د ښځو مطالعه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ښځو مطالعه هغه اکاډمیک ډګر دی، چې د فیمینسټې او بین الانضباطي میتودونو په کارولو سره د ښځینه وو ژوند او تجربې د مطالعې په محراق کې راولي، په داسې حال کې چې د جنډر ټولنیز او کلتوري جوړښتونه هم څېړي. چې په دغو جوړښتونو کې د هغوی اړوند امتیازات او پرې کېدونکي ظلمونه او د ځواک او جنډر تر منځ اړیکې هم شاملیږي کوم چې دوی له نورو هویتونو او ټولنیزو موقعیتونو سره نښلوي لکه نژاد، جنسي تمایل، ټولنیز-اقتصادي کلاس او معیوبیت. [۱]

هغه نامتو مفکورې چې د ښځو د څېړنو له برخې سره تړلي دي دا دي: فیمینسټ تیوري، د دریځ تیوري، تقاطع، ګڼ کلتوریزوالی، بین الملتي فیمینیزم، ټولنیز عدالت، اغیزناکې مطالعې، اداره، بیولوژيکي سیاستونه، ماتریالیزم او تجسم. د ښځو له مطالعاتو سره اړوند د څېړنې تمرینونو او میتودونو کې ایتنوګرافي، اتومات ایتنوګرافي، تمرکزي ګروپونه، سروې، د ټولنې څېړنه، د خبرواترو شننه او د مطالعې تمرینونه چې له انتقادي تیوري، له جوړښت ګرايي څخه وروسته او د کوییر تیوري شاملي دي. دغه برخه جنډر، نژاد، طبقه، جنسي تمایلات او نورې ټولنیزې نابرابرۍ د بېلابېلو ټولنیزو نورمونو له مخې څېړي او تر انتقاد لاندې یې نیسي.[۲][۳]

د ښځو مطالعې د جنډر مطالعاتو، فیمینیسټ مطالعاتو او جنسیت مطالعاتو په برخو پورې اړه لري. همدارنګه په پراخه توګه په کلتوري مطالعاتو، توکمیزو مطالعاتو، او افریقايي امریکایي مطالعاتو په برخو پورې اړه لري.[۴]

په ۱۹۷۷ ز کې په ټول هېواد کې د ښځو د مطالعې ۲۷۶ پروګرامونه جوړ شوي وو. په راتلونکو لسیزو کې د پروګرامونو شمېر زیات شو، تر دې چې په ۱۹۸۹  ز کال کې يې شمېر تر ۵۳۰ پروګرامونو پورې ورسېده. د ښځو د زده کړې کورسونه اوس په متحده ایالاتو کې له ۷۰۰ په زیاتو ادارو کې او د نړۍ په کچه له څلوېښتو زیاتو هېوادونو کې وړاندې کېږي.[۵][۶]

تاريخچه[سمول]

