Jump to content

کیم ایل سونګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کیم ایل سونګ (په کوریايي: 김일성؛ د زوکړې پر مهال یې نوم کیم سونګ جو؛ زوکړه: د ۱۹۱۲ زکال د اپرېل ۱۵مه – مړینه: د ۱۹۹۴ زکال د جولای ۸مه نېټه) د شمالي کوریا بنسټګر او سیاستوال و چې په ۱۹۴۸ زکال کې یې د دغه هېواد د تاسیس له مهاله په ۱۹۹۴ زکال کې د خپلې مړینې تر مهاله د عالي رهبر په توګه د هغو رهبري وکړه. نوموړی له مړینې څخه وروسته د شمالي کوریا ابدي رهبر اعلان شو. [۱][۲]

دی له ۱۹۴۸ زکال څخه تر ۱۹۷۲ زکال پورې د شمالي کوریا لومړی وزیر او بیا له ۱۹۷۲ زکال څخه تر ۱۹۹۴ زکال پورې ولسمشر و. سونګ له ۱۹۴۹ زکال څخه تر ۱۹۹۴ زکال پورې د کوریا د کارګر ګوند مشري وکړه (له ۱۹۴۹ څخه تر ۱۹۶۶ زکال پورې یې د هغو د مشر او له ۱۹۶۶ زکال وروسته یې د هغو د عمومي منشي لقب درلود). نوموړی د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال په ۱۹۴۵ زکال کې د جاپان د تسلیمۍ او په کوریا باندې د جاپان د واکمنۍ له پای ته رسېدو وروسته واک ته ورسېد او په ۱۹۵۰ زکال کې یې په سویلي کوریا باندې د برید امر ورکړ؛ چې له امله یې د سویلي کوریا د دفاع په موخه د متحده ایالاتو په مشرۍ ملګرو ملتونو مداخله وکړه. د کوریا په جګړه کې د دواړو لورو د پرمختګ د نشتوالي له امله د ۱۹۵۳ زکال په جولای میاشت کې اوربند لاسلیک شو. دی په شلمه پېړۍ کې دریم غیر سلطنتي دولت مشر و چې له ۴۵ کلونو څخه یې د زیاتې مودې لپاره واک وچلاوه.

د ده تر مشرۍ لاندې شمالي کوریا د مرکزي پلان شوي اقتصاد په لرلو په یوې ټولواکۍ غوښتونکې شخصي سوسیالیستي دیکتاتورۍ واوښته. ورته مهال یې له شوروي اتحاد سره ډېرې نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې جوړې کړې. په ۱۹۶۰مه لسیزه کې یې له سویلي کوریا څخه په لږ نسبت د ژوندانه غوره معیارونه لرل ځکه چې سویلي اړخ لا هم د سیاسي ګډوډیو او اقتصادي کړکېچونو څخه رنځېده. دغه وضعیت په ۱۹۷۰مه لسیزه کې برعکس شو؛ نوې ثبات موندلې سویلي کوریا په داسې یو اقتصادي مرکز واوښته چې د جاپاني او امریکايي پانګونو، پوځي مرستو او داخلي اقتصادي ودې پر مټ تغذیه کېده. په داسې حال کې چې شمالي کوریا بحران ته ولاړه او وروسته یې اقتصاد زوال وموند. د شمالي کوریا او شوروي اتحاد ترمنځ هم اختلافات راڅرګند شول. دغو اختلافونو تر ډېره د کیم ایل سونګ له جوچه فلسفې څخه سرچینه اخیسته چې په کوریايي ملت پالنې او پر ځان باندې یې په اتکا تمرکز درلود. له دې سره هم دغه هېواد په ۱۹۹۱ زکال کې د شوروي اتحاد د پاشل کېدو تر مهاله له شوروي اتحاد او ختیځ بلاک څخه مالي مرستې، سبسایډۍ او نورې مرستې ترلاسه کولې. [۳]

د شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته د اقتصادي مرستو له منځه تګ د شمالي کوریا پر اقتصاد منفي اغېز وکړ او د ۱۹۹۴ زکال له عمومي قحطۍ سره یې مرسته وکړه. په دغه دوره کې شمالي کوریا د متحده ایالاتو د یو اس اس پیوبلو بېړۍ په درولو سره په سیمه کې د متحده ایالاتو د دفاعي ځواکونو په شتون نیوکه وکړه او دوی یې امپریالېستان بلل. دغه چاره د شمالي کوریا تر حاکمیت لاندې د کوریا د ټاپو د بیاځلي اتحاد په موخه نفوذي عملیات وو. کېم له خپلو متحدینو ژوزف ستالین څخه څه باندې څلور لسیزې او له مائوتسه تونګ څخه نږدې دوه لسیزې ډېر ژوند وکړ؛ د ده د مشرۍ په دوره کې د سویلي کوریا شپږ ولسمشران او د متحده ایالاتو لس ولسمشران تغیر او تبدیل شول. دی چې د لوی رهبر (سوریونګ) په نوم پېژندل کیږي داسې یو پراخه شخصیتي سبک یې رامنځته کړی چې د شمالي کوریا په داخلي سیاست بشپړ واکمن دی. د ۱۹۸۰ زکال پر مهال د کوریا د کارګر ګوند په ۶م کانګرس کې د هغه مشر زوی کیم جونګ ایل د ګوند د مشرتابه پلاوی د غړي او همدارنګه د خپل پلار د ځای ناستي په توګه وټاکل شو چې په دې سره د کیم لړۍ تاسیس شوه.

د شمالي کوریا رهبر

[سمول]

لومړني کلونه

[سمول]

په کوریا کې د ملي ټاکنو د ترسره کولو په موخه د ملګرو ملتونو د پلانونو سربېره د متحده ایالاتو تر اشغال لاندې سوېل د کوریا د جمهوریت اعلان وکړ او په ټولې کوریا باندې یې د حاکمیت ادعا وکړه. د دغې چارې په غبرګون کې شورویانو په خپل اشغالي شمالي زون کې د ۱۹۴۸ زکال د اګست په ۲۵مه نېټه د خلکو د عالي شورا لپاره ټاکنې وکړې. رایو ورکوونکو ته د کمونېستانو تر واک لاندې د خپلې پلرنۍ سیمې د یووالي په موخه د دیموکراتیکې جبهې د غړو واحد نوملړ ورکړل شوی و. په دې سره د کوریا د خلکو دیموکراتیک جمهوریت د ۱۹۴۸ زکال د سپټمبر په ۹مه نېټه اعلان او کیم یې د لومړي وزیر په توګه دنده پیل کړه. [۴]

د اکتوبر په ۱۲مه نېټه شوروي اتحاد د کیم دولت د سویل په ګډون د کوریا د ټولې ټاپووزمې د خپلواک او مشروع حکومت په توګه په رسمیت وپېژاند. کمونېست ګوند د کوریا د خلکو په نوي تاسیس شوي ګوند کې ادغام شو او د شمالي کوریا کارګري ګوند یې جوړ کړ چې کیم د هغو مرستیال مشر و. په ۱۹۴۹ زکال کې د شمالي کوریا کارګر ګوند له خپل سویلي سیال سره ادغام او د کوریا کارګر ګوند یې جوړ کړ چې دا ځل کیم د هغو عمومي مشر و. کیم او کمونېستانو د ۱۹۴۹ زکال پر مهال په شمالي کوریا کې خپل حکومت پیاوړی کړ. د ده د ګڼ شمېر مجسمو له ډلې څخه لومړنۍ مجسمه یې راڅرګنده شوه او ځانته یې د «لوی رهبر» په توګه خطاب کول پیل کړل. [۵][۶][۷][۸]

د ۱۹۴۶ زکال په فبروري میاشت کې کیم ایل سونګ پرېکړه وکړه یو لړ اصلاحات رامنځته کړي. د کرهڼې وړ ځمکو له ۵۰٪ څخه زیاته برخه د خلکو ترمنځ ووېشل شوه، په ورځ کې کاري ساعتونه اته او ټولې لویې کارخونې او صنایع ملي شول. د روغتیايي خدمتونو د برخې له ملي کېدو او همدارنګه هغو ته د ټولو وګړو د لاسرسي له امله د روغتیا په برخه کې هم پرمختګ رامنځته شو. [۹][۱۰]

د کوریا جګړه

[سمول]

