Jump to content

قرآن کریم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له قرآن نه مخ گرځېدلی)

د یوې لړۍ برخه ده
قرآن

مصحف

سوره · ایت

قرآن لوستل

تجوید · حزب · ترتیل · د قرآن حافظ · منزل · قاري · جزء · رسم · رکوع · سجده

ژباړه

آر لړ  · پښتو ژباړه

د قرآن مخینه

مکي سورتونه · مدني سورتونه

تفسیر

د کسانو په اړه ایتونه · عدالت · د نزول لاملونه · نسخ · کتابي روایتونه · تحریف · بکه · مقطعات · Esoteric interpretation

قرآن او سنت

Literalism · معجزه · ساینس · ښځې

د قرآن په اړوند اندونه

شیعه · نقد · Desecration · سورت النورين او سورت الولاية · تنزیل · قصص الانبیا · بیت القرآن


سورة فاتحه د قران لومړنۍ سورة

قرآن كريم يا قرآن مجيد يا قرآن عظيم د مسلمانانو سپېڅلې كتاب دى، چې د څښتن تعالى له لورې په گران نبي آخرزمان صلى الله عليه وسلم باندې د جبرييل امين عليه السلام په واسطه په عربي ژبه لفظ اومعنى سره، په تواتر سره منقول د ۲۳ كلونو په موده كې د ټول بشريت د لارښوونې لپاره رانازل شوې دى. او دا قرآن يوه لويه معجزه ده، چې د قيامت تر ورځې پورې به د رسول الله صلى الله عليه وسلم په استازيتوب او رسالت باندې گواهي وركوي. ټولې كفري نړۍ ته چلېنج وركوي، كه هغه انسان وي، كه شيطان يا پېرې ترڅو ددې په څېر يو بل كتاب راوړي، او يا هم د يوه سورت په څېر كوم څه راوړي. مگر دوي لدې څخه هم عاجزه پاتې شول. ځښتن تعالى دوي ته وخت پروخت چلېنجونه وركړي ترڅو پدوي روښانه كړي چې دوي دا كار نشي كولاى. د (الاسراء) په سورت كې داسې فرمايي:

  • ژباړه: (او ووايه (اى پېغمبره) كه چېرې انسانان او پېريان سره راټول شي، ترڅو ددې قرآن په څېر راوړي، نو دوي به ونكړاى شي كه څه هم يو له بل سره مرسته وكړي)

د قرآن كريم د نازلېدو شان ته وحې وايي. په قرآن كريم كې تر نن ورځې پورې د الله په فضل او ساتنې سره كومه لاسوهنه (كمښت يا ډېرښت) ندې شوې. دا د نړۍ لومړې لرغونې كتاب دى، چې د انساني لاسونو څخه خوندي پاتې شوې او د قيامت تر ورځې پورې به د څښتن تعالى په ساتنه خوندي وي. په نړۍ كې په ورځني دول په مليونونو ټوكه چاپېدونكي الهي كتاب كې تر نن ورځې پورې كوم بدلون نه دى راغلى. ددې ټولو چاپكېدونكو كتابونو متن يو شان وي. قرآن يواځينې كتاب دى، چې په نړۍ كې يې په مليونونو حافظان شته (داسې كسان چې په يادو يې زده كړې دى). قرآن كريم د نورو الهي كتابونو لكه تورات، زبور او انجيل ذكر شته كوم چې په پخوانيو نبيانو او رسولانو نازل شوي ول.


