الله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
الله په عربي ژبه کې د يوازيني خدای په مانا دی.

الله (جل جلاله) د هغه ذات علم (نوم) دی چې وجود يې واجب دی. يو او بې شريکه دی د جلال او لويۍ د ذات او کمال د صفاتو خاوند دی. د هغه ذات او صفات له هر ډول نقص او زيان څخه پاک دي. د ده له مخلوقاتو څخه هېڅ شی له هغه سره په ذات او صفاتو کې يو شانته والی او شرکت نه لري. د هغه ټول صفتونه ازلي او ابدي دي. هر څه هغه تعالی ته اړ دي او دی هېچا ته حاجت او اړتيا نه لري.

د بېلابېلو مذهبونو او نظامونو شتون زموږ کولتور ته يوه بېلندويه ځانگړنه وربښلې. انسان تل هڅه کړې، چې د خپل پيدايښت ترشا له سرپټو موخو پرده پورته کړي او ځان وپېژني. نامتو مورخ آرنلډ ټاين بي، چې بشري تاريخ يې لوستى او لس ټوکه کتاب يې پرې ليکلى، وايي؛ چې مذهب د بشري ټولنو د جوړښت زړى دى. په خپله يوه ليکنه کې، چې د ١٩٥٤کال د اکتوبر پر ٢٤مه په ده آبزرور کې خپره شوې، وايي: زه دې پايلې ته رسېدلى يم، چې د ژوند کيلي د مذهب پر لاس ده.

آکسفورډ وييپانگه، مذهب څه داسې راپېژني: پر نظام چلوونکي مافوق الانسان ځواک باندې ايمان لرل، په تېره پر څښتن يا رب النوعه، چې د معبود په سترگه ورته کتل کېږي.

د لويو مذهبونو ورته والى په دې کې دى، چې ټول د يوه لوړ اسماني ځواک چې پر هرڅه برلاسى او خبر دى، پر لمانځنه ټينگار کوي او پيروان يې باور لري، چې د دوى خداى د ټولو خداى دى.

د مارکسيزم، فرايډيزم په څېر نامذهبي گروهو، چې د مذهب د له بېخه ايستو هڅه يې کړې، هم د وخت پ تېرېدو سره په اړونده ټولنه کې د مذهبي عقايدو بڼه خپله کړې او د مذهب هومره ارزښت يې ترلاسه کړى، چې ښه بېلگه يې کمونيزم دى. د کمونيزم د خپراوي لپاره د همغه احساس او جذبې له مخې، چې د يوه مذهب لپاره ترې کار اخيستل کيږي، کار وشو؛ نو په دې توگه ويلاى شو، چې مذهب د بشري ژوند او ټولنو بنسټ جوړوي. په قرآن کريم کې راځي: (پيغمره!) اهل کتابو ته ووايه، چې راځئ پر داسې يوه خبره سره راټول شو، چې زموږ او ستاسې ترمنځ گډه ده او هغه دا، چې له اللهج پرته به د بل چا بندگي نه کوو، نه به له هغه سره څوک شريک گڼو او نه به بل چاته خداى وايو. که ويې نه منله؛ نو په ډاگه ورته ووايه، چې زموږ پر مسلمانۍ( د يوه څښتن عبادت ته غاړه ايښودل) گواه اوسئ.

قرآن، ٦٤:٣)

د بېلابېلو مذهبونو مطالعې ماته ډېر څه راکړي او زما باور يې په دې، چې د هر انسان په روح کې د اللهج د شتون څه ناڅه احساس شته، نور هم پياوړى کړى. دا هم بايد ووايم، چې په فطري توگه ټول انسانان، څښتن مني.

د نړيوالو مذهبونو وېش

د نړۍ مذهبونه پر دوو لويو برخو وېشل کېږي، چې يوې ته يې سامي(١) او بلې ته يې ناسامي ويل کېږي.

