د رای حق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د رای حق یا Suffrage ، د انتخاب حق یا political franchise ، یا په ساده ډول د رای حق franchise، په عمومي، سیاسي ټاکنو کې د رای ورکولو حق ګڼل کېږي (دغه اصطلاح ډېری د رای ورکولو نورو ډولونو ته هم وېل کېږي). په ځینو ژبو او لږ وختونه په انګریزي کې، د رای ورکولو حق ته د فعالې رای ورکولو حق یا active suffrage ته ویل کېږي ځکه چې د غیرې فعال رای یا passive suffrage څخه توپیر لري، چې د ټاکنو لپاره د نوماندۍ حق دی. د فعالو او غیر فعال رایو ترکیب کله ناکله د بشپړ رای ورکولو یا full suffrage په نوم یادېږي.  [۱][۲][۳][۴][۵]

د سفرېج Suffrage اصطلاح ندرتاً د استازو د ټاکنو لپاره کارول کېږي . حال دا چې دغه اصطلاح همدا رنګه په ټولپوښتنو کې هم کارول کېږي.

په ډیرو ولسواکو نظامونو کې، د استازو په ټاکنو کې وړ رای ورکوونکي کولای شي چې رای ورکړي. د ریفرنډم یا ټول پوښتنې له لارې د ستونزو په اړه هم رای ورکول شته. د بېلګې په ډول، په سویس کې، د حکومت په ټولو برخو کې دې تګلارې ته اجازه ورکول کېږي. په متحده ایالاتو کې، ځینې ایالتونه لکه کلیفورنیا، واشنګټن، او ویسکانسن خپل ګډ حاکمیت عملي کړ څو اتباعو ته د ریفرندم په واسطه د لیکلو، وړاندیزونو او د رای ورکولو فرصت ورکړي؛ نورو ایالتونو او فدرالي حکومت دا کار نه دی کړی. په بریټانیا کې هم ریفرندم  لږ تر سترګو کېږي.

وړ اتباعو ته د رای ورکولو حق هغه وخت ورکول کېږي چې د رای ورکولو عمر ته ورسېږي. هغه څه چې یو وړ تبعه مشخص کوي د حکومت په پرېکړه پورې اړه لري. غیر اتباع استوګن په ځینو هېوادونو کې کولای شي چې رای ورکړي چې دا ډول حق ممکن د دېرو مرتبطو هېوادونو د اتباعو (د بیلګې په توګه، د مشترک المنافع هېوادنو او د اروپایي اتحادیې د اتباعو) یا ځینو دفترونو یا موضوعاتو لپاره محدود شوي وي.  [۶][۷][۸]

ایتیمولوژي (د کلماتو ریښه پېژندنه)[سمول]

د سفریج suffrage کلمه د suffragium له لاتینې کلمې څخه اخیستل شوې چې په لمړیو کې د "رای ورکولو صفحې"، یعنې "د رای پاڼې"، "رایه"، یا "د رایې حق" په معنی وه. د Suffragium  کلمه په دویمه پیړۍ کې او له هغه وروسته د "سیاسي ملاتړ، نفوذ، ګټو، یا ملاتړ" او ځینې وختونه "لوی تشویق" یا "هڅولو" په معنی راغلې ده. دغه کلمه په څلورمه پیړۍ کې د "منځګريتوب یا شفاعت" لپاره کارول کېده چې د خدای سره د ارباب در اړیکي له امله شفاعت غوښتل کېده. د Suffragium  کلمه په پینځمه او شپږمه پېړۍ کې د نفوذ لاس ته راړلو یا په دفتر کې د ګمارلو څخه د ګټې اخیستنې په تړاو کارول کېده او دغه کلمه بالاخره رشوت ته وېل کېده. ویلیم سمیت د Suffragium  ترsub  "لاندې" + fragor  د "ماتېدلو، لوړ اواز، چيغو (د ملاتړ لپاره) په معني چې له frangere  "ماتولو" سره تړاو لري، ردوي. ایدوارد وندر لیکي Eduard Wunder چې دغه کلمه کیدای شي د suffrago سره تړاو ولري، چې د پښې د ښنګري په هډوکي یا د پښو د بند په هډوکي دلالت کوي. په ۱۷ پېړۍ کې suffrage  خپله لاتیني معني suffragium  یا "رای" یا "د رایې ورکولو حق" بیرته ترلاسه کړ.[۹][۱۰][۱۱]

