د ځمکې تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ځمکې تاریخ د ځمکې د جوړېدو له مهاله تر نن ورځې پورې د دغې سیارې پراختیا ته اړوندېږي. د طبیعي علومو نږدې ټولو څانګو د ځمکې د مخکنیو پېښو په درک کې مرسته کړې، چې د ځمک پوهنې د پرله پسې بدلونونو او بیولوژیکي ودې له خوا مشخص کېږي.

د ځمک پوهنې مهالیز مقیاس، لکه څه ډول چې د نړیوال کنوانسیون له خوا تعریف شوی، د ځمکې له پیل نه تر نن ورځې پورې د وخت لویې دورې انځور کوي، چې مهالیز وېش یې د ځمکې د تاریخ ځینې مشخصې پېښې څرګندوي. (په ګرافیک کې Ma د « یو میلیون کاله وړاندې» په معنا دی). ځمکه نږدې ۴.۵۴ بیلیونه کاله مخکې، نږدې د نړۍ یو په درې عمر وړاندې، د لمریز غونډال د زیاتوالي (accretion) په واسطه رامنځته شوې. د اورغورځوونکو یا اتشفشاني ګازونو وتلو احتمالا لومړنۍ فضا یا اتومسفیر او وروسته سمندرونه جوړ کړي، خو په لومړني اتومسفیر کې تر ډېره هېڅ اکسیجن نه و. د ځمکې ډېره برخه په ویلي ډول وه، ځکه په مکرر ډول له نورو اجسامو سره د ټکر له امله په زیاته کچه اتشفشانونه رامنځته شوي و. هغه مهال چې ځمکه په لومړي پړاو (لومړنۍ ځمکه) کې وه، داسې اټکل کېږي چې د تیا سیارې په څېر یو لوی جسم سره د ټکر له امله سپوږمۍ رامنځته شوې. د وخت په تېرېدو سره ځمکه سړه شوې، چې د یوه جامد پوست د رامنځته کېدو لامل شوې او اجازه یې ورکړې چې په مایع ډول اوبه یې په سطحه باندې راپیدا شي.[۱][۲][۳]

د هادین دوره ، د ژوندانه د باور وړ نښو (فوسیلونو) وړاندې دورې استازولي کوي چې د ځمکې له جوړېدو پیلېږي او ۴.۰ بیلیونه کاله وړاندې پای ته رسېږي. ورپسې د آرکئن او پروتروزوئیک دورې په ځمکه باندې د ژوند د پیل او لومړني تکامل څرګندويي کوي. د فانیروزوئیک دوره بیا په درېو دورو وېشل کېږي: فالازوئیک، د بې هډوکو ژوندیو موجوداتو، کبانو او د ځمکې پر سر د لومړني ژوند دوره؛ میسوزوئیک، چې د غیر الوتونکو ډایناسورانو د رامنځته کېدو، واکمنۍ او انقراض دوره ده او سینوزوئیک چې د تي لرونکو ژوندیو موجوداتو د رامنځته کېدو شاهده ده. د پېژندنې وړ انسانان ۲ میلیونه کاله وړاندې رامنځته شوي چې د ځمک پوهنې په مقیاس کې ډېر کوچنی پړاو دی.

په ځمکه کې د ژوندانه لومړني کره شواهد په ایروچین (Eoarchean) دوره کې وروسته له هغه چې د هادین دورې په لومړیو کې جیولوژیکي سطحې د ویلي حالت نه په جامد کېدو پیل وکړ،نږدې ۳.۵ بیلیون کلونو وړاندې ته اړوند دي. په لویدیځه آسټرالیا کې د سترومالیټونو په څېر میکروبي پېچلي فوسیلونه په رسوبي ډبرو کې کشف شوي چې ۳.۴۸ بیلیونه کاله مخینه لري. د بیوژینیک مادې نور لومړني فزیکي شواهد هغه ګرافیتونه دی چې په ۳.۷ بیلیونه کلونو پخوانیو فرا رسوبي ډبرو (metasedimentary rocks) کې په سویل لویدیځ ګرینلنډ کې کشف شوي، لکه څرنګه چې  په لویدیځه آسټرالیا کې په ۴.۱ بیلونه پخوانیو ډبرو کې د «بیوټیک ژوند پاتې شوني» موندل شوي. د یوه څېړونکي په باور: «که چېرې ژوند لږ چټک په ځمکه کې رامنځته کېده... نو دا به په کایناتو کې عام (یعنې پېژندل شوی) و».[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