  • الف- سامي مذهبونه:

د سامي مذهب بنسټ ساميانو ايښى. د تورات له مخې ساميان د نوحع د زوى سام له پښته دي او سامي مذهبونه هغه دي، چې په يهودو، عربو، آشوريانو او لرغونو سوريايانو کې رامنځته شوي. په لويو سامي مذهبونو کې يهوديت، عيسايت او اسلام راځي، چې دې ټولو ته بيا الهي دينونه وايي؛ ځکه ټول د څښتن لخوا رالېږل شوي او موخه يې د پېغمبرانو په مټ د بشر پوهاوى او لارښوونه ده.

  • ب- ناسامي مذهبونه:

چې په آريايي او ناآريايي وېشل کېږي.

  • ١- آريايي مذهبونه:

دا مذهبونه په آريايانو، يانې هغو ځواکمنو اولسونو کې دود وو، چې هندو- اروپايي ژبې يې ويلې او له ميلاد ترمخه په (٢٠٠٠-١٥٠٠) کلو کې له خپل ټاټوبي کډه شول او د ايران او شمالي هند لېرې سيمو ته ورسېدل. آريايي مذهبونه بيا پر ويدک او ناويدک څانگو وېشل کېږي. له ويدک څخه موخه هندومت يا برهمني مذهب دى او په ناويدک کې بيا بدمت، جين مت او سک مذهب راځي. آريايي مذهبونه، الهى نه دي، يانې د څښتن لخوا نه دي راغلي؛ خو بيا هم اورلمانځنونکي وايي، چې د دوى مذهب، چې يو آريايي ناويدک مذهب دى او له هندومت سره هېڅ راز تړاو نلري، الهى دى.

  • ٢- ناآريايي مذهبونه:

د چين کنفيوشينزم او تاو او د جاپان شنتو مذهب په ناآريايي مذهبونو ورگډېږي. په ډېرى ناآريايي مذهبونو کې د څښتن تصور نشته؛ نو له دې کبله ورته د مذهبونو پرځاى د اخلاقي نظام ويل غوره دي.


په يوه مذهب کې د څښتن تر ټولو غوره پېژند

په يوه مذهب کې د څښتن تصور، د نوموړي مذهب د پېروانو په کړدود( طرز العمل) کې نشي پلټل کېداى؛ ځکه ډېرى وخت پېروان له خپل مذهب سره اشنا نه وي، نو په يوه مذهب کې د څښتن د تصور موندنې لپاره د دغه مذهب مقدس کتابونه پلټل پکار دي.

راځئ، چې اوس په بېلابېلو مذهبونو کې د څښتن تصور وڅېړو:


په هندومت کې د څښتن تصور

په آريايي مذهبونو کې تر ټولو مشهور مذهب هندومت دى. هندو، چې د سند درې هاخوا اولسونو ته ويل کېږي، له آره د پاړسو ويى(کلمه) دى؛ خو په دوديزه مانا د هندي مذهب، چې بنسټ يې پر ويدا، اوپنشد( د هندي مذهب لارښوونې، چې د مقدسو ويدونو درېيمه برخه جوړوي او په اخلاقي نظام او علم الوجود پورې اړه لري) او بگوت گيتا ايښودل شوى، د پېروانو لپاره کارول کېږي.

  • الف- په هندي مذهب کې د معبود عمومي تصور: هندي مذهب په ټوليزه توگه پر شرکي عقايدو ولاړ دى، چې هندوان هم د بېلابېلو ارباب الانواعو او الهو د لمانځنې په ترڅ کې دا خبره مني او نټه ترې نه کوي؛ خو توپير يواځې دومره دى، چې ځينې هندوان يواځې پردريو او ځينې نور بيا پر ٣٣٠ميلونو خدايانو ايمان لري. لوستي هندوان، چې په خپل مذهب کې ژوره مطالعه لري، بيا له خپلو همذهبو غواړي چې د يوه خداى لمانځنه وکړي.