د قرآن مانا

القرآن الكريم

د قرآن د كليمې په مانا كې د اسلامپوهانو ترمنځ لږ څه اختلاف دى، او دا اختلاف هم نه د قرآن په لفظ كې دى، او نه هم د هغې په مانا كې، بلكه دا اختلاف د قرآن په اشتقاق، او جوړښت كې چې آيا مهموز دى يا كه غير مهموز او يا هم د جوړښت لمخې مصدر دى، كه صفت. اوس به راشو د ځينو اسلامي پوهانو رايو ته چې قرآن يې څرنگه اشتقاق كړې:

    • هغه څوك چې وايي (قرآن) مهموز دى، د ا ډله علما په دوه څانگو وېشل كېږي:
      • لومړۍ ډله وايي چې قرآن: د (قرا) مصدر دى، چې د لوستلو (تلا) په مانا راځي، لكه (الرجحان) او (الغفران). نو لدې څخه يې د مصدر مانا واخيستل شوه، او د (تسميه المفعول بالمصدر) د باب لمخې د څښتن تعالى د كلام لپاره نوم وگرځېد، او ددې خبرې لپاره چې قرآن د مصدر په توگه دى، او مانا يې: په سپېڅلي كتاب كې لوستنه، او د قرآن مانا (د لوستل شوي، په ډېرښت سره) يا ډېر زيات تلاوت كېدونكې.

لكه څرنگه چې څښتن تعالى فرمايي: ژباړه: (ان علينا جمعه و قرآنه، فاذا قراناه فاتبع قرانه).

نزول

د قرآن كريم نزول په دوه ډوله دې:

  1. د لوح محفوظ څخه د نړۍ اسمان ته.
  2. د نړۍ له اسمان څخه نبي عليه السلام ته.

لوح محفوظ څخه د نړۍ اسمان ته

د قرآن كريم نزول د لوح محفوظ څخه بيت العزه ته چې د نړۍ اسمان كې دى، په يوه وار سره. او آيا دا نزول د نبي عليه السلام د رسالت څخه مخې ؤ كه وروسته؟ پدې د علماؤ دوه راى دي، چې لدې ډلې څخه لومړنۍ يې موثقه ښكاري، او لاندې اثار پرې دلالت كوي، لكه د قرآن كريم نازلېدل په يوه ځل له لوح محفوظ څخه د نړۍ اسمان ته د روژې مياشتې د قدر په شپه كې. دليل: د قدر د سورت لومړنې ايت:

    • ژباړه: ( بېشكه چې موږ دا قرآن د قدر په شپه نازل كړ. سورت (القدر)

نړۍ له اسمان څخه نبي عليه السلام ته

د نړۍ له اسمان څخه په نبي عليه السلام د وحې نزول د جبرييل عليه السلام په واسطه د اړتيا په وخت، د غوښتنې سره سم، د غوښتنې په اندازه، د خلكو د غوښتنواو د پېښو په رامنځته كېدو سره به كېده. د وحې د نزول په موده كې اسلامپوهان لږ څخه اختلاف لري: ځينې وايي، چې د وحې د نزول موده ۲۰ كاله وه، ځينې وايي چې ۲۳ كاله وه، او ځينې وايي چې ۲۵ كاله وه. او ددې اختلاف اصلي وجه دا ده، چې نبي عليه السلام په مكه معظمه كې څو كاله تېر كړي، څوك وايي چې ۱۰ كاله، څوك وايي ۱۳ او ځينې وايي چې ۱۵ كاله. خو لدې ټولو څخه هماغه منځنۍ لار سهي ده، چې قرآن كريم پكې رانازل شوي، او هغه د ۲۳ كلو موده ده.

