هوا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
Top of Atmosphere.jpg

د ځمکې اتموسفیر (Atmosphere of Earth) چې په عمومي توګه د هوا په نوم پېژندل کېږي، د ځمکې د جاذبې قوې په وسیله ساتل کېدونکې د ګازونو هغه طبقه یا قشر دی چې د دغې سیارې شاوخوا یې پوښلې او د سیارې اتموسفیر جوړوي. د ځمکې اتموسفیر د داسې فشار په رامنځته کولو سره چې د ځمکې پر سطحه د مایع اوبو د شتون، د ماوراء بنفش (ultraviolet) لمریزو وړانګو د جذبولو، د تودوخې د بندښت (ګلخانه یي اغېزو) له لارې د سطحې د ګرمولو او د ورځې او شپې ترمنځ د سختې تودوخې د کمولو شونتیا رامنځته کوي او پر ځمکه د ژوند کولو زمینه برابروي.

د مولي کسر له مخې (یعنې د مالیکولونو د شمېر پربنسټ) وچه هوا ۷۸.۰۸٪ نایتروجن، ۲۰.۹۵٪ اکسیجن، ۰.۹۳٪ ارګون، ۰.۰۴٪ کاربن ډای اکسایډ او لږ مقدار نور ګازونه لري. هوا  د اوبو د بړاسونو یو متفاوت مقدار لري، چې په منځني ډول د سمندر پر سطحه شاوخوا ۱٪، او په ټوله فضا کې ۰.۴٪ برخه جوړوي. د هوا جوړښت، تودوخه او د اتموسفیر فشار د لوړوالي او ارتفاع له مخې توپیر لري. په اتموسفیر کې، د ځمکنیو نباتاتو د فوتوسنتیز او د ځمکنیو حیواناتو په تنفس کې کارېدونکې وړ(مناسبه) هوا یوازې د ځمکې په تروپوسفیر کې موندل کېږي.[۷]

د ځمکې لومړنی اتموسفیر په لمریز نیبولا (solar nebula) کې ګازونه لري، چې تر ډېره په کې هایدروجن دی. اتموسفیر د وخت په تېرېدو سره پام‌وړ بدلون کړی او د ډېرو عواملو لکه اورغورځوونکی(اتشفشان)، ژوند او هوا نه اغېزمن شوی دی. په وروستیو وختونو کې، انساني فعالیتونو هم د اتموسفیر په بدلونونو کې ونډه لرلې، لکه نړیواله تودوخه، د اوزون ګاز کمښت او د اسید یا تیزابو رسوب.

اتموسفیر شاوخوا5.15×1018  کیلوګرامه کتله ( حجم) لري، چې درې پر څلورمه برخه یې د سطحې پر مخ تر ۱۱ کیلومتره (۶.۸ میله، ۳۶۰۰۰ فوټه) پورې واقع ده. اتموسفیر د لوړوالي په ډېرېدو سره نازکېږي او د اتموسفیر او باندنۍ فضا (outer space) ترمنځ کومه مشخصه پوله نشته. د کرمان کرښه (Kármán line) د ۱۰۰ کیلومتره (۶۲ میله) یا د ځمکې د منځ قطر په ۱.۵۷٪ کې، تر ډېره د اتومسفیر او بهرنۍ فضا ترمنځ د پولې په توګه یادېږي. د اتموسفیر اغېزې په شاوخوا ۱۲۰ کیلومتره (۷۵ میله) ارتفاع کې د فضایي بېړۍ د اتموسفیري بیاننوتلو (atmospheric reentry) پرمهال د پام وړ وي. په اتموسفیر کې ګڼ قشرونه د تودوخې او ترکیب په څېر ځانګړنو له مخې توپیرېدای شي.[۸]

د ځمکې د اتموسفیر او د هغه د پروسې څېړنه د اتموسفیر پوهنې یا ایرولوژي (aerology) په نوم یادېږي او ډېرې فرعي څانګې لري، لکه: اقلیم پوهنه او اتموسفیري فزیک. د دې برخې په لومړیو مخکښانو کې لیون ټیسیرینک ډي بورټ (Léon Teisserenc de Bort) او ریچارډ اسمان (Richard Assmann) شامل دي. د تاریخي فضا څېړنه د پخوانۍ ياقلیم پېژندنې یا پلیوکلایمېټولوژي (paleoclimatology) په نوم یادېږي.[۹]

جوړښت(ترکیب)