د څښتن په اړه د مسلمانانو او هندوانو په عقايدو کې تر ټولو لوى توپير د هندوانو خلقتپالنه(Pantheism) ده. د دې عقيدې له مخې هندوان هر څيز، که هغه خوځنده وي او که جامد، مقدس بولي او ونې، لمر، سپوږمۍ، ځناور او آن انسان د څښتن د تصور څرگندوى گڼي. په ټوليزه توگه هندوان، تر سپکو ځناورو پورې د هر شي لمانځنه د خپلې گروهې جز بولي.

اسلام بيا د هندويزم پرخلاف خپل پېروان د يوه څښتن لمانځنې ته رابولي او دا ورته وايي، چې خپل شاوخوا څيزونه د څښتن مخلوق وگڼي او د خالق د څرگندويو (مظهرونو) په نوم دې يې عبادت نه کوي. مسلمانان په دې باور دي، چې دا ټول کاينات( لکه؛ سپوږمۍ، لمر، ونې...) د الله تعالىٰ دي، يانې هغه يې څښتن دى. په دې توگه ويلاى شو، چې د مسلمانانو او هندوانو په عقايدو کې بنسټيز توپير يو تولوييکي رامنځته کړى، يانې مسلمانان وايي، چې: (( هر څيز د خداى دى)) او هندوان بيا په دې عقيده دي، چې: (( هر څيز خداى دى)). په قرآن کې راځي: (پيغمره!) اهل کتابو ته ووايه، چې راځئ پر داسې يوه خبره سره راټول شو، چې زموږ او ستاسې ترمنځ گډه ده او هغه دا، چې له اللهج پرته به د بل چا بندگي نه کوو، نه به له هغه سره څوک شريک گڼو. ( قرآن، ٦٤:٣)

يانې زموږ ترمنځ گډه خبره پر يوه څښتن ايمان لرل دي. راځئ اوس د هندويزم او اسلام ترمنځ گډ ټکي وپلټو او جاج يې واخلو

د اسرايلي پېغمبرانو خداى

د لويديځ نامتو مذهبپوه کېرن ارمسټرانگ په خپل کتاب “A History of God” کې وايي: د څښتن په اړه به د اسرايلي پيغمبرانو احساس دوى له سخت جسماني درد سره مخ کول او د دوى زړه او ذهن به يې د غصې او وياړ په يورنگه کيفيت اخته کول.( کيداى شي له دې وينا څخه موخه د وحې کيفيت وي)

نوميالي مسيحي مبلغ ويلهم شمټ په خپل کتابThe origin of the idea of Godکې ليکي: په لومړيو کې د يوه خداى لمانځنه کېده. دا خو وروسته بيا سړيو او ښځمنو د ارباب الانواعو او الهو لمانځنه پيل کړه. د يوه څښتن تصور تر ډېره وخته انساني ذهنونو ساتلى و. پر هغه مهال خلکو همغه يو څښتن ته، چې دا نړۍ يې جوړه کړې او ورته ځير دى، لاسونه لپه کول او گروهمن وو، چې خداى د دوى ټول کړه وړه څاري او د دوى د گناهونو سزا ورکوي؛ خو څرنگه چې حقيقي خداى ډېر لېرې او لاس رسى ورته ناشونى و؛ نو په کراره کراره انسانانو د کوچنيو خدايانو، چې که څه هم واړه وو؛ خو د لمس وړ وو او ليدل کېده، لمانځنه پيل کړه.


د ابراهيم او موسىٰ خداى

په تورات کې د توحيدپالنې بنسټگر ابراهيمع، چې له خپل پلرني ټاټوبي يې کډه وکړه او په کنعان کې هستوگن شو، بلل شوى. په قرآن کريم کې هم د حضرت ابراهيمع د توحيدپالنې په اړه ډېر څه ويل شوي، چې د بت ماتونې پېښه او د يوه خداى عبادت ته د خپل پلار بلنه پکې ډېره مشهوره ده.

