زکات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

زکات په لغت کې پاکوالي او زيادت ته وايي او په اصطلاح کې هغه ټاکلې اندازه مال دی، چې د شريعت په ښوونه يې غنيان، اړو خلکو ته ورکوي.
الله تعالی مسلمانانو ته د زکات ورکولو حکم کوي
(وَآتُوا الزَّكَاةَ)
ژباړه: او زکات ورکړئ.
زکات د اسلام مهم رکن دی، چې د هجرت په دويم کال فرض شوی دی.

د زکات د فرضيت شرطونه[سمول]

په يوه مسلمان باندې هغه وخت زکات فرض کيږي چې لاندې شرطونه ولري:

  • زکات ورکوونکی بايد عاقل او بالغ وي.
  • مال يې بايد د نصاب کچې ته رسېدلی وي.
  • مال به يې له بنسټيزو اړتياوو لکه کور، سوارلۍ او کاليوڅخه اضافه وي.
  • د چا پور به پرې نه وي.
  • پر مال به يې يوکال تير شوی وي، پرته له ميوو او غلو څخه چې په هغو کې د کال تيريدل شرط نه دي.

د زکات مستحقین[سمول]

شريعت اته ډوله خلک د زکات مستحق بللي دي، يعنې دوی ته بايد زکات ورکړل شي، چې لاندې يې يادونه کيږي:
فقيران، مسکينان، عاملين، مؤلفة القلوب، غلامان او وينځې، پوروړي، مسافر او د الله په لار کې وتلي خلک.

  • فقيران: فقيران هغه اړ او محتاج خلک دي، چې خپله سرمايه يې د دوی اړتيا نه پوره کوي، بايد دوی ته زکات ورکړل شي.
  • مسکينان: مسکينان هغه اړ او محتاج خلک دي چې هيڅ مال نلري، د نورو خلکو مرستې ته زياته اړتيا لري.
  • عاملين: هغو خلکو ته وايې چې د حکومت لخوا د زکات راټولولو دنده پر غاړه لري، که چيرې معاش ونلري نو دوی ته هم له زکات څخه يوه اندازه مال ورکول کېږي.
  • مؤلفة القلوب: دوی تازه مسلمان شوي خلک دي، چې مسلمانان د دوی تاييد ته اړتيا لري، نو اسلام ته د هڅونې په موخه له زکات څخه يوه برخه دوی ته ورکول کيږي.
  • غلامان او وينځې: د غلامانو او وينځو د آزادۍ لپاره بايد زکات ورکړل شي
  • پوروړي: هغه خلک چې پوروړي دي، دوی د زکات اخيستلو مستحق دي.
  • ابن السبيل: ابن السبيل هغه مسافر ته ويل کيږي چې د سفر پر مهال يې خپل مال ته لاس رسی نه وي او مرستې ته اړتيا لري.

د زکات نصاب[سمول]

نصاب: د مال هغې ټاکلې اندازې ته وايي چې د شريعت له مخې زکات پکې فرض کيږي. که يو شخص له يوه کال راهيسي د ۵۹۵ گرامو سپينو زرو مالک وي او له اړتياوو څخه يې دا مال زيات وي، نو دا شخص بايد له هرو څلويښتو گرامو څخه يو گرام سپين زر او يا يې قيمت (پيسې) زکات ورکړي. هغه مالونه چې زکات ترې ورکول کيږي، په لاندې ډول دي:

  • سپين او سره زر او اوسنۍ پيسې.
  • معدنونه.
  • د تجارت توکي.

د سپينو او سرو زرو نصاب[سمول]

  • سپين زر: کله چې سپين زر دوه سوه درهمو او يا (۵۹۵) گرامو ته ورسيږي، کال پرې تير شوی وي، زکات پکې فرض کيږي.
  • سره زر: د سرو زرو نصاب (۲۰) مثقاله دی، چې يو مثقال (۴،۲۵ گرامه وزن لري، نو (۲۰) مثقاله سره زر (۸۵) گرامه کېږي. که څوک د (۸۵) گرامو په اندازه سره زر ولري، کال پرې تير شوی وي او له بنسټيزو اړتياوو يې زيات وي، نو بايد له هرو څلويښتو گرامو څخه يو گرام سره زر او يا يې قيمت زکات ورکړي.

يادونه: په اوسنيو پيسو کې هم د سپينو زرو د نصاب له مخې زکات ورکول کيږي، نو که چيرې يو شخص د (۵۹۵) گرامو د قيمت په اندازه پيسې ولري، په ده باندې زکات لازميږي.
زکات بايد څومره ورکړل شي؟
له سپينو زرو، سرو زرو او پيسو څخه دوه نيم سلنه (له هرو څلوېښتو واحدونو يو واحد) زکات ورکول کيږي.

د غلو دانو او میوو زکات[سمول]

د ځمکې په حاصلاتو او ميوو کې د زکات ورکولو لپاره نصاب او د کال تيريدل شرط ندي، نو کله چې فصل را ټول شي، که زيات او يا کم وي ، بايد زکات ترينه ورکړل شي. ځمکه د حاصلاتو له مخې په دوه ډوله ده:

  • لومړی ډول: هغه ځمکې چې د ارهټ يا ماشين په واسطه اوبه کيږي، له حاصلاتو څخه يې شلمه برخه زکات ورکول کيږي. د بيلگې په ډول له شلو منو غنمو څخه يې يو من غنم زکات ورکول کيږي.
  • دويم ډول: هغه ځمکې چې په باران او يا روانو اوبو لکه ويالې او کاريز څخه خړوبيږی، له حاصلاتو څخه يې لسمه برخه زکات ورکول کيږي، يعنی له لس منه غنمو څخه يې يو من زکات ورکول کيږي. نورو نفقه خورو لکه ښځې او اولادونو څخه صدقه ورکوي.

د څارویو زکات[سمول]

په اوښانو، غواگانو او پسونو کې هغه وخت زکات فرض کيږی چې نصاب يې پوره کړی وي، يو کال پرې تير شوی وي او څريدونکي وي.

  • د اوښانو نصاب: په پنځه څرنده اوښانو کې زکات فرض کيږی، د پورته شرطونو په رعايتولو سره بايد له هغو څخه يو پسه او يا يې قيمت زکات ورکړل شي.
  • د غواگانو او ميښو نصاب: په ديرشو (۳۰) څريدونکو غواگانو او ميښو کې يو کلن خوسی او يا يې قيمت زکات ورکول کيږي.
  • د پسونو او وزو نصاب: په څلويښتو (۴۰) څرنده پسونو او وزو کې يو پسه او يا يې قيمت زکات ورکول کيږي. که چيرې څاروي له ياد شمير څخه کم وي زکات پکې نه فرض کيږي.