د غلامۍ پای

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د غلامۍ پای یا Abolitionism  يا د غلامۍ ضد غورځنګ، د غلامۍ د له منځه وړلو غورځنک ؤ. د غلامۍ پای په لوېديځه اروپا او امريکا کې يو تاريخي غورځنګ و چې د اتلانتیک د غلامانو د سوداګرۍ پای ته رسولو او د غلامانو د ازادولو په هڅه کې و. د بريټانیا د غلامۍ ضد غورځنګ د ۱۸ پېړۍ په ورستيو کې کله چې انګریزي او امريکايي کویکرانو د غلامۍ اخلاق تر پوښتنې لاندې راوستلو پيل وکړ. د هغوی په منځ کې جیمز اوګلهوهرپ لومړنۍ کس و چې د غلامی پر وړاندې یې د روښانتيا قضیه بیان کړه او په جورجيا ولايت کې يې د بشردوستانه دلایلو له امله منع کړه او پر وړاندې يې په پارلمان کې بحثونه وکړل او پای کې يې خپل ملګري ګرانویل شارپ او حانا مور وهڅول چې د دې قضيي علت په جدی توګه تعقيب کړي. د اوگلتورپ له مړينې وروسته په ۱۷۸۵ ز کال کې ډېر ژر شارپ او مور له ويليم ويلبيرفورس او نورو سره د کلپهم فرقه ی یا Clapham Sect  په جوړلو کې يوځای شول.   [۱]

په ۱۷۷۲ ز کال کې د سامرسیټ قضیه کې يوه تښتيدلي غلام ته د قضا له لوري د دې لپاره برأت ورکړل شو چې د انګریز د عام قانون پر بنسټ غلامي نه شته، هغه د بریټانیا له غورځنګ سره د غلامۍ په  له منځه وړلو کې مرسته وکړه. که څه هم د غلامۍ ضد احساسات د ۱۸ پېړۍ تر وروستيو پوری پراخ وو، بيا هم ډېرو مستعمرو او نوي راپورته کېدونکي ملتونو لکه هالنډي، فرانسوي، بریټانوي، هسپانوي او د پرتګالي قلمرونو په ویسټ انډیز، سويلي امريکا او د امریکا متحده ایالاتو سویل کې له غلامانو نه کار اخیستلو دوام وکړ. وروسته له دې چې امريکايي انقلاب متحده ايالاتو کې رامنځ ته شو، شمالي ايالتونه چې پيل يې په ۱۷۸۰ ز کال کې له پينسلوانيا نه و، په راتلوونکو دوه لسيزو کې يې داسی قانون توشيح کړ چې غلامي يې ختموله او ځينی وختونه يې په تدريجی توګه ازادولو gradual emancipation  سره. مسیچوسیټ داسې یو قانون تصويب کړ چې په هغه کې يې ټول نارینه مساوی اعلان کړل، د ازادۍ

قانوني اقداماتو  freedom suits د دې اصل پر بنسټ غلامي وننګوله او په دې ايالت کې يې غلامۍ ته د پای ټکی کېښوډ.

ويرمنټ چې له ۱۷۷۷ نه تر ۱۷۹۱ کلونو پورې د يو نا پېژندل شوي ايالت په ډول وو په ۱۷۷۷ زکال کې يې د بالغو کسانو غلامي له منځه يوړه. په نورو ايالتونو لکه ويرجينيا کي هم ورته د حقونو اعلاميې د محکمو له لوري تفسير شوې په داسی حال کې چې دا اعلاميې په افريقايانو او افريقا الاصله امريکايانو  نه پلي کېدې.د راتلوونکو لسيزو په دوران کې د غلامۍ ضد غورځنګ په شمالي ايالتونو کې وده وکړه او کانګرس غلامي هغه نويو ايالتونو ته پراخه کړه چې په ټولنو کې منل شوي وو. 

