انارکوکمونیزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انارکوکمونیزم، چې د انارشیستي (انارکیستي) کمونیزم په نامه هم پېژندل کیږي، (یا په محاوره یې توګه ancom) یوه سیاسي فلسفه او یو انارشیستي فکري مکتب دی، چې د سرمایه دارۍ د دولت له منځه وړلو، کاري مزد، ټولنیزې درجه بندۍ‎ او شخصي ملکیت پلوي کوي. شخصي ملکیت سره مل اقلامو، بېلابېلو توکو، او ډله ییزو برخو اړوندو خدمتونو ته درناوی کوي. د تولید د وسایلو مشترک مالکیت،مستقیمې دیموکراسۍ او همدارنګه د کارګرانو اړوند شوراګانو افقي شبکې ملاتړ کوي، چې د دې لارښود اړوندو اصولو پراساس تولید او مصرف لري «له هر چا څخه د هغه د وړتیا له مخې، هر چا ته د هغه په اندازه یې اړتیا لري».د انارکوکمونیزم ځینې ډولونه لکه بغاوتي انارشیزم په کلکه د ځان پالنې او وګړپالنې تر اغېزې لاندې دی او انارکوکمونیزم د فردي آزادۍ د تحقق لپاره تر ټولو غوره ټولنیز سیسټم بولي. ډېری انارکو کمونیستا،ن انارکوکمونیزم د فرد او ټولنې ترمنځ د مخالفت له منځه وړو او پخلاینې لپاره د یوې لارې په توګه ګوري.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

انارکوکمونیزم د فرانسې له انقلاب نه وروسته د رادیکاله سوسیالیستي بهیرونو نهجوړ شو، خو په لومړي ځل د نړیوالې ټولنې په ایټالیایي برخه کې جوړ شو. د پیتر کروپوتکین تیوریکي کار په وروسته وختونو کې ارزښت پیدا کړ، ځکه چې د تنظیم پالنې د پلوي، د تنظیم پالنې ضد او بغاوت پلوه برخو ته یې وده ورکړه. تر اوسه پورې د انارکو کمونیستي ټولنو تر ټولو غوره پیژندل شوي مثالونه (یعنې د هغو لیدلورو پر اساس چې نن ورځ موجودې دي او په تاریخي قانون کې یې د نړیوالې پوهې پاملرنه ترلاسه کړې ده) د هسپانوي انقلاب په لړ کې انارکیستي سیمې او آزادې سیمې دي. د روسیې انقلاب، چېرې چې د نستور ماخنو په څېر انارشیستان د اوکراین د انقلابي یرغلګر پوځ له لارې د انارکوکمونیزم رامنځته کولو او دفاع لپاره کار وکړ. د روسیې د کورنۍ جګړې په لړ کې انارشیستانو په اوکراین کې د سور او سپین پوځ پر ضد پاڅون وکړ، چې هغوی د خپلواک هیواد جوړول غوښتل. د انارکو کمونیزم او انارکو جمع پالنې اړوند له اصلي ایدیولوژۍ سره د پیتر کوپوتکین د آثاروپربنسټ، چې د اوکراین په ډېریو سیمو کې یې خپلواکې سیمې جوړې کړې. له ۱۹۱۸ز کال څخه تر ۱۹۲۱ز کاله پورې هغوی سور او سپین پوځ دواړه مات کړل، چې وروسته په ۱۹۲۱ز کال کې د بلشویکانو له خوا پر هغوی برید وشو. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

