فیمینیزم په انګليستان کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فیمینیزم (په سياسي او ټولنيزو چارو کې د ښځو او نارينه وو د مساوات پلوي) په انګليستان کې، لکه د نورو هېوادونو په څېرد ښځو لپاره د سیاسي ،ټولنیز او اقتصادي مساوات غوښتنه کوله. په انګليستان کې د فیمینیزم تاریخ  په خپله د فیمینیزم د لومړنيو وختونو تاریخ ته ورګرځي. په دې توګه چې ډېری پخواني فيمينيزم پلوي لیکوالان او فعالان، لکه: ماري وول   سټونکرافټ، باوبارا بوډيچون (Mary Woll Stonecraft, Baobara Bodichon )او ليديا بيکر( Lydia Becker) بریتانويانې وې.

نولسمه پېړۍ[سمول]

د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې د اصلاح غوښتونکو د دورې راتګ په دې معنا و، چې نالیدلي لږه کي یا له پامه غورځول شوي اکثریتونه، د اصلاحاتو په داسې نوو تمایلاتو کې د کوچنۍ ټولنې او کتلست په موندلو پسې وو. هغه وخت چې روورټونوِن (Rovertonwen) د ټولنيزې بیارغونې غوښتنه کوي. د نوې بیارغونې مخینه مخ په ځوړ وه. یو له هغو غورځنګونو څخه چې له نوې روحيې څخه يې ګټه پورته کړه، د فيمينيزم پلوی (Feminist) غورځنګ و. د ویکتوریايي پېغلو کليشه د نه منلو او ان نه زغملو شوه. د بریتانوي مېرمنو د رايې حق اړوند لومړنی تنظیم شوی غورځنګ، په ۱۸۵۰ز کلونو کې د لنګم د ځای داېره (Langham Place Cicle) و، چې د باربارا باډيچون  Barbara Bodichon ne’e Leigh-(Smith، بيسي راينر پارکس Bessie Rayner parkes له خوا رهبري شو. دوی په قانون کې د ښځو د پرمختللو حقونو، ګمارنې، زده کړو او واده لپاره مبارزه وکړه.

شتمنو مېرمنو او کونډو ته په ځينو سیمو ییزو ټاکنو کې د رايې کارونې اجازه ورکړل شوې وه، مګر په ۱۸۳۵ زکال یې بندیز پرې و لګاوه. له ۱۸۵۸- ۱۸۳۸ ز پورې چارټسټ  ( Chartist) تحریک په پراخه کچه د رايې د حق غوښتنه کوله. که څه هم یوازې ۲۱ کلونو پورته عمر لرونکو نارینه وو ته يې د رايې ورکولو حق ورکړ. په ۱۸۵۱ز کې شيفيلډ (Sheffield) د ښځو سیاسي ټولنه د (Sheffield Female Political Association) په نوم رامنځته کړه او د مشرانو جرګې څخه يې د ښځو د رایې د حق لپاره یوه ناکامه غوښتنه وکړه. کېدای شي، همدې بریتانوي فيمينيزم پلوې هارېټ ټيلر مېل (Harriet Taylor Mill) دې ته هڅولې وې، چې په ۱۸۵۱ ز کال  ښځو ته د مدني حقونو د ورکړې په نوم، د ښځو د رايې د حق په پلوۍ لیکل وکړي. د ۱۸۶۶ ز کال د جون په اوومه نېټه د ښځو د رايې د حق لپاره، د ۱۴۹۹ ښځو په غوښتنه پارلمان ته یوه عرض پاڼه وړاندې شوه، مګر هڅه يې ناکامه شوه. د لوړې طبقې مېرمنو کولای شول، چې په پرمختللې ټولنې کې په پټه یا د پردې تر شا لږ سیاسي فشار راوړي. لکه څنګه چې د طلاق په حالاتو کې شتمنو ښځو، د خپلو بچیانو واک اواختیار ترلاسه کړ.[۱][۲][۳][۴]