په ۱۹۵۶ ز کال کې د اسټرالیا ښځینه فیمینسټ میج ډاوسن (Madge Dawson) د سیډني پوهنتون (Sydney University) د بالغو کسانو د تعلیم په څانګه کې لیکچر واخیست او د ښځو د حالت په اړه یې څېړنه او تدریس پیل کړ. د ډاوسن (Dawson) کورس "په بدلېدونکې نړۍ کې ښځې" چې په لویدیځه اروپا کې د ښځو په ټولنیز، اقتصادي او سیاسي وضعیت تمرکز کوي، د ښځو د زده کړې یو له لومړنیو کورسونو څخه دی. په متحده ایالاتو کې د ښځو د زده کړو لومړنی منل شوی کورس په ۱۹۶۹ ز کال کې په کورنیل پوهنتون (Cornell University) کې ترسره کړ. د اوو کمېټو او مجلسونو پر وړاندې د ښځو د شعور لوړولو ګروپونو، لاریونونو، د غوښتنلیکونو خپرولو او د غیر رسمي یا تجربوي ټولګیو او پریزنټشنونو چلولو یو کال وروسته په متحده ایالاتو کې د ښځو د زده کړې لومړی پروګرام په ۱۹۷۰ ز کال کې د سانتیاګو ایالت کالج (San Diego State College) کې جوړ شو چې اوس د سانتیاګو ایالت پوهنتون (San Diego State University) دی. د ښځو د ازادۍ د ملي غورځنګ سره په ګډه زده کوونکو او د ټولنې غړو د ښځو د مطالعاتو لپاره لنډمهاله کمېټه جوړه کړه. په متحده ایالاتو کې د ښځو د مطالعاتو دويم پروګرام په ۱۹۷۱ ز کال کې د ویچیتا (Wichita) په کنساس (Kansas) کې د ویچیتا (Wichita State University) په دولتي پوهنتون کې جوړ شو. دا تر ډېره د انګریزي څانګې، ادارې او په ټولنه کې د ښځو له خوا د ډېرو هڅو له لارې رامنځته شوی دی. په ۱۹۷۴ ز کال کې د سانتیاګو دولتي پوهنتون د پوهنځي غړو د ډیپارټمنټ د ادغام لپاره په ټول هېواد کې کمپاېن پیل کړ. په هغه وخت کې دغه کړنې او ډګر خورا سیاسي و. له رسمي څانګو او پروګرامونو مخکې د ښځو د زده کړې ډېری کورسونه په غیر رسمي ډول د پوهتونونو په انګړ يا (Campus) په شاو خوا کې اعلان شوي او د دوی د جوړو شویو تدریسي او اداري مسؤلیتونو سربیره، د ښځینه پوهنځي د غړو له خوا له تنخوا پرته تدریس کېدل. له هغې وروسته څرنګه چې نن په ډېرو مواردو کې هغه پوهنځي چې د ښځو په مطالعاتو کې تدریس کوي، ډېر کله د کیمپس په نورو څانګو کې د پوهنځي ګمارنې ترسره کوي.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د ښځو د مطالعاتو په برخه کې لومړنۍ علمي مجله د فیمینیسټ مطالعاتو په ۱۹۷۲ کال کې په خپرولو پیل وکړ. د متحده ايالاتو د ښځو د مطالعاتو ملي ټولنه په ۱۹۷۷ ز کال کې تاسیس شوه.[۱۶][۱۷]

د ۱۹۸۰ لسیزې په شاوخوا کې په متحده ایالاتو کې پوهنتونونو او کورسونو ته وده او پراختیا ورکړل شوه. په داسې حال کې چې دغه کار د دواړو محافظه کارو ډلو له غبرګون سره مخ شو او په اکاډمۍ کې د سپین پوستو، شته والی او متضادو امتیازاتو په اړه د ښځو په خوځښت کې د هغو اندېښنو سره مخامخ شو. د فیمینیسټ غورځنګ سیاسي موخو چې د ښځو مطالعاتو رامنځته کولو ته یې اړ کړل، د ۱۹۹۰ لسیزې د بنسټیز شوي علمي فیمینیزم سره په تضاد کې یې ځان وموند. څرنګه چې "ښځه" د یوې مفکورې په توګه پراختیا ته دوام ورکوي، د جنسیت د ټولنیزو جوړښتونو سپړنې د جنسیت مطالعاتو او جنسي تمايلاتو مطالعې ته د ساحې پراختیا لامل شوه.[۱۸][۱۹]

د ښځو د مطالعاتو ساحه د ۱۹۹۰ او ۲۰۰۰ لسیزې په اوږدو کې د پوهنتونونو په پراختیا سره د ښځو د مطالعاتو، جنډر مطالعاتو او ښځینه مطالعاتو کې د لویانو، کوچنیانو، او سندونو وړاندیز کولو سره یې وده وکړه. د دکتورا لومړنی رسمي پروګرام؛ د ښځو د مطالعاتو په برخه کې، په ایموري پوهنتون (Emory University) کې په ۱۹۹۰ کال جوړ شو. د امريکا په متحده ايالاتو کې تر ۲۰۱۲ ز کال پورې ۱۶ ادارې وې چې د ښځو د مطالعاتو په برخه کې يې د دوکتورا تر کچې خدمات وړاندې کول. له هغه وخت راهیسې يو سي سانتا کروز (UC Santa Cruz) په ۲۰۱۳، د کینټکي-لیکسینګټن Kentucky-Lexington پوهنتون (University of Kentucky-Lexington) هم په ۲۰۱۳ سټوني بروک پوهنتون (Stony Brook University) په ۲۰۱۴ او د اوریګون ایالت پوهنتون (Oregon State University) په ۲۰۱۶  ز کال  کې د ښځو د مطالعاتو په برخه کې د دوکتورا پروګرامونه معرفي کړل. په ۲۰۱۵ ز کال کې د افغانستان په کابل پوهنتون کې د جندر او ښځو د مطالعاتو په برخه کې د ماسټرۍ لومړنی کورس پیل شو. په انګلستان کې د ښځو د مطالعاتو کورسونه د پوهنتونونو او کالجونو د داخلي خدماتو (Universities and Colleges Admissions Service) له لارې موندل کېدای شي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