په ۱۹۲۹ز کال کې انارکوکمونیزم په کوریا کې د کوریا د انارشیست فدراسیون په وسیله په مانچوریا کې (KAFM) او د کوریا د انارکو کمونیست فدراسیون (KACF) په وسیله د انارشیستي جنرال او د خپلواکۍ برخې فعال شخصیت کیم چوا چین په وسیله عملي شو او تر ۱۹۳۱ز کاله پورې یې دوام درلود. کله چې د جاپان سترواکۍ کیم وواژه او له جنوب لوري نه یې یرغل وکړ، په داسې حال کې چې چینایي ملتپالو له شمال لوري نه یرغل وکړ او په پایله کېیې هم د جاپان دسترواکۍ یو ګوډاګی حکومت یعنې مانچوکو جوړ شو. په ۱۹۳۶ز کال کې د هسپانیا د کورنۍ جګړې او د هسپانوي انقلاب په ترڅ کې د هسپانوي انارشیستانو د ډېرو هلو ځلو او نفوذ په وسیله انارکو کمونیزم د اراګون په ډیرو برخو، د پخوانی شام او اندلس په ځینو برخو کې او دغه راز د انارکیست کاتالونیا په لوی سنګر کې موجود و، مخکې له دې چې په ۱۹۳۹ز کال کې د فرانکویست (د جګړې ګټونکی رژیم) ناسیونالستانو، ملتپاله متحدین، لکه: ادولف هتلر او بنیتو موسولیني د ترکیبي ځواکونو په وسیله له منځه لاړ شي او حتی د هسپانیا د کمونست ګوند ځپلو (د شوروي اتحاد په ملاتړ سره) او دغه راز د سرمایه داره هیوادونو په وسیله اقتصادي او تسلیحاتي محاصرې څخه مخکې د هسپانیا جمهوریت په خپله د جمهوري غوښتونکو په وسیله اداره کېده. [۲۷]

تاریخچه[سمول]

لومړني مخکیني جوړښتونه[سمول]

لومړنۍ عیسوي ټولنې هم د انارکوکمونیستي ځانګړتیاوو لرونکو ټولنو په توګه تشریح شوې دي.فرانک سیور بلینګز «عیسویت» د انارشیزم او کمونیزم د ترکیب په توګه تشرېح کړ.د وروسته پاتې مساوات غوښتونکو عیسوي ټولنو مثالونه په انګلستان کې حفاریان (څاه کیندونکي) دي. جرارد وینستېنلي، چې د حفاریانو د غورځنګ له ډلې و، په ۱۶۴۹ ز کال کې د عدالت نوي قانون اثر کې یې لیکلي چې: «نه به پیر او یا پلوروي، نه میلې او بازارونه وي، بلکې ځمکه به د هر انسان لپاره ګډه خزانه وي» او «هېڅوک به پر نورو بادار نه وي، بلکې هر څوک به د خپل ځان څښتن او بادار وي».[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

حفاریانو خپله د واکمنې طبقې او پاچایانو د ظلمونو پر وړاندې مقاومت وکړ، همدارنګه په همغږې او مشترکه توګه یې عمل وکړ، ترڅو کارونه ترسره کړي، سرچینې مدیریت کړي او اقتصادي ګټې زیاتې کړي. دا چې د حفاریانو په وسیله رامنځته شوې ګډې کروندې له شخصي ملکیت څخه خلاصې وې، له اقتصادي تبادلې سره (ټول توکي، سوداګریز اقلام او خدمات په ګډه ساتل کېدل)، د دوی ګډې کروندې لومړنۍ او فعاله کمونیستي ټولنې بللای شو، چې د انګلستان په ټولو کلیوالو ځمکو کې خپرې شوې دي. له صنعتي انقلاب نه مخکې په ټوله اروپا کې د ځمکې او شتمنیومشترکه مالکیت ډېر زیات مروج و، خو حفاریانو د سلطنتي واکمنۍ پر وړاندې د خپلې مبارزې له امله جلا شول. دوی د لومړي چارلس له سقوط وروسته د کارګرانو د ځان اداره کولو له لارې رامنځته شول.

