میترولوژي (د هوا د بدلون او څرګندوالي علم)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

میترولوژي د فضايي علومو يوه څانګه ده (چې فضايي کيميا او فضايي فزيک په کې شامل دي)، چې زيات تمرکز يې د هوا په اټکل باندې دی. د میترولوژي څېړنه زرګونو کلونو پخوا ته ورګرځي، که څه هم تر ۱۸ پېړۍ پورې په میترولوژي کې ګټور پرمختګ ونه شو. ۱۹ پېړۍ په دې برخه کې وروسته له هغې د برابرې ودې شاهده وه، چې د هوا د مشاهدې شبکې په پراخه کچه تشکيل شوې. د هوا په اټکل کې لومړنۍ هڅو پر تاريخي ارقامو باندې تکيه درلوده. د شلمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې د اوبو او هوا د حالاتو په اړه د پام وړ پرمختګونه تر لاسه شول، تر دې چې د فزیک د قوانینو له روښانه کېدو او په تیره بیا د کمپیوټر په راتلو سره چې د اوبو او هوا د حالاتو زیاتره معادلې یې په اتومات ډول سره حلولي، مرسته یې وکړه چې د هغو موډل (بېلګه) جوړ کړي. د هوا د اټکل يوه مهمه څانګه د سمندري هوا اټکل (marine weather forecasting) دی، ځکه دا برخه د سمندري او ساحلي خونديتوب سره اړيکه لري، چې د هوا اغېزې په کې د اوبو له پراخو کتلو سره اتموسفیري غبرګونونه لري.

ميترولوژيکي ښکارندې د پام وړ هوا پېښې دي، چې د هوا پېژندنې د علم په واسطه تشرېح شوي دي. ميترولوژيکي ښکارندې د ځمکې د فضا (حرارت درجه، د هوا فشار، د اوبو تبخير، عمده بهير او د دې بدلونونو بې ثباتي يا بدلون او غبرګونونه او د وخت په مهال کې يې د بدلون څرنګوالی) د بدلونونو په واسطه تشرېح شوي او تعريف شوي دي. په سيمه یيزو، ملي او نړيوالو کچو د هوا د تشرېح او اټکل په موخه بېلابېلې فضايي تلې يا اندازې (spatial scales) کارول کېږي.

د هواپېژندنې علم، د اقليم پېژندې علم، فضايي فزيک او فضايي کيميا د فضايي علومو فرعي ډولونه دي. ميترولوژي (د هوا پېژندنې علم) او د اوبو پېژندنې علم د اوبو او هوا علم (hydrometeorology) ګډ ډول جوړوي. د ځمکې د فضا او د هغې د سمندر تر منځ غبرګونونه د يو بحري او فضايي ګډ يا تړلي سيستم برخې دي. میترولوژي په بېلابېلو لکه نظامي، د انرژي د توليد، ترانسپورت، کرنې او ودانیزو چارو په برخو کې کاريال لري.

د میترولوژي (meteorology) ويکی د لرغوني يونان (μετέωρος metéōros (meteor)) او (-λογία -logia (-(o)logy)) څخه اخيستل شوی دی، چې په هوا کې د پورته شيانو د څېړنې معنا لري.

تاريخچه[سمول]

د کلنيو دورانونو پر بنسټ د بارانونو او سيلابونو د اټکل وړتيا که لرې نه وي، نو لږ تر لږه د کرنې د تنظيم له وختونو راهيسې د انسان په واسطه په ښکاره ډول وکارول شوه. د هوا د اټکل لومړنۍ طريقې د نجوم د علم له مخې وې او د روحاني کشيشانو په واسطه به اټکل کېدلې. د بابل پر تختو باندې د ميخي ليک ليکنو د تندر او باران تر منځ همغږي يا ملګرتيا ته اشاره وکړه. کلدانيانو (22°) او (°46) شپولونه [د لمر په شاوخوا ځلانده کړئ دي چې د تندر په وخت کې هم ليدل کېږي] سره بېل کړل. [۱]

د لرغوني هند (Upanishads) د ورېځو او موسمونو يادونه شته. (Samaveda) د هغو قربانيو يادونه کوي، چې د معلومو ښکارندو د پاملرنې پر مهال بايد تر سره شي. د (Varāhamihira) لرغونی کار (Brihatsamhita) چې ۵۰۰ ميلادي کال کې ليکل شوی دی؛ د هوا د مشاهدې ثبوت وړاندې کوي. [۲]

