امريکا لويه وچه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سيمه42,549,000 km2
هېوادونه۳۵ هېوادونه
اړوندتيا۲۳ سيمې
د امريکايي هیوادونو او سيمو لړليک
ژبېهسپانوي, انگريزي, پرتگالي, فرانسوي,
کچوا, هايتي کريول, گواراني,
آيمارا, آلماني او نور ډير
وخت سيمېUTC-10 to UTC

امريکاګانې چې يو ځای ورته امريکا هم ويل کيږي، پراخه ځمکه ده چې ټوله شمالي او سويلي امريکا په کې رانغښتې ده. امريکا د ځمکې په لویدیځه نيمه کره کې تر ټولو زياته ځمکه په غېږ کې نيسي او نوې نړۍ جوړوي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

امريکاګانو او له هغې سره نښتي ټاپوګان د ځمکې د سطحې اته سلنه برخه او د ټولې وچې ځمکې اته وېشت اعشاريه څلور سلنه برخه نیولې. د امريکاګانو پر جوړښت د امريکا «کورډيليريا» غرونه حاکم دي، کوم چې د غربي څنډو په اوږدو کې پراته دي. د امريکاګانو په اواره ختيځه برخه کې سترې سمندري کاسې دي، لکه امازون، سنت. لارنس سمندر-ستر جهيل ډنډ، ماسيپي او لا پلاټا. له دې امله چې، امريکا له شمال څخه د سويل پر لور څوارلس زره کيلو متره (اته زره  او اووه سوه ميله) غځېدلې ده، د کاناډا په شمال کې د شمال قطبي «تندرا»، ګرين لينډ او الاسکا څخه نیولې، په مرکزي او سويلي امريکا کې تر استوايي باراني ځنګلونو پورې يې اقليم او چاپېريال په پراخه کچه مختلف دی.

له ۴۲۰۰۰ څخه تر ۱۷۰۰۰ کاله مخکې، له آسيا څخه ځينې انسانان په امريکاګانو کې مېشت شول. له هغه وروسته، له آسيا څخه په «ناډينا» ژبه خبرې کوونکي خلک دويم ځل کډوال شول. له ميلاد ۳۵۰۰ کاله مخکې، نوې قطبي سيمې ته د «انويټ» وروستيو کوچ دا چاره بشپړه کړه او د همدوی کډوالۍ ته په عمومي توګه په امريکاګانو کې د اصلي خلکو د مېشتېدو په سترګه کتل کېږي.

په امريکاګانو کې لومړۍ پېژندل شوې اروپايي مېشتېدا د لوڅاوو «نورس ليف اريکسن» وه. بیا هم دا نيواک کله هم د تل لپاره نه شو او بيا خوشې کړای شو. له ۱۴۹۲ زڅخه تر ۱۵۰۴ز کال پورې، د هسپانوي کرستوفر کولمبس سفرونو، له اروپايي ځواکونو سره دايمي اړيکه رامنځ ته کړه (او ورپسې له نورې زړې نړۍ سره)، په پايله کې يې کولمبيايي راکړه ورکړه رامنځ ته شوه او په دې توګه د لوڅاوو نيولو او مستعمره ګرځولو يو پړاو پيل شو، چې اغېزې او پايلې يې تراوسه پورې روانې دي. په هغه ځای کې د هسپانيې شتون، د ډېرو امريکايي اصلي استوګنو له مريي کولو سره ملګری و.  [۷][۸]

هغو ناروغيو چې له اروپا او لویديځې افريقا څخه هلته رسېدلې وې، ډېری اصلي استوګن له منځه يووړل او اورپايي ځواکونو امريکاګانې ونيولې. د قراردادي مزدورانو په ګډون، له اروپا څخه ډله یيزې کډوالۍ او د افريقايي مريانو واردولو، تر ډېره بريده د اصلي خلکو ځای ونيو.[۹]

په ۱۷۷۰ز کلونو کې د امريکايي اوښتون په پيل سره، له نیواک(اشغال) څخه د امريکاګانو خلاصون پيل شو او د ۱۸۹ز کلونو په پای کې د هسپانيې او امريکايانو تر منځ په جګړې سره پای ته ورسېد. اوسمهال نږدې د امريکاګانو ټول اوسېدونکي په خپلواکو هېوادونو کې ژوند کوي، بيا هم د نيواک او د اروپايانو د مېشتېدا مېراث دا دی چې، امريکاګانې ډېرې شريکې کلتوري ځانګړتياوې لري، تر ټولو مشهور يې مسيحيت او اندو-اروپايي ژبې دي: چې په سر کې يې هسپانوي، انګليسي، پرتګالي، فرانسوي او یو څه ( په لږ کچه) هالنډي ژبه ده. 

