Jump to content

د ځمکې جیولوژيکي تاریخچه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ځمکې جیولوژيکي تاریخچه په تېرو وختونو کې د ځمکې لویې جیولوژيکي پېښې د ځمک‌پوهنې د زماني مقیاس پر بنسټ څاري. د ځمک‌پوهنې زماني مقیاس د کرونولوژيکي تاریخ‌ټاکنې یو سیستم دی چې بنسټ یې د سیارې د ډبرینو لایو څېړنه ده. ځمکه شاوخوا ۴.۵۴ میلیارد کاله مخکې د لمریزو ورېځو د راټولېدو په پایله کې رامنځته شوه، لمریزې ورېځې د دوړو او ګاز مجموعه ده چې د لمر له جوړېدو څخه باقي پاتې شوه او نوره لمریزه منظومه یې جوړه کړه.

ځمکه په لومړیو کې د شدیدو اور غورځېدنو یا اتشفشانونو او له نورو اجسامو سره د پرله‌پسې ټکرونو له امله په نروب یا ویلي شوي حالت کې وه. بالاخره کله چې په اتومسفیر کې اوبه په راټولېدو شوې، د سیارې بېرونۍ لایه سړه شوه او یو جامد قشر یا پوړ یې جوړ کړ. تر دې وروسته سپوږمۍ احتمالاً له ځمکې سره د یوه ستوري ډوله جسم د لګېدو په پایله کې رامنځته شوه. وتونکو ګازونو او اتشفشاني فعالیتونو لومړنی اتومسفیر جوړ کړ. د اوبو د بخار تراکم چې له لکۍ لرونکو ستورو څخه د رالېږدېدلي کنګل په مرسته ډېرېده، سمندرونه رامنځته کړل. له دې سره سره، د ۲۰۲۰ کال په اګسټ میاشت کې څېړونکو وویل چې د سمندرونو د ډکولو لپاره کافي اوبه ښايي د سیارې د جوړېدو له پیله پر ځمکه موجودې وې.[۱][۲][۳]

دا چې سطحې د میلیونونو کلونو په جریان کې په دوامدار ډول خپله بڼه بدله کړه، وچې یا قارې رامنځته شوې او جلا شوې. دا وچې د ځمکې په ټوله سطحه کې خورې ورې شوې او کله ناکله سره یوځای شوې او لویې وچې یې رامنځته کړې. کابو ۷۵۰ میلیون کاله مخکې لومړنۍ پېژندل شوې لویې وچې «روډینیا» په تجزیه کېدو پیل وکړ. وروسته بیا وچې سره یوځای شوې او ۶۰۰ تر ۵۴۰ میلیون کاله مخکې یې «پانوټیا» رامنځته کړه، بالاخره یې «پانجیا» رامنځته کړه چې ۲۰۰ میلیون کاله مخکې تجزیه شوه.

د کنګل د زمانې اوسنۍ بېلګه شاوخوا ۴۰ میلیون کاله مخکې پیل شوه او بالاخره یې د پلیوسن د دورې په پای کې شدت زیات شو. قطبي سیمو له هغه مهال را وروسته د کنګل او تودوخې ګڼې پرله‌پسې دورې تر شا پرېښې دي چې په هرو ۴۰۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰۰ کلونو کې تکرارېږي. د کنګل د اوسنۍ زمانې وروستۍ دوره شاوخوا ۱۰۰۰۰ کاله مخکې پای ته ورسېده.

پریکامبرین

[سمول]

پریکامبرین دوره د ځمک‌پوهنیز یا جیولوژيکي وخت کابو ۹۰ سلنه برخه رانغاړي. له ۴.۶ میلیارد کاله مخکې مهال څخه د کامبرین دورې تر پیل (شاوخوا ۵۳۹ میلیون کاله) مهال پورې پراخه ده. په دې دوره کې درې پېرونه یا زمانې شاملېږي چې هاډین، ارکین او پروټروزوییک دي.