په لندن کې په ۱۷۸۷ ز کال کې د غلامانو د سوداګرۍ د ختمولو لپاره ټولنه جوړه شوه. انقلابي فرانسې په ۱۷۹۴ ز کال کې په خپله ټوله سترواکۍ کې غلامي له منځه یوړه، که څه هم په ۱۸۰۲ ز کال کې د ناپلیون له خوا د پروګرام د یوې برخې په توګه د خپلو مستعمرو پر وړاندې د حاکمیت د یقيني کولو په موخه بېرته پيل کړه. هايتي (ورپسی سن-دومینگ) په رسمي توګه په ۱۸۰۴ ز کال کې له فرانسې خپله خپلواکۍ اعلان کړه او په معاصر تاريخ کې په لویدیځه نیمکره Western Hemisphere کې لومړنی خپلواکه ملت شو چې غلامي يې له قيد او شرط پرته له منځه یوړه. تر ۱۸۰۴ کال پورې د متحده ايالاتو په ټولو شمالي ايالتونو کې غلامي له منځه لاړه.

انګلستان ( ورپسې د ايرلنډ په شمول) او متحده ايالاتو په ۱۸۰۷ زکال کې د غلامانو نړيواله سوداګري غير قانوني کړه، چې وروسته تر هغې بریټانیا تر مشرۍ لاندې هڅو، د غلامانو بېړۍ بندې کړې. بریټانیا د خپلې سترواکۍ په دوران کې غلامي د ۱۸۳۳ ز کال د غلامۍ د پای قانون پر اساس (د هند د پام وړ استثنا سره) له منځه يوړ. فرانسوۍ مستعمرو په ۱۸۴۸ ز کال کې بیا ځلې غلامي لغوه کړه او متحده ايالاتو په ۱۸۶۵ ز کال د متحده ايالاتو د اساسی قانون د ديارلسم تعديل پر بنسټ غلامي لغوه کړه. په ۱۸۸۸ ز کال کې برازيل په امريکايي هېوادونو کې وروستی هېواد شو چې غلامي يې لغوه اعلان کړه.  [۲]

په ختيځه اروپا کې، ډلې ترتيب شوې څو د روميانو غلامی په والشيا، مولډيوا کې له منځه يوسي او په روسیه کې غلامان ازاد کړي. په ۱۹۴۸ ز کال کې د بشر حقونو نړيوالې اعلامیې غلامي غير قانونی اعلان کړه. موريتانيا وروستنی هېواد وو چې په ۱۹۸۱ ز کال کې يې د ولسمشر د فرمان پر بنسټ غلامي  له منځه يوړه. نن ورځ، د ماشومانو او لویانو غلامي او په زور کار کول تقریباً په ټولو هیوادونو کې غیر قانوني دي او همدارنګه د نړیوالو حقوقو خلاف هم دي خو د کار لپاره د انسان قاچاق او د جنسي غلامۍ لپاره په لسګونو میلیونه لویان او ماشومان اغېزمن کیږي.  [۳]

فرانسه                                                                                                                            [سمول]

په ۱۳۱۵ ز کال کې د فرانسې پاچا لويس لس یا Louis X د يو فرمان په خپرولو سره اعلان وکړ چې (فرانسه د ازادۍ ښودونکې ده) دا چې د فرانسی په خاوره کې  چې هر غلام قدم ږدي بايد ازاد شي. دې کار وروسته حکومتونه دې ته وهڅول چې په بهرنيو مستعمرو کې غلامي محدوده کړي. [۴]

د ځينو افريقايي غلامانو قضيې رکارډ (ضبط) شوی چې د فرانسی په خاوره کې د قدم په ايښودو سره ازاد شوي. رومي سوداګر چې په ۱۵۷۱ ز کال کې يې هڅه کوله غلامان په بروډيکس کې وپلوري. هغه ونيول شو او د هغه غلامان د پارلمان د ګاوين اعلاميې په اساس ازاد شول چې په کې ذکر شوي وو غلامي په فرانسه کې د زغم وړنه ده. که څه هم دا يو غلط تصور دی چې په فرانسه کې غلامان نه وو، په زرګونه افريقايي غلامانو د ۱۸ پېرۍ په  ترڅ کې  په فرانسه کې وو. ساينټ ډومنګ، توماس الګزنډر ډوماس چې په ساينټ ډومنګ کې په غلامۍ کې زېږېدلي و، کله يې چې پلار هغه فرانسې ته په ۱۷۷۶ ز کال کې راووست ازاد شو.   [۵][۶]

د ناير قانون او د روښانتيا دوره[سمول]

لکه د نوې نړۍ په نورو مستعمرو کې، فرانسی د کاربين  يا فرانسوی وسټ انډیز‌په مستعمرو کې د خپلو ګنيو(نيشکر) د کروندو د کار لپاره د اتلانتيک د غلامانو په سوداګرۍ باندی تکيه کوله. سربیره پر دې، د شمالی امریکا په لویسی کې فرانسوی استعمارګرو غلامان ساتل، په ځانګړې توګه په جنوب کې د نیو اورلینز په شاوخوا کې، چیرې چې دوی د نیشکرو (ګنيو) د کرلو ځای جوړ کړی وو.                       