امريکاګانې د نږدې يو ميليارد اوسېدونکو کور دی، دوه په درې برخه يې په متحده ايالاتو، برازيل او مکسيکو کې ژوند کوي. اته ستر ښارونه لري (معنا دا چې ښاري سيمې چېرې چې لس ميليونه خلک يا له دې زيات په کې ژوند کوي) او هغه سيمې دا دي: نيويارک ښار (۲۳.۹ ميليونه)، د مکسيکو درې ښاري سيمه (۲۱.۲ ميليونه)، ساو پاولو (۲۱.۲ ميليونه)، لاس انجليس (۱۸.۸ ميليونه)، بوئنوس ايرس (۱۵.۶ ميليونه)، ريو ډي جينيرو (۱۳.۰ ميليونه)، بګوټا (۱۰.۴ ميلیونه) او ليما (۱۰.۱ ميليونه). [۱۰]

د نوم رېښه او نوم اېښودل

د امريکا نوم په لومړي ځل په ۱۵۰۷ز کې اورېدل شوی. د والډسيمولر له خوا د جوړه شوې دوه بعديزه کره د دې اصطلاح تر ټولو پخوانی ثبت شوی استعمال دی. دا نوم همدا راز (له اميريګن اړوندې اصطلاح سره يو ځای) د «کوسموګرافيا انټروډوکټيو» نومي کتاب کې هم کارول شوی و، چې اټکل کېږي، د «ماتياس رينګمن» له خوا ليکل شوی او هغه په دې نوم سره سويلي امريکا ته اشاره کړې ده. په ۱۵۳۸ز کال کې دا نوم جرادوس مرکاتور د شمالي او سويلي امريکا دواړو لپاره کارولی دی. د امريکا ټکی له (Americus) څخه مشتق شوی، دا ټکی د ايټالوي لوڅاوو « Amerigo Vespucci» د نوم د لومړۍ برخې لاتيني بڼه ده. د امريکا ښځينه نوم، د اسيا، افريقا او اروپا له ښځینه نوم سره برابر دی.[۱۱][۱۲][۱۳]

په اوسنۍ انګليسي ژبه کې په عمومي توګه شمالي او سويلي امريکا جلا لویې وچې بلل کېږی او که د دواړو يادونه کېږي، نو امريکاګانې ورته ويل کېږي يا ډېر کم وخت امريکا بلل کېږی. کله چې ورته د يوې لويې وچې په توګه نظر کېږي، نو په مفرد بڼه يعنې امريکا يادېږي. په دې توګه، د کومې څرګندې قرینې د نه شتون پر مهال، که يوازې امريکا ياده شي، نو موخه ترې د امريکا متحده ايالات وي.[۱۴][۱۵]

په انګليسي ژبه غږېدونکې نړۍ کې له تاريخي اړخه د امريکا اصطلاح تر ۱۹۵۰ز کال پورې يوې لويې وچې ته کارېده (لکه د ون لون په جغرافيه کې ۱۹۳۷ ز): د تاريخ پوهانو هر يو کرن ويګن او مارټين ډبلو. لويس په وينا: [۱۶]

دا به هېښونکې وي( حیرانوونکې) چې معلومه شي، په ۱۹۳۷ز کال کې په متحده ايالاتو کې خپور شوي يوه کتاب کې شمالي او سويلي امريکا، لا هم د يوې لويې وچې په توګه يادېږي، خو بيا هم دا تصور تر دويمې نړيوالې جګړې ډېر عام و. دا ناڅاپي نه ده چې، دا نظر هغه مهال د امريکا د جيوپوليټيکل طرحو په خدمت کې و، چې هم يې د لویدیځې نيمې کرې د نيولو هڅه کوله او هم يې د پخوانۍ نړۍ له لويو وچو اروپا، اسيا او افريقا څخه د بېلتون هڅه کوله. په ۱۹۵۰ز کلونو کې نږدې ټولو جغرافيه پوهانو ټينګار کاوه چې، د کتو له نظره د شمالي او سويلي امريکا جلا جلا پراخې سيمې د دې وړ دي چې، په جلا جلا نومونو ونومول شي.