نظریاتي دودونه او د څیړنې میتودونه[سمول]

د ښځو د لومړنیو زده کړو کورسونه او نصاب ډېری وخت د دې پوښتنې له مخې پر مخ وړل کېدل چې "ولې ښځې په کې شاملې نه دي؟ ښځې چېرته دي؟" يانې لکه څرنګه چې ډېرې ښځې په لوړو زده کړو کې د زده کوونکو او پوهنځي  په دواړو کې زياتې شوې نو په زياترو کورسونو او نصاب کې د نارينه متمرکز طبيعت په اړه پوښتنې راپورته شوې. په دودیزو څانګو کې د ښځو پوهنځي لکه تاریخ، انګلیسي او فلسفې په ښځو د تمرکز کولو کورسونه پیل کړل. د ښځو د غورځنګ له مفکورې چې "شخصي سیاسي دي"، کورسونو هم د جنسي سیاست، په ټولنه کې د ښځو رول او هغو طریقو پراختيا پيل کړه چې د ښځو شخصي ژوند د لوی ځواک جوړښتونه منعکس کوي.[۲۹][۳۰]

له ۱۹۷۰ لسیزې راهیسې د ښځو د مطالعاتو پوهانو د جنسیت او د هغې د تقاطع په اړه د نسل، طبقې، توکم، جنسیتې تمايلاتو، مذهب، عمر او په ټولنه کې د ځواک جوړښتونو د تولید او ساتلو وړتیا سره د پوهېدو لپاره وروستۍ عصري (post-modern) طریقې غوره کړې. له دې بدلون سره په ژبه، فرديت يا تابعيت، ټولنیز تسلط او د موضوعاتو ژوند باندې تمرکز شوی دی؛ که څه هم دوی یې پېژني چې څنګه تشکيل شوی دی. د دې نظریو په اصل کې دغه مفکوره ده، چې که چېرته یو څوک جنس، جنسیت او جنسیتي تمايلات وپېژني کوم چې ذاتي نه دي؛ بلکې په ټولنیز ډول جوړ شوي دي.[۳۱]

