غنم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
How to read a taxoboxويکيپېډيا:How to read a taxobox
How to read a taxobox
غنم

ساينسي ډلبندۍ
سلطنت: Plantae
وېش: Magnoliophyta
ټولگی: Liliopsida
Order: Poales
کورنۍ: Poaceae
څېرمه کورنۍ: Pooideae
ټبر: Triticeae
Genus: Triticum
L.
Species

T. aestivum
T. aethiopicum
T. araraticum
T. boeoticum
T. carthlicum
T. compactum
T. dicoccoides
T. dicoccon
T. durum
T. ispahanicum
T. karamyschevii
T. macha
T. militinae
T. monococcum
T. polonicum
T. spelta
T. sphaerococcum
T. timopheevii
T. turanicum
T. turgidum
T. urartu
T. vavilovii
T. zhukovskyi
References:
  ITIS 42236 2002-09-22

غنم د نړۍ يو پخوانى بوټى دی چې له 6500 كالو نه پخوا په اوسني عراق، 6000 كاله پخوا په مصر كې او 3000 كاله پخوا په چين كې كرل كيدو. له تاريخ نه وړاندې غنم په اروپا او افريقا كې خپاره شوي دي. غنم په نړۍ كې په زياته پيمانه مصرفېږي چې له نيمايي نه زياته برخه وگړي له غنمو نه استفاده كوي. غنم په زياته اندازه پروتين (11 ځخه تر14 فيصده پوري)، له 63 ځخه تر 80 سلنه نشايسته، دوه سلنه شحم او د A.B.C.D.PP ويټامينونه لري. د غنمو پروټين لوړ كيفيت لري چې تر 95 سلنه پورې د وجود په ذريعه جذبېږي. د غنمو سل گرامه ډوډۍ د 245 ځخه تر 255 كالوري انرژي لري. د نرمو غنمو (Triticum vulgar) اوړه د غنمو د نورو نوعو په نسبت غوره دي. له ډوډۍ پرته له غنمو ځخه مكروني، كيك، كلچو او الكولو په جوړولو كې استفاده كيږي.

په اوسني حالت كې غنم د نړۍ په ټولو برخو كې كرل كيږي. هغه سيمې چې جگوالې يې د بحر له سطحې نه ښكته بيا تر ځلور زرو مترو پورې له بحر نه جگوالى ولري د غنمو د كر لپاره مناسبې دي. زمونږ د هېواد تقريباً په ټولو برخو كې غنم كرل كيږي چې هر كال نږدې 2.3 مليون هكتاره ځمكه نيسي. په اوسنۍ مرحله كې د غنمو حاصلات ډېر ټيټ دي ځكه چې بزگران له خپل درمند ځخه د غنمو د تخم تياروي. كيمياوي او عضوي سرې په لږې اندازې سره ځمكې ته علاوه كيږي د نامطلوبو بوټو، ناروغۍ او افتونه په ښه ډول مخنيوى نه كيږي.

په اوسني حالت كې له يو جريب ځمكې ځخه په اوسط ډول 46 منه حاصل اخستل كيږي. چې دا اندازه ډېره كمه ده كه له اصلاح شوي تخم، پرمختللې تكنالوژۍ او د كرنې له عصري لاروچارو استفاده وشي زمونږ بزگران كولاي شي له يو جريب نه د 100 ځخه تر 150 منه غنم په لاس راوړي.

دغنمو بيولوژيكي ځانگړتیاوې

غنم

غنم د تودوخې 2-1 درجو د سانټي گراد كې په نېش وهلو پيل كوي. د خاورې په مخ د نېش په راښكاره كيدو سره لوړې تودوخې 12 ځخه تر 14 درجو د سانټي گراد ته اړتيا لري. د نبات د ودې لپاره د تودوخې مناسبه درجه د 25 ځخه تر30 درجو پورې ټاكل شوې ده. د تودوخې په 36 درجو كې د نبات وده دريږي. همدارنگه د نبات د ودې لپاره ټيټه تودوخه 3 ځخه تر 4 درجو پورې ده. د مني غنم په مني او پسرلي كې بوټى وهي نوې ساقې تشكيلوي چې په دې مرحله كې كافې اندازې لندبل او د 8 ځخه تر10 درجو تودوخې ته اړتيالري. كه په دې مرحله كې تودوخه دسانتې گراد4-3 درجوته راښكته شي دساقو تشكيل دريږي .وچ اقليم دساقوپه تشكيل باندې منفي اغيزه لري .دلوى تخم كرل او په كافي اندازه دنايتروجني سرواستعمال دساقوتشكيل زياتوي. په پسرلي كې لوړه تودوخه او دخاورې دلندبل كمښت هم دساقو په تشكيل باندې بده اغيزه لري چې وروسته په يووخت كې نه رسيږي . په مني كې اورښت د دانې په ډكيدوكې زيات رول لري همدارنگه په پسرلي كې اورښت دنبات بدني وده زياتوي او هم دنويو ساقو دتشكيل لپاره زمينه برابروي چې داعمل دغنمو د واښو په زياتوالې كې رول لري. غنم په هغه خاورو كې چې پي اچ PH يي 6.0-7.5درجو،حاصلخيزۍ ، او دنامطلوبو بوټوځخه پاكې او كافي اندازه لندبل ولري ښه حاصل وركوي. زيم لرونكې اوضعيفې ريگي خاورې دغنمو دكرلو لپاره مناسبې نه دي.