د لويس ۱۴ قانون ناير د غلامانو سوداګرۍ او بنسټونه په مستعمرو کې تنظيم کړل. دی کار غلامانو ته ډېر حقونه ورکړل.

په دې کې د واده کولو، په عامه توګه د راټولیدلو، یا د یکشنبو ورځو د رخصت کولو حقونه شامل وو. که څه هم، ناير قانون د غلامانو پر وړاندی ظالمانه بدنی جزا ته تر ځينو ځانګړو شرايطو لاندې اجازه ورکړې وه، خو د غلامانو خاوندان یې د هغوی د ځورولو او یا د کورنیو د جلا کولو څخه منع کړي دي. همدا ډول د دې غوښتنه هم په کې شوې چې غلام شوي افريقايان د کاتوليک عقيدې لارښوونه لاس ته راوړي، په دې یې دلالت کولو چې افريقايان انسانان وو او روح ورکړل شوی، يو حقيقت و چې د فرانسې قانون تر هغه وخته نه قبلولو.دغه کار په ۱۸۳۰ ز کال کې ډېر سلنه تور پوستو د ازادۍ لامل شو (۱۳.۲٪ سلنه په لوزيانا کې نسبت ۰.۸٪ سلنه په مسیسيپي کې) دوی په منځني استثنايي ډول باسواده وو، د دوی ځینو د پام وړ خپلې سوداګرۍ، ملکيتونه او حتی غلامان لرل. په همدې توګه نورو ازادو خلکو لکه جولین رایموند د غلامۍ پر ضد غږ پورته کړ.  [۷][۸][۹]

د ناير قانون همدارنګه د مختلفو نژادونو تر منځ واده کول منع کړل، خو دغه کار په  فرانسوي استعماري ټولنو کې له پامه غورځول شوی و او مولاټوسان د سپین پوستانو او تور پوستانو تر منځ په یوې منځنۍ طبقې بدل شو، په داسی حال کې چې په بریټانوي مستعمرو کې مولاټوسان او تور پوستي مساوي ګڼل کېدل او د دوی سره به مساوي تبعيض کېدو.[۱۰]

د روښانتیا په دورکې ، ډېرو فیلسوفانو د غلامۍ او د هغې د اخلاقي او اقتصادي توجېهاتو پر ضد چاپي رسالې ولیکلې چې له دې جملې د مونتسکیو د روح القوانین ( ۱۷۴۸ ) او دایره المعارف کې د نریس دیدروت. په ۱۷۸۸ ز کال کې جاک پییر بریسوټ د تور پوستو د ملګرو ټولنه یا Société des Amis des Noirs  جوړه کړه چې د غلامۍ د له منځه وړو لپاره کار وکړي. فرانسې له انقلاب وروسته د ١٧٩٢ ز کال د اپریل په ۴ رنګینو ازادو خلکو ته بشپړ تابعیت ورکړ.  [۱۱]

په ۱۷۹۱ ز کال کې د سینټ ډومینګیو کې چې په کارابین کې فرانسې لویه مستعمره ده، د غلامانو بغاوت د هایټي انقلاب پیل و چې د پخوانیو غلامانو لکه جورج بایسو، توسینټ لوورچر، او ژان ژاک دیسالینز له خوا رهبري شو. بغاوت د کالونۍ په شمال کې وشو او په دې سره د زرګونو تورپوستو غلامانو د ازادۍ، او همدا رنګه د تاوتریخوالي او مرګ لامل شو. په ۱۷۹۳ ز کال کې په سینټ ډومینګو کې د فرانسوي ملکي کمیشنرانو، لیجر- فیلیسیت سونتوناکس او ایټین پولویریل، د عصري نړۍ د خلاصون لومړۍ اعلامیه خپره کړه (پلویوس د میاشتې ۱۶، دوهم تعدیل). دې کنوانسیون انقلابي فرانسې ته د وګړو تابعیت را منځ ته کړ. دغه اعلان د یوې مهمې پوځي ستراتیژۍ په پایله کې رامنځ ته شو ځکه چې دغه کار په تدریجي ډول ډیری تورپوستي سرتیري د فرانسې پولو ته راوړل او د ډیرو جګړو لپاره یې د فرانسې بیرغ لاندې مستعمرې وساتلې. د فرانسې سره اړیکو تر هغه وخته دوام وکړ چې تورپوستو او ازاد رنګ لرونکو خلکو په ۱۸۰۲ ز کال کې بومي پوځ جوړ کړ څو د ناپلیون د سینت ډومینګیو پر وړاندې مقاومت وکړي. د ویرتییرز په پریکړه کوونکې جګړه کې د فرانسې د بریا په پای کې د خپلواکۍ او په ۱۸۰۴ ز کال کې د اوسني هایټي رامنځ ته کیدو لامل شوه. [۱۲][۱۳][۱۴]