داسې لویې اتشفشاني پېښې چې د ځمکې چاپېریال بدلوي او د انقراض یا وژنو لامل کېږي، ښايي په تېرو درې میلیارده کلونو کې لس ځله رامنځته شوې وي.[۴]

هاډین پېر

[سمول]

د هاډین پېر په جریان کې (چې له ۴ تر ۴.۶ میلیارد کاله مخکې مهال کېږي) احتمالاً د لمر په شاوخوا کې د ګاز او دوړو په یوه لویه ورېځ کې لمریزه منظومه د جوړېدو په حال کې وه چې ځمکه یې ۴۵۰۰ میلیون کاله مخکې جوړه کړه. هاډین پېر په رسمي ډول نه دی پېژندل شوی، خو اصلاً د جامدو ډبرو د کافي سوابقو تر پیدا کېدو مخکې دوران څرګندوي. تر ټولو لرغونې تاریخي ډبرې زیرکان (zircon) دي چې د ۴۴۰۰ میلیون کاله مخکې مهال اړوندې دي.[۵][۶][۷][۸]

ځمکه په لومړیو کې د شدیدو اور غورځېدنو یا اتشفشانونو او له نورو اجسامو سره د پرله‌پسې ټکرونو له امله په نروب یا ویلي شوي حالت کې وه. بالاخره کله چې په اتومسفیر کې اوبه په راټولېدو شوې، د سیارې بېرونۍ لایه سړه شوه او یو جامد قشر یا پوړ یې جوړ کړ. تر دې وروسته سپوږمۍ احتمالاً له ځمکې سره د یوه ستوري ډوله جسم د لګېدو په پایله کې رامنځته شوه. د پتاشیم وروستۍ ایزوټوپي څېړنې څرګندوي چې سپوږمۍ له ځمکې سره د یوه لوی جسم د ټکر په پایله کې رامنځته شوې ده او د ځمکې یوه لویه برخه یې جلا کړې ده. د دغه جسم د حجم یوه برخه له ځمکې سره یوځای شوه او د ځمکې داخلي جوړښت یې په پام وړ ډول بدل کړ او یوه برخه هم فضا ته لاړه. ځینې مواد ژوندي پاتې شول او یوه څرخېدونکې سپوږمۍ یې جوړه کړه. وتونکو ګازونو او اتشفشاني فعالیتونو لومړنی اتومسفیر جوړ کړ. د اوبو د بخار تراکم چې له لکۍ لرونکو ستورو څخه د رالېږدېدلي کنګل په مرسته ډېرېده، سمندرونه رامنځته کړل. له دې سره سره، د ۲۰۲۰ کال په اګسټ میاشت کې څېړونکو وویل چې د سمندرونو د ډکولو لپاره کافي اوبه ښايي د سیارې د جوړېدو له پیله پر ځمکه موجودې وې.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د هاډین پېر په جریان کې وروستی دروند بمبار پېښ شو (چې شاوخوا ۴۱۰۰ تر ۳۸۰۰ میلیون کاله مخکې مهال کېږي) او باور دا دی چې په پایله کې یې په سپوږمۍ کې ګڼې ژۍ یا ګړنګونه رامنځته شول او دغه برداشت د عطارد، زهرې او مریخ په اړوند هم موجود دی. [۱۶][۱۷]

ارکین پېر

[سمول]

د ارکین دورې د لومړنیو وختونو (۴۰۰۰ تر ۲۵۰۰ میلیون کاله مخکې) ځمکې ښايي متفاوت ټکټونیکي جوړښت درلود. د دې مودې په جریان کې د ځمکې قشر یا پوړ دومره سوړ شو چې ډبرو او قاره‌يي تختو په جوړېدو پیل وکړ. ځینې پوهان فکر کوي چې د ځمکې د ګرموالي له امله د ټکټونیکي تختو فعالیت تر نن زیات شدید و او په پایله کې یې د قشري توکو کچه ډېره لوړه شوه.