د ځمکې د اتموسفیر درې مهمې برخې نایتروجن، اکسیجن او ارګون ګازونه دي. د اوبو بړاس بیا د حجم یا کتلې له مخې د اتموسفیر شاوخوا ۰.۲۵٪ جوړوي. د اوبو د بړاس یا بخار (د شنو خونو یا شینکوړک ګاز) غلظت د اتموسفیر په ترټولو سړو برخو کې په مولي کسر کې له ۱۰ پي پي ام (ppm) څخه تر شاوخوا ۵٪ مولي کسر تودوخې پورې په ګرمه او لندبله(مرطوبه) هوا کې متفاوت دی او د نورو اتموسفیر ګازونو غلظت بیا په عمومي توګه د وچې هوا له نظره (د اوبو له بخار پرته) ویل شوی دی. پاتې ګازونه ازیاتره د کم پیدا (trace gases) ګازونو په نوم یادېږي، چې په کې نور ګلخانه‌یي یا شینکوړک ګازونه، په عمده توګه کاربن ډای اکسایډ، میتان، نایټروس اکسایډ او اوزون دي. پر ارګون سربېره، چې مخکې یې یادونه وشوه، نور نجیبه ګازونه، نیون، هیلیم، کریپټون او زینون هم په کې شته دي. په فلټر شوې هوا کې د ګڼو نورو کیمیاوي مرکباتو یو څه مقدار هم موندل کېږي. ډېری طبیعي توکي ممکن له سیمه ییزاو موسمي پلوه په لږ مقدار کې د ایروسول یا ځوړند ذراتو (aerosols) په توګه د غیر فلټر شوې هوا په نمونه کې وموندل شي، چې د معدني او عضوي ترکیبونو ګردونه، د ګل ګرد (pollen) او تخمونه، سمندري سپرې او آتش فشاني ایرې (volcanic ash) په کې شاملېږي. بېلابېل صنعتي ککړوونکي هم ښایي د ګازو یا ایروسول ځوړندو ذراتو (aerosols) په توګه وموندل شي، لکه: کلورین (عنصري یا په مرکب ډول)، د فلورین مرکبات او د عنصري سیمابو بخار. د سلفر مرکبات، لکه: هایدروجن سلفایډ او سلفر ډای اکسایډ (SO2) هم ښایي د طبیعي سرچینو یا صنعتي هوا له ککړتیا نه ترلاسه شي.[۱۰][۱۱]

د وچې هوا منځنی مالیکولي وزن، چې د کثافت د محاسبه کولو لپاره کارېدای شي یا د مولي کسر او کتله‌ییز کسر ترمنځ د تبدیل لپاره کارېدای شي، شاوخوا ۲۸.۹۴۶ یا ۲۸.۹۶ ګرامه پرمول (g/mol) دی. کله چې هوا مرطوبه وي، دا وزن بیا کمېږي.[۱۲][۱۳][۱۴]

د ګازونو نسبي غلظت، تر ۱۰۰۰۰ متره (۳۳۰۰۰ فوټه) پورې ثابت پاتې کېږي.[۱۵]

طبقه بندي

په ټولیزه توګه، د هوا فشاراو کثافت په اتموسفیر کې له لوړوالي سره کمېږي. که څه هم، تودوخه بیا د ارتفاع له لوړوالي سره خورا پېچلې ځانګړنې لري او ښایي یو څه ثابته پاتې شي او یا ان په ځینو سیمو کې د ارتفاع له لوړوالي سره زیاته شي (لاندې د تودوخې برخه وګورئ). دا چې د تودوخې لوړوالي د ځانګړنو ټولیزه نمونه او ماډل، یا هم د تېرېدو کچه، ثابته او د غږیزو بالونونو پرمټ د اندازه کولو وړ ده، نو ځکه د تودوخې چلند د اتموسفیر د قشرونو ترمنځ د توپیر کولو لپاره یو ګټور متري معیار (metric) په لاس ورکوي. په دې توګه، د ځمکې اتموسفیر په پنځو اصلي طبقو وېشل کېدای شي (چې د اتموسفیر د طبقه بندۍ Stratification په نوم یادېږي): تراپوسفیر، سټراټوسفیر، میسوسفیر،ترموسفیر او ایګزوسفیر. د دغو پنځو پوړونو ( قشرونو) لوړوالی په لاندې ډول دی:[۱۶]

  • ایګزوسفیر: له ۷۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ کیلومتره (له ۴۴۰ څخه تر ۶۲۰۰ میله).
  • ترموسفير: له ۸۰ څخه تر ۷۰۰ کیلومتره (له ۵۰ څخه تر ۴۴۰ میله).[۱۷]
  • میسوسفیر: له ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلومتره (له ۳۱ څخه تر ۵۰ میله).
  • سټراټوسفیر: له ۱۲ څخه تر ۵۰ کیلومتره (له ۷ څخه تر ۳۱ میله).
  • ټراپوسفیر: له ۰ تر ۱۲ کیلومتره (له ۰ تر ۷ میله).[۱۸]

فزیکي ځانګړنې

د تودوخې درجه

د تودوخې د درجې له مخې پر قشرونو د اتموسفیر وېش، تر ډېره پورته بحث شوی دی. د تودوخې درجه د سمندر له سطحې نه له لوړوالي سره ورو ورو کمېږي، مګر په دغه بهیر کې بدلونونه له ۱۱ کیلومترو نه پورته پیلېږي، چېرې چې تودوخه د پاتې تراپوسفیر له لارې په لوی عمودي واټن کې ثابته پاتې کېږي. په سټراټوسفیر کې بیا له شاوخوا ۲۰ کیلومترو نه پورته د لوړوالي او په اوزون طبقه کې د تودوخې له امله چې په دې سیمه کې د ډای اکسيجن او اوزون ګاز له خوا د لمر ماوراء بنفش وړانګو د نیولو له امله رامنځته کېږي، د تودوخې درجه ورو ورو زیاتېږي. بیا هم د تودوخې د زیاتوالي بله سیمه، په خورا لوړه ارتفاع کې شته ده، چې هغه په ترموسفیر کې له ۹۰ کیلومترو نه پورته وي.