په نړېواله کچه د توليداتو شمېر

د اسراييل په سهېل کې د غنمو يوه کرونده
د نړۍ هغه لومړني لس هېوادونه چې تر نورو ډېر غنم کري— 2005
(ميليون مېټرک ټون)
 چين 96
 هندوستان 72
 د امريکا متحده ايالتونه || align="right" | 57
 روسيه 46
 فرانسه 37
 کاناډا 26
 افغانستان 24
 جرمني/آلمان 24
 پاکستان 22
کينډۍ:ترکيه 21
په نړېواله کچه ټولټال 626
سرچينه:
د ملگروملتونو د خواړو او کرهڼې اورگان (ډځپ)
[۱]

دتخم برابرول

اصلاح شوى تخم دحاصلاتوپه زياتوالي كې ستر رول لري.هغه اصلاح شوى تخم چې له محيط سره توافق ولري كولاي شي چې په سلوكې پنځوس برخې دغنموحاصلات زيات كړي .زمونږ په هيوادكې پنځوس فيصده دغنمواصلاح شوى تخم كرل كيږي چې دا اندازه نوره هم په ډېرويدو ده. په اوسني وخت كې ډير تخمونه له بزگرانو ځخه لاس ته راځي. داسې تخم چې بزگرانو توليد كړى وي دښه كيفيت لرونكى نه وي .دلوړ حاصل دتوليد توان نلري همدارنگه دنارغيو او افتونو په مقابل كې مقاومت هم نه شي كولاي.او امكان لري دنامطلوبو بوټو تخمونه له ځان سره كروندې ته يوسي. هغه تخم چې دښه كيفيت درلودونكى وي QDS تخم بلل كيږي چې دتخم له دقيقواومشخصو شرايطولاندې روزل كيږي. دنېش وهلو لوړه فيصدي لري دنورو انواعو اونامطلوبو بوټو له تخم اونور بيگانه شى پكې شتون نه لري. دابه يو ښه كار وي چې بزگران خپله ځلور پنځه كاله وروسته QDS تخم توليد كړي. ددې كار لپاره لومړى بايد دتخم دتوليد لپاره يوه ساحه انتخاب شي ترځو دخالص تخم دلاس ته راوړلو لپاره زمينه برابره شي.نامطلوبه بوټي بايد په لومړي سركې لمنځه لاړ شي. دغنمو دنورو انواعو تخم د روگينگ دعمليي په واسطه كله چې غنم صاف ( ټولوبوټو وږي ايستلي وي) شوي بايد لمنځه يوړل شي او كرونده دناروغيو او افتونونه پاكه وساتل شي. تخم له كرلو مخكې بايد دفنگس ضد كيمياوي درملو(Fungi cid ) باندې ككړشي. ترځو دتخم اوخاورو له فنگسي ناروغيو ځخه وژغورل شي. ديو جريب ځمكې لپاره له 25-35 كيلو گرامه تخم كيفايت كوي. بايد يادونه وشي چې تخمونه دوخت په تيريدوسره خپل خاصيت له لاسه وركوي. نو دا به ښه وي چې هركال QDS دښه كيفيت تخم توليد اويا دتخم دتوليد له سرچينوځخه واخستل شي.

هغه تخمونه چې اوس په افغانستان كې كرل كيږي عبارت دي له آمو99،روشان 96،للمي2،گل 96، انقلاب 91، PBWI 54، هرات 99 اوپامير94 .

