بسنټپال فيمينيزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بسنټپال فيمينيزم، د فيمينيزم دننه يو ليد دی، چې د ټولنې د بنسټيزې بيارغونې غوښتنه کوي، چې په ټولو ټولنيزو او اقتصادي شرایطو کې د نارينه برتري له مينځه وړل کېږي. د دې په درک کولو سره چې د ښځو تجربې هم د نورو ټولنيزو وېشونو، لکه: نسل، پاړکي او جنسي دريځ ټاکنې له خوا اغېزمن کېږي. ايډيالوژي او غورځنګ په ۱۹۶۰ کلونو کې راڅرګند شو.[۱][۲][۳]

بنسټپالې فیمینسټي ټولنې ته په بنسټيز ډول د پلارواکۍ په توګه ګوري، چې نارينه پهکې واک کوي او په ښځو ظلم کوي. بنسټپال فیمینسټ،ان هڅه کوي چې د شته ټولنيزو معيارونو او بنسټونو په ننګولو سره، د يوې بې عدالته ټولنې څخه د هر چا د خلاصون لپاره مبارزه کې د يوې جبهې په توګه، پلارواکي له مينځه يوسي. په دې هڅه کې د ښځو د جنسي اعتراض سره مخالفت کول، د ښځو پر وړاندې د جنسي تېري او تاوتريخوالي په څېر مسئلو په اړه  د عامه پوهاوي لوړول، د جنسيت رول مفهوم ننګول او هغه څه ګواښل چې بنسټپاله فيمينيسټان يې د نژادي او جنسیت پانګواليزم په توګه ګوري او متحده ايالات او د ډېری نورو هېوادونو ځانګړتياوو سره تړاو لري. د جنس ديالکتيک يا مناظره: د فيمينيسټ انقلاب لپاره قضيه ۱۹۷۰ ز کې د شولاميت فايرسټون (Shulamith Firestone) په وينا: " د فيمينيسټ انقلاب د پای موخه، بايد د لومړي فيمينيسټ غورځنګ په څېر نه وي، نه يوازې د نارينه امتياز له منځه وړل؛ بلکې د جنسيت توپير پهخپله د انسانانو تر منځ د جنسي غړو توپيرونه باید نور په کلتوري يا سياسي توګه د اهميت وړ نه وي". دوی دې ته پام کوي، چې په زېږون کې د ښځو ځانګړی رول بايد په کار ځای کې له جريمې پرته پېژندل شوی وي او ځينو استدلال کړی چې د دې ټولنيز اړين کار لپاره بايد خساره ورکړل شي.[۴]

پخوانی بنسټپال فيمينيزم ، په ۱۹۶۰ز  کلونو کې د دويمې څپې د فيمينيزم په منځ کې را منځته شو، چې په نمونه يي ډول پلارواکۍ ته د "لېږدې تاريخي ښکارندې" په سترګه،، د ظلم د نورو سرچينو په پرتله نه يوازې د واکمنۍ  تر ټولو پخوانۍ او خورا نړيواله، مګر لومړنۍ بڼه" او د نورو ټولو لپاره د ماډل په توګه ژور يا مخکې کتلو کې دی.. وروستي سياستونه، له بنسټپال فيمينيزم څخه، چې نورو همغږو سياستونو ته چې د پاړکي، اقتصاد او داسې نورو مسئلو ته له کلتوري فيمينيزم څخه د ظلم د سرچينو په توګه د پلارواکۍ سره مساوي کړي دي.[۵][۶][۷][۸]

بنسټپال فيمينيسټان د ښځو د تيري يا ظلم اصلي سبب په پلارواکي جنسيتي اړيکو کې ګوري، چې د حقوقي سيستمونو، لکه: (د ازادي غوښتونکي فيمينيزم) يا د طایفو تر منځ شخړه (لکه په انارشيست یعنې ګډوډي غوښتونکي فيمينيزم، سوسياليستي فيمينيزم او مارکسيستي فيمينيزم) سره توپير لري.