ډولونه[سمول]

د رای ورکولو جامع حق[سمول]

د رای جامع حق د جنسیت، نژاد، دین، ټولنیز وضعیت، د زده کړې د کچې یا شتمنۍ له محدودیت پرته د رای ورکولو حق دی. په عموم ډول د رای ورکولو دا ډول حق د یوې سیمې ټول اوسیدونکي تر پوښښ لاندې نه راولي ځکه چې د تابعیت، عمر او کله نا کله د ذهني وړتیا یا جرمي محکومیت له امله هم په مکرر ډول تبعیض رامنځ ته کېږي.

د کورسیکن لنډمهاله جمهوریت (۱۷۵۵ – ۱۷۶۹) لومړنی هېواد و چې له ۲۵ کاله پورته ټولو اتباعو ته یې د جامع رای محدود حق ورکړ.

د منچستر له ۶۰ زره تر ۸۰ زره نارینه او ښځينه وو له شاوخوا ۳۰ مایلونو واټن څخه د ښار په سینت پیتر چوک کې په ۱۸۱۹ ز کال کې راټول شول څو د پارلمان په غونډو کې د دوی د استازیتوب د نشتوالي په اړه اعتراض وکړي. تاریخ لیکوونکي رابرټ پول د خپل عمر تر ټولو برخلیک لیکوونکې شیبه د پیترلوعام وژنه په ګوته کوي. (د پیترلو په نوم فلم کې د ښځینه مدافعینو یوه صحنه ښودل شوې چې په لاریون کې د ګډون پلان جوړوي.)  [۱۲]

دغه پېښه د پاریس د کمیون د ۱۸۷۱ ز کال او د فرانسویل ټاپو د جمهوریت د (۱۸۱۹) ز کال په نورو پېښو سره مل شوه. له ۱۸۴۹ ز کال تر ۱۸۵۲ کال پورې، د هاوايي شاهي نظام د جنسیت له ذکر پرته جامع رای ورکړه. کله چې د هاوایی شاهي نظام د کودتا له امله په ۱۸۹۳ ز کال کې نسکور شو، نیوزیلند یوازینی خپل اختیاره هېواد و چې جامع (فعاله) رای یې عملي کړه چې په نړۍ کې د ازادۍ بنسټ شاخص نیوزیلنډ په نړۍ کې د یوازینی ازاد هیواد په توګه په ۱۸۹۳ ز کال کې ثبت کړ.  [۱۳][۱۴]

د ښځو د رای ورکولو حقوق[سمول]

د ښځو د رای حقوق، د ښځو دې رای ورکولو حق په توګه تعریف کېږي. دا د ښځو د رای حق د هغو نارینه وو ملاتړکوونکو یا suffragists موخه وه چې د قانوني تګلارو په عملي کولو یې باوردرلود او همدارنګه د ښځو د رای حق د هغو ښځینه ملاتړکوونکو یا suffragettes موخه وه چې په تندلارو ګامونو یې باور درلود. د لنډ مهاله رای ورکولو مساوات د نیوجرسي ایالت د ۱۷۷۶ ز کال د لومړي اساسي قانون په احکامو کې ځای پر ځای شول، چې د رای ورکولو حق یې د ځمکې د مجردو ښځو خاوندانو او د ځمکې تورپوستو خاوندانو ته ورکړ.   [۱۵]

۴. په دې توګه د دې ښکېلاکي ټول اوسېدونکي د بشپړ عمر لرونکي چې د پینځوس پونډو په ارزښت پیسو باندې په خپل نوم قانوني جایداد ولري او دې رای ورکولو په هېواد کې له ټاکنو دوولس میاشتې مخکې استوګن شوي وي، په شورا او جرګه کې د استازو د ټاکلو لپاره او همدارنګه د نورو ټولو عامه کارکوونکو لپاره چې د هېواد د خلکو له خوا ټاکل کېږي د رای ورکولو حق لري." نیو جرسي، ۱۷۷۶ ز کال

