Jump to content

اودس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اودس
وُضُوءٌ، اَلْوُضُوءُ (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
په نامه د
light (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
عامه معلومات
عمومي معلومات
ritual (en) ژباړل
Islamic term (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځانګړې وېشنيزه
ځای
wudu basin (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
دین
چلوونکی
کارول
salah (en) ژباړل
Tilawa (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځایناستی د
Tayammum (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخې
masah (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
برخه د
ساختماني توکي

اودس (په عربي: الوضوء) په لغت کې ښه او پاک کولو یا د اندامونو د وینځلو لپاره د اوبو استعمال ته اودس وایي. او په شریعت کې د مخصوصو اندامونو(مخ، لاسونو، او پښو مینځلو او د سر مسح کولو) ته اودس وایي.

د اوداسه فرضونه

[سمول]

د اوداسه فرضونه څلور دي.

  • د ټول مخ پرېمنځل دي د تندي د ويښتانو د شنه کېدلو له ځای څخه د زنې تر لاندې پورې او د يو غوږ له نرمۍ څخه د بل غوږ تر نرمۍ پورې.
  • د دواړو لاسونو پرېمنځل دي د څنګلو سره .
  • د سر څلورمه برخه مسح کول دي.
  • د دواړو پښو پرېمنځل دي د پړکو يا غوزانو سره.

د اوداسه سنتونه

[سمول]

د اوداسه سنتونه ١٣ دي چې په لاندې ترتيب سره بيانيږي.

  • نيت دی
  • د واړو لاسونو پرېمنځل دي تر مړوندونو پورې
  • د خولې پرېمنځل دي .
  • د پوزې پرېمنځل دي
  • د ګوتو په واسطه د ږيرې خلالول دي .
  • د ټول سر مسح کول دي .
  • د دواړو غوږونو مسح کول دي .
  • د لاسونو او پښو د ګوتو خلالول دي .
  • درې ، درې ځلې د هر غړي پرېمنځل دي .
  • په هغه ترتيب د غړو پرېمنځل دي څرنګه چې په آيت شريف کې راغلي دي .
  • د لومړي وينځل شوي اندام له وچېدونه د مخه ورپسې د بل اندام ويځل دي.

د اوداسه ماتوونکي

[سمول]

د اوداسه ماتوونکي څېزونه په دې ډول دي.

  • د شرم د ځايونو څخه د څه شي وتل دي.
  • له بدن څخه د وينې يا زوې وتل او جاري کېدل .
  • په ډکه خوله قی کول .
  • هغه وينه ده چې له خولې څخه راشي او لاړې پرې غالبه نه وي .
  • په ملاسته خوب ، يا په ناسته خوب په داسې حال کې چې کوم شي ته يې تکيه کړي وي هغه ترې لرې شي پرې به وځي .
  • بې هوشي .
  • په لمانځه کې په قهقهه خندل .

د اوداسه ترتيب

[سمول]
  • لومړی به د اوداسه په نيت بسم الله الرحمن الرحيم ووايي.
  • دواړه لاسونه به تر مړوند پورې درې ځله پرېمنځي .
  • مسواک يا د شهادت ګوته به په خوله کې ووهي ، او په ښي لاس به درې کرته خولې ته اوبه واچوي او غړغړه به وکړي.
  • په ښي لاس به درې کرته په پوزه کې اوبه واچوي او په چپ لاس به پوزه سوڼ کړي او پاکه به يې پرېمنځي .
  • درې ځله به ټول مخ په دواړو لاسونو پرېمنځي . مخ د تندي د ويښتانو د شنه کېدو له ځايه څخه تر زنې لاندې ، او د يو غوږ د نرمۍ څخه د بل غوږ د نرمۍ پورې دي .
  • که ږيره ګڼه وي نو حلال به يې کړي او که رنګۍ وي ، نو هڅه به وکړي چې د ويښتانو بېخو ته اوبه ورسيږي.
  • بيا به دواړه لاسونه ، لومړی ښي لاس او بيا به کيڼ لاس د څنګلو سره پرېمنځي .
  • د لاسونو ګوتې به خلال کړي . که چېرې ګوته ، بنګړي او ګړۍ په لاس وي ، له خپلو ځايو څحه به يې ښکته پورته وخوځوي تر څو ترې لاندې ځايونه لامده شي .
  • بيا به دواړه لاسونه لامده کړي او ټول سره به له اوله تر آخره پورې مسح کړي .
  • بيا به په غټو او مسواکي ګوتو د غوږونو ظاهري او دننه برخه مسح کړي .
  • بيا به لاسونه لامده کړي او د هر لاس د درې ګوتو په شاه به غاړه مسح کړي .
  • بيا به دواړه پښې ، لومړی ښي او بيا به کيڼه پښه د غوزانو سره درې کرته پرېمنځي .