په تورات کې راغلي چې کنعان ياني اوسني اسرايل ته د اولنيو عبرانيانو راتگ په دريو پړاوونو کې ترسره شوى و: لومړى پړاو، چې تر ميلاد ١٨٥٠ کلونه مخکې رامنځته شوى، په ابراهيمع او هيبرون پورې اړه لري، دويم هجرت د ابراهيمع د لمسي يعقوبعچې د اسرايل( څښتن ته ښايي چې اوس د خپل ځواک ښکارندويي وکړي) لقب يې وگاټه، په مشرۍ ترسره شو. دا ځل عبرانيان په شيهم يانې د اردن د رود پر لويديځه غاړه په ننني نابلوس کې دېره شول. د تورات له مخې د يعقوبع زامن، چې د بنى اسرايلو د دولسو خېلونو( قبيلو) بنسټگر وگرځېدل، په کنعان کې د سختې وچکالۍ له کبله مصر ته کډه شول. ( په قرآن کريم کې هم دا پېښه بيان شوې، چې يوسفع خپل پلار او ورونو ته د مصر د ورتگ بلنه ورکړه). د عبرانيانو د کډوالۍ درېيم پړاو له مصر نه د کنعان پر لور تر ميلاد ١٢٠٠کاله له مخه بشپړ شو. دغو قبايلو به ويل، چې مصريانو دوى مريان کړي وو او اوس د يهوىٰ په نوم يوه خداى، چې د دوى د لارښود موسىٰ ع خداى دى، ازاد کړه. دغه خلک کنعان ته په زور راننوتل او د ځايي خلکو په څېر يې ځان بنى اسرايل بلل.

د تورات په وينا، کومو خلکو ته چې موږ لرغوني اسرايل وايو، هغه له آره د بېلابېلو توکمونو يو ټولى و، چې د موسىٰ ع پر خداى يهوىٰ باندې د ايمان درلودو له امله ترې يو توکم جوړ شوى و. ( د قرآن کريم پر بنسټ، موسىٰ ع بنى اسرايل د مصريانو له مرييتوبه خلاص کړه او فلسطين ته يې راوستل؛ خو د خپل سرغړاوي له کبله څلويښت کاله د سينايي په بيدياوو کې پاتې شول او د موسىٰ ع په ژوند بيت المقدس ته نننوتلاى شو). تورات څومره په مهارت سره خداى ته يهوىٰ وايي او خلک تېرباسي. د يادونې وړ ده، چې (اوسنى) تورات د موسىٰ ع تر مړينې سوونه کاله وروسته د هغه پيروانو ليکلى او تر ډېره د باور وړ نه دى.

د تورات له پنځو کتابونو څخه د پيدايښت( (Genesisاو د خروج(Exodus) د کتابونو په دوو ليکوالو کې يواځې جى (J)خپل خداى يهوىٰ بللې، سره له دې چې بل ليکوال، چې اي(E) نومېږي، څښتن د ايلوهم(Elohim) په نامه پېژني.

جىJ د نړۍ د پيدايښت په اړه ليکي: کله چې يهوىٰ خداى ځمکه او اسمان پيدا کول؛ نو پرځمکه شين بوټى نه و؛ ځکه تر دغه دمه لا يهوىٰ پر ځمکه اورښت نه وکړى او نه پر ځمکه د کر لپاره کوم انسان پيدا شوى و. بيا له ځمکې نه نېزونه راووتل او ټوله ځمکه يې لمده کړه. يهوىٰ څښتن د ځمکې له خاورې نه انسان جوړ کړ او په بدن کې يې ورته ساه وپوکله او ژوندى يې کړ.

د تورات له مخې يهوىٰ(خداى) ابراهيم ته امر وکړ، چې اوس يو خاص ځاى ستا منزل دى او ستا به دومره ډېره اولاده وي، لکه د اسمان ستوري.