له ميلاد څخه ۳۵۰ کالونه مخکې ارستو ميترولوژي وليکله. ارستو د میترولوژي بنسټګر ګڼل کېږي. يو له تر ټولو اغېزناکو لاسته راوړنو څخه چې په میترولوژي کې تشرېح شوی دی، هغه څه دي چې اوس د هايدرولوژيکي (هوا پېژندنې) د دوران (hydrologic cycle) په توګه پېژندل کېږي. [۳][۴][۵]

د (De Mundo) کتاب (چې په ۲۵۰ ق م يا د ۳۵۰ او ۲۰۰ ق م کالونو تر منځ وليکل شو) يادونه کوي: [۶]

که چېرې يو ځلانده جسم پر اور باندې کېښودل شي او په ډېر پياوړي او توند ډول ځمکې ته خوشې شي (په ځمکه حمله وکړي، تندر ورته وايي. که چېرې دا يوازې د اور نيمايي وي، مګر پياوړی او لوی وي، نو بیا meteor ورته وايي. که چېرې هېڅ اور ونه لري، نو د لوګی ميله ورته وايي. دې ټولو ته «په چټکتيا سره لاندې راتلونکې نښلوونې يا ميلې» وايي، ځکه چې دوی پر ځمکه باندې په چټکۍ سره ښکته راځي. رڼاوې ځيني وختونه دود کوونکي وي او د همدې له پاره ورته پټه سوځېدونکې رڼا (smoldering lighting) وايي. ځيني وختونه دا په ډېرې تېزۍ سره ځانته حرکت کوي او په دې حالت ورته روښان يا تېز (vivid) وايي. په نورو وختونو کې دا په کږو ليکو کې حرکت يا سفر کوي او ښاخ لرونکې رڼا ورته وايي. کله چې مخ ښکته پر يو جسم باندې په تېزې سره راځي، نزولي چټکه رڼا ورته وايي.

يوناني عالم (Theophrastus) د هوا د اټکل په اړه د نښو کتاب (Book of Signs) په نوم يو کتاب ولیکه. د (Theophrastus) چاره د هوا د څېړنې او اټکل په برخو کې د نږدې ۲۰۰۰ کالونو لپاره يوه ځواکمنه اغېزه پاتې شوه. په ۲۵ ميلادي پېړۍ کې د رومي سترواکۍ يو جغرافيه پوه (Pomponius Mela) د اقليم د برخې سيستم رسمي کړ. د توفيق فهد (Toufic Fahd) د نظر له مخې د ۹ پېړۍ په شاوخوا کې الديناوري (Al-Dinawari) د نباتاتو کتاب (Kitab al-Nabat) وليکه، چې نوموړی په کې د عرب کرنيز اوښتون (Arab Agricultural Revolution) په جريان کې د کرنې په برخه کې د میترولوژي کاریال سره سروکار لري. نوموړی د اسمان، د سيارو او د ستورو مجموعې (constellations)، لمر او سپوږمۍ او قمري پړاوونه چې موسمونه او باران په ګوته کوي، anwa (د باران اسماني جسمونه) او فضايي پديدو لکه: بادونو، تندر، برېښنا، واورې، سېلابونو، تنګيو، سيندونو او جهيلونو ميترالوژيکي خاصيت تشرېح کوي. [۷][۸][۹][۱۰]

د هوا د اټکل په برخه کې لومړنۍ هڅې زياتره په نبوت او غيب وينې پورې تړلې وې او ځينې وختونه د نجومي نظرياتو پر بنسټ وې. (Admiral FitzRoy) له پيغمبري طريقو څخه د علمي طريقو د بېلولو هڅه وکړه. [۱۱]

د ليديز فضايي ښکارندو څېړنه[سمول]