په ۱۷۰۳ ز کال کې لویس ارماند، بارون دو لاهونتان شمالي امریکا ته د نویو سفرونو ناول ولیکه، چې په دې ناول کې یې د شمالي امریکا لویې وچې د اصلي ټولنو د همغږۍ او تنظیمولو څرنګوالی تشریح کړ. لیکوال په دې ناول کې موندلي، چې د شمالي امریکا له استعمار څخه مخکې ټولنې او کرهنیزې ټولنې هم د اقتصادي جوړښت له مخې او هم د دولت د نشتوالي له مخې د اروپا له سلطنتي او نابرابره دولتونو سره هیڅ ډول مشابهت نه لري. هغه لیکلي چې: داصلي اوسیدونکو ژوند «انارشي» و، دا موردله ګډوډۍ پرته د بل څه په معنا د دې اصطلاح لومړنۍ کارونه وه. هغه لیکي چې هیڅ یو کشیش(دیني مشر)، محکمه، قانون، پولیس، د دولت وزیران او د اموالو په برخه کې هیڅ ډول توپیر نه شته، د شتمنو او نیستمنو تر منځ د توپیر لپاره هیڅ لاره نه شته، ځکه چې ټول یې مساوي دي او په ګډه سره وده کوي.[۳۳][۳۴]

د فرانسې د انقلاب په لړ کې، سلوین مارشال د مساواتو اړوند خپل منشور کې (۱۷۹۶ز کال)، د «ځمکې له میوو څخه د ټولیز خوند اخیستنې» غوښتنه وکړه او په ډېرې لېوالتیا سره د «شتمن او نیستمن، لوی او کوچني، بادارانو او نوکرانو، حاکم او رعیت ترمنځ» دبغاوتګر توپیر د ورکیدو په تمه و.[۳۵]

ژوزف دېژاک او د ۱۸۴۸ز کال انقلابونه[سمول]

ژوزف دېژاک، د پرودون پر خلاف داسې استدلال کاوه، چې «یوازې د کارګر د کار محصول هغه څه نه دي، چې کارګر پرې حق لري؛ بلکې هومره حق لري چې اړتیاوې یې پوره شي، که په هره اندازه وي»د انارشیستي تاریخپوه میکس نیتلاو په وینا: د لیبرتارین کمونیزم اصطلاح په لومړي ځل د ۱۸۸۰ز کال په نومبر میاشت کې وکارول شوه، یعنې کله چې د فرانسوي انارشیستیوې کنګرې په روښانه توګه د خپلو نظریاتو پېژندنې لپاره له دې اصطلاح نه کار واخیست. فرانسوي انارشیست ژورنالیست سباستین فوور، چې وروسته بیا د څلور ټوکهانارشیستي دایرة‌المعارف بنسټ ایښودونکی او مدیر شو، په ۱۸۹۵ز کال کې یې د لیبرټایر (آزادي غوښتونکي) اونیزه پیل کړه. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

د کارګرانو نړیواله ټولنه[سمول]

انارکو کمونیزم، د یوې همغږې او عصري اقتصادي-سیاسي فلسفې په توګه لومړی د کارلو کافیرو، ایمیلیو کوویلي، ایریکو مالاتیستا، اندریا کوسټا او نورو پخوانیو مازیني جمهوریت غوښتونکو په وسیله د نړیوالې ټولنې د ایټالیا په لومړۍ برخه کې جوړ شو. اجتماعي انارشيستانو د کار د ډول او مقدار پر بنسټ، د «هر چاته د اعمالو په اساس یې» اصل په رعایت کولو سره د حق الزحمې پلوي کوله، خو له انقلاب څخه وروسته دورې ته د ګرځېدو امکان له امله د اړتیا پر بنسټ د وېش کمونیستي سیستم یې مطرح کړ. لکه څنګه چې د میخایل باکونین ملګري جیمز ګیوم په خپله مقاله «د ټولنیز سازمان نظریات (۱۸۷۶ز کال)» کې وايي: «کله چې (...) تولید له مصرف نه زیات او مخکې کېږي (...)، هرڅوک به د اجناسو له پراخو ټولنیزو زیرمو نه هغه څه اخلي، چې اړتیا ورته لري، پرته له دې چې د خالي کېدو وېره یې ولري؛ او هغه اخلاقي احساسات چې د ازادو او مساوي کارګرانو په منځ کې به ډیره وده وکړي، هغه به د ناوړه ګټه اخیستنې او ضایع کیدو مخه ونیسي یا دا چې تر ډېره حده به یې کم کړي».[۴۰][۴۱]