د ښځو د مطالعاتو په کورسونو کې په کار ګمارل شوې مهمې تیورۍ کې د فیمینیسټ تیوري، د متقابل نظر، د دریځ تیوري، نړیوال فیمینیزم، او ټولنیز عدالت شامل دي. د څېړنې کړنې چې د ښځو مطالعاتو سره تړاو لري د کمیتي، کیفیتي او مخلوط میتودونو په کارولو سره ښځې او د ښځو تجربې د پوښتنو په محراق کې راولي. ښځینه څېړونکې د پوهې په تولید کې د دوی رول مني او د څېړونکي او د څېړنې موضوع ترمنځ اړیکه روښانه کوي.[۳۲]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Shaw, Susan M.; Lee, Janet (2014-04-23). Women's voices, feminist visions: classic and contemporary readings (الطبعة Sixth). New York, NY: McGraw-Hill. OCLC 862041473. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0078027000. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Oxford Handbook of Feminist Theory. Oxford University Press. 2018. OCLC 1002116432. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0190872823. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Hesse-Biber, Sharlene Nagy (2013-07-18). Feminist research practice: a primer (الطبعة Second). Thousand Oaks, CA: SAGE Publications. OCLC 838201827. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781412994972. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Wiegman, Robyn (2002). Women's studies on its own: a next wave reader in institutional change. Durham: Duke University Press. OCLC 49421587. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780822329862. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "A National Census of Women's Studies Programs". NORC Project: 25. December 2007. https://www.nwsa.org/Files/Resources/NWSA_CensusonWSProgs.pdf. 
  6. Berger, Michele Tracy; Radeloff, Cheryl (2015). Transforming Scholarship: Why Women's and Gender Studies Students Are Changing Themselves and the World. New York: Routledge. د کتاب پاڼې 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-83653-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Ardent warrior for women's rights". 2003-07-31. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Kahn, Ada P. (2006). The Encyclopedia of Stress and Stress-related Diseases (الطبعة 2nd). Facts on File. د کتاب پاڼې 388. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0816059379. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. * Salper, Roberta (November 2011). "San Diego State 1970: The Initial Year of the Nation's First Women's Studies Program". Feminist Studies 37 (3): 658–682. http://www.feministstudies.org/issues/vol-30-39/37-3.html. 
  10. "SDSU Women's Studies Department". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "History :: Department of Women's Studies at San Diego State University". womensstudies.sdsu.edu. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Chinyere Okafor citing from The Center for Women's Studies' papers at WSU
  13. Boxer, Marilyn J. (Fall 2002). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Women's studies as women's history"]. Women's Studies Quarterly 30 (3–4): 42–51. 
  14. Ginsberg, Alice E. (2008). "Triumphs, Controversies, and Change: 1970s to the Twenty-First Century". The Evolution of American Women's Studies: Reflections on Triumphs, Controversies, and Change. New York: Palgrave Macmillan. د کتاب پاڼې 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-230-60579-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Berger, Michele Tracy; Radeloff, Cheryl (2015). Transforming Scholarship: Why Women's and Gender Studies Students Are Changing Themselves and the World. New York: Routledge. د کتاب پاڼې 49. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-83653-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "History". Feminist Studies. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "NWSA". nwsa.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Ginsberg, Alice E., المحرر (2008). The evolution of American women's studies: reflections on triumphs, controversies, and change (الطبعة 1st). New York: Palgrave Macmillan. د کتاب پاڼې 16. OCLC 224444238. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780230605794. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Wiegman, Robyn (2008). "Feminism, Institutionalism, and the Idiom of Failure". In Scott, Joan Wallach (المحرر). Women's Studies on the Edge. Durham: Duke University Press. د کتاب پاڼې 41. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8223-4274-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Women's, Gender, and Sexuality Studies". د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "NWSA". nwsa.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Artemis Guide to Women's Studies in the U.S". د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "UC Santa Cruz – Feminist Studies". feministstudies.ucsc.edu. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "PHD Program | Gender & Women's Studies". gws.as.uky.edu. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Women's, Gender, and Sexuality Studies". www.stonybrook.edu. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "PhD in Women, Gender, and Sexuality Studies! | College of Liberal Arts | Oregon State University". liberalarts.oregonstate.edu. 2015-09-21. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. FaithWorld (2015-10-26). "Kabul University unlikely host for first Afghan women's studies programme". Blogs.reuters.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Universities and Colleges Admissions Service, United Kingdom". UCAS. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Rothenberg, Paula (2008). "Women's Studies – The Early Years: When Sisterhood Was Powerful". In Ginsberg, Alice E. (المحرر). The Evolution of American Women's Studies. New York: Palgrave MacMillan. د کتاب پاڼې 68. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-230-60579-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Ginsberg, Alice E., المحرر (2008). The evolution of American women's studies: reflections on triumphs, controversies, and change (الطبعة 1st). New York: Palgrave Macmillan. د کتاب پاڼې 69. OCLC 224444238. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780230605794. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Levin, Amy K. (2007). "Questions for A New Century: Women's Studies and Integrative Learning" (PDF). www.nwsa.org. د لاسرسي‌نېټه November 18, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Hesse-Biber, Sharlene Nagy (2013-07-18). Feminist research practice: a primer (الطبعة Second). Thousand Oaks, CA: SAGE Publications. OCLC 838201827. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781412994972. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)