دندې يا مسلکونه[سمول]

د منځنۍ طبقې د لوړو هیلو لرونکي مېرمنې، هغه وخت له ګڼو ګواښونو سره مخامخ شوي، چې دوی مناسبو مسلکونو، لکه: نرسنګ، تدریس، حقوق او طب  برخو ته د ننوتو وړاندیز وکړ. هر څومره چې د دوی هیلې لوړې وې، په همغې کچې يې ننګونې سترې وي. ډاکټرانو په طب کې داخله بنده کړه. ښځينه قاضیانو ته محدود فرصتونه وو، مګر هېڅ یوه يې د کشيشې په حیث (په لوړ موقف کې) دنده نه درلوده. د روا سوداګرۍ فرصتونه کم وو، تر هغې چې په شلمې پېړۍ کې د کتابت دندې پيل شوې. فلورينس نايټېنګېل (Florence Nightingale) د مسلکي نرسانو اړتیا ته اشاره وکړه او د نولسمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې يې یو تعلیمي سیستم رامنځته کړ، چې ښځې يې په دې برخه کې ځيرک او پوه کړې. تدریس هغومره اسانه نه وو، مګر لږې تنخواګانې د یو واده کړي نارینه په پرتله، د یوې مجردې ښځې لپاره لږ خنډونه وو. د ۱۸۶۰ زکلونو په وروستیو کې په ځينو ښوونځيو کې د حکومتدولۍ او تدریس لپاره ښځې روزل کېدې. په ۱۸۵۱ زکال احصايې راپور ورکړ، چې په انګليستان او ويلس (Wales) کې ۷۰۰۰۰ ښځې ښوونکې وې، د ۱۷۰۰۰۰ ښوونکو سره په پرتلنې، چې په ۱۹۰۱ ز کال يې د ټولو ښوونکو   برخه لرله. د دې ښوونکو له ډلې، ډېرې يې د ټيټې طبقې څخه وې. د ښځينه ښوونکو ملي اتحادیه د ۲۰ پېړۍ په لومړيو کې د نارینه وو تر واک لاندې د ښوونکو اتحادیې په دننه کې رامینځته شوه. د ښځو دې اتحاديې له نارینه وو سره د مساوي اداینې غوښتنه وکړه او په پای کې اکسفورډ او کمبريج پوهنتونونو ترې نه ځان ویوست او د ښځو ونډه يې لږه کړه. یوازې ښځينه وو کوچنيو کالجونو ته يې اجازه ورکړه. که څه هم د نوي ( redbrick) پوهنتونونه او نور ستر ښارونه د  ښځو لپاره پرانېستي وو.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

طبابت تر ټولو سترګواښ و. د ډاکټرانو له خوا تر ټولو منظم مقاومت سره او تر ټولو محدودې ښځې ماتې شوې. د داخلې لپاره یوه د حل لاره دا وه، چې متحده ایالاتو ته لاړې شي؛ ځکه چې هلته د ۱۸۵۰ز کلونو په شان، د ښځو لپاره مناسب ښوونځي وو. بریتانیا یو له تر ټولو وروستی هېواد و، چې ښځينه ډاکټرانې وروزي. ٪۹۰ ــ ٪۸۰ بریتانوي ښځې د طبي سندونو د ترلاسه کولو په موخه امریکا ته راغلې. ايدنبرګ (Edinburgh) پوهنتون، په ۱۸۶۹ز کال محدودو مېرمنو ته داخله ورکړه. په ۱۸۷۳ز کال يې د بریتانوي طبي زده محصلینو تر منځ د غښتلي منفي غبرګون په پرېښودلو سره سره، ځان بېرته شاته کړ. د ښځينه ډاکټرانو لپاره لومړني بېل(جلا) ښوونځي په ۱۸۷۴ز کال په لندن کې یوه ډله محصلینو ته پرانېستل شول. سکاتلېنډ د نورو په پرتله ډېر پرانېستي و، د نارینه وو او ښځينه وو یو ځای زده کړو، باید تر نړيوال جنګ پورې صبر کړی وی. د نولسمې پېړۍ په پای کې ښځو د دندو د ترلاسه کولو او رايې ورکولو د کورس څخه پرته، په ډېرو برخو کې د حالت مساوات ساتلی و.[۱۱]

