د ښځو تاريخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ښځو تاريخ د هغه رول مطالعه ده چې ښځو په تاریخ کې ترسره کړی دی. په دې کې د ثبت شوي تاريخ په اوږدو کې د ښځو د حقونو د ودې د تاريخ مطالعه، د يوې مودې په اوږدو کې شخصي لاسته راوړنې، د تاريخي اهميت لرونکو ښځو د انفرادي او ډلو معاينه او په ښځو باندې د تاريخي پېښو اغېزې په کې شاملې دي. د ښځو د تاريخ په مطالعه کې دغه باور شته چې د تاريخ ډېرو دوديزو ريکارډونو په بېلابېلو برخو کې د ښځو ونډه کمه کړې او يا يې له پامه غورځولې ده. هغه اغېز چې تاريخي پېښو په ټوليزه توګه په ښځو باندې درلود؛ په دې برخه کې د ښځو تاريخ ډېری وختونه د تاريخي بيا کتنې يوه بڼه ده، چې د دوديزې تاريخي اجماع يا عامه هوکړې ننګول يا پراخول غواړي.

د زده کړو اصلي مرکزونه متحده ايالات او انګلستان وو، چې د دويمې څپې فيمينيسټ تاريخ پوهانو د ټولنيز تاريخ له خوا د نویو کړنلارو تر اغېزې لاندې لار وښوده. دوی باور درلود چې د ښځو د ازادۍ په برخه کې د فعالانو په توګه د هغه ظلم او نابرابريو په اړه بحث او شننه چې دوی د ښځو په توګه تجربه کړي؛ اړینه ده چې د خپلو ميندو د ژوند په اړه زده کړي او په چاپ کې يې خورا لږ پوهه ترلاسه کړه. تاريخ په عمده توګه د نارينه وو له خوا او په عموم کې د نارینه وو د فعالیتونو په اړه، په ځانګړي ډول په افريقا کې د جګړې، سياست، ديپلوماسۍ او ادارې په اړه ليکل شوی. ښځې د معمول له مخې ایستل کېږي او کله چې يادونه وشي، د معمول له مخې د جنسي کليشه يي رولونو لکه ښځو، ميندو، لوڼو او معشوقو په ډول ستایل شوې دي. د تاريخ مطالعه د هغه څه په اړه ارزښتناکه ده، چې په تاريخي توګه "ارزښتناک" ګڼل کېږي. د مطالعې د دې ساحې نورې برخې د ښځو په ژوند کې د توکم، اقتصادي حالت، ټولنيز حالت او د ټولنې په نورو بېلابېلو اړخونو کې له توپيرونو څخه عبارت دي. [۱][۲]

سيمې[سمول]

اروپا[سمول]

په اروپا کې بدلونونه په ۱۹ او ۲۰ پېړيو کې راغلل. د بېلګې په ډول: د ښځو لپاره د مساوي تنخوا حق ته اوس په قانون کې لیکل شوی دی. ښځې په دودیزه توګه د کور چلولو، ماشومان زيږولو او پاللو، نرسانې، ميندې، ښځې، ګاونډيانې، ملګرې او ښوونکې وې. د جګړې په دوره کې ښځې د کار بازار ته د هغو کارونو ترسره کولو لپاره چمتو شوې وې چې په دوديزه بڼه په نارينه وو پورې محدود وو. له جګړو وروسته دوی په پرله پسې توګه په صنعت کې په ثابت ډول خپلې دندې له لاسه ورکړې او بېرته کورني او خدماتي رولونو ته راستنې شوې.[۳][۴][۵]

لويه بریټانیا[سمول]