فوټوسنتیزي موجودات د ۳.۲ او ۲.۴ بیلیونو کلونو وړاندې ترمنځ راڅرګند شول او په اتومسفیر کې یې د اکسیجن په زیاتولو پیل وکړ. تر ۵۸۰ میلونه کلونو وړاندې پورې ژوند په ډېره کوچنۍ او مایکروسکوپی ډول پاتې و، هغه مهال چې څو هستوي پېچلی ژوند رامنځته شو او د وخت په تېرېدو یې وده وکړه، چې ۵۴۱ میلیونه کاله وړاندې د کامبرین چاودنې پر مهال خپل اوج ته رسېدلی و. د ژوندانه د ډولونو دغه یوځلي بدلون، د نن ورځې ډېرې اصلي پېژندل شوې څانګې رامنځته کړې او د پروټوزوئیک دوره یې له کامبرین مهال نه په پالازوئیک دورې ووېشله. داسې اټکل کېږي چې اوس مهال پر ځمکه باندې ژوند کوونکي ۹۹ سلنه ژوندي موجوداتو پنځه بیلیونه کاله وړاندې منقرض شوي. په ځمکه باندې د اوسنیو ژوندیو موجوداتو ډولونه له ۱۰ میلیونه نه تر ۱۴ میلیونه پورې اټکل کېږي، چې ۱.۲ میلیونه یې تر اوسه مستند شوي، خو ۸۶ سلنه نور یې تر اوسه نه دي تشرېح شوي. په داسې حال کې چې، په دې وروستیو کې ادعا شوې چې یو تریلیون ډوله ژوندي موجودات، په ځمکه کې ژوند کوي، چې یوازې د یو سلنه ډولونو ۱۰۰۰ یې تر اوسه تشرېح شوي دي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ځمکې سطحې هم د هغې د جوړېدو له مهاله بدلون موندلی، لکه څرنګه چې ژوند د هغه له لومړنیو ډولو بدلون موندلی، ژوندیو موجوداتو وده کړې، نوې بڼې یې موندلې، په ښځینه ډولونو وېشل شوې او یا هم د فزیکي چاپېریال پر وړاندې منقرض شوي دي. د ځمکې د صفحې د جوړېدو بهیر، د ځمکې پر سر د لویو وچو، سمندرونو او ژوندانه ډولونو ته په شکل ورکولو دوام لري.

د سپوږمۍ جوړېدل[سمول]

د ځمکې یوازنۍ طبیعي سپوږمکۍ، په لمریز نظام کې د خپلې سیارې په نسبت تر ټولو لویه سپوږمکۍ ده. د اپولو پروګرام پر مهال ډبرې د سپوږمۍ له سطحې نه ځمکې ته راوړل شوې. د دغو ډبرو راډیو متري تاریخ ښيي چې سپوږمۍ ۴.۵۳± ۰.۰۱ بیلیونه کاله مخینه لري، چې د لمریز نظام له جوړېدو نږدې ۳۰ میلیونه کاله وروسته جوړه شوې. نوي شواهد څرګندوي چې، سپوږمۍ د لمریز نظام له پیلېدو ډېر وروسته، ۴.۴۸ ± ۰.۰۲ ګالیم یا ۷۰- ۱۱۰ میلیونه کاله وروسته جوړه شوې.

د سپوږمۍ د جوړېدو اړوند نظریات باید له سپوږمۍ وروسته جوړېدل او اړوند نور حقایق تشرېح کړي. لومړی، سپوږمۍ لږ کثافت (د اوبو ۳.۳ ځله، او د ځمکې له ۵.۵ چنده سره په مقایسه) او کوچنۍ فلزي هسته لري. دویم، په سپوږمۍ کې نه اوبه شته او نه هم نور تښتېدونکي مواد. درېیم، ځمکه او سپوږمۍ دواړه د اکسیجن ایزوتوپیک لاسلیک (د اکسیجن د ایزوتوپونو نسبي زیاتوالی) لري. له هغو نظریاتو نه چې د دغو مواردو د تشرېح په موخه وړاندیز شوې، یوه یې په پراخه کچه منل شوې: د لوی جسم د ضربې فرضیه (The giant impact hypothesis ) څرګندوي چې: سپوږمۍ وروسته له هغه چې د مریخ په اندازه لوی جسم (چې ځینې وختونه د تیا په نوم یادېږي) له لومړنۍ ځمکې سره ټکر کړی، رامنځته شوې.

دغه ټکر د وروستي چیکشلوب (Chicxulub) ټکر په پرتله ۱۰۰ میلیونه چنده انرژي خپره کړې او باور پر دې دی، چې نا الوتونکي ډاینسوران یې منقرض کړي. د ځمکې د باندنیو پوښونو او دواړو جسمونو د وېلي کېدو لپاره کافي وه.

وروستۍ پېښې[سمول]

د ۱۹۴۰ مې ز لسیزې د نیمايي راهیسې بدلونونو تر نن ورځې پورې په چټکۍ دوام لرلی دی. په تکنالوژیکي پراختیاوو کې اټومي وسلې، کمپیوټرونه او ژینټیکي انجینري شاملېږي. اقتصادي نړیوال توب، په ارتباطاتو او ټرانسپورټي ټکنالوژي کې د ودې له امله، د نړۍ په ډېرو برخو کې په ورځني ژوند اغېز لرلی. کلتوري او بنسټیزو ډولونو، لکه: دیموکراسي، کپیټلیزم او چاپېریالیزم ډېر اغېز لرلی دی. لویې اندېښنې او ستونزې، لکه: ناروغۍ، جګړه، بېوزلي، له تاوتریخوالي ډک راډیکالیزم او په دې وروستیو کې د انساني فعالیتونو له امله اقلیمي بدلونونه، د نړۍ د وګړو په زیاتوالي سره زیاتې شوې دي.

