حیض

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

حيض په لغت کې بهېدلو يا جريان ته وايي او په شرعي اصطلاح کې حيض عبارت له هغه وينې څخه دی چې د ښځې د رحم د داخل نه په ټاکلي وخت کې پرته له هيڅ ډول ناروغۍ او تکليف رسېدلو څخه په طبعي ډول بهېږي . دغه وينه الله پاک د بني آدم په ذات او صفت کې د ښځينه وو لپاره ايښي ده. د غه وينه الله پاک د ښځې په رحم کې پيدا کړي ده تر څو د حاملګۍ په دوره کې د بچې لپاره غذا وي او وروسته د نوي ماشوم له زيږيدنې نه په شيدو باندې بدلېږي. نو کله چې ښځه نه حامله وي او نه شيدې ورکونکې نو دغه وينه پرته له مصرفه پاتې کيږي نو په همدې علت سره په ټاکلو وختونو کې له بدن څخه خاريجېږي چې حيض او يا مياشتنی عادت بلل کيږي .

د حيض عمر[سمول]

هغه عمر دی چې ښځې ته په هغه کې مياشتنۍ عادت پيدا کيږي چې له بلوغ څخه شروع تر پنځوس کلنۍ پورې دوام کوي .

د حيض موده[سمول]

د حيض موده کمه دری ورځې او زياته لس ورځې که له دريو ورځو کم او له لسو ورځو زياته شوه نو هغه استخاضه (د حيض پشان مرض دی چې حکم يې داسې دی لکه : د وينې ، باد او ميتيارو جاريوالی ، يعنې اوس په اوداسه به کوي او لمونځ به ادا کوي) .

د حاﺋضي احکام[سمول]

  • کورواله يا جماع کول : د حیض او نفاس په دوران کې ښځې سره کورواله يا جماع کول حرام دي .

الله جل جلا له  فرمايي : وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُواْ النِّسَآءَ فِی الْمَحِيضِ وَلاَ تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى’يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ[۱]
ژباړه: پوښتنه کوی له تا څخه (ای محمده صلی الله عليه وسلم! ) دحيض دحکم نه ، ووايه دوی ته چه دا يوګندګی ده ، په حيض کې له ښځو لرې اوسئ ترڅو چه پاکې نشي مه ورنږېدې کيږئ ، کله چه ښی پاکې شی بيا ورسره يوځای شئ.
نور نو يوځای ورسره آرام کول، ډوډی خوړل او نور ټول رواه دي ،داسې نه لکه د جاهليت په دوران چې له ښځې څخه به د حيض او ولادت په دوران کې کرکه کيدله . بلکي هغې ته به د اکرام او عزت په سترګه کتل کيږي ځکه چې د يوه بشر د زږيدو د پاره يې مرګونې قربانۍ ورکړی دي .

  • حاﺋضه او نفاسه ښځه بايد د مياشتني عادت او زيږتون په دوره کې لمونځ او روژه ترک کړي . د دغو عبادتونو تر سره کول ورته حرام دي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايلي دي «أليس إذا حاضت المرأة لم تصل ولم تصم »[۲] متفق عليه .

يعنې :د حيض په موده کې د لمونځ او روژې ادا کول نشته . د لمانځه قضايي نشته او یوازې به د روژې قضايي ادا کوي.

  •  د حايضي او نفاسې ښځې لپاره په قرآنکريم باندي بغير له پردې څخه لاس ايښودل ،د قرآنکريم تلاوت کول ، جومات ته تلل او د حیض په موده کې د کعبې د طواف کول جايز نه دي.[۳]

دا هم وکورئ[سمول]

نفاس

سرچینې[سمول]

  1. سوره البقره :۲۲۲
  2. حديث متفق عليه
  3. شرح البدايه ۱/ ۶۸