دځمكې برابرول

په يوه كرونده كې دغنم پرله پسې كرل دنارغيو،افتونودډېريدوسبب كيږي چې په نتيجه كې دحاصلات كميږي او دتوليد بيه لوړيږي . ددې لپاره چې دناروغيواندازه كمه كړو نوبايد داسې فصلونودغنموترمخه يا وروسته وكرل شي چې دناروغيوگډ كوربه(Host) نه وي . همدارنگه هغه نباتات چې وده يي له غنمو سره توپير ولري دمامطلوبو بوټو دكميدوسبب كيږي او هم دخاورې له دعين عمق نه دنباتاتو غذايي مواد زيات نه اخستل كيږي. غنم په مختلفو خاوروكې توافق لري خوهغه خاورې چې زيم ونه لري اوبافت (Texture) ئې متوسط او دحاصلخيزۍ اندازه يې منځنۍ يا جگه وي لوړ حاصل توليدوي .په زيم لرونكوځمكو كې دنبات دريښولپاره په كافي اندازه اكسيجن نه رسيږي نبات دناروغيو په مقابل كې حساس كيږي اوناروغۍ منځ ته راځي. دغنمودكښت لپاره ځمكه په مني كې برابريږي په هغو سيموكې چې ځمكه يخ وهي دپسرلني غنمو لپاره په پسرلي كې هم ځمكه برابريدلاي شي مگر غوره به داوي چې ځمكه دكښت لپاره په مني كې برابره شي. ځمكه لومړى د30-35 سانتي متروپه اندازه قلبه دكيمياوي سرې او تخم له استعمال وروسته ماله كيږي.

دغنمو كښت

غنم بايد په مناسب وخت كې وكرل شي. كه دمني غنم ډېر دوخته وكرل شي حاصلات به ئې ټيټ وي دپخوالي مرحله به يي مخكې وي كيداي شي دالوتونكو په واسطه زيات لمنځه يوړل شي. همدارنگه كه غنم ډېر وروسته وكرل شي ښايي غنم ښه بوټى ونه وهي چې له نامطلوبو بوټوسره سيالي وكړي. په نتيجه كې دحاصل دكموالي سبب كيږي . په هغو سيموكې چې جگوالى يي ۲۲۰۰ مترونه زيات او دېرې يخي وي دغنمو دكښت لپاره مناسب وخت دسنبلې اخر اودميزان سر دى. اوپه هغوسيمو كې چې جگوالى ئې د۱۸۰۰ مترو په شاوخوا كې وي لكه كابل،لوگر،وردگ دميزان نيمائي دكښت لپاره مناسب وخت دي .اوهغه سيمې چې جگوالى ئي له ۱۸۰۰ متروكم وي لكه سروبى، ننگرهار،لغمان،فراه دعقرب په مياشت كې كښت سرته رسيږي. په هغوسيموكې چې پسرلني غنم رواج دي كله چې جوي اوضاع دژمي په اخراودپسرلي په لومړيوكې اجازه وركړي او وختي وكرل شي ډېره ښه نتيجه وركوي اوكه په مناسب وخت كې جوي اوضاع پرې نږدي چې كښت وشي.نوبزگران بايدپه خپل پلان كې له سره غوروكړي اونور فصلونه انتخاب كړي ځكه چې ناوخته دغنموكرنه حاصل نه وركوي.كه مونږ ناوخته كرنه كوو نوښائي چې دتخم مقدار زيات شي ترځووكولاي شي دنامطلوبوبوټوسره مقابله وكړي .او كه دتخم اندازه كمه وي نو له نامطلوبو بوټوسره مقابله نشي كولاي . دافغانستان په زياتر سيموكې ۵.۲ – ۵ كيلوگرامه تخم په يوه جريب كې كرل كيږي.مگر په پرمختللوهيوادونوكې چې كرنه په ماشين سره سرته رسيږي ۱ ځخه تر ۱.۵ منه تخم په يوجريب كې كرل كيږي. په للموكې دتخم اندازه په ميدان،غزني،پكتيكا كې ۷ كيلوگرامه اوپه شمال كې ۲۰ كيلوگرامه دي ځكه چې په شمالي سيموكې اورښت يوځه زيات وي اوخاوره ښه لندبل ساتي. تخم بايد په مناسب عمق (په كلې خاوره كې ۵-۳ سانتي متره اوپه ريگي خاوروكې ۸-۷ سانتي متروپه ژوروالي) وكرل شي. كله چې تخم په مناسبه ژور والي سره وكرل شي نولندبل زيات تغيرنه كوي خاوره بايد ډېره نرمه وي اوله تخم سره زيات تماس ولري چې ماله كول دا تماسزياتوي. هغه تخمونه چې په لږ ژوروالي سره كرل شوي وي شايد په ژمي كې لمنځه لاړشي. اوهغه تخمونه چې په زيات عمق كرل شوي وي كيداي شي دخاورې له زيات عمق نه نېش راونه باسي. اودا هم ويلى شو چې شنه كيدل او وروسته وده زيات وخت نيسي.