سرچینې[سمول]

  1. "International Stratigraphic Chart". International Commission on Stratigraphy
  2. Dalrymple, G. Brent (2001). "The age of the Earth in the twentieth century: a problem (mostly) solved". Special Publications, Geological Society of London. 190 (1): 205–221. Bibcode:2001GSLSP.190..205D. doi:10.1144/GSL.SP.2001.190.01.14. S2CID 130092094. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Manhesa, Gérard; Allègre, Claude J.; Dupréa, Bernard; Hamelin, Bruno (1980). "Lead isotope study of basic-ultrabasic layered complexes: Speculations about the age of the earth and primitive mantle characteristics". Earth and Planetary Science Letters. 47 (3): 370–382. Bibcode:1980E&PSL..47..370M. doi:10.1016/0012-821X(80)90024-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Schopf, J. William; Kudryavtsev, Anatoliy B.; Czaja, Andrew D.; Tripathi, Abhishek B. (5 October 2007). "Evidence of Archean life: Stromatolites and microfossils". Precambrian Research. Amsterdam: Elsevier. 158 (3–4): 141–155. Bibcode:2007PreR..158..141S. doi:10.1016/j.precamres.2007.04.009. ISSN 0301-9268. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Schopf, J. William (29 June 2006). "Fossil evidence of Archaean life". Philosophical Transactions of the Royal Society B. London: Royal Society. 361 (1470): 869–885. doi:10.1098/rstb.2006.1834. ISSN 0962-8436. PMC 1578735. PMID 16754604. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Raven & Johnson 2002, p. 68
  7. (په 13 November 2013 باندې). Oldest fossil found: Meet your microbial mom. Excite. Mindspark Interactive Network
  8. (په 13 November 2013 باندې). Oldest signs of life on Earth found.کينډۍ:Cbignore
  9. Noffke, Nora; Christian, Daniel; Wacey, David; Hazen, Robert M. (16 November 2013). "Microbially Induced Sedimentary Structures Recording an Ancient Ecosystem in the ca. 3.48 Billion-Year-Old Dresser Formation, Pilbara, Western Australia". Astrobiology. New Rochelle, NY: Mary Ann Liebert, Inc. 13 (12): 1103–1124. Bibcode:2013AsBio..13.1103N. doi:10.1089/ast.2013.1030. ISSN 1531-1074. PMC 3870916. PMID 24205812. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Ohtomo, Yoko; Kakegawa, Takeshi; Ishida, Akizumi; et al. (January 2014). "Evidence for biogenic graphite in early Archaean Isua metasedimentary rocks". Nature Geoscience. London: Nature Publishing Group. 7 (1): 25–28. Bibcode:2014NatGe...7...25O. doi:10.1038/ngeo2025. ISSN 1752-0894. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 19 October 2015 باندې). Hints of life on what was thought to be desolate early Earth. Excite. Mindspark Interactive Network
  12. Bell, Elizabeth A.; Boehnike, Patrick; Harrison, T. Mark; et al. (19 October 2015). "Potentially biogenic carbon preserved in a 4.1 billion-year-old zircon" (PDF). Proc. Natl. Acad. Sci. U.S.A. Washington, DC: National Academy of Sciences. 112 (47): 14518–14521. Bibcode:2015PNAS..11214518B. doi:10.1073/pnas.1517557112. ISSN 1091-6490. PMC 4664351. PMID 26483481. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Early edition, published online before print.
  13. Kunin, W.E.; Gaston, Kevin, المحررون (1996). [[[:کينډۍ:Google books]] The Biology of Rarity: Causes and consequences of rare–common differences] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-412-63380-5. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 8 November 2014 باندې). Prehistory's Brilliant Future. New York Times.
  15. G. Miller; Scott Spoolman (2012). [[[:کينډۍ:Google books]] Environmental Science – Biodiversity Is a Crucial Part of the Earth's Natural Capital] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Cengage Learning. د کتاب پاڼې 62. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-133-70787-5. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Stearns, Beverly Peterson; Stearns, S.C.; Stearns, Stephen C. (2000). Watching, from the Edge of Extinction. Yale University Press. د کتاب پاڼې preface x. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-08469-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Mora, C.; Tittensor, D.P.; Adl, S.; Simpson, A.G.; Worm, B. (23 August 2011). "How many species are there on Earth and in the ocean?". PLOS Biology. 9 (8): e1001127. doi:10.1371/journal.pbio.1001127. PMC 3160336. PMID 21886479. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Staff (په 2 May 2016 باندې). Researchers find that Earth may be home to 1 trillion species. National Science Foundation.