يهوا څوک و؟

پوښتنه دا ده، چې يهوىٰ څوک و؟ او ايا ابراهيم هم د همغه خداى، چې موسىٰ پرې ايمان راوړى و، عبادت کاوه. که نه د ابراهيم خداى څه بل نوم درلود؟ په دې اړه د تورات څرگندونې سره ډېر توپير لري. د جىJ په نوم د تورات يو ليکوال وايي، چې انسانانو د ادمع د لمسي له وخته د يهوىٰ نومي خداى لمانځنه کوله؛ خو تر ميلاد شپږ پېړۍ له مخه د پيدايښت د کتاب ليکوال پيP بيا په دې اند دى، چې بنى اسرايلو يهوىٰ هله وپېژنده، چې موسىع ته يې د يوې ونې ترڅنگ خپل يو څرک وروښود. پي زياتوي؛ يهوىٰ همغه خداى و، چې ابراهيم يې لمانځنه کوله، خو توپير يواځې دا و، چې ابراهيم د الشدايي په نوم پېژنده او د يهوىٰ له نوم سره يې اشنا نه و.

له دې څېړنې دا پايله اخيستلاى شو، چې د بنى اسرايلو درېواړو لويو پلرونو، ابراهيمع، زوى يې اسحاقع او لمسي يې يعقوبع پر توحيد ټينگ ايمان لاره، يانې د يوه څښتن لمانځنه يې کوله؛ ( موږ مسلمانان هم پر يوه څښتن گروهمن يو) خو لومړنيو بنى اسرايلو يا عبرانيانو کفري گروهې هم درلودې او د مردوک، بال او انات په نوم ارباب الانواع او الهې يې لمانځلې.

د تورات د پيدايښت په کتاب کې د حضرت ابراهيمع پېښه په اوښتې(مسخه شوې) بڼه بيان شوې او په دې توگه د کفرې عقيدې لپاره تبليغ شوى. د تورات له مخې؛ ابراهيمع يوه ورځ په هيبرون کې د بلوطو د ونې ترڅنگ درې نااشنا څېرې وليدې، چې له ځان سره يې خپلې خېمې ته راوستې. هغوى يې په خېمه کې کېنولې او پخپله کاله ته ننووت، چې ډوډۍ ورته تياره کړي. د خبرو اترو پرمهال ابراهيمع پوه شو، چې په دغو درېواړو کې يو د هغه خداى (يهوىٰ) دى (نعوذ باالله) او دا دوه نور مله ورسره پرښتې دي. د قرآن کريم د بيان پر بنسټ؛ دا پرښتې وې، چې ابراهيمع ته يې د زوى د زوکړې زېرى ورکاوه او لوطع يې د هغه پر قوم له رارون عذاب نه خبراوه.

په تورات کې داسې ډېرې بې بنسټه کيسې راغلي چې يوه پکې دا هم ده، چې ابراهيمع يو شپه له يوه نااشنا سړي سره غېږ په غېږ شو او ټوله شپه يې ورسره په څملولو تېره کړه، سهار ورته څرگنده شوه، چې بېگانى سړى بل څوک نه، د ده خداى و. (نعوذ باالله) پر دې سربېره په تورات کې دا بحث، چې ايا د موسىٰ خداى(يهوىٰ) او د ابراهيم خداى(ايل يا ايل شدايي) يو خداى و، که نه سره بيل وو؟، هم شته. په تورات کې راځي، چې يهوىٰ له آره د مدين خداى و، چې موسىٰ ع ورسره پر هغه مهال، چې د خپل خسر رمې يې پوولې، ليدلي و. دا څرگندونې د قرآن کريم له بيان سره يوڅه ورته والى لري. د تورات په وينا، موسىٰ ع يوه ونه وليده، چې رڼا ترې راوته، خو سوزېده نه. موسىٰ چې ونې ته ورلنډ شو؛ نو يهوىٰ(خداى) په خپل نوم راوباله. هغه (موسىٰ) ورته په ځواب کې وويل زه حاضر يم. ( هنى ني هغه الفاظ وو، چې د موسىٰ ع له خولې د ځواب په موخه راووتل. يواځې موسىٰ ع نه، بلکې هر اسرايلي پيغمبر به د څښتن په ځواب کې همدغه الفاظ کارول). خداى ورته وويل نږدې راشه او خپل پښاک(پيزار) اوباسه، ځکه ته پر پاک ځاى ولاړ يې. زه ستا د پلار خداى يم، زه د ابراهيم، اسحاق او يعقوب خداى يم. موسىٰ (له ويرې) خپلو سترگو ته لاسونه نيولي وو او څښتن ته يې کتلاى نشو. د پيدايښت کتاب، ٢٤:٤٩،٤٢:٣١)

