تصوف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د الرساله القشېريه ليکوال (امام ابو القاسم القشېري) ليکي چې په هره ژبه کې پاکي د تعريف وړ ده، او ناپاکي چې ددې ضد دى، د رټلو ده. نوموړې د رسول الله صلى الله عليه وسلم يو حديث (ذهب صفو الدنيا) او کدورت باقي پاتې شو، نو ځکه اوس مرگ د هر مومن لپاره يوه ډالۍ ده. امام قشېري وايي چې دا نوم د صوفيانو په ډله باندې راغبرگ شو. نو ځکه د يو سړي لپاره ويل کېږي، چې (صوفي سړى). او د ډلې لپاره د (صوفيان سړي) او هغه څوک چې ځان دې ډلې سره نښلوي، د (متصوف) په نامه سره يادېږي (صوفي ورته نشي ويل کېداى)، او د ډلې لپاره د (متصوفه) ؤ لفظ استعمالېږي.

د تصوف مانا

تصوفپوهانو د تصوف او صوفي د ماناگانو په اړه زياتې خبرې کړي، چې موږ به يې دلته يو څو ماناوې په لنډ ډول سره را واخلو:

  1. د ابو محمد جريري قول: دې وايي چې: ( تصوف د هر اعلى خلق کې داخلېدل، او له هر رټل شوي خلق څخه وتلو نوم دى).
  2. حسېن بن منصور قول: ( د صوفي ذات يو وي، نه بل څوک (له څښتن تعالى څخه پرته)

دې مني، او نه دې له څښتن تعالى څخه پرته بل څوک مني.

  1. جنېد بغدادي قول: له جنېد څخه د تصوف په اړه پوښتنه وشوه، چې تصوف څه شې دى؟ په ځواب کې يې ورته وويل چې: (له ځښتن تعالى سره داسې اړيکې ټينگې کړه، چې له بل چا سره دى هېڅ اړيکه ونه وسي.
  2. رويم احمد بغدادي وايي چې: ( د تصوف پېل په درې شيانو کېږي: ۱- فقر و افتقار په کلکه سره نيول، ۲- ايثار او قربانۍ سره يادېدل، ۳- له کوم شي سره تعرض، يا د يو شي اختيارول پرېښودل.
  3. معروف کرخي وايي، چې تصوف په رېښتياؤ عمل کول، او د خلکو له مالونو څخه د نا امېدۍ نوم دى.

بل قول يې دى، چې وايي: ( کله چې کوم صوفي وليد، چې د خپلې ظاهري بڼې په جوړولو يې زيات اهتمام کاوه، نو پدې پوه شئ چې د هغه باطن خراب دى).

  1. نوري وايي چې: ( د صوفي تعريف دا دى، چې هغه د اړتيا او محتاجۍ په وخت کې آرام وي، او که چېرې څه ورسره وي، نو اېثار او قربانۍ کې يې نظير نه وي).

تاريخ

کله چې نبي عليه السلام ومړ، نو هغه خلک چې وروسته لدې زېږېدل، نو هغوي ته به يې تابعي ويلې، ځکه چې د پېغمبر عليه السلام له يارانو سره به يې خبرې کړې وې، او هغوي به يې ليدلي ول. ددوي به دا نوم ښې لوړې درجې نوم گڼلو، او وياړ به يې پرې کاوه. بيا چې له دوي څخه وروسته کوم خلک پېدا شول (اتباع التابعين) ويل. لدې څخه وروسته د ځانځانۍ دوره پېل شوه. ډلې ټپلې راپيدا شوې. نو پدغه وخت کې يوه ځانگړې ډله وه، چې خلکو به د زاهدانو او عابدانو په نامه يادوله. خو کله چې بدعتونهخ راپېدا ش ول نو هرې ډلې به دا دعوه کوله چې کوله، چې په دوي کې هم زاهدان شته، پدې وخت کې د اهل سنتو څخه هه ځانگړې ډلې چې خپل نفسونه يې يې د الله تعالى په لار کې وقف کړي ول، او خپل زړونه يې له بې پروايۍ څخه ترخپلې وسې خوندي ساتلي ول. د خپلې لارې لپاره يو نوې نوم (تصوف) غوره کړ، چې وروسته بيا په همدې نامه (صوفيانو) سره ونومول شول. دا نوم له دويمې هجري سپوږمېزې پېړۍ څخه مخکې راپېدا شوې دى.

