د فيمينيزم تاريخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د فيمينيزم تاريخ د هغو غورځنګونو او مفکورو له (تاريخي يا موضوعي) داستانونو يا روايتونو څخه جوړ شوی چې د ښځو لپاره مساوي حقونه يې خپله موخه ګرځولې ده. په داسې حال کې چې د ټولې نړۍ فيمينيسټان چې په وخت، کلتور او هېواد پورې اړه لري؛ په لاملونو، موخو او ارادو کې توپير لري. ډېری لويديځ فيمينيسټ تاريخ پوهان ټينګار کوي چې ټول هغه غورځنګونه چې د ښځو د حقونو ترلاسه کولو لپاره کار کوي، بايد د ښځينه فيمينيسټ غورځنګونو په توګه په پام کې ونيول شي، ان کله چې دوی دغه اصطلاح په ځان نه ده تطبيق کړې (يا يې نه تطبيقوي). ځيني ​​نور تاريخ پوهان د "فمينيسټ" اصطلاح د عصري فيمينيسټ غورځنګ او د هغې نسل پورې تړي او د پخوانيو غورځنګونو د تشرېح کولو لپاره د "پروټوفيمينيسټ" نښه (د فيمينيزم له منځته راتګ څخه وړاندې فيمينيسټ) کاروي.

د عصري لويديځ فيمينيسټ تاريخ په دوديز ډول په درېيو دورو يا "څپو" وېشل شوی دی، چې هر يو د مخکيني پرمختګ پر بنسټ يو څه بېلابېلې موخې لري.[۱][۲]

  • د ۱۹مې او شلمې پېړۍ په لومړيو کې د فيمينيزم لومړۍ څپې د حقوقي نابرابريو په له منځه وړلو تمرکز وکړ، په ځانګړي ډول د ښځو د رای ورکولو مسئلو ته يې خطاب وکړ.
  • د دويمې څپې فيمينيزم (۱۹۶۰-۱۹۸۰) کلونو کې د کلتوري نابرابريو، جنسيتي معيارونو او په ټولنه کې د ښځو د رول په اړه بحثونه پراخه کړل.
  • درېيمې څپې فيمينيزم په ۱۹۰۰ او ۲۰۰۰ کلونو کې د فيمينيسټ فعاليت بېلابېلو ډولونو ته اشاره کوي چې د درېيمې څپې پلويانو له خوا په خپله د دويمې څپې د دوام په توګه او د هغې د پام وړ ناکاميو ته د ځواب په توګه ليدل کيږي.[۳]

که څه هم د "څپې" جوړښت په عمومي ډول د فيمينيزم د تاريخ تشرېح کولو لپاره کارول کېږي خو دغه  مفهوم يوازې يو څو مشهور شخصيتونه د تمرکز کولو له پاره د غوره کولو، د سپين پوستو ښځو بورژوا په نظر کې نيولو، د مشهورو پېښو په اړه او د "توکمپال" او "استعمار" له امله د غير سپين پوستو فيمينسټانو له خوا هم د "څپو" تر منځ د تاريخ له پامه غورځولو او له منځه وړلو لپاره انتقاد شوي دي.[۴][۵][۶][۷][۸]

مخکينی فيمينيزم[سمول]

هغه خلک او فعالان چې د ښځو د مساواتو په اړه بحث يا يې د پرمختګ لپاره کار کوي او يا هم د ښځو د مساواتو په اړه د ښځينه غورځنګ له شتون مخکې ځينې وختونه د پروټوفيمينيسټ (د فيمينيزم له منځ ته راتګ مخکې د دې مفهوم پلويانو) په توګه په نښه يا لېبل کېږي. ځينې ​​عالمان په دې اصطلاح نيوکه کوي، ځکه چې دوی په دې باور دي چې دا د پخوانيو مرستو اهميت کموي. يا لکه څرنګه چې د فيمينيزم له رامنځ ته کېدو مخکې فيمينيسټ او د فيمينيزم له رامنځ ته کېدو وروسته د فيمينيسټ په څېر اصطلاحاتو نه څرګنديږي، فيمينيزم يو واحد اوږد تاريخ نه لري.[۹][۱۰]