سرچينې[سمول]

  1. Kinna, Ruth (2012). The Bloomsbury Companion to Anarchism (په انګلیسي ژبه کي). Bloomsbury Publishing. د کتاب پاڼې 329. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1441142702. مؤرشف من الأصل في ۱۵ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Hodges, Donald C. (2014). Sandino's Communism: Spiritual Politics for the Twenty-First Century (په انګلیسي ژبه کي). University of Texas Press. د کتاب پاڼې 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0292715646. مؤرشف من الأصل في ۲۲ جولای ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Wetherly, Paul (2017). Political Ideologies (په انګلیسي ژبه کي). Oxford University Press. د کتاب پاڼي 130, 137, 424. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0198727859. مؤرشف من الأصل في ۲۲ جولای ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "ancom", Wiktionary (په انګلیسي ژبه کي), 29 January 2021, مؤرشف من الأصل في ۲۵ فبروري ۲۰۲۲, د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Anarchist communism – an introduction". libcom.org. مؤرشف من الأصل في ۲۳ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "The revolution abolishes private ownership of the means of production and distribution, and with it goes capitalistic business. Personal possession remains only in the things you use. Thus, your watch is your own, but the watch factory belongs to the people". Alexander Berkman. "What Is Communist Anarchism?" [۱] Archived 23 May 2012 at the Wayback Machine.
  7. Steele, David Ramsay (1992). From Marx to Mises: Post-capitalist Society and the Challenge of Economic Calculation (په انګلیسي ژبه کي). Open Court. د کتاب پاڼې 43. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87548-449-5. One widespread distinction was that socialism socialised production only while communism socialised production and consumption. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Mayne, Alan James (1999). From Politics Past to Politics Future: An Integrated Analysis of Current and Emergent Paradigms. Greenwood Publishing Group. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0275961510. مؤرشف من الأصل في ۲۷ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Anarchism for Know-It-Alls By Know-It-Alls For Know-It-Alls, For Know-It-Alls. Filiquarian Publishing, LLC. 2008. د کتاب پاڼې 14. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1599862187. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Fabbri, Luigi. "Anarchism and Communism." Northeastern Anarchist #4. 1922. 13 October 2002. [۲] Archived 29 July 2011 at WebCite.
  11. Makhno, Mett, Arshinov, Valevski, Linski (Dielo Trouda). "The Organizational Platform of the Libertarian Communists". 1926. Constructive Section: available here Archived 29 July 2011 at WebCite.
  12. Christopher Gray, Leaving the Twentieth Century, p. 88.
  13. "Towards the creative Nothing" by Archived 29 July 2011 at WebCite Renzo Novatore
  14. Post-left anarcho-communist Bob Black after analysing insurrectionary anarcho-communist Luigi Galleani's view on anarcho-communism went as far as saying that "communism is the final fulfillment of individualism...The apparent contradiction between individualism and communism rests on a misunderstanding of both...Subjectivity is also objective: the individual really is subjective. It is nonsense to speak of "emphatically prioritizing the social over the individual,"...You may as well speak of prioritizing the chicken over the egg. Anarchy is a "method of individualization." It aims to combine the greatest individual development with the greatest communal unity."Bob Black. Nightmares of Reason Archived 27 October 2010 at the Wayback Machine..
  15. "Modern Communists are more individualistic than Stirner. To them, not merely religion, morality, family and State are spooks, but property also is no more than a spook, in whose name the individual is enslaved—and how enslaved!...Communism thus creates a basis for the liberty and Eigenheit of the individual. I am a Communist because I am an Individualist. Fully as heartily the Communists concur with Stirner when he puts the word take in place of demand—that leads to the dissolution of property, to expropriation. Individualism and Communism go hand in hand". "Stirner: The Ego and His Own" Archived 7 September 2017 at the Wayback Machine.. Max Baginski. Mother Earth. Vol. 2. No. 3 May 1907.
  16. "Communism is the one which guarantees the greatest amount of individual liberty—provided that the idea that begets the community be Liberty, Anarchy...Communism guarantees economic freedom better than any other form of association, because it can guarantee wellbeing, even luxury, in return for a few hours of work instead of a day's work". "Communism and Anarchy" Archived 23 October 2021 at the Wayback Machine. by Peter Kropotkin.
