يونۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اوونۍ مارچ کب شعبان
ونۍ ۲ ۱۲ ۲۱
يونۍ ۳ ۱۳ ۲۲
دوه نۍ ۴ ۱۴ ۲۳
درې نۍ ۵ ۱۵ ۲۴
څلرنۍ ۶ ۱۶ ۲۵
پينځه نۍ ۷ ۱۷ ۲۶
جمعه ۸ ۱۸ ۲۷
يونۍ چې د اوونۍ دوهمه ورځ ده او وروسته له پيلنۍ راځي

په فارسي کې ورته یکشنبه او په عربي کې يوم الاحد نومیږي چې مانا یې لومړۍ ورځ ده. دا په لرغوني مصري، یهودي او هندي حسابونو کې لومړۍ ورځ ده.

يونۍ په اروپا، امریکا او د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې رخصتي ده. يونۍ عموماً د عیسویانو له خوا مقدسه ورځ ګڼل کیږي.

د پاکستان له جوړېدو راهیسې د يونۍ ورځ په پاکستان کې اونیزه رخصتي وه، وروسته د ذوالفقار علي بوټو حکومت د جمعې په ورځ اونیزه رخصتي وکړه، له ډېرې مودې وروسته د میا محمد نواز شریف حکومت بیا د يونۍ په ورځ رخصتي پيل کړه او بیا هم يونۍ رخصتي ده. په پاکستان کې يونۍ اونيزه رخصتي وي.

د اوونۍ د ورځو نومونه
پښتو English
پيلنۍ Saturday
يونۍ Sunday
دوه نۍ Monday
درې نۍ Tuesday
څلرنۍ Wednesday
پنځه نۍ Thursday
ادينه (جمعه) Friday