اوونۍ
و اصلی برخی ته ورشی
د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
اوونۍ په پاړسي ژبه کې (هفته) په کالښود کې د مهال هغه برخه ده چې له اوو ورځو جوړه وي. دا د کالښود يوازنۍ برخه ده چې طبيعي بنسټ لري. شواروز د ځمکې پر چوليځ (محور) د هغې يوې بشپړې څرخېدنې وخت ته وايي، يانې چې بنسټ يې پر پنځ (طبيعت) ولاړ دی. کال د لمر پر شاوخوا باندې د ځمکې يوه وار بشپړ څرخېدلو وخت دی چې بنسټ يې پر يوه طبيعي پېښه باندې تکیه لري. خو اوونۍ داسې نه ده. په بېلابېلو اديانو کې د اوونۍ د ورځو لپاره د اووه عدد د ټاکلو لپاره ځينې توجيهات راغلي دي. خو داسې شواهد شته چې اوونۍ د ډېرو هغو لرغونو ولسو له خوا لا پېژندل شوې وه، چې په عيسويت يا نورو اديانو بيخي خبر نه ول .[۱]
د پیړۍ نمبرونه[سمول]

World map showing first day of week used in different countries[dubious ] Saturday Sunday Monday Friday