سولگر

اوږده ليکنه |
---|
سولگر یا کمپیوتر (په انګلیسي: Computer) د چارو دښوولو يو ټوليز ماشين دی چې اومتوكې (data) په خپلچاري توگه سمبالوي. كه څه هم د سولگر ميكانيكي بيلگې د انسانانو په ژوند كي د ډير پخوا څخه په تاريخ كي ثبت شوي دي خو د لومړي ځل لپاره بريښنايي سولگر ته د شلمي پيړۍ په نيمايي ۱۹۴۰-۱۴۵ كالونو كي پراختيا وركړل شوه. دغخه لومړني سولگر د يوې سترې خونې په كچه لوی وو او د اوسنيو سولگرونو په پرتله ېې د سلگونو سولگرونو برېښنا لگښت درلود. که چېرې د کمپيوټر پيښليک ته پاملرنه وشي نو په لمړيو کې کمپيوټر د شمير د مسايلو د سرته رسولو لپاره په کار وړل کېده او له همدې کبله د کمپيوټر يا شميرونکي په نامه نومول شوی دی. مگر له شک پرته د نن ورځې کمپيوټرونه د شمير پر مسايلو برسيره په نورو بيلا بيلو برخو کې ،او نژدې د ژوند په ټولو برخو کې د گټې اخيستو وړ گرځيدلي او هغه په لاندې ډول تعريفولای شو: کمپيوټر يو اليکترونيکي ماشين دی چې لمړني ورکړل شوي معلومات ( (Data تر کار ((Process لاندې نيسي د مخکېنيو ورکړل شوو پروگرامونو پر بنسټ لمړني معلومات تحليل او تجزيه کوي او په ډير دقت او چټکتيا سره غوښتل شوي پايلې ساتي او يا هغه ښيې. پورتنی تعريف د کمپيوټر په اړه لاندې ټکي څرگندوي:
کله ناکله به مو کمپیوتر ورو کیږی او سرعت یی ډیر کم وی. نن ورځ اکثرا دا ستونزی د کمپيوټري ويروس له امله منځ ته راځی. د کمپیوتر برخیحافظهد کنترول برخهننی او باندنی غړیماخذونه |