اوبه لگول

دغنمو له كرلو مخكې اوبه لگول ددې لپاره ضرور دي چې خاوره پسته او دكښت نه وروسته حد اقلاً تر ۲۰ ورځو پورې په خاوره كې كافي اندازه لندبل موجود وي ترځوچې ريښې وزغلي. په غنموكې ډېره حساسه مرحله دوږي ايستلو نه وروسته ده په غنموكې دپرسيدو تر مرحلي مخكې كه بوټى تنده ونه ښيئ اوبه دومره اهميت نه لري . اوبه لگول دوږي ايستلو،دانوډكيدو او پخيدو په مرحلوكې زيات ارزښت لري كه د دانو د ډكيدو په مرحله كې كافي اندازه لندبل موجود وي د دانو په ډكيدوكې مرسته كوي او كه كافي اندازه لندبل موجود نه وي په سلوكې لس برخې په حاصلاتو كې كمښت منځ ته راځي .غنم معولاً ځلور ځله اوبه كيږي . 1. له كرلو شل ورځې وروسته. 2. دبوټي وهلواوساقوداوږديدو په مرحله كې. 3. وگل ايستلو ( Flowering ) په مرحله كې . 4. دشيرې په مرحله كې.

دخاورې حاصلخيزي

كه دې خاورې حاصلخيزي په ښه ډول تنظيم شي نو سره (كود) له ټولو عواملونه زيات تاثير لري. غنم دسرې په مقابل كې ښه عكس العمل ځرگندوي .نايتروجن يوداسې عنصر دي چې كمښت يي دپه نبات كې دزيات محدوديت باعث گرځي. ځرنگه چې دافغانستان خاورې په كمه اندازه عضوي موادو درلودونكې دي نو دخاورې دوهمي جوړښت (Structure ) ئي هم ډير ضعيفه دي. نو دعضوي موادو لكه حيواني پارو،دنباتاتو بقاياوې اوشنو سرو مصنوعي اضافه كول زيات اهميت لري.دافغانستان په زراعتي خاوروكې دعضوي موادو اندازه له ۱ ځخه تر ۲ فيصده پورې رسيږي چې دا رقم ډېر ټيټ دي كه مونږ وغواړو دخاورې په ۳۰ سانتي متروكې ۱% عضوي مواداضافه كړو نو۸،۴ ټنه عضوي مواد ديوه جريب ځمكې لپاره ضروري دي. نو ويلى شو چې زمونږ خاوري دحاصلخيزۍ دارتقا لوړ پوتنشيال لري. كه مونږ وكولاي شو په كافي اندازه عضوي سرې تهيه كړو دكيمياوي سروته يواځې دعناصرو دتوازن لپاره ضرورت شته دي. دكيمياوي سرو داستعمال په اړه بايد وويل شي چې دفاسفيتو،نايتريتو او دخاورې عمومي حاصلخيزي په نظركې ونيول شي. كه په خاور ي نوموړي موجود وي. نو كولاي شو دكيمياوي سرو په لگيدوكې سپما راولو. په خارو اوريگي خاوروكې دسرې استعمال زيات اهميت لري. په عمومي ډول سره په يو جريپ ځمكه كې ۵۰ كيلو گرامه يوريا ۲۵ كيلو گرامه ډاى امونيم فاسفيت(DAP) ، او۲۵ كيلوگرامه پتاشيم لرونكې سرې استعماليږي. چې۳ 1/ يوريا،ټوله ډاي امونيم فاسفيټ اوپتاشيم لرونكې سره دكرلووخت كې لگول كيږي. دريمه برخه ديوريا سره دبوټي وهلو وخت كې اودريمه برخه نوره دوږوي ايستلو وخت كې استعماليږي. په ياد بايد ولروهغه ځمكې چې په تشديدي ډول كښت لاندې وي ښايي دفاسفورس بقايا پكې زياته وي اوپه ځينو ځمكو كې نايتروجن هم باقي پاتې كيږي چې دا هم بايد په نظركې ونيول شي.

