ځمکپېژندنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
The Earth's layered structure. (1) inner core; (2) outer core; (3) lower mantle; (4) upper mantle; (5) lithosphere; (6) crust

ځمکپېژندنه یا جيولوجي په لومړي ځل د يونان له ژبې راوتلی ويېک دی او د ځمکې پېژندنې نه مانا او مفهوم داسې څرگندېږي . ځمکه پېژندنه هغه پوهه يا علم دی چې پکې د ځمکې څېره، مساهت ،ډول ، فيزيکي څرنگوالی (پږنۍ څرنگوالی) او د ځمکې د پېښليک (تاريخ ) پوره انځوريزه بشپړ پوهاوی او شننه پلاس راکوي او راښيي.

ځمک‌پوهنه د ځمکې د علومو یوه څانګه ده چې له مایع او جامدې ځمکې، جوړوونکو ډبرو او هغو پروسو سره اړوندېږي چې د وخت په تېرېدو سره بدلون کوي. په ځمک‌پوهنه کې د سپوږمۍ او مریخ په څېر د هرې ځمکنۍ سیارې یا طبیعي سپوږمکۍ د جامدو ځانګړنو څېړنه هم شاملېدای شي. معاصره ځمک‌پوهنه د ځمکې له نورو علومو لکه هایدرولوژۍ او اتومسفیري علومو سره په پراخ ډول غاړه غړۍ ده او له همدې امله د ځمکني سیستم د علم او سیاره‌يي علومو یو مهم اړخ بلل کېږي.[۱][۲]

ځمک‌پوهنه د ځمکې په سطحه کې او تر سطحې لاندې د ځمکې جوړښت او هغه پروسې تشرېح کوي چې دغه جوړښت یې رغولی دی. د دې تر څنګ په یوه ځانګړي ځای کې د پیدا شویو ډبرو نسبي او مطلق عمرونه ټاکي او د دغو ډبرو تاریخچه تشرېح کوي. د دغو وسایلو په مرسته ځمک‌پوهان د ځمکې جیولوژيکي تاریخ په ټولیز ډول تشرېح کولی او د ځمکې عمر څرګندولی شي. ځمک‌پوهنه د تخته‌يي جوړښت، د ژوند د تکامل د تاریخچې او د ځمکې د تېر اقلیم لپاره لومړني شواهد برابروي.[۳]

ځمک‌پوهان د ځمکې پر جوړښت او تکامل د پوهېدو لپاره ګڼ مېتودونه کاروي چې په دې کې ساحوي څېړنې، د ډبرو تشرېحات، جیوفزیکي تخنیکونه، کیمیایي تحلیلونه، فزیکي ازمېښتونه او عددي ماډلونه یادولی شو. له علمي نظره ځمک‌پوهنه د کاني توکو او هایدرو کاربن د اکتشاف او ګټې اخیستنې، د اوبو د سرچینو د ارزونې، پر طبیعي خطرونو د پوهېدو، د چاپېریالي ستونزو د حلولو او د تېرو اقلیمي بدلونونو په اړه د لیدلوري وړاندې کولو لپاره مهمه ده. ځمک‌پوهنه د مهمو اکاډمیکو څانګو له ډلې ده چې د جیولوژيکي انجنیرۍ لپاره مرکزي اهمیت لري او په جیوتخنیکي انجنیرۍ کې مهم رول لري.

ځمک‌پوهنیز توکي

د ځمک‌پوهنې ډېره برخه ډېټا له هغو څېړنو څخه ترلاسه کېږي چې د ځمکې د جامدو توکو په اړه کېږي. اسماني ډبرې او نور تر ځمکې ور هاخوا طبیعي توکي د ځمک‌پوهنیزو یا جیولوژيکي مېتودونو پر بنسټ څېړل کېږي.

کاني توکي

کاني توکي هغه طبیعي عناصر او ترکیبونه دي چې مشخص متجانس کیمیایي ترکیب او اتومي تریب لري.