ارشیف شوي مطالب ښيي چې په سویلي کوریا باندې د شمالي کوریا د برید پرېکړه د کیم ابتکار و، نه د شوروي اتحاد. شواهد ښيي چې د متحده ایالاتو په دولت او د بریتانیا په استخباراتي سروېس کې د شوروي اتحاد جاسوسانو د متحده ایالاتو د اټومي بمونو د زیرمو د محدودیت او همدارنګه د هغو د دفاعي پروګرامونو د راکمولو اړوند اطلاعات ترلاسه کړي و او له امله یې ستالین دې پایلې ته رسېدلی و چې د ټرومن دولت به په کوریا کې مداخله وه نه کړي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

چین هم وروسته له هغه زړه نا زړه د کوریا د بیاځلي اتحاد له پرېکړې سره هوکړه وکړه چې کیم ورته وویل، ستالین دغه اقدام تائید کړی دی. سربېره پردې چینایانو د ۱۹۵۰ زکال تر وروستیو پورې تر هغه له شمالي کوریا سره مستقیمې پوځي مرستې (له لوژستیکي چینلونو پرته) وه نه کړې، کله چې د متحده ایالاتو په مشرۍ د ملګرو ملتونو ځواکونه د یالو سیند ته نږدې شول. د جګړې په لومړیو جون او جولای میاشتو کې د شمالي کوریا ځواکونو سئول ونیو او د یوه کوچني قلمرو پرته چې پوسان محیط یې باله د سویلي کوریا ډېری برخې یې خپلې کړې. خو شمالي کوریا په سپټمبر میاشت کې د متحده ایالاتو په رهبرۍ د ملګرو ملتونو د برید ضد عملیاتو له امله چې له اینچئون څخه یې پیل کړل شاتګ ته اړ شول؛ ورته مهال امریکا – ملګرو ملتونو او سویلي کوریا د پوسان له نږدې برخو څخه هم ګډ برید پیل کړ. د اکتوبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو ځواکونو سئول بېرته ونیو او په شمال یې برید وکړ څو هغه د سوېل تر ولکې لاندې راولي. د اکتوبر په ۱۹مه نېته د متحده ایالاتو او سویلي کوریا ځواکونو پیونګ یانګ ونیو چې له امله یې کیم او د هغه دولت اړ شو شمال ته وتښتي؛ دوی په پیل کې سینوئیجو او بالاخره کانګیه ته ولاړل. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د ۱۹۵۰ زکال د اکتوبر په ۲۵مه نېټه ۲۳ زره چینايي ځواکونو وروسته له هغې په جګړه کې مداخله وکړه چې د ملګرو ملتونو د ځواکونو د مخکې تګ د درولو په موخه یې ګڼ شمېر اخطارونه مخالف لوري ته واستول؛ دغه ځواکونه له یالو سیند څخه تېر شول او د کوریا د کارګر ګوند د متحدینو په توګه په جګړه کې ښکېل شول. له دې سره هم د کیم او د چین د دولت ترمنځ یو لړ ترینګلتیاوو شتون درلود. چین، کیم ته په ائنچئون کې د امریکا د ځمکنۍ او سمندري مداخلې خبرداری ورکړی و، چې ده ورته چندان پام ونکړ. همدارنګه دې احساس شتون درلود چې شمالي کوریا د چینایانو په پرتله د خپل وطن لپاره ډېر لږ څه قرباني کړي دي؛ هغوی چې د لسیزو لپاره د خپلو دښمنانو پر وړاندې د غوره ټکنالوژۍ په لرلو جنګېدلي و. د ملګرو ملتونو ځواکونه شاتګ ته اړ شول؛ چینايي ځواکونو د ۱۹۵۰ زکال په ډسمبر کې پیونګ یانګ او د ۱۹۵۱ زکال په جنوري کې سئول بېرته ونیو. په مارچ میاشت کې د ملګرو ملتونو ځواکونو (امریکايي ځواکونو) نوی برید وکړ، سئول یې بېرته ونیو او د شمال پر لور په مخکې تلو سره د ۳۸ شمالي درجو په موازاتو ودرېدل. د دواړو لورو له خوا له یو لړ بریدونو او برید ضد عملیاتو وروسته دواړه لوري په یوه ستونزمنه سنګري ګوریلا ډوله جګړه کې بوخت شول چې د ۱۹۵۱ زکال له اوړي څخه یې د ۱۹۵۳ زکال تر جولای میاشتې پورې دوام وکړ. د جګړې کرښه بالاخره د جولای په ۲۷مه نېټه د «اوربند په کرښې» واوښته. په دغه جګړه کې له ۲.۵ میلیونو څخه زیاتو وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ. [۲۰][۲۱]