تاریخچه

له کولمبيايي پړاو مخکې

له کولمبيايي څخه مخکې پړاو، د امريکا د تاريخ او له تاريخ څخه مخکې ټولې هغه اړخيزې برخې رانغاړي، کومې چې د امریکاګانو په لويه وچه کې د اروپايي اغېزو له څرګندېدو مخکې دی، دا پړاونه په لرغوني لوړ ډبرين عصر کې د مېشتېدو څخه پيلېږي او په مډرن عصر کې د اروپا له خوا تر نېواک پورې رسېږي. له کولمبيايي څخه مخکې اصطلاح، په ځانګړي ډول د امريکا د اصلي سترو تمدنونو لپاره کارول کېږي، لکه د ميزوامريکا (اولمکيان، تولتکيان، تيوتي هواکانو، زاپوتيک، ميکسټيک، ازتيک او مايا) او همدا راز، لکه: انډيز (انکا، موچه، ميوسکا، کاناريس).

له کولمبيايي پړاو څخه مخکې ډېرو تمدنونو يو لړ ځانګړتياوې او نښې جوړې کړې دي چې په هغې کې تلپاتې هستوګنځايونه، کروندګري، مدني او د يادښت معمارۍ او پېچلي ټولنيز تسلسل شامل دي. له دې تمدنونو څخه ځينې يې په لومړي ځل د اروپايانو د دايمي رسېدو پر مهال (د پنځلسمې پېړۍ پای او شپاړسمې پيل) له منځه تللي وو او يوازې د لرغون پېژندنې څېړنو له لارې وپېژندل شول. ځينې تمدونونه بيا له دې پړاو سره يو ځای و او همدا راز د هغه وخت د تاريخي رواياتو له لارې هم پېژندل شوي دي. د «مايا» په څېر ډېر کم يې ليکلي معلومات لري. په هر حال، د هغه مهال ډېريو اروپايانو دې ليکنو ته د بت پرستۍ په سترګه کتل او ډېری يې د مسيحيانو په اورتونونو کې ويجاړ کړای شول. نن سبا ورڅخه يوازې يو څو پټ شوي سندونه د پاتې دي، کوم چې د اوس وخت تاريخ پوهانو ته د هغه مهال د کلتور او پوهې په اړه يو څو شېبې په لاس کې ورکوي. [۱۷]

مېشتېدنه

د امریکاګانو لومړي استوګن ځای، هلته له اسيا کوچېدلي وو. په الاسکا او يوکون کې له ۲۰۰۰۰  کاله څخه لرغوني هستوګن ځايونه پېژندل شوي دي چې اټکل کېږي، عمر به يې ۴۰۰۰۰ کاله وي. سربېره پر دې، امريکا ته او په امريکاګانو کې د پاليو-هنديانو (سور پوستو هنديانو) کوچېدلو ځانګړتياوې چې په هغې کې د سفر نېټې او لارې شاملې دي، د تل لپاره تر څېړنې او بحث لاندې دي. په امريکاګانو کې پراخه استوګنه، له زيات نه زيات کنګلونو په پای کې، له ۱۶۰۰۰ څخه تر ۱۳۰۰۰ کلونو مخکې پورې رامنځ ته شوې ده.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

