د ځمکې جوړښت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
Earth poster.svg

د ځمکې دننی جوړښت، د جامد ځمکې جوړښت يا په ساده ډول د ځمکې جوړښت متمرکز کروي پوړونو يا طبقو ته وايي، چې د بېلګې په ډول د ځمکې له هايدروسفير او اتموسفير څخه پرته جامده ځمکه په څېرمه يا فرعي برخو باندې وېشي. ځمکه د يو باندني سليکيت جامد قشر، يوې خورا سرېښناکې يا ټينګې استينوسفير او جامد منټل برخې څخه جوړه شوې ده، چې يوه مايع باندنۍ هسته ده، چې بهير يا بهېدل يې د ځمکې مقناطيسې سيمه او يوه کلکه دننۍ هسته جوړوي.

د ځمکې د دنني جوړښت پوهنيزه پوهېدنه د نقشه کښنې، د سيندونو، جهيلونو يا سمندرونو تر اوبو لاندې ژوروالي څېړنه يا باتميتري  “bathymetry”، پر ځمکه باندې د نوي قشر پيداکېدنه کې د پرښې يا ګټ کتنې، د اورغورځونکو غرونو يا اورغورځونې فعاليت له امله له سترو ژوروالو څخه د ځمکې سطحې ته د راوړل شويو نمونو، د زلزليز څپو د شننې (چې له ځمکې څخه تېرېږي)، د ځمکې د جاذبي او مقناطيسي سيمو د اندازو او د ځمکې د ژور دننۍ برخې د فشارونو او تودوخې درجو په ځانګړتيا کې له بلوري کلکو شيانو سره د ازمايښتونو پر بنسټ ده.

پېژندنې[سمول]

د ځمکې جوړښت په دوه ډوله تعريف کېدلی شي: ميخانيکي ځانګړتياوو لکه په مايع يا ګاز حالت کې د مادې د بهير يا جريان پوهه يا ريولوژي “rheology” يا په کيمياوي ډول. د ځمکې جوړښت په ميخانيکې ډول په ليتوسفير، استينوسفير، مېزوسفير، ميزوفيریک منټل، باندنۍ هستې او دننۍ هستې باندې وېشل شوی دی. په کيمياوي ډول کولی شي په قشر، پورتنی منټل، ښکتنی منټل، باندنۍ هسته او دننۍ هسته باندې وېشل کېدلی شي. د ځمکې جيولوژيکي جوړونکي پوړونه د ځمکې له مخ يا سطحې څخه لاندې په لاندې ژوروالو کې دي: [۱]

Depth (km) Chemical layer Depth (km) Mechanical layer Depth (km) PREM Depth (km) General layer
0–35 Crust 0–80* Lithosphere 0–10 0–80* … Upper crust Lithosphere 0–35 Crust
10–20 … Lower crust
20–80 … LID
35–670 Upper mantle … LID 35-80* Lithospheric mantle
80–220 Asthenosphere - 80–220 ? Asthenosphere 80–220 Asthenosphere
35–670 220–2,890 Mesospheric mantle - 220–410 ? ? 220-400 ?
400–600 ... Transition zone 400–670 Transition zone
35–670 ... Transition zone
35–670 600–670 ... Transition zone
670–2,890 Lower mantle 220–2,890 Mesospheric mantle 670–770 Lower mantle … Uppermost 670–2,890 Lower Mantle
770–2,740 … Mid-lower
2,740–2,890 ... D″ layer
2,890–5,150 Outer core 2,890–5,150 Outer core 2,890–5,150 Outer core 2,890–5,150 Outer core
5,150–6,370 Inner core 5,150–6,370 Inner core 5,150–6,370 Inner core 5,150–6,370 Inner core
* Depth varies locally between 5 and 200 km.

Depth varies locally between 5 and 70 km.


پر پوړونو باندې د ځمکې وېشل د زلزلو له امله د رامنځته شويو ماتو شويو او منعکس شويو زلزليزو څپو د سفر د وخت په کارونې سره په ناسيده ډول اټکل شوي دي. هسته پرې شويو څپو ته اجازه نه ورکوي، چې ورڅخه تېرې شي، په داسې حال کې چې د سفر چټکتيا (زلزليزه چټکتيا) په نورو پوړونو کې توپير کوي. د بېلابېلو پوړونو تر منځ د زلزلې چټکتيا کې بدلونونه د سنيل د قانون “Snell’s law” له امله د ماتېدنې لامل کېږي. لکه: له يو منشور څخه د تېرېدنې پر مهال د رڼا کږېدل. انعکاس په ورته ډول د زلزلې چټکتيا کې د لوی زياتوالي له امله او د کوچني زياتوالي له امله د رڼا له منعکس کېدنې سره ورته دی.