د ايلين هوفمن باروچ (Elaine Hoffman Baruch) په وينا: "شاوخوا ۲۴ پيړۍ مخکې اپلاطون د ښځو د بشپړ سياسي او جنسي مساواتو لپاره بحث وکړ او د دې دفاع يې وکړه چې دوی د نوموړي د لوړې طبقې غړې وې، ... هغه څوک چې حکومت او جګړه کوي". [۱۱][۱۲]

اندال (Andal) يوه ښځينه تاميل (يوه ژبه ده) بزرګې يا دينداره مېرمنې د اوومې يا اتمې پيړۍ په شاوخوا کې ژوند کاوه. د تروپاوی (Tiruppavai) په ليکلو مشهوره ده. اندال (Andal) د ښځو ډلې لکه ګوډا منډالي (Goda Mandali) هڅولې ده. له وشنو (Vishnu) سره د هغې واده د ځينو له خوا د فيمينيسټ عمل په توګه ځکه ليدل کېږي چې هغې ته يې اجازه ورکړه چې د مېرمنې په ډول له منظمو دندو ډډه وکړي او خپلواکي ترلاسه کړي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د رنسانس فيمينيزم[سمول]

ايټالوي الاصله فرانسوۍ ليکواله کريسټين ډي پيزان (Christine de Pizan) (۱۳۶۴ – ۱۴۳۰) کلونو کې د ښځو د ښار کتاب ليکواله او د ايپيټر او ديو ډي امور (Epître au Dieu d'Amour) يانې ((د مينې خداي ته ليک)) د سيمون دي بووير (Simone de Beauvoir) له خوا د لومړنۍ ميرمنې په توګه ياده شوې ده. د ۱۶ پېړۍ نورې ښځينه ليکوالانې چې د بد مرغۍ غندنه او د جنسونو د اړيکو په اړه يې ليکل کول عبارت وې له: هينريچ کورنيليس اګريپا(Heinrich Cornelius Agrippa)، موډيستا دي پوزو دي فورزي (Modesta di Pozzo di Forzi) او جېن اينګر (Jane Anger) څخه. د ۱۷ پيړۍ په ليکوالانو کې هانا وولي (Hannah Woolley) په انګلستان کې، جوانا انيس دي لا کروز (Juana Inés de la Cruz) په مکسيکو کې، ماري لي جارس دي ګورني (Marie Le Jars de Gournay)، اين براډسټريټ (Anne Bradstreet)، انا ماريا وان شورمن (Anna Maria van Schurman) او فرانسوا پولين دي لا بيري (François Poullain de la Barre) شاملې دي. د ريښتينو روښانفکرانو په توګه د مېرمنو راپورته کېدو په ايټالوي انساني علومو کې هم بدلون راوړ. کاسندرا فيډل (Cassandra Fedele) لومړنۍ ښځه وه چې د بشرپالنې ډلې سره يو ځای شوه او د ښځو پروړاندې د ډېرو خنډونو سره سره يې ډېر څه تر لاسه کړل.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د ښځو د رنسانس دفاع ګانې په مختلفو ادبي ژانرونو او په ټوله اروپا کې د برابرۍ يا مساواتو مرکزي ادعا سره شته. فيمينسټانو د اصولو غوښتنه وکړه چې په تدريجي ډول د اقتصادي ملکيت د بې عدالتۍ موضوعاتو ته لارښوونه کوي. د ښځو او نارينه وو د سياسي او ټولنيزو حقونو د برابرۍ د پلوي کولو ټولنه په دې وخت کې د ښځو لپاره يوه لاره وه چې د متقابلو او غير منظمو سيستمونو رامنځته کولو لپاره چې د ښځو او نارينه وو لپاره فرصتونه برابر کړي، له ادب څخه کار واخلي.[۲۴]