سرچینې


  1. "America." The Oxford Companion to the English Language (کينډۍ:ISBN). McArthur, Tom, ed., 1992. New York: Oxford University Press, p. 33: "[16c: from the feminine of Americus, the Latinized first name of the explorer Amerigo Vespucci (1454–1512). The name America first appeared on a map in 1507 by the German cartographer Martin Waldseemüller, referring to the area now called Brazil]. Since the 16c, a name of the western hemisphere, often in the plural Americas and more or less synonymous with the New World. Since the 18c, a name of the United States of America. The second sense is now primary in English: ... However, the term is open to uncertainties: ..."
  2. Burchfield, R. W. 2004. Fowler's Modern English Usage. (کينډۍ:ISBN) Oxford, UK: Oxford University Press; p. 48.
  3. "America". Oxford Dictionary. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Webster's New World College Dictionary, 2010 by Wiley Publishing, Inc., Cleveland, Ohio.
  5. Merriam Webster dictionary. Merriam-Webster, Incorporated. 2013. د لاسرسي‌نېټه March 23, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "continent n. 5. a." (1989) Oxford English Dictionary, 2nd edition. Oxford University Press; "continent1 n." (2006) The Concise Oxford English Dictionary, 11th edition revised. (Ed.) Catherine Soanes and Angus Stevenson. Oxford University Press; "continent1 n." (2005) The New Oxford American Dictionary, 2nd edition. (Ed.) Erin McKean. Oxford University Press; "continent [2, n] 4 a" (1996) Webster's Third New International Dictionary, Unabridged. ProQuest Information and Learning; "continent" (2007) Encyclopædia Britannica. Retrieved January 14, 2007, from Encyclopædia Britannica Online.
  7. . Leif Erikson (11th century). BBC
  8. Kamen, Henry. Spain's Road to Empire: The Making of a World Power, 1492–1763. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Taylor, Alan (2001). American Colonies. New York: Penguin Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780142002100. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Censo 2010. Resultados provisionales: cuadros y grá" (په هسپانوي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ ډيسمبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په November 7, 2017 باندې). Oldest map to use word 'America' up for sale. News and Record.
  12. "The Map That Named America (September 2003) – Library of Congress Information Bulletin". Loc.gov. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Toby Lester, "Putting America on the Map", Smithsonian, 40:9 (December 2009)
  14. See for example: america – Definition from the Merriam-Webster Online Dictionary. Retrieved on January 27, 2008; "dictionary.reference.com america". Dictionary.com. The American Heritage Dictionary of the English Language, Fourth Edition. Houghton Mifflin Company, 2004. Accessed: January 27, 2008.
  15. Marjorie Fee and Janice MacAlpine, Oxford Guide to Canadian English Usage (2008) page 36 says "In Canada, American is used almost exclusively in reference to the United States and its citizens." Others, including The New Zealand Oxford Dictionary, The Canadian Oxford Dictionary, The Australian Oxford Dictionary and The Concise Oxford English Dictionary all specify both the Americas and the United States in their definition of "American".
  16. "The Myth of Continents: A Critique of Metageography (Chapter 1)". University of California Press. د لاسرسي‌نېټه August 14, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Mann, Charles C. (2005). 1491: New Revelations of the Americas Before Columbus. New York: Knopf. OCLC 56632601. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4000-4006-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Introduction". Government of Canada. Parks Canada. 2009. د اصلي آرشيف څخه پر April 24, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 9, 2010. Canada's oldest known home is a cave in Yukon occupied not 12,000 years ago like the U.S. sites, but at least 20,000 years ago الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Pleistocene Archaeology of the Old Crow Flats". Vuntut National Park of Canada. 2008. د اصلي آرشيف څخه پر October 22, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 10, 2010. However, despite the lack of this conclusive and widespread evidence, there are suggestions of human occupation in the northern Yukon about 24,000 years ago, and hints of the presence of humans in the Old Crow Basin as far back as about 40,000 years ago. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Journey of mankind". Brad Shaw Foundation. د لاسرسي‌نېټه November 17, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Atlas of the Human Journey-The Genographic Project". National Geographic Society. 1996–2008. د اصلي آرشيف څخه پر May 1, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 6, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Bonatto, SL; Salzano, FM (1997). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A single and early migration for the peopling of the Americas supported by mitochondrial DNA sequence data"]. Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America (National Academy of Sciences) 94 (5): 1866–71. doi:10.1073/pnas.94.5.1866. PMID 9050871. Bibcode1997PNAS...94.1866B.