د یونېسکو نړیوال میراث

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د393 لمبرځای دُلفي درمسال په یونانهیواد کي

د یونېسکو نړیوال میراث په انگریزي:(World Heritage Sites) په ټول طبیعي او تاریخي او فرهنگي ځایو ته ویل کېږي چې په نړیوال یونېسکو کې نوم لیکل شوی وي لکه: غرونه او لرغوني ودانۍ، سټوپې، ډنډونه کلیساگانې او جوماتونه ځینې ښارونه او داسې نور. هغه ځایونه چې په یونېسکو نړیوال میراث کې نوم لیکل شوي؛ د نړۍ ټول وگړي یې بې له دیني، سیاسي، کولتوري، ژبني او توکمیز توپیر پرته په ساتنه کې مسؤل گڼل کېږي. ایټالیا لومرۍ مقام د 50 اثر درلودو سره[۱] او چین د47 اثرو سره[۲] او هسپانیا د 44 اثرو سره [۳]د نړۍ د هېوادو په سر کې راځي

سرچینه[سمول]

  1. Wikipedia contributors, 'Table of World Heritage Sites by country', Wikipedia, The Free Encyclopedia, 30 October 2014, 06:16 UTC, <http://en.wikipedia.org/w/index.php?title=Table_of_World_Heritage_Sites_by_country&oldid=631716788> [accessed 11 November 2014]
  2. “China”. UNESCO World Heritage Centre. Retrieved 27 November 2014.
  3. “Spain”. UNESCO World Heritage Centre. Retrieved 27 November 2014.