هر کاني توکی بېلې فزیکي ځانګړنې لري او د هرې ځانګړنې د مشخصولو لپاره یې ګڼ ازمېښتونه موجود دي. ځینې ازمېښتي بېلګې په لاندې مورادو کې ازمویلی شو:[۴]

  • ځلا: د یوه مېنرال یا کاني توکي له سطحې څخه د منعکس شوي نور څرنګوالی دی. د بېلګې په توګه فلزي، مرغلین یا مرواریدي، مومي یا تت.
  • رنګ: کاني توکي د رنګونو له مخې ډلبندي کېږي. تر ډېره تشخیصي دی، خو ناخالص‌والی کولای شي د یوه کاني توکي رنګ بدل کړي.
  • رګ: دا کار پر چیني تخته د مېنرالي بېلګې په ګرولو سره ترسره کېږي. د رګ رنګ د کاني توکي یا مېنرال په نامه کې مرسته کولی شي.
  • کلکوالی: د ګرېدو په مقابل کې د یوه کاني توکي مقاومت دی.
  • ځانګړی دروندوالی: د یوه کاني توکي د ټاکلي حجم وزن دی.
  • جوش: پر کاني توکي هایدرولیک اسید ور څڅول کېږي چې جوش یې وکتل شي.
  • مقناطیسیت: په دې کې مقناطیس کارول کېږي تر څو د یوه کاني توکي مقناطیسیت وازمویل شي.
  • خوند: کاني توکي بېلابېل خوندونه لرلای شي، لکه هالیټ (چې مالګې ته ورته خوند لري).

ډبرې

ډبره د هرې جامدې طبیعي کتلې یا د مېنرالونو یا هم منرال ته ورته توکو د ټولګې په معنا ده. په ځمک‌پوهنه کې ډېری څېړنې د ډبرو له څېړنو سره اړوندې دي، ځکه چې ډبرې د ځمکې د جیولوژيکي تاریخ ډېری لومړني سوابق وړاندې کوي. ډبرې درې مهم یا لوی ډولونه لري چې اتشفشاني، رسوبي او مېټامورفیک ډبرې بلل کېږي. د ډبرو څرخه د ډبرو خپل‌منځي اړیکې څرګندوي.

کله چې یوه ډبره له ویلې یا ذوب حالت څخه جامد ته بدلېږي، دا یوه اتشفشاني ډبره ده. دا ډبره هوا وهلی او خرابېدلی شي، بیا بېرته رسوب کوي او پر رسوبي ډبره بدلېږي. بیا وروسته د تودوخې او فشار په مرسته پر مېټامورفیک ډبره بدلېدای شي چې دغه چاره یې کاني محتوا بدلوي. د ډبرو دا درې واړه ډولونه ښايي بیاځلي ویلې شي او کله چې ویلې کېږي، نوې مګما [ویلې شوي ناسوچه فلزي مواد] ترې جوړېږي چې ښايي بل ځل بیا هم یوه نرمه یا ویلې شوې ډبره پر جامد حالت واړوي. عضوي مواد لکه د ډبرو سکاره، قیر، تېل او طبیعي ګاز تر ډېره له هغو رسوبي ډبرو سره اړوند دي چې پراخ عضوي مواد لري.

ځمک‌پوهان د دغو درې واړو ډبرو د څېړنې لپاره هغه کاني توکي او نورې فزیکي ځانګړنې ارزوي چې دا ډبرې ترې جوړې شوې دي.[۵]

د ټولې ځمکې جوړښت

د ځمکې جوړښت

په لوړه تودوخه او لوړ فشار کې په زلزله‌پوهنه، کمپیوټري ماډل‌جوړونو، مېنرال‌پوهنه او کریسټالوګرافۍ کې شوي پرمختګونه د ځمکې د داخلي ترکیب او جوړښت په اړه ځینې لیدلوري په لاس راکوي.

زلزله‌پوهان کولای شي د زلزله‌ييزو څپو د را رسېدو وختونه د ځمکې د داخلي عکاسۍ لپاره وکاروي. په دې برخه کې لومړنیو پرمختګونو یوه بیرونۍ مایع هسته (په هغه ځای کې چې غوڅېدونکې څپې د خپرېدو وړ نه وې) او یوه جامده داخلي هسته وښوده. د دغو پرمختګونو په پایله کې د ځمکې طبقه‌يي ماډل جوړ شو چې په سر کې یې یوه طبقه او لټوسفیر دي، په بېخ کې یو پوښ دی (چې د زلزله‌ييز انفصال له امله په ۴۱۰ او ۶۶۰ کلیومترۍ کې جلا شوی) او تر هغه لاندې بیرونۍ او داخلي هستې لري. په وروستیو کې زلزله‌پوهان توانېدلي چې د ځمکې په داخل کې د څپو د سرعت دقیق انځورونه واخلي، کټ مټ لکه ډاکتر چې د سي ټي سکن په مرسته د یوه بدن عکس اخلي. دغو عکسونو د ځمکې د داخل یوه ډېره دقیقه کتنه رامنځته کړې او ساده طبقه‌يي ماډل یې پر یوه لا ډېر خوځند ماډل بدل کړی دی.