د نزول كره او سمه موده

كه چېرې پدې اړه لږ څه تاريخي حقاېقو ته پام وكړو، نو دا خبره به په زبات ورسي، چې د قرآن كريم د نزول بشپړه موده ۲۲ كاله، ۶ مياشتې او ۱۵ ورځې تقريبا. او هغه پدې حساب، چې محمد صلی الله عليه وسلم په د خپلې زوكړې په ۴۰تم كال په رسالت وگومارل شو. او دا وخت د ربېع الاول د مياشتې ۱۲مه نېټه وه. او په تحقيق سره نبي عليه السلام ته د وحې پېل په رېښتوني خوب (الرؤيا الصادقه) كې پېل شوې وه، او دا د روژې د مياشتې ۱۷مه نېټه وه. او دا هغه ورځ وه، چې د نبي عليه السلام په سينه د د قرآن لومړې ايت رانازل شو، او هغه د (اقراء) كلمه وه. دا ټوله موده ۶ مياشتې او ۵ ورځې كېږي. او د قرآن وروستې ايت چې رانازل شو، هغه د بقرې ۲۸۱يم آيت دى چې په لاندې ډول دى: (واتقوا يوما ترجعون فيه الى الله ثم توفى كل نفس ما كسبت و هم لايظلمون) البقره- ۲۸۱ آيت او داسې روايتونه شته چې دا آيت د نبي عليه السلام له مړينې څخه ۹ورځې مخكې نازل شوې ؤ، ځينې وايي، چې ۱۱ ورځې مخكې، ځينې ۲۱ ورځې ښايي. كه چېرې لدې ډلې څخه موږ منځنې عدد ونيسو، نو هغه موده چې وحې پكې نده نازله شوې، ۶ مياشتې او ۱۶ ورځې څخه عبارت ده. نو د نبي عليه السلام ټول عمر ۶۳ كاله ، ځكه هغه صلى الله عليه وسلم د هجرت په ۱۱سم كال، د ربېع الاول په ۱۲مه نېټه ومړ. پدې خبره ټول جمهور علماء سره يو دي. نو د نبي عليه السلام د رسالت موده ۲۳ كاله كېږي، كه چېرې لدې كلونو څخه موږ ۶ مياشتې او ۱۶ ورځې كمې كړو، نو ۲۲ كاله، ۵ مياشتې او ۱۴ ورځې به راپاتې شي. سپېڅلتيا ده هغه ذات لره، چې موږ ته يې ددې كارلارښوونه وكړه، او موږ نشول كولاى چې سمه لار پېدا كړو، كه چېرې هغه موږ ته نه واى راښودلى.

لومړې او وروستې نزول

د قرآن كريم د لومړي آيت يا سورت د نزول په اړه ا ويا هم د وروستي ايت يا سورت د نزول په اړه كوم حديث له نبي عليه السلام څخه ندې روايت شوې، مگر ځينې اصحابو او تابعينو څخه روايتونه شوي چې پدې اړده د عقل لپاره هېڅ مجال نشته، مگر لومړيتوب وركول په دلاېلو سره.

لومړې نزول

پدې اړ هم مختلفې راى دي، چې هره يوه به يې په لنډ ډول ذكر كړو:

  1. د قرآن كريم لومړنۍ ايتونه چې نازل شوي، هغه د سورت (العلق) لومړني ۵ آيتونه دي چې په لاندې ډول دي:

(اقراء باسم ربك الذي خلق، خلق الانسان من علق، اقراء وربك الاكرم، الذي علم بالقلم، علم الانسان ما لم يعلم) سورت العلق ۱-۵. دارنگه حاكم په خپل مستدرك او بهيقي په (دلائل النبوه) كې له عائشې رضي الله عنها څخه روايت كړې، چې هغې فرمايلي دي: لومړې سورت چې د قرآن كريم رانازل شو، هغه د (اقراء باسم ربك) ؤ، او د هغې مقصد له سورت څخه همدا لومړني ۵ ايتونه وه، او نور ايتونه خو بيا وروسته نازل شول.

  1. جابر بن عبدالله اوابي سلمه بن عبدالرحمن بن عوف پدې گروهه دي، چې د لومړي ځل لپاره چې د (يا ايها المدثر) څخه تر ( وارجز فاهجر) پورې آيتونه رانازل شو.
  2. امام زمخشري په (الكشاف) كې راوړي چې لومړۍ وحې د الفاتحه سورت ؤ، مگر حافظ ابن حجر دده دا خبره ردوي، چې گنې لومړنۍ وحې د الفاتحې سورت ؤ، ځكه يوه لږه اندازه د لږو علماؤ پدې اتفاق دې چې دا سورت لومړۍ وحې ده.
  3. ځينې علماء وايي چې (بسم الله الرحمن الرحيم) لومړۍ نازله شوې ده.