خو په دې سند کې د تعدیل تګلاره ټاکل شوې نه وه او په ۱۸۴۴ ز کال کې دغه شرایط په سمدستي توګه د راتلونکي اساسي قانون په تصویب سره بدل شول چې د رای ورکولو حقوق بېرته "ټولو سپینو پوستو نارینه وو" ته محدود شول.   [۱۶]

که څه هم په ۱۸۴۰ ز کال کې د هاوايي شاهي نظام ښځو ته د رای حق ورکړ خو په ۱۸۵۲ زکال کې دغه حق بېرته لغوه شو. په سویډن، بریتانیا او د امریکا متحده ایالاتو په ځینو لویدیځو ایالتونو کې په ۱۸۶۰ لسیزه کې د رای ورکولو محدود حقونه ترلاسه شول. په ۱۸۹۳ زکال کې نیوزیلنډ چې د بریټانیا ښکیلاکي وه لومړی خپلواکه حکومت شو چې ټولو بالغو ښځو ته یې د رای ورکولو حق ورکړ. د سویلي اسټرالیا ښځو په ۱۸۹۴ زکال کې د رای ورکولو او پارلمان ته د نوماند کېدو حق ترلاسه کړ. د روسیې په سترواکۍ کې د فنلند خپل اختیاره دوک اوسېدونکې خاوره لومړنی هیواد و چې ټولو ښځو ته یې اجازه ورکړه چې هم رایه ورکړي او هم پارلمان ته ځان نوماند کړي. [۱۷]

د ښځو د رای د حقوقو ضد پروپاګنډ[سمول]

هغه کسان چې د ښځو د رای حقوقو د خوځښت ضد وو، د دې سياسي حرکت د کمزوري کولو لپاره یې عامه بنسټونه جوړ کړل چې اصلي دليل يې دا وو چې د ښځې ځای کوردی، نه ټاکنې. په داسې حال کې چې مخالفینو د ښځو د رای حق پرخلاف د کمپاین لپاره د مشروع ډلو په را ټولولو کار کولو، سیاسي کاریکاتورونه او د ښځو د حقونو په اړه د خلکو قهر زیات شو. د ښځو د رای حق د پراختیا پر ضد د ماساچوست ټولنه یو له هغو بنسټونو څخه وه چې په ۱۸۸۰ ز کال کې را پورته شو څو د ښځو د رای د حقوقو هڅو مخه و نیسي. [۱۸]

ډیری د رای ورکولو ضد پروپاګنډ په سیاست کې د ښځو مفکوره مسخره کړه. سیاسي کاریکاتورونو د ښځو سره د خواخوږۍ په څرګندولو ښودله چې د ښځو د رای حق ستونزه دې د نارینه وو د ژوند له ستونزو سره تبادله شي. ځینو د بشپړ پورته ږمنځ شویو وېښتانو په سټایل سره د ښځو د رای په حق ملندې وهلې. نورو بیا ځوانې نجونې په انځور کې را وستلې چې په ژوند کې له ناکامۍ، لکه واده نه کولو، وروسته د ښځو د رای ورکولو د حقوقو په ملاتړو بدلیږي. [۱۹]

د رای ورکولو مساوي حقوق[سمول]

د مساوي رای حق ځینې وختونه د جامع رای له حق سره مغشوش کېږي، که څه هم د لمړۍ کلمې معنی د طبقاتي رایو له منځه وړل دي چې په کې  یو رای ورکوونکی کولای شي د عاید، شتمنۍ یا ټولنیز موقف سره سم د څو شمېر رایو حق ولري.  [۲۰]

د څو رایو حق[سمول]

دا حق چې د "شتمنۍ په بنسټ د رایې حق" په نوم هم یادېږي، د مساوي رایې د حق بر خلاف دی. پدې معنی چې د رایې د وړ کسانو لخوا د رایو اچول مساوي ندي، بلکه د شخص د رتبې سره سم توپیر لري (د بیلګې په توګه، د لوړو زده کړو لرونکي د هغو په پرتله چې ټیټه زده کړې لري، د ډیرو رایو حق لري. یا په یوه شرکت کې د ډیرې ونډې لرونکی د هغه چا په پرتله چې لږ ونډې لري ډیرو رایو حق لري).پدې ډول کې رایه ورکول ممکن محدود وي، مګر بیا هم جامع کیدی شي. 

