د ښځو سلامتیا
په داسې حال کې چې د مړینې د اصلي لاملونو لکه د زړه د رګونو د ناروغیو، سرطان او د سږو د ناروغیو کچه په نارینه وو او ښځو کې یو اندازه ده، خو ښځې بیا توپیر لرونکې تجربې ترې لري. د سږو سرطان د نورو سرطانونو سره په پرتله د سرطان له امله د ښځو د مړینې یو له اصلي لاملونو دی چې له هغو وروسته بیا د سینې، د کولمو، د تخمدان، د رحم او د رحم د خولې سرطانونه ځای لري. په داسې حال کې چې سګرټ د سږو د سرطان اصلي عامل جوړوي، خو د سږو په سرطان باندې د سګرټ نه وهونکو مېرمنو د اخته کېدو ګواښ د سګرټ نه وهونکو نارینه و په پرتله درې ځله زیات دی. سربېره پر دې د سینې سرطان د پرمختللو هېوادونو په ښځینه و کې تر ټولو زیات رامنځته کېدونکی سرطان او همدارنګه د ښځو تر ټولو مزمنه ناروغي ده؛ په داسې حال کې چې پر مخ ودې هېوادونو کې د ښځو ترمنځ شایع سرطان د رحم د خولې سرطان دی چې د انساني پاپیلومه له ویروس (HPV) سره په اړیکه کې دی او له جنسي پلوه انتقال کېدونی هم دی. د HPV واکسین او د هغو اړوندې ارزونې د دغې ناروغۍ د کنټرول زیری ورکوي. د ښځو د سلامتیا په نورو مهمو مسایلو کې د زړه د رګونو ناروغۍ، ستړیا، د عقل کمزورتیا، د هډوکو خرابېدل او د وینې کمښت شامل دي. د ښځو د سلامتیا پر وړاندې یو له اصلي موانعو څخه په څېړنیزو مطالعاتو کې د هغوی نه ګډون دی، هغه نابرابري چې په متحده ایالاتو او نورو لویدیځو هېوادونو کې د ښځو د سلامتیا په برخه کې د څېړنو د عالي مرکزونو په جوړولو او په لوی مقیاس باندې د هغو د کلنیکي ارزونو لکه د ښځو د سلامتیا د نوښت (Women's Health Initiative) تر نامه څېړنو له مخې ورته پام شوی دی. د ۱۷۸ هېوادونو له ډلې په ۱۷۶ هېوادونو کې چې سوابق یې شتون لري ژوندانه ته د تمې لرلو په برخه کې جنسیتي درز شتون لري. په لویدیځه اروپا کې لږ تر لږه تر ۱۷۵۰ زکال پورې دغه درز شتون درلود. له دې امله چې جنسیت هم د سلامتیا په برخه کې یو مهم ټاکونکی ټولنیز عامل دی، د ښځو سلامتیا نه یوازې د هغوی د بیولوژي تر اغیز لاندې ده بلکه یو شمېر نور شرایط لکه بېوزلي، اشتغال او کورني مسئولیتونه هم په کې اغېز لري. ښځې له ډېر مهال راهیسې د ټولنیز او اقتصادي ځواک لرلو په برخو کې له محزومیتونو سره مخ دي همدا دی چې د ژوندانه اړتیاوو له دې ډلې روغتیايي پالنو ته د هغوی لاسرسی محدود کوي او هر څومره چې دغه محدودیتونه زیات وي لکه په مخ پر ودې هېوادونو کې چې دي، همدومره په سلامتیا ناوړه اغېزې لري. [۱] د ښځو نسلي او جنسي سلامتیا په دغه برخه کې د نارینه وو له سلامتیا سره څرګند توپیرونه لري. آن په پرمختللو هېوادونو کې امیدواري او زیږون د میندو د ژوندانه پر وړاندې پام وړ ګواښونه له ځان سره لري چې هرکال د یو میلیون مړینو له څلورمې برخې زیاته جوړوي، همدارنګه د دې اړوند د مخ پر ودې او پرمختللو هېوادونو ترمنځ پریمانه فاصله شتون لري. په دې برخه کې د نه امېدوار کېدو څخه نورې سرچینې اخیستونکې ناروغۍ لکه د زړه د رګونو ناروغي د میندو د مړینې او د امیدوارۍ په اختلالاتو لکه په پري اکلامپسیا باندې د اخته کېدو لامل هم ګرځي. مقاربتي عفونتونه د ښځو او ماشومانو لپاره ناوړه پایلې له ځانه سره لري، په دې ډول چې له مور څخه ماشوم ته د هغو لېږد د مړه ماشوم د زیږون یا د نوي زیږېدلي ماشوم د مړینې لامل ګرځي او همدارنګه د لګن د التهابي کېدو ناورغي د نه امیدوارۍ لامل ګرځي. له دې سربېره د نورو لاملونو له امله امیدواري، د ماشوم د زیږون کنټرول، ناغوښتلې امیدواري، نامطلوب جنسي فعالیتونه او د جنین سقط ته د لاسرسي اړوند مبارزه د ښځو لپاره نورې ستونزې را ولاړوي. موخې او ننګونې[سمول]د ښځو د سلامتیا د ودې په موخه څېړنې لومړیتوب لرونکې دي. زیاتې څېړنیزې اړتیاوې هغو ناروغیو ته اړوندېږي چې ښځو ته ځانګړې دي او په ښځو باندې یې اغېز له نارینه و زیات وي؛ همدارنګه هغو ناروغیو ته چې د ګواښونو فکتورونه یې د ښځو او نارینه وو ترمنځ توپیر لري. په څېړنیزو مطالعاتو کې باید جنسیتي تعادل په مناسب ډول تنظیم