د لفظ ماخذونه

د تصوف د لفظ په مانا او ماخذ کې مختلفې راى دي، چې موږ به دلته هغه ټولې په لنډيز سره راواخلو:

  1. د عربي ژبې لمخې ددې نوم نښـې نښانې نه له اشتقاق څخه ښکاري او نه هم له قياس څخه. ښکاره خبره خو دا ده، چې دا نوم د لقب په څېر دى. خو ځينې خلک بيا وايي چې تصوف له (صوف) څخه اخيستل شوې چې د پسه د وړۍ په مانا ده، ځکه پخوا وختونه به چې چا هم د وړيو څخه اوبدلې جامې واغوستلې، نو هغه سړي ته به يې (تصوف) لفظ استعمالاوه. لکه څرنگه چې د د کمېس (قميس) اغوستلو ته د (تقمس) لفظ استعمالېږي. نو دا لفظ د تصوف د اشتقاق يوه وجه کېداى شي. مگر دا جامه د صوفيانو ځانگړې جامه نه وه، مگر زياترو به همدا جامې اغوستې.
  2. ځينې پوهان وايي، چې دا لفظ د نبي عليه السلام د جومات د هغې چوترې (صفه) څخه اخيستل شوې، چې د نبي عليه السلام بې کوره ياران به هلته اوسېدل. دا خبره هم سمه نه ښکاري، ځکه د (صفه) نسبتي اسم (صُفي) راځي، نه چې (صوفي).
  3. درېمه ډله پوهان وايي: دا ډله تصوف د (صفاء) څخه اخلي. دا خبره هم د لغت له مخې ډېره لرې خبره ده.
  4. څلورم ډله پوهان وايي چې تصوف له (صف) څخه اخيستل شوې. هغه پدې مانا چې د قيامت په ورځ به ټول مخلوقات د څښتن تعالى په دربار کې حاضرېږي. او متصوفه ډله به د خپلو زړونو له وجې په لومړي کتار (صف) کې ځاى ولري.

دا مانا خو سهې ده، مگر په لغوي ډول سره د (صف) نسبتي اسم (صفي) راځي، نه چې صوفي.

د تصوف ځينې طريقې

تصوف او صوفي کېدل د نړۍ په ټولو ادبياتو کې يوه ځانگړې برخه جوړوي،چې نه شو کولای د تصوف تاثيرات په پښتو ادبياتو کې هم ناديده وگڼو، دا چې تصوف په پښتو ژبه کې او په ځانگړې توگه په شعري او نثري ليکنو کې څومره رول او موقف لري . د تصوف د څېړونکو له انده ډېر د پام وړ توکی بللی شو: لکه چې د تصوف په ډېرو پېژندونو کې راغلي دي ، چې اصطلاحي اړخ يې د ډېرو تصوف پوهانو او خېړونکو له انده د ډېرې کتنې او پلټنې وړ خبره ده . زموږ بحث په دې البته کوچنۍ رساله کې دانه ده ، چې تصوف ډېرو لوريو څخه وڅيړو او وځيرو . زموږ هڅه دلته داده ، چې د تصوف او هغه ته اړوند ځنې مسايل او لارې چارې وڅيړو، د بحث او تحقيق موضوع دلته راټوليږي . د تصوف لارې او طريقې ، چې ډېرو متصوفينو په هغولارو او طريقو عمل کړی دی، همدارنگه ډېرۍ صوفيان په دې توانېدلي دي ، چې د تصوف په انگړ کې د تصوف گلونه خپلو لارويانو ته روښانه او وروښايي ، چې ډېرو په دغه لار کې د مُرشدانو دندې ترسره کړي دي . او تر ډېره بريده يې خپل پلويان او بيعت کوونکو ته لاره روښانه کړې او دغه لوی رسالت يې په ښه توگه ترسره کړی . زموږ موخه هم دلته ده ، چې په تصوف کې د ځينو لارو او طريقو شتون حتمي دی، چې څېړل يې زموږ ددې موضوع هدف جوړوي .