بنى اسرايل له دې سره سره چې موسىٰ ع د يوه خداى لمانځنې ته رابلل او د طور له غره يې ورته الهى احکام راوړل، د ارباب الانواعو او الهو لمانځنه کوله؛ لکه د سرو زرو د خسي (سامري) عبادت، چې په قرآن او تورات دواړو کې يې يادونه شوې ده.

د تورات د خروج په کتاب کې راغلي، چې که څه هم له مصر څخه د هجرت پرمهال بنى اسرايلو د يوه څښتن د لمانځنې ژمنه کړې وه؛ خو وروسته يې بيا هېره کړه، چې له کبله يې يهوىٰ(خداى) بنى اسرايلو ته په ټينگه وويل، چې که له شرک نه لاس وانخلي؛ نو هلاک به يې کړي. د يهوىٰ(خداى) او د ارباب الانواعو او الهو د پيروانو ترمنځ دا نانندرۍ، چې پر ټوله نړۍ يې ژور اغېز وښانده، تر ډېره وخته روانې وې. دا خلک، چې د لومړنيو انسانانو زامن وو، د شمېر د زياتوالي له کبله د ډوډۍ او هستوگنځيونو په لټه له خپلو ټاټوبو وخوځېدل او پر ځمکه تيت شول. نويو ځايونو ته يې خپلې گروهې هم يوړې، چې بيا د واټن د زياتوالي له امله پکې بدلونونه راغله. بيا داسې هم وشو، چې يرغلگرو ځواکونو خپلې مذهبي عقيدې پر نيول شويو اولسونو وتپلې.

د عربو په څېر د نړۍ هر ملت پر يوه لوى څښتن ايمان درلود؛ خو دغو ظاهر پاليو د غيبي ايمان په تصور کې راښکون او زور نه ليده، ځکه يې د مادي څيزونو او ښکارندو ( لکه، اور، بت، لمر...) لمانځنې ته مټې راونغښتې. د دوى په وينا، دغه واړه خدايان لوى خداى يانې حقيقي څښتن ته د دوى لپاره واسطه کېږي. عربو به هم د نورو بت لمانځونکيو په شان د نېکو وگړيو مجسمې او بتان جوړول او بيا به يې د هغوى عبادت کاوه. په عربو کې د بت لمانځنې بنسټگر د بنو خزاعه مشر عمرو بن لحى و، چې په يوه مذهبي چاپيريال کې رالوى شوى او هرچا ورته په درنه سترگه کتل. عمرو بن لحى يوځل سوريې ته لاړ، هلته يې وليدل، چې خلک د بتانو عبادت کوي؛ نو ده هم له ځان سره د هبل په نوم يو بت راووړ او په کعبه کې يې کېښود او خلک يې د دغه بت لمانځې ته راوبلل. عربو دغو بتانو ته د خدايانو په سترگه نه کتل؛ بلکې دوى يې د څښتن نږدې او غوره وگړي بلل، ځکه يې د دوى لمانځنه کوله. همدا راز د لات، منات او عزىٰ لمانځځايونه(معبدونه) د خداى د زامنو معبدونه گڼل کېده. لات له آره د طايف يوه نېکه ښځه وه، چې وروسته يې بيا مجسمه جوړه شوه او لمانځنه يې پيل شوه. د لات لمانځنه، لکه نن سبا چې نړيوال د نومياليو اشخاصو مجسمې جوړوي او د احترام په موخه ورته سلامي وړاندې کوي، د درناوي په نوم پيل شوه، چې وروسته يې بيا د لمانځنې بڼه غوره کړه.