د ځمکې مقناطیسي میدان ۳.۵ میلیارده کاله مخکې رامنځته شو. د لمریز باد جریان د اوسني لمر د ارزښت شاوخوا ۱۰۰ برابره و، له دې امله د مقناطیسي میدان شتون د سیارې د اتوسفیر د جلا کېدو په مخنیوي کې مرسته وکړه او دا هغه څه دي چې احتمالاً د مریخ په اتومسفیر کې پېښ شوي دي. له دې سره سره، د میدان قوت تر اوسني حالته کم و او مګنټوسفیر کابو د اوسنۍ شعاع نیمايي و.[۱۸][۱۹][۲۰]

پروټروزوییک پېر

[سمول]

د پروټروزوییک پېر جیولوژيکي سوابق (۲۵۰۰ تر ۵۳۹ میلیون کاله مخکې) د ارکین پېر په پرتله څه ناڅه بشپر دي. د ارکین پېر د ژورو اوبو د رسوباتو پر خلاف پروټروزوییک پېر ډېرې لایې لري چې په لږو ژورو اپيک قاره‌يي سمندرونو کې واقع دي؛ پر دې سربېره ډېری ډبرې یې د لرغونې دورې د ډبرو په پرتله لږ بدلون لري او ډېری یې هم داسې دي چې هېڅ بدلون یې نه دی کړی. د دغو ډبرو څېړنه څرګندوي چې په دې پېر کې چټکه قاره‌يي وده شوې ده، د لویو وچو دورې رامنځته شوې دي او د اوسنیو غرونو د رامنځته کېدو فعالیتونه شوي دي. کابو ۷۵۰ میلیون کاله مخکې لومړنۍ پېژندل شوې لویې وچې «روډینیا» په تجزیه کېدو پيل وکړ. وروستیا بیا وچې له یو بل سره ترکیب شوې او «پانوټیا» یې ۶۰۰ تر ۵۴۰ میلیون کاله مخکې رامنځته کړه.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

لومړني پېژندل شوي کنګلونه د پروټروزوییک پېر په جریان کې رامنځته شول، یو یې د دغه پېر تر پیل لږ وروسته پيل شو، په داسې حال کې چې د نیوپروټروزوییک پېر په جریان کې لږ تر لږه څلور کنګلونه موجود وو چې د «ورانین» کنګل  د واورین توپ له ځمکې سره اوج ته ورسېدل.[۲۷]

فانیروزوییک

[سمول]

فانیروزوییک پېر د ځمک‌پوهنې په زماني مقایس کې اوسنۍ دوره یا پېر دی. کابو ۵۳۹ میلیونه کاله وخت رانغاړي. په دې دوره کې قارو یا وچو شاوخوا ته حرکت وکړ، بالاخره د پانجیا په نامه په یوه وچه کې سره راټولې شوې او وروسته په اوسنیو قاره‌يي ځمکو ووېشل شوې.

فانیروزوییک پېر په درېیو دورو وېشل شوی چې پالیوزوییک، مېزوزوییک او سېنوزوییک دي.

د ګڼ حجروي موجوداتو ډېری تکامل په دې زماني دوره کې رامنځته شوی دی.