د سکاټلنډي ښو تاريخ د ۱۹ پيړۍ په وروستيو او د ۲۰ پيړۍ په پيل کې تر ۱۹۸۰ کلونو پورې د مطالعې ساحې په توګه په بشپړه توګه وده نه وه کړې. له دې سره، له ۱۹۸۰ کال راهيسې له ۱۷۰۰ کال مخکې د ښځو په اړه تر ټولو ډېر کارونه له ۱۹۸۰   ز کال راهیسې خپاره شوي دي. ځينو څېړنو د ژوند ليک چارې په پام کې نيولې دي خو نور کار له نورو ځايونو د څېړنو په الهام شوی چې د کار، کورنۍ، مذهب، جرم او انځورونو په څېر مسئلې وڅېړي. ښځينه پوهانې هم په خپلو ليکونو، يادښتونو، شعرونو کې د ښځو غږونه را سپړي. د دغې ساحې د وروستي پرمختګ له امله ډېری وروستي کارونه بېرته رغېدلي دي، خو په زياتېدونکي ډول د جنډر تاريخ پوهه په نورو هېوادونو کې او له ۱۷۰۰ کال وروسته د سکاټلينډ په تاريخ کې د پوښتنو چوکاټ کولو لپاره کارول کېږي. راتلونکی کار بايد د سکاټلنډ تاريخ د اوسنيو داستانونو په بيا تعبيرولو او همدارنګه د منځنۍ پيړۍ په وروستيو او د عصري پېړۍ په لومړيو کې په  انګلستان او اروپا کې د ښځو په پېچلي تاريخ کې مرسته وکړي.

په ايرلنډ کې د ښځو مطالعې او په عمومي ډول جنسيتي اړيکې له ۱۹۹۰ ز کال مخکې ډېرې کمې وې. دوی اوس څه د پاسه د ۳۰۰۰ کتابونو او مقالو په چاپولو سره عامې دي.[۶]

فرانسه[سمول]

فرانسوي تاريخ پوهانو يوه بې مثاله کړنلاره په پام کې نيولې ده. که څه هم د پوهنتون په کچه د ښځو او جنډر په اړه د مطالعې پروګرامونه او څانګې کمې وې، خو بيا هم د ښځو او جنډر تاريخ په مطالعه کې پراخې وې. هغه طريقې چې د نورو علمي ادارو له خوا په پراخه کچه د ټولنيزو تاريخونو په څېړنه کې کارول کېږي، د ښځو د تاريخ په ساحه کې هم پلي شوي دي. د ښځو او جنسيت په تاريخ کې د څېړنې او خپرولو لوړه کچه په فرانسوي ټولنه کې د ډېرې لېوالتیا له امله ده. په فرانسه کې د جندر تاريخ په اړه د اکاډمۍ جوړښتي تبعيض، د اروپايي ټولنې له جوړېدو وروسته د نړيوالو مطالعاتو د زياتوالي او له اروپا څخه بهر، د فرانسوي پوهانو د ګومارنې په لټه کې دی.[۷]

جرمني[سمول]

له نولسمې پيړۍ مخکې ځوانې ښځې تر هغې د خپلو پلرونو تر اقتصادي او انضباطي واک لاندې ژوند کاوه، چې بالاخره واده به يې وکړ او د مېړونو تر واک لاندې به راغلې. د ډاډمن واده د خوندي ساتلو لپاره يوې ښځې اړتيا لرله چې بايد د پام وړ جهېز راوړي. په شتمنو کورنيو کې لوڼو له خپلو کورنيو څخه خپل جهېز ترلاسه کولو؛ په داسې حال کې چې بې وزلو ښځو د خپلې تنخوا د خوندي کولو لپاره کار کړی وای څو د واده کولو امکانات ښه کړي. د جرمنې د قوانينو له مخې، ښځو د خپل جهېز او ميراثونو د ملکيت حق درلود چې دا يوه ارزښتناکه ګټه وه؛ ځکه چې د مړينې لوړې کچه د پرله پسې ودونو لامل شوه. تر ۱۷۸۹ ز کال مخکې ډېری ښځو د ټولنې په شخصي برخو او کور کې ژوند کولو.[۸]

د شعور عصر د ښځو لپاره ډير څه را نه وړل. د روښانفکرۍ د پلويانو په ګډون نارينه وو باور درلود، چې ښځې په طبيعي ډول چې ښځې باید میندې اوسي او کورکې پاتې شي. په لوستو طبقو کې دغه باور و، چې ښځې باید په کافي اندازه زده کړې وکړي څوهوښياره او د خپلو مېړونو سره موافقې وي. په همدې حال کې له ټیټو طبقوښځو هیله کېده چې له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا وي څو له خپلو خاوندانو سره د ژوند په چارو کې مرسته وکړي. [۹]

