پیونګ یانګ
Pyongyang 평양 پيونگيانگ | |
---|---|
![]() | |
هېواد | ![]() |
ښاروال | |
![]() | |
د اوسېدونکو شمیر | ۳،۲۵۵،۳۸۸ |
ژبه | کوريايې |
مساحت | ۳،۱۹۴ |
د زده کړې سلنه | ٩٨ |
د خپلواکۍ نېټه | د اگست ١٥مه ١٩٤٨ |
پيونگيانگ (په کوریایی کې: 평양 Pyongyang) د شمالي کوريا پلازمېنه ده. دا ښار د ټايډونگ د سيند په غاړه د ژېړې بحېرې تر څنگ پروت دى. د هېواد تر ټولو لرغونى ښار بلل کېږي. ٢٣٣٣ کاله له ميلاد څخه د مخه دلته يو کوچنى ښار و. ١١٢٢ کاله د ميلاد د مخه پي يونگ گانگ يې مرگز وټاکل شو. په ٦٦٨ کې چنايانو تر خپلې ولکې لاندې راوست. او په ١٥٩٢ کې چاپان په دې ښار برېد وکړ.
د بهرنيانو د پرلپسې برېدونو له کبله د بهرنيو وگړو پرمخ وتړل شو؛ خو کله چې د بهرنيو وگړو لپاره بېرته خلاص شو، نو په کوريا کې د عيسويت تبليغ ډېر زيات شو، او تر ١٠٠کليساوو څخه په کې ډېرې جوړې شوې. د سين جاپان ١٨٩٤-١٨٩٥ جگړه کې په پوره ډول ويجاړ شو. جاپان په ١٩١٠-١٩٥٠ پورې دا ښار د يو صنعتي مرکز په ډول وکاروه. په ١٩٥٠ کې د ملگرو ملتونو پوځ په دې ښار حمله وکړه؛ خو چې چين په دې جگړه کې برخه واخيستله؛ نو د ملگرو ملتونو پوځ وتلو ته اړ شول. په ١٩٥٣ کې د چين او روسيې په مرستې سره په پوره ډول ورغول شو. اوس دې ښار ډېر پرمختگ کړى دى. بوره، ربړ او بېلابيلو د لوښو ډولونه په کې جوړېږي. د ښوونې له پلوه هم ډېر پرمخ تللى دى، د توشنگ پوهنتون، چې تر ټولو نوموتى دى په ١٩٤٦ کې ورغول شو.پرته له دې طب پوهنتون هم شتون لري. ډېر پارکونه، موزيم او کتابتونونه هم په کې شتون لري. د لومړۍ پېړۍ قبرونو، بودايې عبادت ځاى او د اسونو مجسمو ددې ښار ښايست لاپسې زيات کړى دى. په ١٩٩٩ ع کال کې ددې ښار نفوس ٣١٣٦٠٠٠ وو.