دتصوف له (۷۳) طريقو څخه ځينې طريقې :

قادريه طريقه

دا طريقه ، چې د حنيد د مکتب تر اغېزې لاندې ده، مؤسس يې شيخ عبدالقادرجيلاني دی،چې په ۴۷۰ هجري کې زېږېدلی دی او په ۵۱۶ هجري کې وفات شوی دی . په شرعي علومو کې د تبحر خاوند ؤ او په (۱۳) علومو کې يې لاس درلود. فقهي فتوی به يې د امام شافعي او امام احمد بن حنبل په مذهب ورکول ، ډېر کرامات ده ته منسوب دي،چې ځينې يې دادي :

دده له مور څخه حکايت شوی، چې د روژې په مياشت کې به ده د ورځې د مور تی نه روده، يوه ورځ،چې د خلکو لپاره مشتبه وه،چې روژه به ويکه بوزه،نو د عبدالقادر له مور نه تپوس وشو، هغې وويل : تی نه روي. وروسته بيا خلکو ته معلومه شوه ، چې هغه ورځ د روژې ورځ وه . په خپله له ده څخه حکايت شوی،چې په افق کې يې ډېر عظيم نور وليد،چې يو صورت په کې ښکاره شو او ويل يې :

اې عبدالقادره ! زه ستا رب يم او ټول محرمات مې تاته حلال کړل ده ورته وويل : ورک شه ! لعينه ! له دې وينا سره هغه نور په تور تم بدل شو او هغه صورت لوگی وگرځيد، چې بيا يې ورته وويل : ما په دغه ډول اويا تنه د طريقو خاوندان گمراه کړي دي،مگر تا نجات وموند . چا له ده نه پوښتنه وکړه : ته څنگه پوه شوې،چې دا شيطان دی ؟ شيخ عبدالقادر وويل : د حرامو په حلالولو. وايي يوه ورځ په نظاميه مدرسه کې ډېر فقهاء او علماء راغونډ وو او شيخ عبدالقادر د قضاو قدر په باب خبرې کولې، چې يو مار له چت څخه راولويد او ټول و تښتېدل ، يوازې دی په کوټه کې پاتې شو او خپلې خبرې يې کولې،مار راغی د ده تر کميس لاندې ننووت او پر جسد باندې يې تېر شو ، له گريوانه يې راووت بيا يې له غاړې نه تاو شو او د ده په حال کې هيڅ تغير را نغی، مار بېرته ځمکې ته ښکته شو او مخامخ ورته په لکۍ ودرېده څه غږ ترې پورته شو، مگر څوک ، چې له کوټې نه دباندې وو، يو هم پوه نه شو،چې څه يې وويل ، مار بېرته لاړ او خلک کوټې ته را ننوتل . له ده څخه يې د غږ په باب پوښتنه وکړه ، چې څه يې ويل ؟ شيخ په ځواب کې وويل : مار راته ويل : ما ډېر اولياء په دغه شان ازمېيلي؛ مگر ستا ثبات مې په بل چا کې نه دی ليدلی. ما ورته وويل: ته يوچينجی يې، چې قضا او قدر دې په حرکت راولي او بس. دشيخ عبدالقادر تصوف سني او طريقه يې پر اعتدال ، د سنتو پر متابعت ، حب الخير، شفقت او تواضع بناء ده . نهه څلوېښت اولاده يې درلوده،چې يوولسو تنو يې دده لارښوونه او طريقه د أسيا په غرب او مصر کې خپره کړه . ده له فقيرانو ، صغيرانو ، وينځو او غلامانو سره ناسته ولاړه درلوده ، مگر د دولت اعيانو او اکابرو ته هيڅکله نه پاڅېده او نه د وزير او دسلطان دروازې ته ورته .

رفاعيه

دا طريقه سيد احمد رفاعي ته منسوبه ده، چې په ۵۸۰ هجري کې وفات شوی دی ، بني رفاعه د عربو يوه قبيله ده،چې رفاعي ورته منسوب دی. په ده کې رحم او شفقت ډېر زيات ؤ او په حيواناتو هم ډېر زهير ؤ ، حتا، چې کله به يې د جامو پر پيڅکه پيشو ويده وه او د لمانځه وخت به شو، هغه پيڅکه به يې د خپلو جامو نه غوڅه کړه او چې د لمانځه نه به بېرته راغی او پيشو به پاڅيدلې وه نو بېرته به يې په جامو پورې وگنډله .

