مسواک
ښکارېدونکې بڼه
مسواک (عربي:المسواک) خولې پاکولو لپاره د زیتون او ځینو نورو اغځنو بوټو لرگي کارول کېږي. مسواک عموما د گوتې په پنډوالي او د لوېشت په اوږدوالي غوره کېږي. ددې کارول په اسلام کې ځانته ځای لري. په دې اړه د نبي علیه السلام ځانگړي احادیث راغلي چې مفهوم یې داسې دی: د هغه لمونځ چې ورته مسواک ووهلي شي، او د هغه چې ورته ونه وهلي شي، 70 درجې فضیلت لري. [۱] د مسواک په فضایلو ډېری علماوو کتابونه لیکلي.[۲] د روژې په حالت کې هم د هغه مسواک وهل روا دي چې بې خونده واوسي.[۳]
حدیث و سنت
السنن الکبری کې راغلي
- راوی، حضرت عایشه صدیقه رضي اﷲ عنها: د هغه لمونځ چې ورته مسواک ووهل شي، په هغه لمونځ چې ورته ونه وهل شي، په نسبت اویا درجې فضیلت لري. [۴]
صحیح مسلم کې دي:
- راوي، حضرت ابو هریرہ رضي اللہ عنه:
که چېرې زما په امت دا خبره درنه نه تمامېده، نو ما به ورته په هر لمانځه کې د مسواک وهلو حکم کړی وای. [۵]
د مسواک وهنې وختونه
- حضرت محمد کينډۍ:درود چې به کله کور ته ننوتو نو مسواک به یې وهلو.
- له خوبه چې به پاسېد نو مسواک به یې وهلو.
- له اودسه مخکې به یې مسواک ووهلو.[۶]
- له لمانځه وروسته به یې مسواک وهلو.
- د روژې په حالت کې به یې هم مسواک واهه.[۷]
ساینسي څېړنې او مسواک
فقهي احکام
- په ښي لاس مسواک ووهئ.[۸]
نور وگورئ
- ↑ بيهقی، السنن الکبری، 1 : 38، حدیث: 158
- ↑ علامہ سید احمد طحطاوی حنفی (1233ھ): تحفۃ السلاک فی فضاہل السواک
- ↑ بہار شریعت، جلد5، ص132
- ↑ بيهقی، السنن الکبری، جلد1، ص38، حدیث : 158
- ↑ مسلم، الصحيح، کتاب الطهارة، باب السواک، جلد1 : ص 220، حدیث: 252
- ↑ رد المختار 118مه پاڼه
- ↑ صحيح البخاري معلقا، باب السواک الرطب واليابس للصائم وسنن النسايي، الطهارة، باب الترغيب فی السواک، ج: 5۔
- ↑ حافظ ابن حجر، د بخاري شرحه، ج1 ص135