د غږ چټکتیا

دا چې د ثابت ترکیب په یوه مثالي یا ایډیال ګاز کې د غږ سرعت یا تېزوالی یوازې په تودوخه پورې اړه لري، نه په فشار یا کثافت پورې، نو ځکه په اتموسفیر کې د غږ چټکتیا له لوړوالي ( ارتفاع) سره د تودوخې د پېچلو ځانګړتیاوو بڼه غوره کوي (ښي اړخ ته انځور وګورئ)، او په کثافت یا فشار کې د لوړوالي بدلونونه نه منعکسوي.

سرچینې

  1. Cox, Arthur N., المحرر (2000), Allen's Astrophysical Quantities (الطبعة Fourth), AIP Press, د کتاب پاڼي 258–259, د کتاب نړيواله کره شمېره 0-387-98746-0 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), which rounds Nکينډۍ:Sub and Oکينډۍ:Sub to four significant digits without affecting the total because 0.004% was removed from Nکينډۍ:Sub and added to Oکينډۍ:Sub. It includes 20 constituents.
  2. Haynes, H. M., المحرر (2016–2017), CRC Handbook of Chemistry and Physics (الطبعة 97th), CRC Press, د کتاب پاڼې 14کينډۍ:Hyphen3, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4987-5428-6 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), which cites Allen's Astrophysical Quantities but includes only ten of its largest constituents.
  3. "Trends in Atmospheric Carbon Dioxide", Global Greenhouse Gas Reference Network, NOAA, 2019, د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مې ۲۰۱۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Trends in Atmospheric Methane", Global Greenhouse Gas Reference Network, NOAA, 2019, د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مې ۲۰۱۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. National Aeronautics and Space Administration (1976), U.S. Standard Atmosphere, 1976 (PDF), د کتاب پاڼې 3 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Allen, C. W. (1976), Astrophysical Quantities (الطبعة Third), Athlone Press, د کتاب پاڼې 119, د کتاب نړيواله کره شمېره 0-485-11150-0 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Two recent reliable sources cited here have total atmospheric compositions, including trace molecules, that exceed 100%. They are Allen's Astrophysical Quantities[۱] (2000, 100.001241343%) and CRC Handbook of Chemistry and Physics[۲] (2016–2017, 100.004667%), which cites Allen's Astrophysical Quantities. Both are used as references in this article. Both exceed 100% because their COکينډۍ:Sub values were increased to 345 ppmv, without changing their other constituents to compensate. This is made worse by the April 2019 کينډۍ:CO2 value, which is 413.32 ppmv.[۳] Although minor, the January 2019 value for کينډۍ:CH4 is 1866.1 ppbv (parts per billion).[۴] Two older reliable sources have dry atmospheric compositions, including trace molecules, that total less than 100%: U.S. Standard Atmosphere, 1976[۵] (99.9997147%); and Astrophysical Quantities[۶] (1976, 99.9999357%).
  8. Lide, David R. Handbook of Chemistry and Physics. Boca Raton, FL: CRC, 1996: 14–17
  9. Vázquez, M.; Hanslmeier, A. (2006). "Historical Introduction". Ultraviolet Radiation in the Solar System. 331. Springer Science & Business Media. د کتاب پاڼې 17. Bibcode:2005ASSL..331.....V. doi:10.1007/1-4020-3730-9_1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4020-3730-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Wallace, John M. and Peter V. Hobbs. Atmospheric Science: An Introductory Survey Archived 2018-07-28 at the Wayback Machine.. Elsevier. Second Edition, 2006. کينډۍ:ISBN. Chapter 1
  11. "Trace Gases". Ace.mmu.ac.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ اکتوبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Detlev Möller: Luft: Chemie, Physik, Biologie, Reinhaltung, Recht. Walter de Gruyter, 2003, کينډۍ:ISBN, S. 173. (View in Google Books).
  13. Yunus Çengel. Termodinamica e trasmissione del calore. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Air - Molecular Weight and Composition". www.engineeringtoolbox.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Air Composition". The Engineering ToolBox. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۱۷. The composition of air is unchanged until elevation of approximately 10.000 m الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په 2015-03-02 باندې). Earth's Upper Atmosphere.
  17. Randy Russell (2008). "The Thermosphere". د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "The height of the tropopause". Das.uwyo.edu. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)