  17. "This other society will be libertarian communism, in which social solidarity and free individuality find their full expression, and in which these two ideas develop in perfect harmony". Organisational Platform of the Libertarian Communists Archived 29 July 2011 at WebCite by Dielo Truda (Workers' Cause).
  18. "I see the dichotomies made between individualism and communism, individual revolt and class struggle, the struggle against human exploitation and the exploitation of nature as false dichotomies and feel that those who accept them are impoverishing their own critique and struggle". "My Perspectives" Archived 2 December 2010 at the Wayback Machine. by Willful Disobedience Vol. 2, No. 12.
  19. L. Susan Brown, The Politics of Individualism, Black Rose Books (2002).
  20. L. Susan Brown, "Does Work Really Work?" Archived 3 March 2016 at the Wayback Machine..
  21. Graham, Robert (2005). Anarchism – A Documentary History of Libertarian Ideas – Volume One: From Anarchy to Anarchism (300 CE to 1939). Black Rose Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1551642505. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Kropotkin, Peter. "Chapter 41: The Anarchists". The Great French Revolution 1789–1793. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Pernicone, Nunzio (2009). Italian Anarchism 1864–1892. AK Press. د کتاب پاڼي 111–113. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Anarchist-Communism" by Alain Pengam: "This inability to break definitively with collectivism in all its forms also exhibited itself over the question of the workers' movement, which divided anarchist-communism into a number of tendencies."
  25. Bookchin, Murray. To Remember Spain: The Anarchist and Syndicalist Revolution of 1936. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۱ باندې. This process of education and class organization, more than any single factor in Spain, produced the collectives. And to the degree that the CNT-FAI (for the two organizations became fatally coupled after July 1936) exercised the major influence in an area, the collectives proved to be generally more durable, communist and resistant to Stalinist counterrevolution than other republican-held areas of Spain. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Skirda, Alexandre (2004). Nestor Makhno – anarchy's Cossack: The Struggle for Free Soviets in the Ukraine 1917–1921. AK Press. د کتاب پاڼي 86, 236–238. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1902593685. مؤرشف من الأصل في ۱۳ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Bookchin, Murray. To Remember Spain: The Anarchist and Syndicalist Revolution of 1936. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Hinson, E. Glenn (1996). The Early Church: Origins to the Dawn of the Middle Ages. د کتاب پاڼي 42–43. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Billings, Frank S. (1894). How shall the rich escape?. Arena Publishing. د کتاب پاڼي 42–43. Jesusism, which is Communism, and not Christianity at all as the world accepts it...Jesusism is unadulterated communism, with a most destructive anarchistic tendency الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. کينډۍ:Cite magazine
  31. Campbell, Heather M., المحرر (2009). The Britannica Guide to Political Science and Social Movements That Changed the Modern World (په انګلیسي ژبه کي). The Rosen Publishing Group. د کتاب پاڼي 127–129. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1615300624. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "The first Adam is the wisdom and power of flesh broke out and sate down in the chair of rule and dominion, in one part of mankind over another. And this is the beginner of particular interest, buying and selling the earth from one particular hand to another, saying, This is mine, upholding this particular propriety by a law of government of his own making, and thereby restraining other fellow creatures from seeking nourishment from their mother earth. So that though a man was bred up in a Land, yet he must not worke for himself where he would sit down. But from Adam; that is, for such a one that had bought part of the Land, or came to it by inheritance of his deceased parents, and called it his own Land: So that he that had no Land, was to work for those for small wages, that called the Land theirs; and thereby some are lifted up into the chair of tyranny, and others trod under the foot-stool of misery, as if the earth were made for a few, no for all men". Gerrard Winstanley (1649). The New Law of Righteousness Archived 25 February 2021 at the Wayback Machine..