د ځمکې قشر يا پوښ[سمول]

د ځمکې قشر د ژوروالي له مخې له ۵ څخه تر ۷۰ کېلومترو پورې رسېږي او تر ټولو باندنی پوړ دی. نرۍ برخې يې سمندري قشر دی، چې له ۵-۱۰ کېلومترو پورې تر سمندري ډنډوکو يا کاسو لاندې دي او د تور مرمر يا باسالټ په څېر د ټينګې يا غليظ اوسپنې، مګنيزيم، سليکيت او اورغورځونکو تېږو څخه جوړې شوي دي. پنډ يا ډبل قشر د لويې وچې قشر دی، چې لږ غليظ دی او له (د اورينو ډبرو د تشرېح کولو پوهه) سوديم، پوتاشيم، المونيم او سليکيت ډبرو لکه ګرانيټ څخه جوړ شوی دی. د قشر يا پوښ تيږې په دوه سترو ډولونو باندې وېشل کېږي، چې يو ډول يې سيال “sial” (سليکان او المونيم) او بل يې سيما “sima” يعنې سليکان او مګنيزيم دی (سويس ۱۸۳۱ – ۱۹۱۴ ز کال). اټکل شوې ده چې سيما “sima” له کونراد ناپرله پسې والي يا واټن “Conrad discontinuity” (د دويم ترتيب ناپرله پسې والی) څخه نږدې ۱۱ کېلومتره ښکته پيل کېږي. [۲][۳]

تر ټولو لوړ منټل پوړ له قشر سره په ګډه د ليتوسفير پوړ جوړوي. د قشر او منټل پوله يا بريد په فزيکي ډول د دوه بېلو ښکارندو په توګه رامنځته کېږي. لومړی دا چې په زلزليزه چټکتيا کې ځنډ يا واټن شته، چې په خوار عام ډول د موهوروويسيک ناپرله پسې والی يا په لنډ ډول موهو ‘Moho’ په نوم پېژندل کېږي، چې د ځمکې د قشر او منټل تر منځ پولې يا بريد ته وايي. فکر کېږي چې د موهو لامل د پرښو يا کلکو تېږو له امله د تېږې په جوړښت کې بدلون دی، چې د هغو پرښو پر وړاندې (پورته) د المونيم او منرالونو جوړونکو ډبرو يوه ډله يا “plagioclase feldspar” لري، چې (لاندې) هيڅ فلدسپاتونه نه لري. دويم دا چې په سمندري قشر کې د لږ سليکان لرونکو اورینو او له اورين څخه پورته ډبرو يا “ultramafic” ترکيبونو او تيوتونيک ساينسي تيوري ته بدل شوي د سليکيت منرالونو او پيروکسين لرونکې ډبرې يا “harzburgites” تر منځ کيمياوي بريد يا پوله ده، چې د سمندري قشر له ژورو برخو څخه کتل شوي دي او د وچې قشر ته د جيولوژيکي بهير پر مهال د سمندري قشر له ښکته کېدونکي سمندري پلېټ څخه د متقابل پلېټ په برید کې راښکته شوي دي او د “Ophiolite sequences” په نوم د ځمکې د سمندري قشر د يوې برخې  په توګه په پام کې نيول کېږي.

زياتره کلکې تيږې يا ګټونه د ځمکې پوښ جوړوي، چې له ۱۰۰ ميليون (۱۰۸ x ۱) څخه لږ کالونه پخوا جوړ شوی دی، که څه هم تر ټولو پخواني پېژندل شوې منرالي غلې نږدې ۴،۴ بيليون (۱۰۹ x ۴،۴) کالونه پخوانۍ دي، چې په ډاګه کوي چې ځمکې د لږ تر لږه ۴،۴ بيليون کالونو لپاره يو کلک پوښ درلودلی دی. [۴]

د ځمکې[سمول]

د ځمکې د منټل پوړ د ۱۸۹۰ کېلومترو په ژوروالي غځېږي، چې په دې سره د ځمکې تر ټولو پنډ يا ډبل پوړ جوړوي. منټل په پورتني او ښکتني باندې وېشل شوی دی، چې د لېږد د يوې سيمې په واسطه بېل شوی دی. د هستې او منټل تر منځ پولې ته نږدې د منټل تر ټولو ښکته برخه D” (D دوه ګوني لومړني) پوړ په توګه پېژندل کېږي. د منټل په تل کې فشار د نمرو له نږدې ۱۴۰ اوسط (د معياري اتموسفير ۱،۴ واحد) دی. منټل له سليکيټ ډبرو څخه جوړ شوی دی، چې پرې د پاسه پوړ په پرتله له اوسپنې او مګنيزيم څخه غني دی. که څه هم کلک يا جامد دی، مګر د منټل خورا ګرم سليکيت مواد د خورا اوږدو ميزانونو په اوږدو کې بهېدلی شي. د منټل په يو يا څو پړاويز بهير کې يا “Convection” په قشر کې د تکتونيک پلېټونو [په عمومي ډول منل شوې ساينسي تيوري] حرکت شړي يا په شا تمبوي. د تودوخې هغه سرچينه چې دا حرکت پر مخ وړي، اصلي يا لومړنۍ تودوخه ده، چې د ځمکې په قشر او منټل کې د يورانيم، توريم او پوتاشيم د راډيواکټيف خوساکېدنې په واسطه د سيارې له نوي شوي جوړښت څخه پاتې شوې. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