په اخر كې بايد يادونه وكړو چې پدې ټولو اقوالو كې هماغه لومړنې قول سم او مدلل دى، ځكه چې د عائشې رضي الله عنها حديث پدې دلالت كوي، چې لومړۍ وحې د (العلق) لومړني ۵ ايتونه دي.

وروستې نزول

پدې اړه داسې كوم نبوي حديث نشته، بلكه ځينې اقوال دي، چې د صحابه ؤ او تابعينو څخه روايت شوي دي. يو صحابي يا تابعي له يو ايت څخه دې پايلې ته رسېدلې، چې دا وروستې ايت يا سورت دى، بل صحابي بل ايت يا سورت ښودلې. موږ به په لنډ ډول سره ټول ذكر كړو:

  1. وروستې ايت چې د قرآن كريم څخه نازل شو هغه د بقرې ۲۸۱ آيت دى.

او ددې خبرې دليل دا دى:

    • نسايي د عكرمه له لارې او هغه يې د ابن عباس څخه روايت كوي، چې هغه رضي الله عنه فرمايي: وروستې څه چې د قرآن كريم څخه نازل شو هغه د (واتقوا يوما ترجعون فيه الى الله....) البقرې سورت ۲۸۱ ايت.
    • دارنگه له ابن مردوديه د سعيد بن جبير او هغه له ابن عباس رضي الله په سند سره روايت كوي، چې هغه فرمايي: وروستې ايت چې د قرآن نازل شو، هغه د (واتقوا يوما ترجعون فيه الى الله....) البقرې سورت] ۲۸۱ ايت.
  1. وروستې ايت چې د قرآن كريم څخه نازل شو، د بقرې دا ايت دى ( يا ايها الذين امنو اتقوا الله وذروا ما بقي من الربا ان كنتم مؤمنين)د بقرې سورت.
  2. ځينې وايي چې د قرآن وروستې نزول د (ايه الدين) ايت دى، الله تعالى پدې ايت كې داسې فرمايي:

(يا ايها الذين امنو اذا تداينتم بدين الى اجل مسمى فاكتبوه......) د بقرې ۲۸۲ ايت.

  1. ځيني وايي چې د (اذا جاء نصرالله والفتح) .... وروستنې سورت دى چې نازل شوې دى.

خو پدې ټولو كې هماغه د ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت كړاى شوې حديث صحيح دى. او د بقرې ۲۸۱ ايت وروستنې ايت دى، چې نازل شوې. ځينې پوهان پدې خطا كې واقع شوي، چې د (اليوم اكملت لكم دينكم، و اتممت عليكم نعمي، و رضيت لكم الاسلام دينا) د المائدې سورت ۳ ايت وروستنې ايت دى. حال دا چې پدې ايت كې الله تعالى د دين د بشپړوالي فرمايلي دي، نه د وحې د بشپړتيا. او دا ايت د حجه الوداع چې د جمعې او عرفې له ورځې سره برابره وه نازل شو، نو ځينې پوهان لدې څخه دې پايلې ته رسي چې د دين بشپړتيا نه پوره كېږي، مگر د قرآن د وحې په بشپړتيا سره. مگر رښتيا خبره خو دا ده، چې ددوي دا گوما غلط دى، ځكه داسې كوم موثق عالم نشته چې هغه پدې گومان وي چې د قرآن وروستنۍ وحې د (اليوم اكملت لكم دينكم) ايت دى. لاكن په حقيقت كې د (واتقوا يوما ...) ايت د (اليوم اكملت لكم دينكم....) له ايت څخه دوه مياشتې وروسته نازل شوې. لكه څرنگه چې ابن ابي حاتم روايت كوي چې: ددې ايت نزول د نبي عليه السلام د مړينې څخه ۹ ورځې مخكې شوې.