  33. Louis Armand, Baron de Lahontan (1703). New Voyages to North America. "Introduction". Library of the University of Illinois. p. xxxv. "The vogue of the baron's book was immediate and widespread, and must have soon replenished his slender purse. In simple sentences, easily read and comprehended by the masses, Their Lahontan recounted not only his own adventures, and the important events that occurred beneath his eyes in the much-talked-of region of New France, but drew a picture of the simple delights of life in the wilderness, more graphic than had yet been presented to the European world. His idyllic account of manners and customs among the savages who dwelt in the heart of the American forest, or whose rude huts of bark or skin or matted reeds nestled by the banks of its far-reaching waterways, was a picture which fascinated the "average reader" in that romantic age, eager to learn of new lands and strange peoples. In the pages of Lahontan the child of nature was depicted as a creature of rare beauty of form, a rational being thinking deep thoughts on great subjects, but freed from the trammels and frets of civilization, bound by none of its restrictions, obedient only to the will and caprice of his own nature. In this American Arcady were no courts, laws, police, ministers of An American state, or other hampering paraphernalia of government; each man was a law unto himself, and did what seemed good in his own eyes. Here were no monks and priests, with their strictures and asceticisms, but a natural, sweetly-reasonable religion. Here no vulgar love of money pursued the peaceful native in his leafy home; without distinction of property, the rich man was he who might give most generously. Aboriginal marriage was no fettering life-covenant, but an arrangement pleasing the convenience of the contracting parties. Man, innocent and unadorned, passed his life in the pleasures of the chase, warring only in the cause of the nation, scorning the supposititious benefits of civilization, and free from its diseases, misery, sycophancy, and oppression. In short, the American wilderness was the seat of serenity and noble philosophy".
  34. Louis Armand, Baron de Lahontan (1703). New Voyages to North America. "Preface". Library of the University of Illinois. p. 11. "This I only mention by the bye, in this my Preface to the Reader, whom I pray the Heavens to Crown with Profperity, in preferving him from having any bufinefs to adjufl with mofi of the Miniflers of State, and Priefts; for let them be never fo faulty, they'll flill be faid to be in the right, till fuch time as Anarchy be introduc'd amongft us, as well as the Americans, among whom the forrycfl fellow thinks himfelf a better Man, than a Chancellor of France. Thefe People are happy in being fcreen'd from the tricks and fliifts of Miniflers, who are always Maflers where-ever they come. I envy the fiate of a poor Savage, who tramples upon Laws, and pays Homage to no Scepter. I wish I could fpend the reft of my Life in his Hutt, and fo be no longer expos'd to the chagrin of bending the knee to a fet of Men, that facrifice the publick good to their private intereft, and are born to plague honeft Men".
  35. Sylvain Maréchal (1796). Manifesto of the Equals. Archived 27 June 2021 at the Wayback Machine. Marxist Internet Archive.
  36. Graham, Robert (2005). Anarchism – A Documentary History of Libertarian Ideas – Volume One: From Anarchy to Anarchism (300 CE to 1939). Black Rose Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1551642505. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "l'Echange", article in Le Libertaire no 6, 21 September 1858, New York. [۳] Archived 19 November 2017 at the Wayback Machine.
  38. Nettlau, Max (1996). A Short History of Anarchism. Freedom Press. د کتاب پاڼې 145. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0900384899. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Nettlau, Max (1996). A Short History of Anarchism. Freedom Press. د کتاب پاڼې 162. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0900384899. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Kropotkin, Peter (1920). The Wages System. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ اپرېل ۲۰۲۱ باندې. Such, in a few words, is the organization which the Collectivists desire ... their principles are: collective property in the instruments of labor and remuneration of each worker according to the time spent in productive toil, taking into account the productiveness of his work. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Guillaume, James. Ideas on Social Organization. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ نومبر ۲۰۱۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)