د ماشومانو سرپرستي(ساتنه)[سمول]

له ۱۸۳۹ز څخه مخکې شتمنو مېرمنو به، له طلاق څخه وروسته د خپلو ماشومانو د ساتنې اختیار له لاسه ورکاوه. ماشومان به له خپلو پلرونو، کورنۍ د سرپرست یا کوم بل داسې چا سره پاتې کېدل، چې د دوی د ساتنې مسؤل به و. کارولاين نورټن(Caroline Norton) د دې ډول مېرمنو له ډلې وه. نوموړې هم له طلاقه وروسته، خپلو درېو زامنو ته له لاسرسي منع شوې وه. د ښاغلي کارولاين دې دردناکه حالت، نوموړې سختې مبارزې کولو ته وهڅوله، چې په ۱۸۳۹ز کال کې، د نابالغه کوچنیانو د ساتنې قانون په بریالیتوب سره پاس (تصويب) کړ او د ماشوم ساتنې د تنظیم لپاره يې، د پالندويې کلونو دوکتورین معرفي کړل. قانون په لومړي ځل مېرمنو ته د خپلو بچیانو حق او قاضي ته د ماشوم د ساتنې په قضیو کې یو څه اختیار ورکړ. د دوکتورینو له مخې، په قانون کې له ۷ کلونو څخه د کم عمره کوچنیانو لپاره د مورنۍ پالنې یو احتمال هم خپور شو، چې مالي ملاتړ به يې د پلار مسؤلیت وي. په ۱۸۷۳ زکې د ښځو له خوا د اضافي فشارونو له امله، پارلمان د مورنۍ پالنې ذکر شوي اټکل ته پراخوالی ورکړ او د مورنۍ پالندويۍ موده يې ۱۴ کاله وټاکله. یاد دوکتورین، د بریتانوي سترواکۍ له امله د نړۍ په ډېرو ایالتونو کې خپاره شول.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

طلاق[سمول]

په دودیز ډول غریب خلک له عسکرۍ تښتېدل او غریبو نارینه وو حتی د طلاق د بدیل په توګه خپلې مېرمنې په بازار کې خرڅولې. په بریتانیا کې که ۱۸۵۷زکال څخه مخکې مېرمنې، د خپلو مېړونو تر اقتصادي او حقوقي اختیار لاندې وې او طلاق زیاتره وخت ناممکن و. دې کار د پارلمان قېمتي خصوصي لایحې ته اړتیا درلوده، چې نږدې $ ۲۰۰ کېدل چې په دې ترتیب یوازې تر ټولو شتمنو مېرمنو د دې توان درلود. دا ډېره ستونزمنه ده، چې د بدلمنۍ، تېښتې یا ظلم په برخو کې طلاق وساتل شي.[ په ذکر شوو حالتونو کې به معمولاً مېرمنو ته طلاق ورکول کېده].لومړنۍ کلیدي مقننه بریا، په ۱۸۵۷ ز کې د واده د اسبابو په لایحې سره رامنځته شوه.