(Ptolemy) د نجومي مشاهداتو په برخه کې د رڼا د فضايي ماتېدنې په اړه وليکل. په ۱۰۲۱ کې (Alhazen) څرګنده کړه، چې فضايي ماتېدنه د سباوون لپاره هم ځواب ويونکې ده. نوموړي اټکل وکړ چې سباوون هغه وخت پيل کېږي، چې لمر له افق (د اسمان څنډه) څخه ۱۹ درجې ښکته وي او همدارنګه يې د همدې پر بنسټ له يو geometric وړانديز څخه کار واخيست، تر څو  د ۵۲۰۰۰ ټول (نږدې ۴۹ ميله يا ۷۹ کيلو متره) په اندازه د ځمکې د فضا اعظي ممکنه لوړوالی اټکل کړي. [۱۲][۱۳]

ستر البرت (St. Albert the Great) لومړنی شخص و چې وړانديز يې وکړ چې د باران هر غورځېدونکي څاڅکي د يوې کوچنۍ کرې يا محيط بڼه لرله او دې بڼې د دې معنا لرله، چې د باران له هر څاڅکي سره د برېښنا د غبرګون په واسطه رنګين کمان توليدېده. (Roger Bacon) لومړنی شخص و چې د رنګين کمان زاويه لرونکې اندازه يې محاسبه کړه. نوموړي وويل چې د يو رنګين کمان څوکه له افق څخه پورته له ۴۲ درجو څخه لوړ نه شي ښکاره کېدلی. د ۱۳ پېړۍ په وروستيو او د ۱۴ پېړۍ په لومړيو کې کمال الدين الفارسي (Kamāl al-Dīn al-Fārisī) او د فريبيرګ (Theoderic) لومړني اشخاص وو، چې د بنسټيز رنګين کمان د پديدې لپاره يې سمه تشرېح وړاندې کړه. (Theoderic) مخکې ولاړ او منځنی رنګين کمان يې هم تشرېح کړ. په ۱۷۱۶ کې (Edmund Halley) وړانديز وکړ، چې لمر څرک يا سپيده داغ د مقناطيسي بهير (magnetic effluvia) له امله دی، چې د ځمکې د مقناطيسي برخې په ليکو کې حرکت کوي. [۱۴][۱۵][۱۶]

وسايل او د ډلبندۍ تلې (ميزان)[سمول]

په ۱۴۴۱ کې د (King Sejong) زوی د کوريا شهزاده (Munjong) د باران لومړنی معياري مقياس يا پيمانه اختراع کړه. دا د کوريا (Joseon) کورنۍ ته د يوې رسمې وسيلې په توګه واستول شول، چې د يو بزګر د بالقوه حاصل پر بنسټ د ځمکې ماليات وټاکي. په ۱۴۵۰ کې (Leone Battista Alberti) يو نوساني پلېټ (swinging-plate) جوړ کړ او د لومړني anemometer په توګه پېژندل کېده. په ۱۶۰۷ کې ګاليله (Galileo Galilei) يو ترموسکوپ جوړ کړ. په ۱۶۱۱ کې (Johannes Kepler) د واروې د کرستالونو په اړه د (Strena Seu de Nive Sexangula يا A New Year's Gift of Hexagonal Snow) [د نوي کال د شپږ ضلعي واورې ډالۍ] تر سرليک لاندې لومړنی علمي رساله وليکله. په ۱۶۴۳ کې (Evangelista Torricelli) له سيماب څخه جوړ د اتموسفير د فشار سنجولو اله اختراع کړه. په ۱۶۶۲ کې (Christopher Wren) د باران د اندازه کولو ميخانيکي، تشه او رېونده سلواغه (tipping bucket rain gauge) اختراع کړه. په ۱۷۱۴ کې (Gabriel Fahrenheit) د يو سيماب ډوله ترماميتر (حرارت معلومونکې اله) په جوړولو سره د حرارت درجې د اندازه کولو لپاره يوه د باور وړ تله جوړه کړه. په ۱۷۴۲ کې (Anders Celsius) چې يو سويډني ستوري پېژندونکی دیو د سانتي ګريد حرارت درجې تله وړانديز کړه، چې د اوسني (Celsius) تلې مخنی (لومړنۍ بڼه) ده. په ۱۷۸۳ کې لومړنی (hygrometer) [هوا سنج] د (Horace-Bénédict de Saussure) په واسطه تشرېح شو. په ۱۸۰۳ – ۱۸۰۲ کې (Luke Howard) د ورېځو د تشخيص په اړه وليکل، چې نوموړی په کې د ورېځې ډولونه لاتيني نومونه ګڼي. په ۱۸۰۶ کې (Francis Beaufort) د باد د چټکياوو د وېشلو لپاره خپل سيستم معرفي کړ. د ۱۹ پېړۍ پای ته نږدې د ورېځ لومړني کتابونه (cloud atlases) خپاره شول. د نړيوالې ورېځې اطلس (International Cloud Atlas) هم په کې وو، چې په چاپي بڼه تر اوسه پاتې دی. د ۱۹۶۰ اپرېل د هوا د لومړنۍ بريالۍ سپوږمکۍ (TIROS-1) پر لاره اچونې د هغې دور پيل په نښه کړ، چې د هوا معلومات په کې په نړيوال ډول د لاسرسي وړ شول. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