تيوري او ايډيالوژي[سمول]

بنسټپال فیمینسټان ټينګار کوي چې:  نړيواله ټولنه د يوې پلارواکۍ په توګه کار کوي، چې نارينه طایفه، د ښځو پر طایفې ظالمان دي. دوی وړانديز کوي، چې د ښځو ظلم، د ظلم تر ټولو بنسټيز ډول دی، چې د انسانيت له پيل راهيسې شته وو. لکه څرنګهچې بنسټپاله فيمينيسټ ټي ګريس اټکينسن (Ti-Grace Atkinson) په خپله بنسټيزه ټوټه "بنسټپال فيمينيزم" ۱۹۶۹ ز کې وليکل:[۹][۱۰][۱۱]

د دې ډلې [انسانانو] لومړنی دوه اړخيزه وېش د جنسيت پر بنسټ ويل کېږي: نارینه اوښځینه ... دا ځکه چې د انسان نيمايي نسل د زيږون پروسې بار په غاړه لري او دا ځکه چې انسان "عقلي" حيوان دی. له دې څخه د ګټې اخیستلو لپاره يې هوښيارتيا درلوده، چې ماشوم زېږوونکی يا د بار يا تحمل حیوانات په سياسي طبقه کې يوځای شوي: له بيولوژيکي پلوه په وچې پورې تړلي بارول په سياسي (يا اړين) جريمې کې ناڅرګندوي، په پایله کې دا انفرادي تعريف له انسان څخه وظيفوي يا حيوان ته بدلون ورکوي.

بنسټپاله فیمینسټان استدلال کوي چې د پاچهي له امله، ښځو ته د نارينه معيار د "نورو" په سترګه کتل کېږي او په دې توګه په سيستماتيک ډول مظلومه او ګوښه شوې دي. دوی زياتوي چې : نارينه د يوې طایفې په توګه د ښځو له سيستماتيک ظلم څخه ګټه اخلي. د پلارواکۍ نظريه، د داسې عقيدې له مخې نه ده تعريف شوې، چې ټول نارينه تل د ټولو ښځو له ظلم څخه ګټه پورته کوي، بلکې دا په ډاګه کوي چې، د پلارواکۍ اصلي عنصر، د واکمنۍ اړيکه ده، چې يو ګوند په کې غالب وي او د پخوانيو ګټو لپاره له بل څخه ګټه پورته کوي. بنسټپاله فیمینسټان په دې باور دي چې، نارينه (د يوې طایفې په توګه) ټولنيز سیستمونه اود کنټرول نورې لارې چارې(مېتودونه) کاروي، چې ښځې (همدارنګه ناواکمن نارينه) تر فشار لاندې وساتي. بنسټپاله فیمینسټان د شته ټولنيزو معيارونو او بنسټونو په ګواښلو(ننګولو) سره، د پلارواکۍ د له منځه وړلو په لټه کې دي او په دې باور دي چې، د پلارواکۍ له منځه وړل به هر څوک له يوې بې انصافه ټولنې څخه ازاد کړي. ټای ګرېس اټکينسون (Ti-Grace Atkinson) ټينګار وکړچې:  د ځواک اړتيا نارينه طایفه هڅوي، چې په ښځينه طایفې باندې ظلم ته دوام ورکړي. نوموړی استدلال کوي چې: "هغه اړتيا چې نارينه يې د فشار اچوونکي اغېز لپاره لري، د ټولو بشري ظلمونو سرچينه او بنسټ دی".[۱۲]

د ښځو د آزادۍ په غورځنګ باندې د بنسټپاله – فيمينيسټ سياست اغېزې د پام وړ وې. د روډسټوکېنګ (Redstockings) همکار بنسټ ايښودونکي ايلن ويليس (Ellen Willis) په ۱۹۸۴ ز کې وليکل چې: بنسټپاله ـ فیمینسټانو "جنسي سياست د عامه مسئلې په توګه وپېژندله"، د دويمې څپې د فيمينيزم لغتونه يې رامينځته کړل، په متحده ايالاتو کې يې د سقط قانوني کولو کې مرسته وکړه. دوی "لومړني خلک وو چې تش په نامه خصوصي ساحه کې يې د بشپړ مساوات غوښتنه وکړه" ("د کور کار او د ماشوم پالنه ... احساساتي او جنسي اړتياوې") او " بېړنۍ فضا رامينځته کړه" چې لږ تر لږه د مساوي حقونو د تعديل د تصويب لامل شو. د بنسټپاله فيمينيزم نفوذ د ښځو لپاره د ملي سازمان (NOW) له خوا، چې يوه ښځينه ډله ده او له پخوا راهيسې يې نږدې په اقتصادي مسئلو تمرکز درلود، د دې موضوعاتو په تصويب کې ليدل کېدای شي.[۱۳]

رېښې[سمول]