د انتونيو کارنازانو(Antonio Cornazzano)، ويسپاسيانو دي بيستيکي (Vespasiano de Bisticci) او جيواني سبادينو ديګلي آرينټي (Giovanni Sabadino degli Arienti) په ګډون، نارينه وو هم د دفاع په تاريخ کې مهم رول لوبولي دي چې ښځې د نارينه وو سره په مساوي توګه د سيالۍ توان او وړتيا لري. کاسټيګليون (Castiglione) د ښځې د اخلاقي شخصيت د دفاع دغې ميلان ته دوام ورکوي او دا چې دودونه د ښځو د ذلالت يا کمترۍ ښکارندويي کوي. په هرصورت نيوکه دا ده چې د ټولنيز بدلون لپاره هيڅ مدافعين نشته. هغه (ښځه) يې له سياسي ډګرنه بهر او دوديزو کورنيو رولونو ته پرېښوده. که څه هم د دوی ډيری به دې ته وهڅوي چې که ښځې په سياسي ډګر کې داخلې شي؛ دا به د دوی د زده کړې طبيعي پاېله وي. سربېره پر دې د دغو نارينه وو نه ځينې وايي چې نارينه له تاريخي ريکارډونو (سوانحو) د وتلو له امله د روڼ اندو مېرمنو د پوهاوي نشتوالي کې ګناه لري.[۲۵]

په انګليسي ژبه کې د ۱۷ پيړۍ د خورا مهمو فيمينيسټ ليکوالانو له ډلې څخه د نيوکاسل-اوون-ټاين اوسېدونکې مارګريټ کاوينډيش (Margaret Cavendish, Duchess of Newcastle-upon-Tyne) وه. د هغې پوهه د ځينو له خوا پېژندل شوې وه. لکه پروټو - فيمينيسټ باتسوا ماکين (Bathsua Makin) چې ليکلي دي: "د نوي کاسټل اوسنۍ هالنډۍ د خپلې وړتيا په واسطه د هر وخت لارښوونې په پرتله، د ډېری لويو لويو نارينه وو څخه پورته" او په پام کې نيول شوې. هغه د دې يوه غوره بېلګه ده، چې ښځې د زده کړې له لارې څه څه کېدي شي.[۲۶][۲۷][۲۸]

اوولسمه پېړۍ[سمول]

د مارګريټ فيل (Margaret Fell) ترټولو مشهور کار "د ښځو خبرې حق ثابتې شوی" دي. ذکر شوي کار د ښځو وزارت لپاره د صحيفې پر بنسټ دليل او په ۱۷ پيړۍ کې د ښځو د مذهبي مشرتابه په اړه يو له مهمو متنونو څخه دی. په دې لنډه کتابچه/پمفلېټ کې فيل (Fell) د جنسونو د برابرۍ لپاره خپل بحث او استدلال د دوستانو پلوې ټولنې(Quakerism)  يعنې معنوي مساواتو پر بنسټ وکړ. د هغې عقيده دا وه چې خدای ټول انسانان پيدا کړي دي، نو ځکه دواړه نارينه او ښځې نه يوازې د باطني رڼا د درلودلو وړتيا لري؛ بلکې د پيغمبر کېدو وړتيا هم لري. فيل (Fell) د "فمينيسټ مخکې" په توګه ياده شوې ده.[۲۹][۳۰]

اتلسمه پېړۍ: د روښانفکرۍ دوره[سمول]

د روښانفکرۍ عمر د سيکولر فکري دليل او د فلسفي ليکنې په غوړېدو سره مشخص شوي و. د جيريمي بينټم (Jeremy Bentham) ۱۷۸۱، مارکيس ډي کنډورسيټ (Marquis de Condorcet) ۱۷۹۰ او مريم وولسټونکرافټ (Mary Wollstonecraft) ۱۷۹۲ په ګډون ډيري روښانفکره فيلسوفانو د ښځو د حقونو دفاع وکړه. د هغه وخت نور هغه مهم ليکوالان چې د فيمينيسټ نظرونه يې څرګند کړل  دا دي: ابيګيل اډمز (Abigail Adams)، کتارين مکاولي (Catharine Macaulay) او هيډويګ چارلوټا نورډن فليچټ (Hedvig Charlotta Nordenflycht) څخه.[۳۱][۳۲]