دنامطلوبو بوټومخنيوى

دغنمو په كروندوكې دنامطلوبو بوټوموجوديت دغنمو حاصلات راكموي.چې په دې اړه په اكثروهيوادونو لكه ايران،عراق،سوريه،روسيه اودمنځنۍ اسيا په هيوادونوكې ځيړنې شوي دي چې دا ځيړنې ښيي چې نامطلوبه بوټي د۲۰ ځخه تر۳۰ فيصده دغنمو حاصلات راټيټوي. .نوبايد كروندې له ابتدا ځخه دنامطلوبو بوټوځخه پاكې وساتل شي.دكروندې شاوخوا هم بايد پاكه وساتل شي ترځو دنامطلوبو بوټودتخم دتوليدسرچيني لمنځه لاړې شي. پاك تخم،پاك كښت،پاك سامان دنامطلوبو بوټو له شنه كيدو ځخه مخنيوى كوي . نوبتي كرنه (Crop rotation) هم نامطلوبه بوټي په كروندوكې كموي .غنم رنگه بوټي دوه دري كاله وروسته په پلن پاڼو فصلونوكې لمنځه ځي. زمونږ په هيوادكې دغنموپه كروندوكې نامطلوبه بوټي دلاسي وسايلويامستقيماً دلاس په واسطه لمنځه وړل كيږي مگرپه لويو كروندوكې دلاس په واسطه دنامطلوبو بوټولمنځه وړل يو ستونزمن كار دي. نودكيمياوي درمل يا(Herbicides) په واسطه مخنيوى دبوټو د ودې په لومړيومرحلوكې ډېر موثريت لري. دكيمياوي درملوپه واسطه دبوټودمخنيوي لپاره لومړى نامطلوبه بوټي تشخيص او وروسته دكيمياوي درملو په واسطه لمنځه لاړشي. دغنمو دكروندويوشمير نامطلوبه بوټي په لاندې ډول سره دي.

1.كانادائى اغزى Canadian Thistle

دا نامطلوبه بوټى ځوكلن نبات دي چې دتخم اوريښوپه واسطه تكثر كوي په ډيره اسانۍ سره ماتيږي اونوې غوټۍ جوړوي . او دا كار ددې نبات دتكثير سبب گرځي او دكښت په وخت كې هم تكثيريږي . ددې اغزي يو بوټى ځلورزره تخمونه توليدوي اوكيداي شي چې دځو كلونو لپاره داستراحت(Dormancy)په مرحله كې وي ددې لپاره چې ددې اغزي مخنيوى وشي دځو كلونو لپاره ځمكه بايد ژوره قلبه شي خو دا كار ډير قيمته او دخاوري د تخريب سبب كيږي. همدارنگه مونږ كولاي شو دااغزى د 2-4-D په واسطه لمنځه يوسو چې په يوه ليتر كې ځلور سي سي حل او دواپاشي كيږي . ديوه جريب ځمكې لپاره دوه سوه ليتره محلول كفايت كوي.

2.جودر(Rye)

جودر هم يو ستونزمن بوټى دي ځكه چې دا نبات له غنمو نه مخكې پخيږي او تخم يي دغنمو دريبلوپه وخت كې په كرونده كې خپريږي جودر په غله كې دغنمو كيفيت راټيټو. غنم او جودر دواړه په يوه نباتي كورني پوري اړه لري مشابه اگرونوميكي خواص او وده لري زراعتي عمليات كولاي شي ددې نامطلوبه بوټي نفوس ټيټ وساتي

كيمياوي كنترول

2 Chlorophob اووه ۷ سي سي په يوه ليتر اوبو كې اويا Poma چې دا يوه سي سي په يوه ليتر اوبه كې حل كيږي كه ځه هم چې دPoma بيه ډيره جگه ده خو په لږ مقدار په كاركيږي دا درمل كله چې غنم له دوو ځخه تر اوو۷ پاڼې ولري استعماليږي ددې لپاره چې دجودر مخه ونيسو نوبايد پاك تخم وكرل شي نوبتي كرونده مراعات شي او دغنمو له كرولو مخكې بايد ځمكه دوفال شي.

3.پيرونې (Field Binweed)

پيروتې ځوكلن نبات دي چې ژوري ريښي لري دتخم ،دفارم دوسايلو او دجرړو په واسطه تكثيريږي . او دحيواناتو په واسطه هم زياتيدى شي او دا گياه له غنموسره داوبو،غذايي مواد او درڼا په جذب كې سيالي كوي . پيروتې په غنم باندې جگيږي او غنم چپه كوي چې دچپه شوي غنموراټولول دماشين په واسطه يو ستونزمن كار دي او كه پيروتې ډېرې زياتې شي نو له ۵۰ ځخه تر ۶۰ فيصده پورې حاصل راټيټوي . ددې بوټي له منځه وړل يو ستونزمن كار دي لومړى بايد دتخم له توليدځخه مخنيوي وشي.جرړې ،دجرړوغوټې اونهالي بايدلمنځه لاړ شي. پيروتې ډير مقاوم نبات دي نوسخته مبارزه غواړي. ددې لپاره چې دنامطلوب بوټي په مقابل كې مو موثره مبارزه كړې وي بايد له انتخاپي دوا ځخه گټه واخستل شي.كله كله دپيروتې لپاره له 2-4-D نه هم كار اخستل كيږي چې پنځه سي سي په يوه ليتر اوبو كې منحل او دوه سوه ليتره ديوه جريب ځمكې لپاره پكاريږي .