احمديه

احمد بدوي د مصر له لويو اولياوو څخه دی، چې په ۵۹۶ هجري کې زېږېدلی ، د احمديه طريقې مُرشد دی . دی هم لکه رفاعي شافعي مذهب ؤ، د ده طريقه هم پر قرآن او سنتو اتکاء لري او دتعليماتو اساسي ټکي يې دادي : د نورو په مصيبتونو به نه خوشحاليږﺉ، گاونډيو ته به ضرر نه رسوﺉ، دبديو مقابله (به) په احسان سره کوﺉ، وږی به مړوﺉ، بربنډ به پټوي، پر يتيمانو او ضعيفانو به مهرباني کوﺉ .

سوقيه

د ابراهيم د سوقي طريقه ده، چې په ۶۷۶ هجري کې د ۴۳ کالو په عمر وفات شوی دی . طريقه يې پر خالص سني تصوف بناء وه او پر کتاب او سنت يې تمسک درلود. شريعت يې اصل او طريقت يې فرع گاڼه . د ټولو خلکو مينه يې د کمال ضروري شرط او د مُريد راس المال شمېره.

اکبريه

دا طريقه ځکه اکبريه بولي، چې شيخ الاکبر (محي الدين بن عربي) ته منسوبه ده . دا شيخ (۶۳۶ هجري) د وحدت الوجود زعيم دی،چې له وحدة الوجود څخه وحدة الاديان ته رسېدلی دی، ده ټول دينونه يو دين گاڼه،چې هغه د محبت دين دی . دده طريقه پرڅلورو صفتونو او خصلتونو بناء وه : چپ والی، گوښه توب، لوږه او بېخوبي .

په دې طريقه کې پير خپل مُريد ته امر کوي ، چې له ټولو صغيره گناهونو خخه توبه وباسي، پس له هغه يې بيا لاس پر لاس ږدي او ورته وايي،چې سترگې پټې کړه . اول درې ځله پېر لا اله الا الله وايي او مُريد يې اوري او پېر ورته غوږ نيسي. وروسته بيا تبرکاً دا آيت شريف وايي : (ان الذين يبايعونک) تر ( اجراً عظيماِ) پورې . پس له هغه مُريد هره ورځ سل ځله استغفار ، سل ځله لااله الا الله د زړه په حضور او دمانا په پوهه وايي، بيا سل ځله الله ورپسې سل ځله دا درود وايي : اللهم صل وسلم وبارک علی سيدنا محمد النبي الامي امام الهدي و علی اله وصحبه و سلم عدد کل ذرة الف الف کرة .

شاذليه

ددې طريقې مؤسس او باني ابو مديان ؤ او ابو الحسن علي شاذلي تونسي په خلکو کې رايجه کړه؛ ځکه يې شاذليه بولي. علي شاذلي په ۵۹۳ هجري کې زېږېدلی او په ۶۵۶ هجري کې وفات شوی دی. دا طريقه د علم پر مطلب او ډېر ذکر بناء ده او مشقت او مجاهده په کې ډېر ارزښت نه لري .

مولويه

د مولانا جلاالدين رومي طريقه ده ، چې په ۶۷۲ هجري کې په قونيه کې مدفون شو. ده رقص او موسيقي د ذکر په طريقه کې شامل کړه او عالمي شهرت يې وموند .

نقشبنديه

شيخ بهاؤالدين محمد بن محمد بخاري ، چې په شاه نقشبند مشهور ؤ، د دې طريقې پيشوا دی . دی بخارا ته نږدې په يوه قريه کې په ۶۱۸ هجري کې زېږېدلی او په ۷۹۱ هجري کې وفات شوی دی . نقشبنديه طريقه هم لکه شاذليه سهله او آسانه طريقه ده ، چې پر مُريد باندې ډېرې سختې نه راولې .

چشتيه

مؤسس يې معين الدين چشتي دی .