جيرمي بينتم (Jeremy Bentham)[سمول]

انګریزي ګټور او کلاسيک ليبرال فيلسوف جيريمي بينټم (Jeremy Bentham) وويل چې دا په قانوني ډول د مېرمنو ځاي پر ځاي کول وو چې هغه يې په يوولس کلنۍ کې د اصلاح غوښتونکو دنده غوره کړه؛ که څه هم امريکايي انتقاد کوونکي جان نيل (John Neal) ادعا وکړه چې هغه يې قانع کړی دی چې د ۱۸۲۵ او ۱۸۲۷ کلونو تر منځ د دوی د ټولنې په ترڅ کې د ښځو د حقونو مسئلې راپورته کړې. بينتم (Bentham)د رای ورکولو حق او په حکومت کې د برخې اخيستلو په ګډون، د جنسونو تر منځ د بشپړو مساواتو لپاره خبرې وکړې. نوموړي د نارينه او ښځينه تر منځ د غير متناسب جنسي اخلاقي معيارونو سره مخالفت وکړ.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

بنتام (Bentham) د اخلاقو او قانون جوړونې اصولو ته په خپله پېژندنه (۱۷۸۱) کې د ډېرو هېوادونو هغه عامه کړنه په کلکه وغندله چې د ادعا په ډول د کمزورو ذهنونو له امله د ښځو له حقونو څخه انکار کوي. بينتم (Bentham) د وړ ښځينه استازو يا ځای ناستو ډيرې بېلګې وړاندې کړې.[۳۷]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Humm, Maggie (1990), "wave (definition)", in Humm, Maggie (المحرر), The dictionary of feminist theory, Columbus: Ohio State University Press, د کتاب پاڼې 251, د کتاب نړيواله کره شمېره 9780814205075. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Rebecca, Walker (January 1992). "Becoming the Third Wave". Ms. New York: Liberty Media for Women. د کتاب پاڼي 39–41. ISSN 0047-8318. OCLC 194419734. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Krolokke, Charlotte and Anne Scott Sorensen, "From Suffragettes to Grrls" in Gender Communication Theories and Analyses: From Silence to Performance (Sage, 2005).
  4. Nicholson, Linda (2010). McCann, Carole; Seung-Kyung, Kim (المحررون). Feminism in "Waves": Useful Metaphor or Not? (الطبعة 3rd). New York: Routledge. د کتاب پاڼي 49–55. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "De las huelgas de mujeres a un nuevo movimiento de clase: la tercera ola feminista" (په هسپانوي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. García, Esther M. (2018-01-31). "Arde Feministlán: Una entrevista a Dahlia de la Cerda". Liberoamérica (په هسپانوي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر May 7, 2019 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Mc, H. (2019-02-04). "Das Greves de Mulheres para um Novo Movimento de Classe: A Terceira Onda Feminista". Desacato (په پرتگیزی ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Sobre el feminismo y sus corrientes". Grazia (په هسپانوي ژبه کي). 2017-01-11. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Cott, Nancy F. "What's In a Name? The Limits of 'Social Feminism'; or, Expanding the Vocabulary of Women's History". Journal of American History 76 (December 1989): 809–829
  10. Ferguson, Margaret (March 2004). "Feminism in Time". Modern Language Quarterly. 65 (1): 7–8. doi:10.1215/00267929-65-1-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. The Columbia Encyclopedia (Columbia Univ. Press, 5th ed. 1993(کينډۍ:ISBN)), entry Plato.
  12. Baruch, Elaine Hoffman, Women in Men's Utopias, in Rohrlich, Ruby, & Elaine Hoffman Baruch, eds., Women in Search of Utopia, op. cit., p. [209] and see p. 211 (Plato supporting "child care" so women could be soldiers), citing, at p. [209] n. 1, Plato, trans. Francis MacDonald Cornford, The Republic (N.Y.: Oxford Univ. Press, 1973), Book V.
  13. Bryant, Edwin F., المحرر (2007). Krishna: a sourcebook. Oxford: Oxford University Press. OCLC 181731713. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-972431-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Bose, Mandakranta (2010). Women in the Hindu Tradition: Rules, roles and exceptions. London & New York: Routledge. د کتاب پاڼي 112–119. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Women's Lives, Women's Rituals in the Hindu Tradition;page 186