سرچينې

[سمول]
  1. "Kim Il Sung". American Heritage Dictionary of the English Language (چاپ Fifth). n.d. خونديځ د اصلي څخه ۲۹ جنوري ۲۰۱۷. لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. "Encyclopaedia Britannica Kim il-sung". encyclopaedia Britannica.com. Encyclopaedia Britannica Holding S.A.,Encyclopædia Britannica, Inc. 3 January 2022. خونديځ د اصلي څخه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۳. لاسرسي‌نېټه ۰۳ جنوري ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Kim, Duol (November 2021). "The great divergence on the Korean peninsula (1910–2020)". Australian Economic History Review (په انګليسي ). 61 (3): 318–341. doi:10.1111/aehr.12225. ISSN 0004-8992. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Malkasian, Carter (2001). The Korean War 1950–1953. Chicago: Fitzroy Dearborn. مخونه 13. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57958-364-4. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. "DPRK Diplomatic Relations". NCNK. 11 April 2017. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اپرېل ۲۰۱۴ باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Jasper Becker (2005). Rogue Regime : Kim Jong Il and the Looming Threat of North Korea. Oxford University Press. مخونه 44. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-803810-8. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Jasper Becker (2005). Rogue Regime : Kim Jong Il and the Looming Threat of North Korea. Oxford University Press. مخونه 44. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-803810-8. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. "North Korea A to Z". KBS World. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ مارچ ۲۰۰۸ باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Behnke, Alison (1 August 2012). Kim Jong Il's North Korea. Twenty-First Century Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781467703550. خونديځ د اصلي څخه ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۲. لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Suh, Dae-sook (1988). Kim Il Sung: The North Korean Leader. New York: Columbia University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0231065736. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Weathersby, Kathryn, "The Soviet Role in the Early Phase of the Korean War", The Journal of American-East Asian Relations 2, no. 4 (Winter 1993): 432
  12. Goncharov, Sergei N., Lewis, John W. and Xue Litai, Uncertain Partners: Stalin, Mao, and the Korean War (1993)
  13. Mansourov, Aleksandr Y., Stalin, Mao, Kim, and China's Decision to Enter the Korean War, 16 September – 15 October 1950: New Evidence from the Russian Archives, Cold War International History Project Bulletin, Issues 6–7 (Winter 1995/1996): 94–107
  14. Sudoplatov, Pavel Anatoli, Schecter, Jerrold L., and Schecter, Leona P., Special Tasks: The Memoirs of an Unwanted Witness—A Soviet Spymaster, Little Brown, Boston (1994)
  15. Weathersby, Kathryn, "The Soviet Role in the Early Phase of the Korean War", The Journal of American-East Asian Relations 2, no. 4 (Winter 1993): 432
  16. Goncharov, Sergei N., Lewis, John W. and Xue Litai, Uncertain Partners: Stalin, Mao, and the Korean War (1993)
  17. Mansourov, Aleksandr Y., Stalin, Mao, Kim, and China's Decision to Enter the Korean War, 16 September – 15 October 1950: New Evidence from the Russian Archives, Cold War International History Project Bulletin, Issues 6–7 (Winter 1995/1996): 94–107
  18. Mossman, Billy (29 June 2005). United States Army in the Korean War: Ebb and Flow November 1950 – July 1951. University Press of the Pacific. مخونه 51. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Sandler, Stanley (1999). The Korean War: No Victors, No Vanquished. The University Press of Kentucky. مخونه 108. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. David Halberstam. Halberstam, David (25 September 2007). The Coldest Winter: America and the Korean War. Hyperion. Kindle Edition.
  21. Bethany Lacina and Nils Petter Gleditsch, Monitoring Trends in Global Combat: A New Dataset of Battle Deaths Archived 12 October 2013 at the Wayback Machine., European Journal of Population (2005) 21: 145–166.