4.خاكشير يا وحشي شرشم

دا نبات دبراسكا وړې نباتي كورنۍ پورې اړه لري پلنې پاڼې لري دا نبات په سړو سيمو كې لكه باميان او داسي نو رځايو نه كې په زياته پيمانه پيداكيږي. ترځو چې په ميخانيكي شكل (خشاوه) ددي نبات مخنيوى كيږي معمولا ډير ناوخته وي او دې بوټي خپله خساره اړولې وي ددې نامطلوبه بوټي دمخنيوي لپاره هم 2-4-D موثره دوا ده او بايد په لومړيو مرلوكې چې خاكشير يوازې اووه۷ سانتي متره جگوالى ولري استعمال شي.

دغنموناروغۍ:

غنم ديوشمير فنگسي ناروغيو(سرخيواوتوركو) ترحملې لاندې راځي چې دا ناروغۍ كولاي شي دغنمو زياته برخه حاصلات لمنځه يوسي. سرخي دغنمو يوه ډېره خطرناكه فنگسي ناروغي ده چې كولاي شي دحاصلاتوزياته فيصدي اوحتي سل فيصده لمنځه يوسي. سرخي په درى ډوله ده .

دپاڼې سرخي يا Leaf Rust  :

دپاڼې سرخي چې دنصواري رنگه سرخي هم بلل كيږي ديو فنگس Puccinia recondite به واسطه منځ ته راځي چې دا فنگس كولاي شي غنم،وربشې،ترتيكلي او نور گراسونه په دې ناروغۍ اخته كړي. ددې ناروغۍ شديده حمله دحاصلاتو زياته برخه لمنځه وړي چې په عمومي صورت سره د دږو دكميدو، د دانې دوزن دكموالي اودكيفيت دخرابوالي سبب كيږي.

دساقي سرخي يا Stem Rust

دا ناروغۍ دPuccinia graminis tritici فنگس په واسطه منځ ته راځي چې علاوه له غنمودا فنگس وربشې،ترتيكلي او نورگراسونه ترخپلي حملي لاندې راولي . دا فنگس كه دنمو په لومړيومرحلوكې غنم په ناروغۍ اخته كړي او محيطي شرايط برابروي كيداي ناروغي په Epidemic شكل سره واقع شي او ټول نباتات لمنځه يوسي. دا ناروغۍد ساقودتعداددكمښت،د دانې دوزن دكميدو او د دانې دكيفيت دخرابوالي سبب كيږي.

مخططه سرخي:

دا سرخي هم ديو فنگس Puccinia striformis په واسطه منځ راځي. چې دا فنگس (Fungi) غنم،وربشې،ترتيكلي او نور مشابه گراسونوتر خپلې حملي لاندې راولي ددې ناروغۍ نوبتي كوربه تر اوسه نه دي پيژندل شوى. دا ناروغې دحاصل دكمښت،په وږوكې د دانو دكموالي او د دانې دكيفيت دخرابوالي سبب كيږي.

دسرخيو مخنيوى:

دفنگس هغه ضدكيمياوي درمل(Fungi cid) چې دسرخيو دمخنيوي لپاره استعماليږي عبارت دي له : ريدوميلRidomil ( C15H21NO4) چې تجارتي نومونه يي ميتالكسل Mtaliaxil او متالكسينين Metalaxinin CGA 8988(Ciba) چې سستميك Fungi cid دي.چې د منكوزيب،كپتان،فلپت،كاپراوكسي كلورايد سره په مخلوط شكل كولاي شي دسرخيو مخنيوي وكړي چې په ۱۰۰۰ ليتره اوبوكې 200-250ml/ha حل او دواپاشي كيږي. دتخم دتداوي 6g/kg شپږ گرامه ديو كيلوگرام تخم لپاره پكاريږي.

نور درمل چې دسرخيو دمخنيوي لپاره استعماليږي عبارت دي له :

اوكسي كاربوكسين:Oxycarboxin (C12H13NO4S4) 150ml/ha په زر ليتره اوبو كې حل كيږي. مانيب_دايتين : Maneb-Dithane (C12H6MnN2S4) 150-160 g/ha التاكمباي_كاربنديزيم Altacombi (Carbendezim)30 130-140ml/ha) Chlorothamil (broad Spectrum) fungicide 50-60g/ha

بايد ووايوچې دمقاومونوعو كرل دسرخيو دمخيوي يوه ښه لاره ده همدارنگه دمتناوب كوربه (زرشك) لمنځه وړل هم دناروغۍ په كميدوكې زيات رول لري.