ځانگړي اصطلاحات

دا خبره روښانه ده، چې د پوهانو هره ډله ځانته د اصطلاحاتو يو ځانگړى گنج لري، کوم چې نورې ډلې نه استعمالوي. دوي په خپلو کې سره د ځانگړو غرضونو په لرلو سره ددې اصطلاگانو په ماناوو سره اتفاق کړې وي. مثلا ددې لپاره چې مخاطب په اسانۍ سره پوه کړي، يا دې لپاره چې کله هم دا اصطلاحات ياد شي، نو صوفيان سمدلاسه پرې پوه شي. اوس به راشو د صوفيانو ځانگړو اصطلاحاتو ته چې په لاندې ډول دي:

  1. وخت د صوفيانو له ځانگړو اصطلاحاتو څخه (وخت) يوه اصطلاح ده.

مقامb - حال - قبظ و بسط - هېبت او اُنس - وجود - جمع او فرق - جمع الجمع - فنا او بقا - غېبت او حضور - صحو او سکر - ذوق او شراب - محو او اثبات - سر او تجلى - لوائح، طوائح، لوامع - بواده او هجوم - تلوين او تمکين - قرب او بعد - شريعت او حقيقت - نفس - خواطر - علم اليقين- عين اليقين او حق اليقين - وارد - شاهد - روح - سر


نامتو افغان صوفيان

ابو علي سينا بلخي -- ابې نصر الفارابي -- حمزه خان شينوارې -- عبد الرحمن بابا -- خوشال خان بابا -- نجم الدين اخونزاده -- چکنور ملا صېب -- مهترلام بابا -- احمد شاه بابا -- ابو عبدالله بلخي -- احمد بن خضرويه بلخي -- شقيق بلخي -- ابراهيم بن ادهم -- ابو حاتم سجستاني -- خواجه عبدالله انصاري -- ميروېسس خان نيکه


عرب صوفيان

ابو الحسمن الاشعري -- القشېري -- ابو علي دقاق -- جنېد بغدادي -- ابو محمد رويم -- منصور حلاج -- ذوالنون المصري -- معروف کرخي -- ابو يزيد بسطامي


د اهل سنتو نامتو صوفیان

د اهل سنتو ډېر زیات صوفیان شته، مگر موږ به یې دلته د ځینو نامتو هغو نومونه راوړو:

  • أبو عبد الرحمن السلمي.
  • أبو عبد العزيز أحمد بن صالح الفقيه اليحصبي.
  • الحافظ جمال ‏الدين محمد بن علي الصابوني.
  • الحافظ شرف الدين أبي محمد عبد المؤمن ‏الدمياطي.
  • الحافظ أبي طاهر السِّلَفي.
  • المسند المعمّر جمال الدين أبي ‏المحاسنْ يوسف‎ ‎الحنبلي.
  • قاضي القضاة شمس الدين أبي عبد الله محمد ‏المقدسي
  • شرف الدين أبي البرکات محمد الجُذامي المالکي.
  • ‏بهاء الدين أبي الحسن علي بن أبي الفضائل هبة الله بن سلامة.
  • جمال الدين محمد ‏المعروف بابن النقيب.
  • قاضي القضاة الشيخ عز الدين عبد العزيز.
  • ‏قاضي القضاة بدر الدين أبي عبد الله محمد.
  • برهان ‏الدين إبراهيم بن سعد بن جماعة الکِناني الشافعي.
  • أبو عبد الله ‏محمد بن الفُرات.
  • قاضي القضاة تقي الدين أبي عبد الله محمد بن الحسين ‏بن رُزَيْن الحموي الشافعي.
  • صدر الدين أبو الحسن محمد.
  • عماد الدين أو الفتح عمر.
  • معين ‏الدين أبو عبد الله محمد.
  • المفسّر النحوي أبو حيان الأندلسي.
  • قطب الدين القَسطلاني.
  • کمال الدين ابن النقيب.
  • الحافظ أبي موسى المَديني.
  • علامة نجم الدين أبو النعمان بشير بن أبي ‏بکر حامد الجُبعْبري التبريزي.
  • عبد الواحد بن عاشرٍ الأنصاري المالکي.
  • الشيخ أحمد بن ‏المبارک اللّمْطي.
  • أحمد التيجاني.
  • مفتي اقريقيا الشيخ إبراهيم الرياحي التونسي.
  • الشيخ ماء العينين القلقمي.