  16. Sharma, Arvind; Young, Katherine K. (1999). Feminism and world religions. SUNY Press. د کتاب پاڼي 41–43. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. de Beauvoir, Simone, English translation 1953 (1989). The Second Sex. Vintage Books. د کتاب پاڼې 105. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-679-72451-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Schneir, Miram (1994). Feminism: The Essential Historical Writings. Vintage Books. د کتاب پاڼې xiv. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-679-75381-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Boles, Janet K.; Hoeveler, Diane Long (2004). Historical Dictionary of Feminism (په انګلیسي ژبه کي). Scarecrow Press. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8108-4946-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Hannah Woolley b. 1623, England; d. c. 1675, England". Dinner Party Database of notable women. Brooklyn Museum. March 20, 2007. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ سپټمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Majfud, Jorge (February 25, 2007). "The Imperfect Sex: Why Is Sor Juana Not a Saint?". Mr Zine. Monthly Review. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Ross, Sarah Gwyneth (2009). The birth of feminism : woman as intellect in renaissance Italy and England. Harvard University Press. OCLC 517501929. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-03454-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Hutson, Lorna (1999). Feminism and Renaissance studies. Oxford University Press. OCLC 476667011. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-878244-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Jordan, Constance. (1990). Renaissance feminism : literary texts and political models. Cornell University Press. OCLC 803523255. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8014-2163-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Benson, Pamela Joseph. (1992). The invention of the Renaissance woman : the challenge of female independence in the literature and thought of Italy and England. Pennsylvania State Univ. Press. OCLC 185669321. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-271-00812-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. [Kegl, Rosemary. "'The World I Have Made': Margaret Cavendish, feminism and the Blazing World", in Valerie Traub, M. Lindsay Kaplan, and Dympna Callaghan (eds), Feminist Readings of Early Modern Culture: Emerging Subjects, Cambridge: Cambridge University Press, 1996, pp. 119-141.]
  27. Lisa T. Sarasohn, "A Science Turned Upside down: Feminism and the Natural Philosophy of Margaret Cavendish". Huntington Library Quarterly. Vol. 47, No. 4 (Autumn, 1984), pp. 289-307.
  28. Makin, Bathsua (1673). An Essay to Revive the Ancient Education of Gentlewomen. London: Printed by J.D., to be sold by Tho. Parkhurst. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Margaret Fell, ""Women's Speaking Justified, Proved, and Allowed of by the Scriptures, All such as speak by the Spirit and Power of the Lord Jesus", Quaker Heritage Press Online Texts.
  30. Schofield, Mary Anne (1987). "'Women's Speaking Justified': The Feminine Quaker Voice, 1662–1797". Tulsa Studies in Women's Literature. 6 (1): 61–77. doi:10.2307/464160. JSTOR 464160. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Tomalin, Claire. The Life and Death of Mary Wollstonecraft. 144–155. Rev. ed. 1974. New York: Penguin, 1992. کينډۍ:ISBN
  32. Walters 2005، ص. 30.
  33. Williford, Miriam (1975). "Bentham on the Rights of Women". Journal of the History of Ideas. 36 (1): 167–176. doi:10.2307/2709019. ISSN 0022-5037. JSTOR 2709019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Lease, Benjamin (1972). That Wild Fellow John Neal and the American Literary Revolution. Chicago, Illinois: University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 192. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-226-46969-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Daggett, Windsor (1920). A Down-East Yankee From the District of Maine. Portland, Maine: A.J. Huston. د کتاب پاڼې 32. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Miriam Williford, Bentham on the rights of Women
  37. Miriam Williford, Bentham on the rights of Women, Journal of the History of Ideas, 1975.