پټ توركي:

ددې ناروغۍ عامل يو فنگس Tilletia caries , T . foetida , T . controversa دي. په دې ناروغۍ داخته بوټو قد كوچيني وږي يي تك شين تور بخند رنگ لري او غوښنې دا ني منځ ته راوړي د دانو په ځاي دفنگس توررنگه سپورونه توليديږي چې دخساشوي ماهي بوي لري. هغه تخمونه چې دفنگس په سپورو باندې ككړ وي له شنه كيدو ورسته په بوټي كې دا ناروغي منځ ته راځي . ددې ناروغۍ دمخنيو لپاره تخم له كيمياوي درمل ويتاواكس سره معامله كيږي چې له يوكيلو تخم سره دوه گرامه ويتاواكس گډيږي.

لوځ توركيLoose Smut  :

لوځ توركي په افغانستان كې يوه مهمه فنگسي ناروغي ده چې دUstilago tritici فنگس په واسطه منځ ته راځي دا ناروغي په بوټي كي هغه وخت معلوميږي چې بوټي وږي وباسي. ناروغ بوټي تور وږي وباسي . دكيمياوي درملوپه واسطه دتخم تداوي ددې ناروغي دمخنيوي يوه موثره او ارزانه طريقه ده . ځو سستميك زهري دواوي چې تخم له دې فنگس نه ساتي جوړې شوې دي ويتاواكس ،تيرام چې دواړه په يوه ټن تخم كې دوه كيلوگرامه استعماليږي ددې ناروغۍ مخنيوى كوي.

دفنگس هغه ضد درمل چې دغنمودتوركو دمخنيوي لپاره استعماليږي عبارت دي له:

Iprodione (250-300ml/ha in 600 l of water تجارتي نومونه يي

1 .اندرسنز Andersons fungicide x . 2 . 1.3G,Chipco 26019 2f 26GT 2SC,Iprodione pro. 3 2SE,Lesco 18 Plus 2SC .4 Mancozeb دگرد په شكل) په سل ليتره اوبوكې (250ml/ha تجارتی نمونه يي Dithane T/O Rainshield 75WP, Dithane 37 WF Fore Flo-XL 4F, Fore همدارنگه تيرام دتخم دتداوي لپاره كولاي شو استعمال كړو.

دغنمو افتونه اومخنيوى:

ځو حشرې لكه صحرايي ملخLocust ،تريپس Thrips ،لړمۍ Army Wormاوكفشك Sunn pest غنم ترحملې لاندې راځي اود تاوان سبب گرځي .

صحرائي ملخ (Locust ) :

ملخ كولاي شي دغنموكروندو ته سخت تاوان ورسوي چې زيات تاوان دپسرلني غنمو كروندوته اړوي. ملخ په مني كې هگۍ اچوي كه جوي اوضاع مناسبه وي حشره زياتي هگۍ اچوي په دې هكله بايد سروي گاني ترسره شي چي دهگيوتعدا معلوم شي ترځووروسته منځ ته راتلونكى تاوان معلوم شي . مخنيوى: كرنيزې عمليي كولاي شي دملخو زيات تعداد راكم كړي اوپه هغو سيموكې چې دملخو حملې دغنمو كروندي تاواني كړي وي بايدمقاوم نباتات لكه باجره وكرل شي اوهمدارنگه ميخانيكي طريقه هم موثره ده په ميخانيكي طريقي سره دافت دمخنيوي لپاره زيات خلك رابلل كيږي ترځوچې دملخو مخنيوي وكړي لومړى جرونه وښكل كيږي بيا مچك دې جروته شړل كيږي اووروسته ترخاورولاندې كيږي دا كارترهغه وخته پورې امكان لري چي ملخو وزرونه نه ويي كړي اوكه ملخو وزرونه وكړل او دالوتو توان يي پيداكړ بيا نو مخنيوى نه كيږي.خو كه دملخ وهلي ساحه پراخه وي نو بيا كيمياوي مبارزه غواړي. دغنمو په كروندوكې دملخو دمخنيوي لپاره دكيمياوي درملواستعمال يوموثره طريقه ده هغه درمل چې دملخو دمخنيوي لپاره استعماليږي عبارت دي له : داي ميتوئيد Dimethoate (Cygon) سايگون،فيرودان،(Carbofuran-catbamite group) كارپوفوران،گروپ كارباميت ( ولارسبان(Lorsban). دزهري طعمه جوړول: سوين ۵۰-۲۵% د۵۰-۴۰كيلودسبوس له اوړو سره.

تريپس Thrips :

تريپس ډېره وړه حشره ده چې يواځې ۶ ملي متره اوږدوالى لري استوانه يي شكل لري كله وزر لري او كله وزر نه لري. وزرئې ببر وي . ددې حشرې مچك په مختلفو رنگونو پيداكيږي خو دبالغه حشره يي توره رنگ لري . دا حشره دغنمو په پاڼو او تنو باندې ژوندكوي ددې افت دمخنيوي لپاره بايد ۱،۵ ځخه تر دوه۲ سي سي ملتاين په يوه ليتر اوبو كې حل اوبيا دواپاشي شي.

