غسل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

غسل په لغت کې مينځلو ته وايي او په شريعت کې د ناپاکې لري کولو او ثواب حاصلولو لپاره په يوه خاصه طريقه د ټول بدن مينځلو ته غسل وايي .

د غسل ډولونه[سمول]

  • واجب غسل: که کافر د جنابت په حالت کې مسلمان شي غسل ورکول او بل مسلمان مړي ته غسل ورکول په ژوندیو مسلمانانو واجب دی.
  • سنت غسل: د جمعې او اخترونو د لمونځونو، د احرام د تړلو او په عرفات د درېدلو لپاره غسل کول سنت دی.
  • مستحب غسل: هلک یا نجلۍ چې پنځلس کلنۍ ته ورسیږي.

کافر چې مسلمان شي او جنب نه وي.
مدینې منورې او یا مکې معظمې ته د ننوتلو لپاره غسل کول مستحب دی.

د غسل فرضونه[سمول]

د غسل فرضونه درې دي چې په لاندې ترتیب سره بیانیږي:

  • د خولې مینځل (مضمضه)
  • د پوزې مینځل (استنشاق)
  • د تول بدن مینځل

د غسل سنتونه[سمول]

د غسل سنتونه په دې لاندې ترتیب سره بیانیږي

  • تر مړوندونو پورې د دواړو لاسونو مینځل دي.
  • استنجاء کول.
  • له بدن څخه د ظاهري نجاست لرې کول.
  • د غسل څخه مخکې د لمانځه د اوداسه په شان اودس کول خو که غسل یې په داسې حال کې کاوه چې هلته اوبه ډنډ درېدلې نو پښې به د غسل څخه وروسته ومینځي.
  • په ټول بدن درې ځلې اوبه تېرول که غسل کوونکی ښځه وي، او د وېښتانو بېخو ته یې اوبه رسېدلې نو د کوڅیو خلاصولو سپړول ضروري ورباندې ضروري دي.

د غسل د فرضېدو سببونه[سمول]

د غسل د فرض کېدلو سببونه چې د غسل موجبات هم ورته وایي په لاندې ډول دي.

  • په ټوپ او خوند مني وتل.
  • د حیض څخه پاکېدل. (حیض هغه عادي وینه ده چې په هره میاشت کې د روغې او بالغې ښځې له رحم څخه جاري کیږی، د حیض کمه موده درې ورځې او زیاته موده یې لس ورځې ده، کله چې یوه ښځه د حیض څخه پاکه شي نو غسل ورباندې فرض دی.
  • د نفاس څخه پاکېدل. (نفاس هغه وینې دي چې د کوچني د پیدا کېدو وروسته د ښځې له رحم څخه جاري کیږي، د نفاس زیاته موده څلوېښت ورځې ده او کمه موده یې څه جد نه لري، کله یوه ښځه له نفاس څخه پاکه شي نو غسل وریاندې فرض دی.

مسائل[سمول]

  • په غسل كې بايد د پوزې نتكۍ، په لاس کړې ګوتې، او د غوږونو لښتۍ وښورول شي.
  • د نوكانو رنګ بايد په غسل او اوداسه كې لرې او پاك شي كه لرې نه شي اكثر علماء وايي اودس او غسل يې نه كيږي.
  • له غسل څخه مخکې چې کله اودس وشي، بیا له غسل څخه وروسته اودس خلاف د سنت دي.
  • کوم ځای چې اوبه را غونډیږي یعنې بهر نه وځي نو پښې باید په آخر کې بیا ځلې ومینځل شي.
  • د غسل په ځای كې بايد بولې ونشي، په يوه حديث كې راغلي چې ابو داؤد او ترمذي روايت كړى دى رسول الله (ص) فرمايي: تاسو د غسل ځای کې بولې مكوئ ځكه  لدې څخه وسواس  پيداكيږي.
  • د اوداسه او غسل اذكار او دعاوې د هغوى په پيل او پاى كې پكار  دي چې  وویل شي.
  • كه د وېښتانو بیخوته اوبه رسېدلى شوي وي، نو په ښځو باندې دكوڅيو خلاصول ضروري ندي، اوكه نارينه كوڅة ولري دا ضروري ده چې كوڅة خلاصې كړي او ويې مينځي
  • په روژه کې د پيشلمې کولو وروسته غسل کولو باندې روژې ته څه نقصان نه رسيږي.[۱]
  • په روژه کې په اوداسه او غسل دواړو کې د خولې يريول روژې ته نقصان نه رسوي، په روژه کې به په اوداسه او غسل کې د خولې او پوزې په مينځلو کې زياته مبالغه کول مکروه دي . ځکه په مبالغه سره ددې ويره شته چې اوبه د حلق څخه لاړې یا تیرې شي.[۲] 
  • د غسل ځنډول د لمانځه تر وخته پورې څه شرعي ممانعت نلري، همدارنګه په روژه کې غسل کول، لامبو وهل او په سخته ګرمۍ کې د جامو لمدول روژې ته هيڅ نقصان نلري.

دا هم وګورئ[سمول]

یاداښتونه او سرچینې[سمول]

  1. ( ردالمختار باب ما يفسد الصوم و ما لا يفسد الصوم ج ۲ ص ۱۳۸ )
  2. فإذا استنشقت فأبلغ، إلا أن تكون صائما  (رواه أصحاب السنن) من فقه السنه .