په متحده ايالاتو کې افراطي يا بنسټپاله فیمینسټانو، د ښځو د آزادۍ غورځنګ (WLM) اصطلاح جوړه کړه. WLM په لويه کچه د مدني حقونو د غورځنګ د نفوذ له امله وده وکړه، چې په ۱۹۶۰ز کلونو کې يې چټکتيا ومونده او ډېری مېرمنو چې د بنسټپال فيمينيزم لامل يې پورته کړ، د توکمپالنې پر وړاندې مبارزه کې د بنسټپال اعتراض سره پخوانۍ تجربه درلوده. په تاريخي پلوه، دا د دويمې څپې فيمينيزم په شرایطو کې ليدل کېدای شي چې دا د ۱۹۶۰ ز کلونو په لومړيو کې پيل شو. د فيمينيزم د دې دويمې څپې مخکښو شخصيتونو کې شولاميت فايرسټون (Shulamith Firestone)، کيتي سراچيلډ (Kathie Sarachild)، ټي ګريس اتکينسن (Ti-Grace Atkinson)، کارول هينيش (Carol Hanisch)، روکسان ډنبر (Roxanne Dunbar)، نومي ويسټين (Naomi Weisstein) او جوديت براون (Judith Brown) شامل وو. په وروستيو شپېتمو لسيزو کې د ښځو بېلابېلو ډلو، لکه د UCLA د ښځو د آزادۍ جبهه (WLF)، چې ځانونه يې د "راډيکال فيمينيسټ" په توګه يادول، د بنسټپاله فيمينيسټ ايډيالوژۍ په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کړل. د UCLA د WLF همکار بنسټ ايښودونکې ديورا ويبر (Devra Weber) يادونه کوي: "بنسټپال فیمینسټان د پلارواکۍ مخالف وو، مګر له پانګوالۍ سره په اړين ډول مخالف نه وو. زموږ په ډله کې لږ تر لږه، دوی د نامتو نارينه واکمن ملي آزادۍ هڅو سره مخالفت کاوه".[۱۴][۱۵]

راديکال فیمینسټانو د نژادي مساوات لپاره د افراطي( بنسټپال لاريون) په ژباړلو کې مرسته وکړه، چې ډېرو په کې د ښځو د حقونو لپاره د مبارزې تجربه درلوده. دوی د ښځو لپاره د بېلابېلو مسئلو په اړه غږ پورته کړ او د ماشوم ضایع کولو حق، د مساوي حقونو تعديل، کريډيټ يا بانکي حسابونو ته لاسرسی او مساوي معاش په ګډون يې د بېلابېلو مسئلو لپاره دفاع وکړه. ډېری رنګ لرونکې مېرمنې (فران بيل (Fran Beal)، سيلستين وير (Cellestine Ware)، ټوني کيډ بامبرا(Toni Cade Bambara))د ښځو د آزادۍ غورځنګ د بنسټ ايښودونکو له ډلې څخه وې. سره له دې هم ډېری رنګ لرونکو مېرمنو په غورځنګ کې ځکه برخه نه وه اخيستې، چې دوی دې پایلې ته رسېدلې وې، چې افراطي فیمینسټانو "د لږه کیو مېرمنو لپاره د معنا مسئلو" ته ځواب نه دی ویلی، په ځانګړي ډول د تور پوستو مېرمنو لپاره د شعور لوړولو څخه وروسته ډلې د ملاتړ لپاره راټولې شوې، چې د بنسټپال فيمينيزم دویمې څپې د رنګ لرونکو مېرمنو ډېرېدونکی شمېر ليدل پيل کړل.[۱۶][۱۷]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Willis 1984, pp. 91–118
  2. Giardina, Carol (2010). Freedom for Women : Forging the Women's Liberation Movement, 1953–1970. University Press of Florida. OCLC 833292896. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0813034560. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Martins, Amanda (May 14, 2019). "Feminist Consciousness: Race and Class". Meeting Ground. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Firestone 1970، ص. 11.
  5. Willis 1984، صص. 117, 141.
  6. Willis 1984، ص. 123.
  7. Willis 1984، ص. 122.
  8. Willis 1984، ص. 118.
  9. Atkinson 2000، ص. 85.
  10. Shelley 2000.
  11. Echols 1989، ص. 139.
  12. Atkinson 2000، ص. 86.
  13. Willis 1984، ص. 138.
  14. Sarah Gamble, ed. The Routledge companion to feminism and postfeminism (2001) p. 25
  15. Linden-Ward او Green 1993، ص. 418.
  16. Linden-Ward او Green 1993، ص. 434.
  17. Evans 2002.