ټولنیزه ولسواکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ټولنیزه ډېموکراسي په سوسیالېزم کې یوه سیاسي، ټولنیزه او اقتصادي فلسفه ده  چې د سیاسي او اقتصادي ډېموکراسۍ ملاتړ کوي. د یو سیاسي رژیم په توګه، نوموړې د کارپوهانو له خوا د اقتصادي او ټولنیزو مداخلو د ملاتړ په توګه تعریف شوې ترڅو د لیبرال - ډېموکراتیک سیاست او د پانګوال پلوه مختلط اقتصاد په چوکاټ کې ټولنیز عدالت ته وده ورکړي. هغه پروتوکولونه او معیارونه چې دې ته د رسېدو لپاره کارول کېږي د ټاکنیزې او مشارکت ډېموکراسۍ ته ژمنتیا، د عاید د بیا وېش لپاره اقدامات، په عمومي ګټو کې د اقتصاد مقررات، او د ټولنیزې هوساینې مقررات شاملوي. د جګړې څخه وروسته د اجماع په بهیر کې د ټولنیزو ډېموکراتیکو ګوندونو د اوږدې مودې حکومتدارۍ او په شمالي او لوېدیځې اروپا کې په ټولنیزې اقتصادي پالیسۍ باندې د دوی د نفوذ له امله، ټولنیزه ډېموکراسي د د شلمې پیړۍ په وروستیو کې له کینیزیانېزم(Keynesianism)، نورډیک طرحې(Nordic model)، ټولنیز-لیبرال تمثیل، او په سیاسي حلقو کې د فلاحي دولتونو سره تړاو لري.  نوموړې د لوېدیځ یا اوسني سوسیالېزم تر ټولو عامه بڼه، او همدارنګه د دېموکراتیک سوسیالیزم د اصلاح د پیاوړو وزرو په توګه هم پېژندل کېږي.

د ټولنیزې ډېموکراسۍ تاریخ د نولسمې پیړۍ سوسیالېستي غورځنګ ته وررسېږي. ټولنیزه ډېموکراسي د تأسیس شویو سیاسي پروسو په کارولو سره د ارتودوکس مارکسېزم سره تړلي انقلابي سوسیالېستي لېږد کړنلارې په مقابل کې د پانګوالۍ څخه سوسیالېزم ته د تکامل او سوله ایز لیږد ملاتړ کولو لپاره راغلې ده.  په لوېدیځه اروپا کې د جګړې نه راوروسته دورې په لومړیو کې، سوسیال ډېموکراټیک ګوندونو په شوروي اتحاد کې د هغه وخت رایج استالینېستي سیاسي او اقتصادي طرحه رد کړه، په دې توګه یې یا د سوسیالېزم بدیلې لارې ته ځانونه ژمن کړل او یا یې د پانګوالۍ او سوسیالېزم تر منځ جوړجاړي ته غاړه کیښوده.  په دې دوره کې، سوسیال ډېموکراتانو د شخصي ملکیت د برلاسۍ پر بنسټ یو داسې مختلط اقتصاد ومانه، چې یوازې لږ شمېر اړینې آسانتیاوې او عامه خدمتونه پکې تر عامه ملکیت لاندې وو. سوسیال دېموکراتانو د کینیز اقتصاد، دولتي مداخله، او فلاحي دولت ته وده ورکړه، پداسې حال کې چې د پانګوالۍ سېستم (عامل مارکېټ، شخصي ملکیت، او د مزد کار) پر ځای د کیفیت لرونکي متفاوت سوسیالېستي اقتصادي سېستم د ځای ناستي کولو په موخه باندې یې لږ ټینګار درلود. [۱][۲]