د تاریخ ټاکنې مېتودونه

نسبي تاریخ ټاکنه

د نسبي تاریخ ټاکنې مېتودونه هغه مهال رامنځته شول چې ځمک‌پوهنه د لومړي ځل لپاره د یوه طبیعي علم په توګه را څرګنده شوه. دا مهال ځمک‌پوهان لا هم د ځمک‌پوهنې د تاریخ او د جیولوژيکي پېښو د وخت په اړه د معلوماتو وړاندې کولو لپاره لاندې اصول کاروي.

د ورته‌والي اصل وايي، په هغو عملیو کې لیدل شوې جیولوژيکي پروسې چې دا مهال د ځمکې طبقه بدلوي، د جیولوژیک وخت په اوږدو کې یې کابو په همدې ډول عمل کړی دی. د ځمک‌پوهنې یو بنسټیز اصل چې په اتلسمه پېړۍ کې سکاټلنډي ډاکتر او ځمک‌پوه «جېمز هاټون» وړاندې کړ، دا دی چې «اوس مهال د تېرو وختونو کیلي ده». هاټون وايي: "زموږ د نړۍ تاریخ باید د هغو پېښو په مټ تشرېح شي چې دا مهال د پېښېدو په حال کې دي."[۶][۷]

مطلقه تاریخ ټاکنه

د شلمې پېړۍ په پیل کې د راډیو اکټیو ایزوټوپونو او نورو مېتودونو په مرسته د جیولوژيکي پېښو د مطلقې تاریخ ټاکنې د وړتیا په رامنځته کېدو سره د ځمک‌پوهنې په علم کې پرمختګونه اسانه شول. دغې چارې د جیولوژيکي وخت په اړه پوهه بدله کړه. تر دې وړاندې ځمک‌پوهانو د ډبرو د تاریخ ټاکنې لپاره یوازې فوسیلونه کارولی شوای. د ایزوټوپي تاریخ ټاکنو په مرسته د ډبرو د مطلقو عمرونو ټاکنه شونې شوه، په دې توګه دغه مطلق تاریخونه پر هغو فوسیلي لړیو هم عملي کېدای شي چې د تاریخ ټاکنې وړ مواد په کې دي او پخواني نسبي عمرونه پر نویو مطلقو عمرونو بدلېدای شي.[۸]

سرچينې

  1. کينډۍ:OEtymD
  2. کينډۍ:LSJ
  3. Gunten, Hans R. von (1995). "Radioactivity: A Tool to Explore the Past". Radiochimica Acta 70–71 (s1): 305–413. doi:10.1524/ract.1995.7071.special-issue.305. ISSN 2193-3405. http://doc.rero.ch/record/292801/files/ract.1995.7071.special-issue.305.pdf. 
  4. "Mineral Identification Tests". Geoman's Mineral ID Tests. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Surficial Geologic Maps" Archived 2016-02-16 at the Wayback Machine. in New Hampshire Geological Survey, Geologic maps. des.nh.gov
  6. Levin, Harold L. (2010). The earth through time (الطبعة 9th). Hoboken, NJ: J. Wiley. د کتاب پاڼې 18. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-470-38774-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Reijer Hooykaas, Natural Law and Divine Miracle: The Principle of Uniformity in Geology, Biology, and Theology, Leiden: EJ Brill, 1963.
  8. Tucker, R.D.; Bradley, D.C.; Ver Straeten, C.A.; Harris, A.G.; Ebert, J.R.; McCutcheon, S.R. (1998). "New U–Pb zircon ages and the duration and division of Devonian time". Earth and Planetary Science Letters 158 (3–4): 175–186. doi:10.1016/S0012-821X(98)00050-8. Bibcode1998E&PSL.158..175T. https://alaska.usgs.gov/staff/geology/bradley/bradley_pubs/Tucker_Dev_time_scale_1998.pdf. Retrieved 2018-01-29.