له دې هرڅه سره سره نړيوالو د حقيقي څښتن اړتيا تل انگېرلې او د هغه د موندنې هڅه يې کړي. د ملحدينو په اړه يوه پېښه ډېره مشهوره ده، چې يوځل په انگلستان کې يوې ادارې ته، چې خلکو ته به يې د خداى د شتون په باره کې دلايل وړاندې کول، يو سړى راغى. څرنگه چې دغه سړى کلک ملحد و او پرڅښتن يې ايمان نه درلود؛ نو د ادارې غړي يې وننگول او ورته ويې ويل، چې د څښتن د شتون نښې وروښيي. د ادارې يو غړى پاڅېد او پر ملا يې يوه کلکه لغته ورکړه. ملحد سړى خوږ شو او ناڅاپه يې له خولې ووتل واى الله. له دې سره د ادارې غړي مخ ورواړاوه او ورته کړه يې: دغه خداى مو ياداوه.

په شپېتمه لسيزه کې د امريکا مشهورې اونيزې(Time) د (A God must be but if not one must be created) (يانې د خداى شتون يوه جدي اړتيا) تر سرليک لاندې يوه بوږنوونکې ليکنه خپره کړه. د ليکنې د عنوان له پاسه کښل شوي وو: (Is God dead) نعوذ باالله. دا خو خير د امريکايانو دود دى؛ خو پخپله دا خبره، چې که د خداى پر شتون ايمان هم نلرې، نو اړ يې چې ځان ته يو جوړ کړې، د خداى پر اړتيا دلالت کوي.

انسان د خپل فطرت له مخې داسې چاته چې د ستونزو پرمهال پرې تکيه وکړاى شي او زړه يې پرې اوبه وڅښي، اړتيا لري. لکه څنگه چې د يوه کوچني لپاره تر مور بل لوى نعمت نشته، همدغسې زموږ لپاره تر اللهج، چې له موږ سره مينه لري، روزي راکوي، فرياد مو اوري او پر موږ باندې تر خپلې مور اويا ځله زيات مهربانه دى، بل غوره مرستندوى او د ډاډ ځاى نشته.

دا پر انسان باندې څښتن ډېره لويه لورېينه کړې، چې خپل لورى يې ورښوولى. انسانان هم چې کله په ربړو او کړاوونو کې راايسار شي؛ نو څښتن ته مخه کړي او د پښېمانۍ د څو څاڅکو اوښکو په تويولو له ستونزو او کړاوونو راووځي. همدا راز د څښتن عدالت او د مجازاتو قانون ته وگورئ، چې څرنگه يې د نړۍ تعادل ساتلى او هيچا ته دا اجازت نه ورکوي، چې نړۍ له گواښ سره مخ کړي.

نن سبا انسان سپوږمۍ او مريخ ته ورسېد او لا لگيا دى نوي حقايق راسپړي او پرمخ ځي. که انسان همدغسې گړندى روان و؛ نو يوه ورځ به پخپله پوه شي، چې؛يو څوک شته چې دا نظام پرمخ بيايي.

په بېلابېلو مذهبونو کې د څښتن تصور د ډاکټر نايک څېړنه ده، چې تاسې به يې په راروانو مخونو کې ولولئ؛ خو هر لوستونکي ته ښايي، چې څښتن ته د اسلام په سترگيو وگوري؛ ځکه نن سبا همدغه يو الهامي کتاب دى، چې باور پرې کېداى شي او اللهج د انسان د لارښوونې لپاره رالېږل.