په داسې حال کې چې ټولنیزه ډېموکراسي، سوسیالېزم د اوږدمهاله موخې په توګه حفظ کوي،  خو د ډېموکراټیک سوسیالیزم له ځینو عصري ډولونو څخه توپیر لري، دا ځکه چې ټولنیزه ډېموکراسي د پانګوالۍ انساني کولو او د داسې شرایطو رامنځته کولو په لټه کې ده چې د ډیرو ډېموکراتیکو، مساواتو او پیوستون د پایلو لامل شي. ځانګړتیا یې د نابرابرۍ مخنیوي، په بېوزلو ډلو د ظلمونو له منځه وړل، او د بې وزلۍ له منځه وړل، او همدارنګه په نړیواله کچه د لاسرسي وړ عامه خدمتونو ته لکه د ماشومانو پاملرنې، تعلیم، د زړو پاملرنې، روغتیايي پاملرنې، او کارګرانو د تاوان بیمه(workers' compensation) ده. ټولنیزه ډېموکراسي د کارګرانو غورځنګ او سوداګریزو اتحادیو سره پیاوړې اړیکې لري، د کارګرانو لپاره د ډله ایزې معاملې حقونو ملاتړ کوي او د کارګرانو او ونډه والو لپاره د همغږۍ کولو یا ټولنیز مالکیت په بڼه کې د سیاست څخه هاخوا په اقتصادي ډګر کې د پریکړې کولو غزولو لپاره اقدامات کوي. دریمه لاره، چې په ښکاره ډول یې موخه د هوساینې له ټولنیزو دیموکراتیکو پالیسیو سره د لېبرال اقتصاد مدغم کول دي، یوه داسې ایډیالوژي ده چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې رامنځته شوې او ځینې وختونه د ټولنیزو ډېموکراتیکو ګوندونو سره تړاو لري؛ ځینو شنونکو دریمه لاره د نئولېبرال غورځنګ د یوې برخې په توګه یاده کړې ده. [۳][۴][۵]

عمومي لید

تعریف

ټولنیزه ډېموکراسي له ډېرو سوسیالیستي دودونو څخه  د یو په توګه تعریف شوې ده. د یو سیاسي غورځنګ په توګه یې موخه، د تدریجي او دېموکراتیکو لارو په واسطه سوسیالېزم ته رسیدل دي. دا تعریف د فردیناند لاسل د اصلاحي سوسیالېزم او همدارنګه د کارل مارکس او فرېدریش انګلس لخوا پرمختللی نړیوال انقلابي سوسیالېزم ته چې ټولنیزه ډېموکراسي ترې اغیزمنه شوې وه، ورګرځي. د یو نړیوال سیاسي غورځنګ او ایډیالوژۍ په توګه، ټولنیزې ډېموکراسۍ د خپل تاریخ په اوږدو کې له مختلفو لویو بڼو څخه عبور کړی دی. په داسې حال کې چې په ۱۹مه پیړۍ کې ټولنیزه ډېموکراسي یو "منظم مارکسیزم" ؤ، په ۲۰مه پیړۍ کې په "منظمې اصلاح غوښتنې یا رېفورمېزم" واوښته. د یو سیاسي رژیم په توګه، ټولنیزه ډېموکراسي د مختلط اقتصاد او د ډېموکراټیکې پانګوالۍ یا کپېټلېزم په چوکاټ کې د کارګرې طبقې په ګټه د اصلاحي اقداماتو ملاتړ کوي. په ۲۱مه پیړۍ کې، ټولنیز ډېموکراتیک سیاسي رژیم  په عمومي ډول د هوساینې د پالیسیو یا د عامه خدمتونو د زیاتوالي په حیث تعریف شوی، او له نورډیک طرحې (Nordic model) سره په مترادفه بڼه کارول کېدای شي. [۶][۷][۸]

په سیاسي علومو کې، ډېموکراټیک سوسیالیزم او ټولنیزې ډېموکراسۍ ته په لویه کچه د د دوو مترادفو مفاهيمو په توګه کتل کېږي، په داسې حال کې چې په ژورنالېزم کې دا مفاهیم یو له بل سره توپیر لري. تر دغه دېموکراتیک سوسیالېستي تعریف لاندې، ټولنیزه ډېموکراسي داسې یوه نظریه ده چې غواړي په تدریجي ډول د لیبرال ډېموکراسۍ د بنسټونو له لارې یو بدیل سوسیالېستي اقتصاد رامنځته کړي. د جګړې څخه وروسته دورې په پیل کې، ټولنیزه ډېموکراسي د یو سیاسي رژیم په توګه تعریف شوې وه چې د پانګوالۍ د داسې اصلاح غوښتنه یې کوله ترڅو د ټولنیز عدالت له اخلاقي اساساتو سره سمون ولري. په نولسمه پیړۍ کې، ټولنیزې ولسواکۍ له انارشۍ (anarchism) پرته د سوسیالېزم د غیر انقلابي او انقلابي جریانونو پراخه ډولونه تر پوښښ لاندې راوستلي وو. د شلمې پیړۍ په لومړیو کې، ټولنیزه ډېموکراسي د موجوده سیاسي جوړښتونو له لارې د سوسیالیزم د پراختیا د تدریجي پروسې ملاتړ په توګه او له انقلابي لارو د رېفورمېزم په ګټه سوسیالېزم ته د رسېدو لپاره د مخالفت حیث تعريفېدله. [۹][۱۰]