سرچينې

[سمول]
  1. Piani, Laurette (28 August 2020). "Earth's water may have been inherited from material similar to enstatite chondrite meteorites". Science. 369 (6507): 1110–1113. Bibcode:2020Sci...369.1110P. doi:10.1126/science.aba1948. PMID 32855337. S2CID 221342529. نه اخيستل شوی 28 August 2020.
  2. Washington University in Saint Louis (27 August 2020). "Meteorite study suggests Earth may have been wet since it formed - Enstatite chondrite meteorites, once considered 'dry,' contain enough water to fill the oceans -- and then some". EurekAlert!. نه اخيستل شوی 28 August 2020.
  3. American Association for the Advancement of Science]] (27 August 2020). "Unexpected abundance of hydrogen in meteorites reveals the origin of Earth's water". EurekAlert!. نه اخيستل شوی 28 August 2020.
  4. Witze, Alexandra. "Earth's Lost History of Planet-Altering Eruptions Revealed". Scientific American (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2017-03-14.
  5. Dalrymple, G.B. (1991). The Age of the Earth. California: Stanford University Press. ISBN 978-0-8047-1569-0.
  6. Gradstein, Felix M.; Ogg, James G.; Smith, Alan G., eds. (2004). A geologic time scale 2004. Cambridge University Press. p. 145. ISBN 9780521786737.
  7. "International Chronostratigraphic Chart v.2015/01" (PDF). International Commission on Stratigraphy. January 2015.
  8. Wilde, S. A.; Valley, J.W.; Peck, W.H.; Graham, C.M. (2001). "Evidence from detrital zircons for the existence of continental crust and oceans on the Earth 4.4 Gyr ago". Nature. 409 (6817): 175–178. Bibcode:2001Natur.409..175W. doi:10.1038/35051550. PMID 11196637. S2CID 4319774.
  9. کينډۍ:Cite conference
  10. Canup, RM; Asphaug, E (2001). "Origin of the Moon in a giant impact near the end of the Earth's formation". Nature. 412 (6848): 708–712. Bibcode:2001Natur.412..708C. doi:10.1038/35089010. PMID 11507633. S2CID 4413525.
  11. Wang, K.; Jacobsen, S.B. (Sep 12, 2016). "Potassium isotopic evidence for a high-energy giant impact origin of the Moon". Nature. 538 (7626): 487–490. Bibcode:2016Natur.538..487W. doi:10.1038/nature19341. PMID 27617635. S2CID 4387525.
  12. Morbidelli, A.; Chambers, J.; Lunine, Jonathan I.; Petit, J. M.; Robert, F.; Valsecchi, G. B.; Cyr, K. E. (2000). "Source regions and time scales for the delivery of water to Earth". Meteoritics & Planetary Science. 35 (6): 1309–1320. Bibcode:2000M&PS...35.1309M. doi:10.1111/j.1945-5100.2000.tb01518.x.
  13. Piani, Laurette (28 August 2020). "Earth's water may have been inherited from material similar to enstatite chondrite meteorites". Science. 369 (6507): 1110–1113. Bibcode:2020Sci...369.1110P. doi:10.1126/science.aba1948. PMID 32855337. S2CID 221342529. نه اخيستل شوی 28 August 2020.
  14. Washington University in Saint Louis (27 August 2020). "Meteorite study suggests Earth may have been wet since it formed - Enstatite chondrite meteorites, once considered 'dry,' contain enough water to fill the oceans -- and then some". EurekAlert!. نه اخيستل شوی 28 August 2020.
  15. American Association for the Advancement of Science]] (27 August 2020). "Unexpected abundance of hydrogen in meteorites reveals the origin of Earth's water". EurekAlert!. نه اخيستل شوی 28 August 2020.
  16. Brasser, R.; Mojzsis, S.J.; Werner, S.C.; Matsumura, S.; Ida, S. (December 2016). "Late veneer and late accretion to the terrestrial planets". Earth and Planetary Science Letters (په انګليسي). 455: 85–93. doi:10.1016/j.epsl.2016.09.013.
  17. Mojzsis, Stephen J.; Brasser, Ramon; Kelly, Nigel M.; Abramov, Oleg; Werner, Stephanie C. (2019-08-12). "Onset of Giant Planet Migration before 4480 Million Years Ago". The Astrophysical Journal. 881 (1): 44. doi:10.3847/1538-4357/ab2c03. ISSN 1538-4357.
  18. Ackerson, M.R.; Trail, D.; Buettner, J. (May 2021). "Emergence of peraluminous crustal magmas and implications for the early Earth". Geochemical Perspectives Letters. 17: 50–54. doi:10.7185/geochemlet.2114.
  19. Staff (March 4, 2010). "Oldest measurement of Earth's magnetic field reveals battle between Sun and Earth for our atmosphere". Physorg.news. نه اخيستل شوی 2010-03-27.
  20. Stanley 1999, pp. 302–303
  21. "Stratigraphic Chart 2022" (PDF). International Stratigraphic Commission. February 2022. نه اخيستل شوی 25 April 2022.
  22. Stanley 1999, p. 315
  23. Stanley 1999, pp. 315–318, 329–332
  24. "International Chronostratigraphic Chart v.2015/01" (PDF). International Commission on Stratigraphy. January 2015.
  25. Murphy, J. B.; Nance, R. D. (1965). "How do supercontinents assemble?". American Scientist. 92 (4): 324–333. doi:10.1511/2004.4.324. Archived from the original on 2007-07-13. نه اخيستل شوی 2007-03-05.
  26. International Stratigraphic Chart 2008, International Commission on Stratigraphy
  27. Stanley 1999, pp. 320–321, 325