نوموړې لایحه، د انګلیستان د دودیزې کلیسا په سختو فعالیتونو سربېره، په لندن کې د یوې نوې محکمې سره چې ټولې قضيې به پرمخ وړي، په رامنځته کولو سره تصویب شوه. د طلاق اخیستلو پړاو، تر اوسه لوړه بیه یعنې نږدې ۴۰پونډه وه؛ مګر اوس لږ تر لږه د منځنۍ طبقې لپاره هم ممکن و. هغه ښځه چې په قانوني ډول به جلا شوه، د یوې خپلواکې مېرمنې حالت به يې ترلاسه کاوه، چې د خپلو مدني حقونو بشپړ واک به يې درلود. په ۱۸۷۸ ز کال کې اضافي تعدیل رامنځته شو، چې سیمه ییزو محکمو ته يې د بېلتون (طلاق) اجازه ورکړه. د انګلیستان کلیسا نور اصلاحات تر هغې بند کړل، چې په ۱۹۷۳ ز کې د واده د اسبابو په لایحې سره وروستنی له هیلې پورته پرمختګ رامنځته شو.[۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. "BBC - History - Historic Figures: Harriet Taylor (1807 - 1858)". www.bbc.co.uk. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Harriet Taylor Mill (1807 - 1858) Archived 14 April 2007 at the Wayback Machine.
  3. "Harriet Taylor Mill, Enfranchisement of Women, 1851". womhist.alexanderstreet.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "The 1866 women's suffrage petition | LSE History". Blogs.lse.ac.uk. 12 June 2016. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Halévy, Élie (1934). A history of the English people. London: Ernest Benn. د کتاب پاڼي 500–506. OCLC 504342781. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Halévy, Élie (1934). A history of the English people. London: Ernest Benn. د کتاب پاڼې 500. OCLC 504342781. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Copelman, Dina (2014). London's women teachers: gender, class and feminism, 1870-1930. London: Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780415867528. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Coppock, David A. (1997). "Respectability as a prerequisite of moral character: the social and occupational mobility of pupil teachers in the late nineteenth and early twentieth centuries". History of Education. 26 (2): 165–186. doi:10.1080/0046760970260203. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Owen, Patricia (1988). "Who would be free, herself must strike the blow". History of Education. 17 (1): 83–99. doi:10.1080/0046760880170106. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Tamboukou, Maria (2000). "Of Other Spaces: Women's colleges at the turn of the nineteenth century in the UK" (PDF). Gender, Place & Culture: A Journal of Feminist Geography. 7 (3): 247–263. doi:10.1080/713668873. S2CID 144093378. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Bonner, Thomas Neville (1995), "The fight for coeducation in Britain", in Bonner, Thomas Neville (المحرر), To the ends of the earth: women's search for education in medicine, Cambridge, Massachusetts: Harvard University Press, د کتاب پاڼي 120–137, د کتاب نړيواله کره شمېره 9780674893047. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Wroath, John (2006). Until they are seven: the origins of women's legal rights. Winchester England: Waterside Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781872870571. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Mitchell, L. G. (1997). Lord Melbourne, 1779-1848. Oxford New York: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780198205920. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Perkins, Jane Gray (2013) [1909]. Life of the honourable Mrs. Norton. London: Theclassics Us. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781230408378. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Hilton, Boyd (2006), "Ruling ideologies: the status of women and ideas about gender", in Hilton, Boyd (المحرر), A mad, bad, and dangerous people?: England, 1783-1846, Oxford New York: Oxford University Press, د کتاب پاڼي 353–355, د کتاب نړيواله کره شمېره 9780198228301. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Katz, Sanford N. (1992). ""That they may thrive" goal of child custody: reflections on the apparent erosion of the tender years presumption and the emergence of the primary caretaker presumptions". Journal of Contemporary Health Law and Policy. Columbus School of Law, The Catholic University of America. 8 (1). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Coppel, E.G. (1939). "The Control of the Custody of Children by the Supreme Court of Victoria". Res Judicatae. 2: 33. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Stone, Lawrence (11 October 1990). Road to Divorce. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 140–148. doi:10.1093/acprof:oso/9780198226512.003.0006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Stone, Lawrence, المحرر (1990). Road to divorce: England 1530-1987. Oxford New York: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780198226512. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Halévy, Élie (1934), A history of the English people, London: Ernest Benn, OCLC 504342781 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)