سرچينه[سمول]

  1. Hellmann, G. (1 October 1908). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The dawn of meteorology"] (in en). Quarterly Journal of the Royal Meteorological Society 34 (148): 221–232. doi:10.1002/qj.49703414802. ISSN 1477-870X. Bibcode1908QJRMS..34..221H. 
  2. NS, nsimd@ymail.com. "History of Meteorology in India". Imd.gov.in. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Meteorology: Introduction". Infoplease. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Aristotle (2004) [350 BCE]. Meteorology. The University of Adelaide Library, University of Adelaide, South Australia 5005: eBooks@Adelaide. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ فبروري ۲۰۰۷ باندې. Translated by E.W. Webster الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: location (link)
  5. "94.05.01: Meteorology". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ جولای ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Aristotle; Forster, E. S. (Edward Seymour), 1879–1950; Dobson, J. F. (John Frederic), 1875–1947 (1914). De Mundo. Oxford : The Clarendon Press. د کتاب پاڼې Chapter 4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  7. "Weather: Forecasting from the Beginning". Infoplease. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Timeline of geography, paleontology". Paleorama.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ سپټمبر ۲۰۱۲ باندې. Following the path of Discovery الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Fahd, Toufic. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". Botany and agriculture]. p. 815. 
  10. Morelon, Régis; Rashed, Roshdi (1996). Encyclopedia of the History of Arabic Science. 3. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-12410-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Anderson, Katharine (1999). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The weather prophets: science and reputation in Victorian meteorology"]. History of Science 37 (2): 179–215. doi:10.1177/007327539903700203. Bibcode1999HisSc..37..179A. 
  12. Anderson, Katharine (1999). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The weather prophets: science and reputation in Victorian meteorology"]. History of Science 37 (2): 179–215. doi:10.1177/007327539903700203. Bibcode1999HisSc..37..179A. 
  13. Frisinger, H. Howard (1973). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Aristotle's Legacy in Meteorology"]. Bulletin of the American Meteorological Society 54 (3): 198. doi:10.1175/1520-0477(1973)054<0198:ALIM>2.0.CO;2. ISSN 1520-0477. Bibcode1973BAMS...54..198F. 
  14. "Ancient and pre-Renaissance Contributors to Meteorology". د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Raymond L. Lee; Alistair B. Fraser (2001). The Rainbow Bridge: Rainbows in Art, Myth, and Science. Penn State Press. د کتاب پاڼې 155. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-271-01977-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Theodoric of Freiberg and Kamal al-Din al-Farisi Independently Formulate the Correct Qualitative Description of the Rainbow | Encyclopedia.com". www.encyclopedia.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Earth Science' 2005 Ed. Rex Bookstore, Inc. د کتاب پاڼې 151. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-971-23-3938-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Jacobson, Mark Z. (June 2005). Fundamentals of Atmospheric Modeling (paperback) (الطبعة 2nd). New York: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 828. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-54865-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Early Snow Crystal Observations". د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Grigull, U., Fahrenheit, a Pioneer of Exact Thermometry. Heat Transfer, 1966, The Proceedings of the 8th International Heat Transfer Conference, San Francisco, 1966, Vol. 1.
  21. Beckman, Olof (2001). "History of the Celsius temperature scale". Uppsala Astronomical Observatory. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ جولای ۲۰۰۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Thornes, John. E. (1999). John Constable's Skies. The University of Birmingham Press, pp. 189. کينډۍ:ISBN.
  23. Giles, Bill. "Beaufort Scale". BBC Weather. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)