ابواب او وېش

قرآن كريم يو ستر الهي كتاب دى، چې ددې كتاب ترتيب او برابرښت رسول الله صلى الله علي وسلم خپل پېر كې دا لارښوونه كړې چې كوم آيت په كوم سورت كې كېښودل شي، او كوم سورت له كوم سورت څخه مخكې يا وروسته كېښودل شي. د رسول الله صلى الله عليه وسلم په پېر كې ډېر زيات حافظان ول. دارنگه به محمد صلی الله عليه وسلم پخپله هم د شعبان او روژې په مباركو مياشتو كې د قرآن عظيم الشان څو څو واره تلاوت كاوه او ټول به يې ختمولو. نو لدې څخه ښكاري چې دا ختمونه او تلاوت بې له كوم ترتېب او سمون څخه نه شي كېداى. نو په همدې ترتيب سره قرآن كريم د ابوبكر صديق رضي الله عنه په پېركې راټول كړاى شو. د قرآن اريانتيا پدې كې ده چې تر نن ورځې پورې پدې الهي كتاب كې كوم بدلون ندې راغلې. د لومړۍ هجري پېړۍ كوم ليكلې قرآن چې د تركيي په نندارتون (توپ كاپي) كې خوندي دى، يا د ايران په مشهد ښار كې د امام علي رضا د روضې په نندارتون كې خوندې دى. د قرآن كريم پدې قلمي لاسي نسخو كې چې په كوفي ليك ليكل شوي، او د نن ورځې قرآن كريم ونو كې هېڅ كوم توپير نه ليدل كېږي. د قرآن كريم وېش په ۱۴ سجدو، ۳۰ اجزاؤ (سېپارو) چې پاره د پارسي ژبې (پاره) جمع ده او په عربي كې ورته جز او پښتو كې ورته ټوټه وايي وېشل شوې، ۱۱۴ سورتونه دي، چې هر سورت په بسم الله الرحمن الرحيم سره پېل كېږي. يواځې د (التوبه) سورت چې د بسم الله څخه پرته پېل كېږي. د قرآن كريم لومړنې سورت د (فاتحې) سورت دى، او د (الناس) سورت اخيرنې سورت دى. د (بقرې) سورت له ټولو څخه لوى او ستر سورت دى، چې ۲۸۶ آيتونه لري، او د (الكوثر) سورت له ټولو څخه كوشنې سورت دى، چې يواځې ۳ آيتونه لري. دارنگه ۵۴۰ ركوع، ۸۶۳۰ كلېمې، ۳۳۳۷۶۰ حرفه او ۶۶۶۶ آيتونه دي. قرآن كريم د تلاوت لپاره په ۷ منزلونو وېشل شوې. ددې وېش فلسفه دا ده چې په ورځني ډول سره څوك يو منزل تلاوت كړي، نو په اوونۍ كې به ټول قرآن تلاوت وشي. دارنگه د ۳۰ پارو هم همدا رول دى، كه چېرې څوك په ورځني ډول يوه پاره تلاوت كړي، نو په مياشت كې به يو ځل قرآن كريم ختم كړي.

ترتېب

قرآن كريم دوه ترتيبه لري، چې په لاندې ډول دي:

    • نزولي ترتيب
    • د لوستو (تلاوت) ترتيب
    • نزولي ترتيب: هغه دى، چې كله به د څښتن تعالى له لورې پر محمد صلی الله عليه وسلم باندې وحې راغله، نو هغه به يې سمدلاسه نورو صحابه ؤ ته ور واوروله چې له هېرېدو څخه يې مخنيوې وشي.

د قرآن كريم او نورو اسماني كتابونو همدا توپېر هم د يادولو وړ دى چې هغه ټول په يوه وار رانازل شوي، او قرآن كريم يواځينې الهي كتاب دى، چې د اړتيا او غوښتنې په اندازه به په نبي عليه السلام باندې رانازلېده. په نزولي ترتيب كې د (العلق) لومړني ۵ ايتونه رانازل شوي، او د بقرې ۲۸۱ ايت چې د (واتقوا يوما ترجعون فيه الى الله......) تر آخر پورې هغه آيت دى، چې له ټولو څخه وروسته نازل شوې دى.