د غلامۍ لمړۍ عمومي له منځه تلنه (۱۷۹۴)[سمول]

دې کنوانسیون، د لومړي جمهوریت لومړنۍ ټاکل شوې شورا (۱۸۰۴ – ۱۷۹۲) ، د ماکسیمیلین روبسپیر په مشرۍ، د ۱۷۹۴ ز کال په فبرورۍ کې په فرانسه او د هغې په مستعمرو کې قانوني غلامي ختمه کړه. ابی ګریګوري او د تورپوستو د ملګرو ټولنه د غلامۍ د ختمېدو د غورځنګ برخه وو چې په میتروپول (استعمال په مرکز کې) کې د غلامۍ ضد احساساتو په رامنځ ته کېدو کې یې هم ګامونه اخستي وو. د قانون په لومړۍ ماده کې ویل شوي چې په فرانسوي مستعمرو کې "غلامۍ لغوه شوې"، په داسې حال کې چې دویمه مادې ویلي چې "د غلامانو مالکینو ته دې د غلامانو د ارزښت د مالي خسارې جبران ورکړل شي". د فرانسې اساسي قانون په ۱۷۹۵ زکال کې تصویب شو چې د انسان د حقونو د اعلامیې پر بنسټ د غلامۍ پای هم په کې شامل شو.

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Wilson, Thomas, The Oglethorpe Plan, 201–06.
  2. "Haiti was the first nation to permanently ban slavery". Gaffield, Julia. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Slavery's last stronghold", CNN. March 2012.
  4. Christopher L. Miller, The French Atlantic Triangle: literature and culture of the slave trade, Duke University Press, p. 20.
  5. Malick W. Ghachem, The Old Regime and the Haitian Revolution, Cambridge University Press, p. 54.
  6. Chatman, Samuel L. (2000). "'There Are No Slaves in France': A Re-Examination of Slave Laws in Eighteenth Century France". The Journal of Negro History. 85 (3): 144–153. doi:10.2307/2649071. JSTOR 2649071. S2CID 141017958. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Rodney Stark, For the Glory of God: How Monotheism Led to Reformations, Science, Witch-hunts, and the End of Slavery, Princeton University Press, 2003, 0p. 322. Note that there was typo in the original hardcover stating "31.2 percent"; this was corrected to 13.2% in the paperback edition and can be verified using 1830 census data.
  8. Samantha Cook, Sarah Hull (2011). The Rough Guide to the USA. Rough Guides UK. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4053-8952-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Terry L. Jones (2007). The Louisiana Journey. Gibbs Smith. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4236-2380-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Martin H. Steinberg; Bernard G. Forget; Douglas R. Higgs; Ronald L. Nagel (2001). Disorders of Hemoglobin: Genetics, Pathophysiology, and Clinical Management. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 725–26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-63266-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Di Lorenzo, A; Donoghue, J; et al. (2016), "Abolition and Republicanism over the Transatlantic Long Term, 1640–1800", La Révolution Française (11), doi:10.4000/lrf.1690 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Dubois, Laurent (2004). Avengers of the New World: The Story of the Haitian Revolution. Harvard University Press. د کتاب پاڼي 91–114. OCLC 663393691. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-03436-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Popkin, Jeremy D. (2010). You Are All Free: The Haitian Revolution and the Abolition of Slavery. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 246–375. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-51722-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Geggus, David (2014). The Haitian Revolution: A Documentary History. Hackett Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-62466-177-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)