د المان په نوي رامنځ ته شوي دولت( ۱۸۷۱) کې، د ټولو ټولنيزو طبقو ښځې په سياسي او ټولنيز پلوه له مدني حقونو بې برخې وې. د ټولنيز درناوي قانون د لوړې طبقې او بورژوا ښځې تر خپلو کورونو پورې محدودې کړې. دوي په ټولنيز او اقتصادي لحاظ د خپلو مېړونو په پرتله ټيټې ګڼل شوې وې نه واده شویو ښځو پسې ملنډې وهل کېدې اوهغوی چې غوښتل له ټولنيز نسل څخه ډډه وکړي، کولاي يې شول د خپلو خپلوانو سره په اوسېدو د بې تنخوا کور ساتونکو په توګه کار وکړي. تر ټولو وړ کسانو کولی شول د حاکمانو په توګه کار وکړي يا دوی کولای شول راهبانې شي.[۱۰]

تاريخ پوهانو د نازي جرمني هڅو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده، څو هغه سياسي او ټولنيزې لاسته راوړنې بېرته ترلاسه کړي، چې ښځو له ۱۹۳۳ زکال د مخه په ځانګړي ډول په نسبي خپلواک ويمار جمهوريت (Weimar) کې ترلاسه کړې. په نازي جرمني کې د ښځو رول د شرایطو سره سم بدل شو. په تيوريکي توګه نازيان په دې باور وو چې ښځې بايد د نارينه وو تابع وي، له دندو څخه ډډه وکړي، ځان ماشوم زیږولو او ماشوم پالنې ته وقف کړي او په دودیزه کورنۍ کې د دودیزه واکمنو پلرونو سره مرستندويه وي. له ۱۹۳۳ زکال مخکې ښځو په نازي سازمان کې مهم رول لوبولو او د نورو ښځو د سمبالولو لپاره ورته د ځان خپلواکۍ اجازه ورکړل شوې وه. وروسته له هغې چې هټلر په ۱۹۳۳ ز کال کې واک ته ورسېد نود فعالو ښځو ځای بيوروکراتيک ښځو ونيولو چې په ښځينه فضایلو، واده او د ماشوم په زيږولو يې ټينګاردرلود.[۱۱]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Norton, Alexander, Block, Mary Beth, Ruth M., Sharon (2014). Major Problems in American Women's History. Stanford, Connecticut: CENGAGE Learning. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-133-95599-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  2. June Purvis, "Women's History Today," History Today, November 2004, Vol. 54 Issue 11, pp. 40–42
  3. Jutta Schwarzkopf, "Women's History: Europe" in Kelly Boyd, ed. (1999). Encyclopedia of Historians and Historical Writing, vol 2. Taylor & Francis. د کتاب پاڼي 1316–18. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781884964336. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: نص إضافي: قائمة المؤلفون (link)
  4. Karen Offen, Ruth Roach Pierson, and Jane Rendall, eds. Writing Women's History: International Perspectives (1991). covers 17 countries including Austria, Denmark, East Germany, Greece, the Netherlands, Norway, Spain, Sweden, Switzerland and Yugoslavia.
  5. Karen M. Offen, European feminisms, 1700-1950: a political history (2000) Online
  6. Catriona Kennedy, "Women and Gender in Modern Ireland," in Bourke and McBride, eds. The Princeton History of Modern Ireland (2016) pp. 361+
  7. Françoise Thébaud, "Writing Women's and Gender History in France: A National Narrative?" Journal of Women's History, Spring 2007, Vol. 19 Issue 1, pp. 167–172.
  8. Ruth-Ellen B. Joeres and Mary Jo Maynes, German women in the eighteenth and nineteenth centuries: a social and literary history (1986).
  9. William W. Hagen, German History in Modern Times (2012)
  10. John C. Fout, ed. German Women in the Nineteenth Century
  11. Eva Kolinsky and Wilfried van der Will, The Cambridge Companion to Modern German Culture (1998)