لړمۍ Army Worm :

دا حشره كله چې غنم په بند وي اوساقه پيدا شي په پسرلي كې په غنموحمله كوي دورځې له خوا ځان په پاڼو كې پټوي او دمازيگر او ماښام له خوا خوراك كوي او كله كله دغنمو سر هم غوځوي . داحشره كله چې پسرلي كې هوا سړه او لندبل زيات وي په تيره په هغه كروندو كې چې تير كال هم غنم پكې كرل شوي وي زياتې وي او زيات تاوان رسوي ددې لپاره چې ددي حشرې مخنيوى وشي بايد زهري مړۍ يا طعمه ورته جوړه شي چې دزهري طعمې لپاره ۳۵ گرامه دپتركس ،شل گرامه بوره اويوه كيلوگرام سبوس او په كافي اندازه اوبه جوړيږي ديوه جريب لپاره پنځه كيلو زهري طعمه بس كفايت كوي.

كفشك Sunn pest:

داحشره دغنموله شيرې،پاڼو،تنې او دانې ځخه تغذيه كوي .كله چې دا حشره له غنمونه تغذيه كوي يوځه بدبويي اوزهري موادبوټي ته داخلوي نو كه له دوو ځخه تر دريو فيصدو پورې غنم كفشك خوړلي وي نو ټولو غنمو خوند خرابيږي ښه ډوډۍ نه وركوي او له گټې ځخه وځي . تخمين شوې ده چې په افغانستان كې پنځه سوه زره جريبه ځمكه دغنموفصل په ۱۳۸۱ كال كې تباه كړى دي. (Eurygaster integriceps) له پنځه سوه كلونو راهيسي دفارياب،بادغيس،هرات،بلخ او هلمند په ولايت كې ژوند كوي

مختلط يا هراړخيزمخنيوى IPM  :

په ايران كې دIPM ياهراړخيزه. مخنيوي ځخه كار اخستل شوي دي .ددې حشري هراړخيز خواص ددې حشرې طبيعي دوښمن ځيني فنگسونه دي چې په كفشك حمله كوي اولمنځه يي وړي او له مروجو افت كش نوچې دا حشرې لمنځه وړي له استعمال ځخه ډده كيږي اوښايي چي دا افت هم ددې درملو په مقابل كې مقاومت پيداكړي . هغه هرزه گياوې چې دا حشره ژوند پكې تيروي بايد وسيځل شي ترځو ومنه شي كولاي چي په بوټي كې ژمي تير كړي چې دا يوه اغزمنه طريقه ده . دجالو په واسطه ددې حشري راټولول او لمنځه وړل هم يوه موثره طريقه ده . كيمياوي درمل داي تين كه دوه سي سي په يو ليتر اوبو كې حل او دوا پاشي شي ددې حشرې له منځه تلو سبب كيږي خوبايد په ياد ولرو له هغو نباتاتو نه چې په دواپري شيندل شوي وي تر اوو (۷) ورځو استفاده ونه شي.

دغنمو راټولول اوزيرمه كول:

Wheat

دغنمو راټول او ذخيره كول يو مهمه پروسه ده.غنم هغه وخت راټوليږي چې دانه ۱۴ فيصده لندبل ولري زمونږ په هيواد كې غنم دلور په واسطه لوكيږي كله چې مونږغنم لوكوونو بايد غنم دځمكې پرمخ وانه چول شي ښايي دانې لندبل جذب كړي چې وروسته دفنگس له حملي سره مخامخ كيږي كله چې غنم ددرمند لپاره را ټولوويوه اندازه ضايعات لري چې دا مخامخ ضايعات دي كه په مناسب وخت راټول شي دا ضايعات كميږي له درمند نه وروسته غنم بايد په گدام كې زيرمه شي گدام بايد كلك جوړشوي وي ترځو موږكان ونشي كولاي چې غله خرابه كړي په گدام كې غنم بايد په بوجيوكې دتختو دپاسه كيښودل شي او هوا دبوجيو ترمنځ جريان وكړاي شي گدام بايد لندبل ونه لري كه لندبل ولري نودغنمو دانې لندبل جذبوي چې وروسته په فنگسي ناروغيو اخته كيږي. هغه تخمونه چې ښه پاك شوي وي خارجي مواد ونه لري دزيات وخت لپاره زيرمه كيداي شي .

ليکوال: رحمت پیتاوال

سرچينې

باندنۍ تړنې