د لوستو ترتېب

هغه دې چې كله نن سبا يې موږ د قرآن كريم د سپېڅلي كتاب په بڼه گورو، او ورځني ژوند كې يې تلاوت كوو. دا بڼه يې د تلاوت يا لوستو ترتيب دى. د قرآن ليكل د نبي عليه السلام په پېر كې د اوښانو او غويانو د ملاگانوپه هډوكو، د خرماپه پاڼو، صافو ډبرو، د حلالو ځناورو په پوستكو، او د ونو په ډډونو او تختو باندې ليكل شوې ؤ. دا ځكه چې په هغه وخت كې د كاغذ صنعت دومره پرمختگ نه ؤ كړې، او د نشت سره برابر ؤ. خو كله چې د اسلام د لومړي خليفه ابوبكر صديق په پېر كې د يمامې په غزا كې د ۷۰۰حافظو صحابوو يوه لويه ډله په شهادت ورسېده، نو حضرت عمر رضي الله عنه ته دا اندېښنه پېدا شوه، چې نه مبادا پدې ډول د قرآن حافظان په شهادت رسېږي، او هغه صحابه چې په نورو وطنونو كې دي، او له هغوي سره د قرآن كريم يوه اندازه خوندي وي، كه هغه د ليكنې په بڼه وي يا حفظ بڼه، نو هسې نه چې دا برخه له لاسه ورنه كړو. نو دا اندېښنه يې ابوبكر صديق ته ذكر كړه، او ترې يې وغوښتل كې قرآن كريم په يوه ځاى كې په ليكلي ډول سره راټول كړي. كله چې ابوبكر صديق دا اندېښنه واورېده نو په غوصه شو او وېې ويل چې څنگه هغه كار وكړم چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په خپل وخت كې ندې كړى. نو حضرت عمر رضي الله عنه ورته وويل چې پدې كې به خېر وي. په پاى كې الله تعالى د ابوبكر صديق سينه دى كار ته خلاصه كړه او د قرآن كريم د راټولولو د چارو مشري حضرت زېد د ثابت زوى ته وسپارلې. دا هغه كوچنې صحابي ؤ ، چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په ژوند كې به يې وحى ليكې. نو پدې ډول زېد بن ثابت رضي الله عنه په مشرۍ قرآن كريم په يوه مصحف كې راټول شو، او د ابو بكر صديق سره يې كېښود، ان تردې چې ومړ، او بيا دا مصحف حضرت عمر فاروق رضي الله عنه واخيست او ساتنه يې ورڅخه كوله، بيا حفصه بن عمر رضي الله عنها ته وسپارل شو. كله چې د عثمان رضي الله عنه په پېر كې د قرآن راټولول پېل شول نو له حصفې رضي الله عنها څخه يې نوموړې مصحف وغوښت او د هغې لمخې يې نور مصحفونه وليكل.