سیاسي ګوند

سوسیال ډېموکراتیک په څو هیوادونو کې د سوسیالېستو ګوندونو نوم دی. دا اصطلاح د آلماني او سویډني ګوندونو له دریځونو سره تړاو لري. لومړی د اصلاحاتو غوښتونکی مارکسیزم پلوی ؤ، په داسې حال کې چې دویم یې د یو جامع هوسا دولت پلوي کوله. په ۲۱مه پیړۍ کې، هغه ګوندونه چې د ټولنیزې ډېموکراسۍ پلوي یې کوله کارګر، کیڼ اړخي،او ځینې شنه ګونونه وو. زیاتره سوسیال ډېموکرات ګوندونه ځانونه ډېموکرات سوسیالېستان بولي او د د ټولنیزو ډېموکرات ګوندونو تر کټګورۍ لاندې راځي، دوی د پانګوالۍ راوروسته د یو جوړښت په توګه، یا په ډیر اخلاقي عبارت د یوې عادلانه ټولنې په توګه، پرته له هېڅ کوم څرګند اقتصادي سېستم یا جوړښت د مرجع په توګه وړاندې کړي،  د دېموکراتیک سوسیالېزم استازیتوب کوي   د آلمان سوسیال دېموکراتیک ګوند او د سویډن سوسیال دېموکراتیک ګوند  خپلې موخې د عمل د اساس په توګه د ټولنیزې ډېموکراسۍ  په کارولو سره د ډېموکراتیک سوسیالیزم پراختیا بولي.  په ۲۱مه پیړۍ کې، د اروپا سوسیال ډېموکراتیک ګوندونه د منځني کیڼ اړخ استازیتوب کوي او زیاتره یې د اروپا د سوسیالېست ګوند برخه دي، په داسې حال کې چې دېموکراتیک سوسیالېست ګوندونه د اروپا د کیڼ ګوند دننه د دوی په کیڼ اړخ کې ځای لري. له دغو سوسیال دېموکراتو ګوندونو څخه د څو سوسیال ډېموکراتو ګوندونو په شمول، زیاتره یې د سوسیالېست انټرنېشنل مجموعې یا ټولنې غړي دي، چې د دوی د فرانکفورت اعلامیه د دېموکراتیک سوسیالېزم د پراختیا موخه اعلانوي.  د پرمختللو ټلواله، چې په ۲۰۱۳ کال کې د سوسیالېسټ انټرنېشنل د ډیرو معاصرو یا پخوانیو غړو ګوندونو له خوا تأسیس شوې ده نور وګړي یې هم یوه برخه تشکیلوي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

سرچينې

  1. Adams 1993، صص. 102–103.
  2. Duignan، Kalsang Bhutia او Mahajan 2014.
  3. Romano 2006، ص. 11.
  4. Hinchman او Meyer 2007، ص. 137.
  5. Weisskopf 1992، ص. 10.
  6. Bolton 2020.
  7. Eatwell او Wright 1999، ص. 80.
  8. Aspalter 2001، ص. 52.
  9. Kornai او Yingi 2009، صص. 11–24.
  10. O'Hara 2003، ص. 538.
  11. Busky 2000، ص. 8.
  12. Egle او نور 2008، ص. 180.
  13. Social Democratic Party of Germany 2007.
  14. Ludlam او Smith 2017، ص. 3.
  15. Adams 1998، صص. 144–145.
  16. March 2008.
  17. Lafontaine 2009، صص. 3–4.