوږدو کې نازل شوی، اسلامي ټولنې ته یې لارښوونه وکړه او د عربو په ټولنه کې یې موجود رواجونه بدل کړل. اسلام ښځو ته د واده، طلاق او میراث په برخو کې ځانګړي حدود ټاکلي دي. قران شریف د ښځو لپاره په واده، طلاق او میراث کې محدود شمېر حقونه معلوم کړي دي. له دې امله ښځه نه د هغې کورنۍ کولای شي له خپل مېړه مهریه ترلاسه او د خپل شخصي ملکیت په توګه یې وکاروي. همدا شان په قرآن شریف کې راغلي چې ښځه باید په نکاح خط کې د رسمي لوري په توګه وپېژندل شي.[۱۰][۱۱]
په داسې حال کې چې د عرفي قوانینو له مخې میراث یوازې نارینه اولاد ته اړوند کېږي، خو قرآن شریف بیا وراثت ته داسې حدود ټاکلي چې د وارثینو ترمنځ به د ټاکل شوي حد له مخې وېشل کېږي، چې تر ټولو د مخه نږدې ښځینه وارث او بیا د هغو نارینه خپلوانو ته وېشل کېږي. د آنماري شیمل Annemarie Schimmel په وینا ” له اسلام وړاندې د ښځود ځایګي سره په پرتله، اسلامي قوانین د یو لوی پرمختګ نښه وو. ښځو لږ ترلږه د قوانینو له مخې حق درلود څو هغه څه چې یې د خپل کار له امله ګټلي او کورنۍ ته یې راوړي مدیریت کړي. “[۱۲][۱۳]
د عربو ښځو لپاره، اسلام نه یوازې د ښځینه ماشومانو له وژنې په مخنیوي راغونډېږي بلکې، هغوی ته د بشپړ شخصیت ورکول هم په کې شاملېږي. په عمومي توګه ښځو له اسلام مخکې عربي نړۍ او اروپايي هېوادونو د ښځو په پرتله زیات حقونه ترلاسه کړل. په نورو کلتورونو کې ښځو تر ډېرو پېړیو داسې قانوني حالت نه درلود. د پروفیسور ویلیم مونتګومری واټ William Montgomery Watt په خبره ، دغه ډول تاریخي حالت ته په کتو، محمد (ص) " د یو داسې شخصیت په توګه چې د ښځو د حقونو په برخه کې یې شهادت (خبر) ورکړ یاد کړ. "[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
ښځو ته د هغوی له قانوني حقونو خبرتیا یا د پوهاوي ورکول
[سمول]په ځانګړې توګه په مخ پر ودې هېوادونو کې د ډېری ښځو ترمنځ د حقوقي پوهې کمښت د ښځو د وضعیت د ښه کېدو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی. نړیوالو بنسټونو لکه ملګري ملتونو، په ډاګه کړې چې له دولتونو څخه په دې اړه د اړوندو قوانینو د تصویب په برخه کې ژمنې اخیستل کافي نه دي بلکې ښځو ته باید د هغو د اړوندو حقونو د لرلو په برخه کې پوهاوی ورکړل شي څو وکړای شي د عدالت په لټه کې شي او خپل حقوق په عملي بڼه ترلاسه کړي. له همدې امله، دولتونه باید دغه قوانین په واضحه توګه ټولو ته تشریح کړي، څو له قوانینو څخه د غلط مفهوم اخیستو او یا هم د هغو په اړه له د نا خبرۍ مخه ونیول شي. د جنسیتي عدالت لپاره د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام دا څرګندوي چې،" ښځې باید پر خپلو حقونو وپوهېږي او له دې سره وکړای شي قانوني سیستم ته لاسرسی ولري".[۲۰][۲۱]
د ښځو نړیوال حقوق
[سمول]په لوېدیځ کې د ښځو د حقونو مدافع خوځښتونو په پرتله، د ښځو نړیوال حقوق له بېلابېلو مسایلو سره مخ دي. په داسې حال کې چې دا د ښځو د نړیوالو حقونو په نامه یادېږي. خو کولای شو د درېیمې نړۍ د فیمینیسم په نوم یې هم یاد کړو. د ښځو نړیوال حقونه په یو لړ مسایلو لکه واده، جنسي غلامۍ، په زوره د ماشومانو واده کول او د ښځو په سنت کولو (ختنې) را څرخي. د دغه سازمان له څرګندونو سره سم، مساوات یعنی مساوات، " ملګرو ملتونو ډېرې حیرانوونکې شمېرې ورکړې لکه: د نجونو د سنت کولو شمېر – چې د پیغلو نجونو له وفادارۍ څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د هغوی د کلیتورس د لرې کولو شمېر ښيي، د هغوی شمېر ۱۳۰ میلیونه دی. نږدې ۶۰ میلیونه نجونې په ماشومتوب کې واده کېږي چې ځینې یې له تښتولو او تېري وروسته واده ته مجبورېږي. هغه څه چې له دغو ستونزو سره د مقابلې لپاره رامنځته شوي د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض مخنیوي کنوانسیون دی. دغه کنوانسیون د زده کړو، واده، جنسي تاوتریخوالي او سیاست په ډګر کې د هر ډول تبعیض څخه مخنیوي په برخه کې جوړ شوی. په داسې حال کې چې دغه چاره یوازې لوېدیځو هېوادونو ته اړونده نه ده، بلکې ۱۹۳ هېوادونو هغه تصویب کړې او ځینو نورو هېوادونو لکه ایران، پالو، سومالیا، شمالي او سویلي سوډان، تونګا او د امریکې متحده ایالاتو له هغو سره مخالفت کړی دی.[۲۲]
سرچينې او ياداښتونه
[سمول]- ↑ Hosken, Fran P., 'Towards a Definition of Women's Rights' in Human Rights Quarterly, Vol. 3, No. 2. (May 1981), pp. 1–10.
- ↑ Lockwood, Bert B. (ed.), Women's Rights: A "Human Rights Quarterly" Reader (Johns Hopkins University Press, 2006), ISBN 978-0-8018-8374-3.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Esposito, John L., with DeLong-Bas, Natana J. (2001). Women in Muslim Family Law, 2nd revised Ed. Available here via GoogleBooks preview. Syracuse University Press. ISBN 0-8156-2908-7 (pbk); p. 3.
- ↑ Esposito (with DeLong-Bas) 2001, p. 4.
- ↑ Esposito (with DeLong-Bas) 2001, pp. 4–5.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Esposito (2004), p. 339.
- ↑ John Esposito, Islam: The Straight Path p. 79.
- ↑ Majid Khadduri, Marriage in Islamic Law: The Modernist Viewpoints, American Journal of Comparative law, Vol. 26, No. 2, pp. 213–18.
- ↑ Encyclopedia of religion, second edition, Lindsay Jones, p. 6224, ISBN 978-0-02-865742-4.
- ↑ Lindsay Jones, p. 6224.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).