په منټل کې د ژور فشار د زیاتوالي له امله ښکته برخه په لږې اسانۍ سره بهېږي، که څه هم په منټل کې دننه کيمياوي بدلونونه هم ښايي مهم وي. د منټل ټينګوالی یا غلظت له ۱۰۲۱ څخه تر ۱۰۲۴ Pa·s پورې دی، چې د ژوروالي له مخې زياتېږي. د اوبو ټينګوالی د دې په پرتله نږدې ۳-۱۰ Pa·s او د ټينګې يا سرېښناکه مادې د ازمايښت  ۱۰۷ Pa·s ده. [۱۳]

هسته[سمول]

د ځمکې باندنۍ هسته نږدې ۲۴۰۰ کېلو متر (۱۵۰۰ ميل) پنډ يا ډبل يو مايع پوړ دی او زياتره له اوسپنې او نکل څخه جوړ شوی دی، چې د ځمکې د کلکې دننۍ هستې له پاسه او د هغې تر منټل لاندې پروت دی. د هستې باندنۍ پوله د ځمکې له مخ يا سطحې څخه ۲۸۹۰ کېلومتر (۱۸۰۰ ميل) ښکته پرته ده. د دننۍ هستې او باندنۍ هستې تر منځ لېږد د ځمکې له مخ څخه نږدې ۵۱۵۰ کېلومتره (۳۲۰۰ ميل) ښکته پورت دی. د ځمکې دننۍ هسته د ځمکې د سيارې تر ټولو دننی جيولوژيکي پوړ دی. دا په اصل کې د نږدې ۱۲۲۰ کېلو متر (۷۶۰ ميل) شعاع په درلودلو سره يو کلک ګرد جسم يا بال دی، چې د ځمکې د شعاع نږدې ٪۲۰ يا د سپوږمۍ د شعاع نږدې ٪۷۰ شعاع ده. [۱۴][۱۵][۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. Montagner, Jean-Paul (2011). "Earth's structure, global". Encyclopedia of solid earth geophysics. Springer Science & Business Media. 134–154. ISBN 9789048187010. 
  2. (په 21 August 2018 باندې). What are the layers of the Earth?. ZME Science.
  3. (په 25 April 2017 باندې). Earth's Structure From the Crust to the Inner Core. Sciencing. Leaf Group Media
  4. Breaking News | Oldest rock shows Earth was a hospitable young planet. Spaceflight Now (2001-01-14). Retrieved on 2012-01-27.
  5. (په 16 January 2016 باندې). Layers Of The Earth: What Lies Beneath Earth's Crust.
  6. Evers, Jeannie (11 August 2015). "Mantle". National Geographic (National Geographic Society). https://www.nationalgeographic.org/encyclopedia/mantle/. Retrieved 28 June 2019. 
  7. Yu, Chunquan; Day, Elizabeth A.; de Hoop, Maarten V.; Campillo, Michel; Goes, Saskia; Blythe, Rachel A.; van der Hilst, Robert D. (28 March 2018). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Compositional heterogeneity near the base of the mantle transition zone beneath Hawaii"]. Nat Commun 9 (9): 1266. doi:10.1038/s41467-018-03654-6. PMID 29593266. Bibcode2018NatCo...9.1266Y. 
  8. Dolbier, Rachel. "Coring the Earth". W. M. Keck Earth Science and Mineral Engineering Museum (University of Nevada, Reno): 5. https://www.unr.edu/Documents/science/mackay/coring%20the%20earth.pdf. Retrieved 28 June 2019. 
  9. (په 24 March 2004 باندې). D Layer Demystified. American Association for the Advancement of Science
  10. (په 26 March 2016 باندې). What is the Earth's Mantle Made Of?. Universe Today.
  11. Preuss, Paul (July 17, 2011). "What Keeps the Earth Cooking?". Lawrence Berkeley National Laboratory (University of California, Berkeley). http://newscenter.lbl.gov/2011/07/17/kamland-geoneutrinos/. Retrieved 28 June 2019. 
  12. (په 22 October 2018 باندې). The Different Properties of the Asthenosphere & the Lithosphere. Sciencing. Leaf Group Media
  13. Walzer, Uwe; Hendel, Roland; Baumgardner, John. "Mantle Viscosity and the Thickness of the Convective Downwellings". Los Alamos National Laboratory (Universität Heidelberg). http://www.chemie.uni-jena.de/geowiss/geodyn/poster2.html. Retrieved 28 June 2019. 
  14. "Earth's Interior". Science & Innovation. National Geographic. 18 January 2017. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Monnereau, Marc; Calvet, Marie; Margerin, Ludovic; Souriau, Annie (21 May 2010). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Lopsided growth of Earth's inner core"]. Science 328 (5981): 1014–1017. doi:10.1126/science.1186212. PMID 20395477. Bibcode2010Sci...328.1014M. 
  16. Engdahl, E.R.; Flinn, E.A.; Massé, R.P. (1974). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Differential PKiKP travel times and the radius of the inner core"]. Geophysical Journal International 39 (3): 457–463. doi:10.1111/j.1365-246x.1974.tb05467.x. Bibcode1974GeoJ...39..457E.