شي څو داسې تحلیل برابر شي چې د جنسیت او نورو ټولو عواملو ترمنځ تعامل تشخیص شي. ګرونوفسکي او شیندلر څرګندوي چې علمي مجلې باید د حیواني څېړنو د پایلو په خپرولو کې د جنسیت مستند سازي الزامي کړي؛ همدارنګه مرسته کوونکي (بودیجه ورکوونکي) باید د هر ډول جنسیتي نابرابري اړوند له څېړونکو څخه توجیه وغوړاي او هغه موارد چې ټول شموله دي باید ترجېح ورکړل شي. دوی همدارنګه څرګندوي چې دا د روغتیايي مرکزونو دنده ده څو ښځې وهڅوي په کلنیکي څېړنو یا ارزونو کې ونډه واخلي. [۲] د څېړنو موندنې کېدای شي وړاندې له دې چې په ورځینو کلنیکي چارو کې شاملې شي لږ وخت ونیسي. کلنیکي درملنه باید هغه اطلاعات چې له وړاندې د څېړنیزو مطالعاتو څخه ترلاسه شوي د هغو ناروغیو اړوند وکاوري چې په ښځو او نارینه وو دواړو اغېز لري. [۲] په نړیواله کچه په پرمختللو او مخ پر دوې دواړو هېوادونو کې روغتیایي پالنو ته د ښځو لاسرسی لا هم یوه ننګونه ده. په متحده ایالاتو کې د روغتیايي پالنو د قانون له اجرایي کېدو وړاندې د امېدوارۍ پر مهال له امېدواره ښځو څخه ۲۵ سلنو یې روغتیايي بیمه نه لرله. د یوې کافي بیمې د نشتون په حالت کې ښځې په ډېر احتمال سره له روغتیایي پالنو لکه معمولې فزیکې معاینې، مخه نیونکو ازمیښتونو او ارزونو او د امېدوارۍ پر مهال د پالنې له خدمتونو لرې پاتې کېږي. هغه ښځې چې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي تر ډېره د ناغوښتلې امېد وارۍ، ناغوښتلي زېږون او انتخابي سقط له پېښو سره مخ دي. لږ روزنیزې لاسته راوړنې، ټرانسپورټ ته نه لاسرسی، انعطاف نه منونکی کاري مهالوېش او د ماشوم پالنې د خدمتونو په موندلو کې ستونزې د دغه ډلې خلکو په مالي ستونزو سربېره شتون لري او دا ټول په ګډه سلامتیا ته د لاسرسي په برخه کې خنډ ګرځي. دغه ستونزې په مخ پر ودې هېوادونو کې لا زیاتې دي. په دغه ډول هېوادونو کې نږدې ۵۰ سلنه زیږونونه د روغتیا پالونکو (لکه د قابلې ګانو، نرسانو او یا ډاکټرانو) له خوا ترسره کېږي همدا دی چې د میندو د مړینې لوړه کچه یعنې په ۱۰۰۰ زیږونو کې له یوه څخه زیاته مړینه لري. دا د روغتیا د نړیوال سازمان د معیارونو لکه د امېدوارۍ پر مهال څلور ځله ډاکټر ته د تللو په خوا کې داسې دي. د روغتیا پالونکو، تسهیلاتو او منابعو لکه د درملو نشتوالی په ګډه سره په ښځو کې د نه اجتناب کېدونکو شرایطو لکه د ولادي فیستولا، مقاربتي ناروغیو او د رحم د خولې د سرطان په جوړېدو کې مرسته کوي. [۳][۲] دغه ټولې ننګونې په متحده ایالاتو کې د ښځو د سلامتیا د څېړنیز دفتر په موخو کې ځای پر ځای شوې، هماغه ډول چې یوه موخه یې د بایومډېسن په برخه کې مسلکونو ته د ښځو لاسرسي ته فرصتونه برابرول دي. دغه دفتر باوري دی چې د ښځو د سلامتیا په برخه کې د څېړنو د مخته وړو په موخه تر ټولو غوره لار د روغتیايي پالنو او روغتیايي څېړنو په برخه کې د ښځو د ونډې زیاتوالی او د دولت، د عالي زده کړو او خصوصي سکتور په رهبرۍ کې د هغوی مسئولیت اخیستل دي. دغه موخه د مېرمنو پر وړاندې د هغو ناڅرګندو خنډونو څرګندويي کوي چې د ساینس په برخه کې د مالي مرستو له بودیجې څخه د معاشاتو یا د لابراتوري فضا جوړولو په برخه کې یې پر وړاندې شتون لري. د متحده ایالاتو د علومو اکاډمي څرګندوي چې ښځې د ساینس او انجینرۍ په برخه کې د دکتورا د سندونو نیمايي برخه ترلاسه کوي، خو د ساینس په برخه کې یې په پوهنتونونو کې د بشپړ مهاله ښوونکو په توګه یوازې ۲۱٪ او د انجینرۍ په برخه کې ۵٪ څوکۍ خپلې کړې دي؛ په داسې حال کې چې د هغو نارینه سیالان بیا ۸۲ سلنه دغه ځایګي خپلوي. دغه کچه په اروپا کې تر دې کمه ده.[۴][۵] سرچينې[سمول] |
- ↑ Austad1, Steven; Fischer, Kathleen (2016). "Sex Differences in Lifespan". Cell Metabolism. 23 (6): 1022–1033. doi:10.1016/j.cmet.2016.05.019. PMC 4932837. PMID 27304504.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ Gronowski او Schindler 2014.
- ↑ Kozhimannil et al 2012.
- ↑ Shen 2013.
- ↑ Pinn 1994.