د جبري رای ورکولو حق[سمول]

په هغه ځای کې چې د جبري رای ورکولو بېلګه شته هغه کسان چې وړ دي اړ دي چې د قانون پر بنسټ یا بل ډول جبري رای ورکړي. [۲۱]

سوداګریزه رایه[سمول]

د انګلستان په سیمه ییز حکومت او د هغه په ځینو پخوانیو ښکېلاکي کې، سوداګریو له په خوا راهیسې او ځینې یې اوس هم په هغو ښاري سیمو کې مالیه ورکوي د رای ورکولو حق لري. دا د طبیعي شخصیت څخه حقوقي شخصیت ته د تاریخي ملکیت له مخې د رای ورکولو د حق غځول دي.  [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. کينډۍ:AHDict
  2. "Definition of "suffrage" – Collins English Dictionary". د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "suffrage – definition of suffrage in English from the Oxford dictionary". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ ډيسمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Deprivation of the Right to Vote". ACE Electoral Knowledge Network. Aceproject.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Gianoulis, Tina (2015). "Women's Suffrage Movement" (PDF). glbtq. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۹ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Who is eligible to vote at a UK general election?". The Electoral Commission. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اپرېل ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ نومبر ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Can I vote?". European Parliament Information Office in the United Kingdom. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ نومبر ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 27 April 2015 باندې). Why Can Commonwealth Citizens Vote in the U.K.? An Expat Asks. The Wall Street Journal.
  9. G. E. M. de Ste. Croix (March 1954), "Suffragium: From Vote to Patronage", The British Journal of Sociology, The London School of Economics and Political Science, 5 (1): 33–48, doi:10.2307/588044, JSTOR 588044 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "LacusCurtius • Voting in Ancient Rome – Suffragium (Smith's Dictionary, 1875)". Penelope.uchicago.edu. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Suffrage". Merriam-webster.com. 31 August 2012. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Poole, Robert (April 2006). "'By the Law or the Sword': Peterloo Revisited". History. 2 (302): 254–276. doi:10.1111/j.1468-229X.2006.00366.x. JSTOR 24427836. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Nohlen, Dieter, e al. (2001). Elections in Asia and the Pacific: South East Asia, East Asia, and the South Pacific. p. 14. Oxford University Press, 2001
  14. A. Kulinski, K. Pawlowski. The Atlantic Community – The Titanic of the XXI Century. p. 96. WSB-NLU. 2010
  15. "Definition of SUFFRAGE". www.merriam-webster.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "The New Jersey Constitution of 1776". د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Votes for Women". Electoral Commission of New Zealand. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اگسټ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Opposition to Suffrage". History of U.S. Woman's Suffrage (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "12 Cruel Anti-Suffragette Cartoons". mentalfloss.com (په انګلیسي ژبه کي). 21 June 2015. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Definition: suffrage". Websters Dictionary. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ جون ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "CIA:The World Factbook". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ جنوري ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Johal, Sukhdev; Moran, Michael; Williams, Karel (2012). "The future has been postponed: The Great Financial Crisis and British politics". British Politics. 7 (1): 69–81. doi:10.1057/bp.2011.30. ISSN 1746-918X. S2CID 153648412. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Leaver, Adam. "Banking's groundhog day". www.redpepper.org.uk. Red Pepper. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Written Answers to Questions – City of London Remembrancer". Hansard. UK Parliament. 3 March 2014. 3 March 2014 : Column 593W. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 9 July 2012 باندې). City of London Corporation: a lesson in lobbying. The Guardian.