د قرآن ژبه

د قرآن كريم ژبه فصيحه عربي ژبه ده، چې نن ورځ هم د هماغه مقام لورنكې لرونكى دى، كوم چې ۱۴ پېړۍ مخكې ورته حاصل ؤ. كه څه هم د عربي ژبې څو گړدوده لكه: مصري، مراكشي، لبناني، كوېټي، شامي، عراقي، يمني، سوډاني، ليبيايي او داسې نور منځته راغلي، خو بيا هم قرآن كريم د ټولو گړدودو ترمنځ د يوه فصېح او بلېغ گړدود په څېر د منځگړي او پل په څېر د عرب او عجم د يووالي رول ترسره كوي. د عربي ژبې لوى، لوى پوهان چې پدې ډله كې مسلمان او كاپران شامل دي، د قرآن فصاحت او بلاغت ته گوته په غاښ دي، ځكه چې د دومره غټوالي سره، سره يوه گرامري غلطي هم نلري. كه چېرې د عربي ژبې د ابجدي حروفو لمخې د ابجد عددونه په نظر كې ونيول شي، نو قرآن كريم كې د يوه نوې څېړنې لمخې چې ډاكټر راشد الخليفه د سولگر په ذريعه كړې، دې پايلې ته رسېدلې، چې په قرآن كريم كې يوه ځانگړې حسابي نظام شته، چې دا نظام د هېڅ انسان په وس كې ندى. قرآن كريم كې كيسې هم شته، تاريخي پېښې هم، فلسفه هم ترسترگو كېږي، منطق هم، پېچلې ساېنسي مسئلې هم شته، او د يوه عام انسان د ژوند تېرولو لارې چارې هم. كله چې قرآن كريم نازل شو نود هغه وخت عربي ژبه هم فصېحه وه، د شعر او شاعرۍ ادب خپل اوج ته رسېدلې ؤ، نو ځكه ددې خبرې امكان هم نه پاتې كېږي چې په قرآن كريم كې دې كومه غلطي او د هغه وخت اديبان او شاعران دى د هغې په اړه څه ونه وايي، او ځان دې همداسې ناخبره پاتې كړي. قرآن كريم دا دعوه كړې چې ددې په څېر دې يو آيت هم جوړ كړي مگر د هغه پېر اديبان لدې هم، چې د خپل فصاحت او بلاغت له وجې به يې نور خلك عجم (گونگيان) باله، هم ددې چلېنج ځواب ور نكړاى شواى. يو ځل ابي لهب چې د محمد صلی الله عليه وسلم تره هم كېده، د قرآن په څېر د يوه سورت د جوړولو تابيا وكړه. وروسته له ډېر سوچ او فكر څخه پدې وتوانېد چې يوه بې باكه او له خندا ډكه ټوټه شعر، چې له هر ډول فصاحت، بلاغت او كرامت څخه خالي ؤ جوړ كړ چې پدې ډول دى: (الفيل و الفيل، و ما ادراك ما الفيل، له خرطوم طويل.... ) تر آخره پورې.

تفسیر او مفسرینِ

د قرآن كريم د مطلب روښانه كولو ته تفسير وايي، او تفسير كوونكيو ته مفسر وايي. د تفسير او مفسر څو ډولونه شته چې په لنډ ډول به ورته اشاره وكړو:

د عربي ژبې نامتو تفسيرونه نومونه په لاندې ډول دي

په پښتو ژبې تفسيرونه

لومړنۍ ژباړې

د قرآن كريم لومړنۍ ژباړه سلمان پارسي رضي الله عنه كړې، چې سورت فاتحه يې پارسي ته ژباړلې دى. لوېديځو ژبو ته د لومړي ځل لپاره د قرآن كريمژباړه په لاتېني ژبه د رابرټ كېټون لخوا په ۱۱۴۳زېږيز كال وشوه. انگرېزۍ ته د لومړي ځل لپاره د قرآن كريمژباړه د الېگزانډر راوس لخوا په ۱۶۴۹ زېږيز كال وشوه.

مقطعات حرفونه

مقطعات حروف يا (حروف مقطعات) چې په عربي كې ورته حواميم، فواتح هم وايي، په [[قرآن كريم ]] كې هغه استعمال شوي عربي ابجدي حرفونه دي، كوم چې د قرآن په ځينو سورتونو په سر كې راځي. مثلا: الــم، الــمــر، يــــس او داسې نور. د عربي ژبې داسې حرف نشته چې په هغه څېړنه نه وي شوي. مگر دا مقطعاتحرفونه، چې ددې په مانا يواځې الله تعالى پوهېږي. دا حرفونه د ۲۹ سورتونو په پېل كې راځي، او د (شورى) په سورت كې د دوهم ايت په ډول راغلي دي.


تړلې موضوعگانې

اخځليكونه

  1. المخل لدراسه القرآن الكريم. ليكوال: ډاكټر محمد بن محمد ابو شهب. چاپځاى: مكتبه السنه- الدار السلفيه لنشر العلم- القاهره- ۸۱ شارع البستان- ميدان عابدين.
  2. مناهل العرفان في علوم القرآن،
  3. تعارف مذاهب عالم، ليكوال: ډاكټر اېس. اېم شاهد- سركلر روډ اردو بازار لاهور
  4. ar.wikipedia.org
  5. www.islamonline.net