ومن المتأخرين


اوسمهالي

دا هم وگورئ

تصوف پېژندنه Archived 2011-08-12 at the Wayback Machine. د تصوف نامتو طریقې چې په اسلامي نړۍ کې خپرې دي:

د لارې نوم بنسټگر مړینه د خپرېدا ځای
قادريه عبد القادر جيلاني 561هـ عراق ، مصر او ختیځه افريقا
سعديه طریقه سعد الدين الجباوي 575هـ شام
رفاعيه طریقه الشيخ أحمد بن علي الرفاعي 578هـ عراق، مصر او لویدیځهاسيا
احمديه طریقه یا البدويه شيخ أحمد البدوي 627هـ مصر
الأکبرية طریقه الشيخ محيي الدين بن عربي الملقب بالشيخ الأکبر 638هـ مصر
السادة آل باعلوي طریقه الشيخ محمد بن علي باعلوي 653هـ يمن، اندونیزیا، ختیځه اسيا او حجاز
الشاذليه طریقه الشيخ أبي الحسن الشاذلي 656هـ مصر، عربي المغرب، يمنو سوريااواردن
د برهانيه دسوقيه طریقه شيخ براهيم الدسوقي 676هـ مصر
النقشبندیه طریقه الشيخ محمد بهاء الدين شاه نقشبند 791هـ آسيا الوسطى وسوريا
العيساوية طریقه الشيخ محمد بن عيسى 933هـ المغرب
الطريقة العروسية الشيخ عبد السلام الأسمر 981هـ ليبيا
الخلوتيه طریقه الشيخ محمد بن أحمد بن محمد کريم الدين الخلوتي 986هـ مصر وترکيا وفلسطين والأردن
السماني طریقه الشيخ محمد بن عبد الکريم السمان 1189هـ السودان
التيجاني طریقه الشيخ أبو العباس أحمد التيجاني 1230هـ المغرب والسنغال وغرب أفريقيا
الإدريسية طریقه الشيخ أحمد بن إدريس الفاسي 1253هـ سوډان او صومالیا
مولوي طریقه الشيخ جلال الدين الرومي 1272هـ ترکيا وحلب
الختميه طریقه الشيخ محمد عثمان الميرغني الختم 1267هـ سوډان، اېريتريا او اېتوپیا
سنوسي طریقه الشيخ محمد بن علي السنوسي 1276هـ ليبيا ، شمالي افريقا، سوډان اوصومالیا
الطريقة الکسنزانية الشيخ عبد الکريم شاه الکسنزان 1317هـ العراق
العلاويه طریقه الشيخ احمد مصطفى العلاوي 1353هـ الجزائر
جعفريه طریقه الشيخ صالح الجعفري الحسيني امام الأزهر 1399هـ المغرب وسنیگا او لویدیځه افريقا
قادرية البودشيشية طریقه سيدي علي بن محمد الملقب بسيدي علي بودشيش المغرب
السلسلة العظيمية قلندر بابا اولياء 1399هـ پاکستان، روسي، بحرين، عربی متحده امارات، متحده ایالات، کاناډا، اندونیزیا، دامریکې متحده ایالات، سټراليا

سرچینې

  1. حيث يقول عن نفسه: «وأما لبس الخرقة واتصالها بأمير المؤمنين علي کرم الله وجهه فإني لبستها من جماعة ووصلت إلي منه من طرق رجاء أن أکون في زمرة محبيه وجملة مواليه يوم القيامة» مناقب الأسد الغالب علي بن أبي طالب، تأليف:ابن الجزري، تحقيق: طارق الطنطاوي، مکتبة القرآن، مصر - القاهرة، ص25.
  2. قال السيوطي في رسالته "تنبيه الغبي بتبرئة ابن عربي": «الشيخ عز الدين کان في أول أمره على طريقة الفقهاء من المسارعة إلى الإنکار على الصوفية، فلما حجّ الشيخ أبو الحسن الشاذلي ورجع، جاء إلى الشيخ عز الدين وأقرأه البسلام من النبي صلى الله عليه وسلم، فخضع الشيخ عز الدين لذلک ولزم مجلس الشاذلي وصار يبالغ في الثناء على الصوفية لما فهم طريقهم على وجهها وصار يحضر معهم مجالس السماع ويرقص فيها» انظر تنبيه الغبي بتبرئة ابن عربي، تأليف: السيوطي، ص3-4.ولطائف المنن، تأليف: ابن عطاء الله السکندري، ص77.

بهرنۍ تړنې