اقلیم (هوا)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

په يوه سيمه کې د هوا د اوږدې مودې بېلګې ته اقليم ويل کېږي چې عموماً په دېرشو کلونو کې يې منځنی حالت ټاکل کېږي. په زیات دقيق ډول، اقليم د وخت په تېرېدو سره د هوا پېژندنې د متغيیراتو منځنی حالت او بدلون دی چې له مياشتو څخه پيل بيا تر ميليونونه کلونو پورې رسېږي. د هوا پېژندنې ځينې اندازه کېدونکي متغیيرات عموماً د هوا تودوخه، نم، د اتموسفير فشار، هوا او باران دي. په پراخه معنا، اقليم د اقليمي نظام د اجزاوو حالت دی، په کوم کې چې سمندر، ځمکه او په ځمکه باندې يخ شامل دي. د يوې سيمې اقليم د دې سيمې د جغرافيايي عرض البلد/طول البلد، ځمکې او لوړوالي څخه اغېزمن کېږي، همدا راز د نږدې اوبو او د دې اوبو د بهېدا تر اغېز لاندې راځي.  [۱][۲]

شونې ده چې اقلیمونه د جلا جلا متغيیراتو (بدلون موندونکو) په نظر کې نېولو سره په منځنيو عمومي لړيو ډلبندي شي چې ډېر عام يې د هوا تودوخه او د اورېدو وړاندوينه دي. د ډلبندۍ تر ټولو عامه کارول شوې طرحه د اقليم د کوپن ډلبندي کول و. له ۱۹۴۸زد کال راهيسې کارېدونکی د Thornthwaite نظام د هوا د تودوخې او اورښت د معلوماتو تر څنګ د بخار د پورته کېدو او بېرته اوبه کېدو ترکيب جوړوي او د بيالوژيکي تنوع د مطالعو او دا چې څه ډول د اقليم بدلون په دې اغېز کوي، په برخه کې ترې کار اخستل کېږي.د برګرون او فضايي يو شان والي ډلبندۍ نظام د هوا په غټو کتلو تمرکز کوي، کومې چې د يوې سيمې اقليم تعريفوي.[۳]

د پخواني اقليم پېژندنه د لرغونو اقاليمو مطالعې ته ويل کېږي. له دې  امله چې له نولسمې پېړۍ مخکې د اقليم په اړوند ډېر کم نېغ په نېغه مشاهدات شته، پخواني اقليمونه له نيابتي متغيیراتو څخه را ايستل شوي دي چې غېر ژوندي شواهد پکې شامل دي، لکه د ډنډونو او يخ د هستو پر مخ موندل شوي رسوبات «خټې»، او همدا راز ژوندي شواهد لکه د ونو وده او مرجان. د اقليم نمونې د ماضي، اوسمهال او راتلونکو اقليمونو رياضياتي نمونې دي. د بېلا بېلو لاملونو له کبله شونې ده چې د اقليم بدلون په اوږدې مودې يا لنډې مودې کې رامنځ ته شي؛ وروستۍ تودوخه په نړيواله تودوخه کې تر بحث لاندې نيول شوې. نړيواله تودوخه بيا وېش رامنځ ته کوي. د بېلګې په ډول، «په منځنۍ کلنۍ تودوخه کې  3°C بدلون، په عرض البلد (په معتدلو سيمو کې) کې د نږدې ۲۰۰-۴۰۰ کيلومتره په اندازه ايزوترمونو کې د بدلون لامل ګرځي، يا په لوړوالي کې د ۵۰۰ متره بدلون لامل ګرځي. په همدې بنسټ، اټکل کېږي چې انواع به د اقليم د سيمو د بدلون په ځواب کې په لوړه کې پورته حرکت وکړي يا به په عرض البلد کې د قطب پر لور خوځښت وکړي. [۴][۵]

تعريف[سمول]

اقليم عموماً په اوږد پړاو کې د هوا د منځني حالت اټکل کولو په توګه تعريف شوی دی. د اقليم د منځني حالت اټکل کولو لپاره معياري پړاو دېرش کاله دی، خو موخې ته په کتنې سره شونې ده نور پيرونه وکارول شي. په اقليم کې له منځني حالت پرته نورې شمېرې هم شاملې دي، لکه د ورځ په ورځ يا کال په کال د بدلونونو ستروالی. د اقليم د بدلون په اړه د دولتونو تر منځ داخلي پلاوی (IPCC) ۲۰۰۱ قاموس اقليم په دې ډول تعريف کړی دی:[۶][۷]

په محدوده معنا کې اقلیم په دې ډول تعريف شوی: «منځنۍ هوا»، يا په زيات دقت سره د اقليم تعريف په دې ډول شوی: «له مياشتو څخه نيولې تر زرګونه ميليونه کلونو په موده کې د اړوندو اندازو د لاملونو او بدلون شمېريزې (احصايوي) ښودنې ته اقليم ويل کېږي». د هوا پېژندنې نړيوال سازمان (WMO) له خوا کلاسليک پير دېرش کاله پېژندل شوی. دا اندازې تر ډېره بريده سطحي دي لکه د هوا تودوخه، د ورښت وړاندوينه او باد. په پراخه معنا سره اقليم د اقليمي نظام يو حالت دی چې شميريزه ښودنه پکې شامله ده. [۸]

د هواپېژندنې نړيوال سازمان (WMO) د «اقليم عادي طبقه» (CN) «د اړيکې د نقطو په توګه پېژندلې چې د اقليم پېژندونکو له خوا کارول کېږي، تر څو اوسني اقليمي تمايلات له پخوانيو سره پرتله کړي او يا يې له هغو سره پرتله کړي چې معمولي بلل کېږي. CN د دېرشو کلونو په موده کې د يو اقليمي عنصر د حسابي منځني حالت د اټکل په توګه تعريف شوی (د بېلګې په ډول د هوا تودوخه). د دېرشو کلونو موده د دې لپاره کارول شوې چې دا موده د کلونو تر منځ د هر ډول بدلونونو او ګډوډۍ د تصفيه کولو لپاره بسنه کوي، خو د دې لپاره ډېره لنډه ده چې اوږده اقليمي تمايلات وښيي. [۹]

WMO د نړيوال هواپېژندنې ادارې څخه سرچينه اخلي، کوم چې په ۱۹۲۹ز کال کې د اقليم پېژندنې لپاره يو تخنيکي کميسيون جوړ کړی و. په وايزباډن کې د ۱۹۳۹ز کال په ناسته کې تخنيکي کميسيون له ۱۹۰۱ز څخه تر ۱۹۳۰ز کال پورې دېرش کاله د هوا پېژندنې د عام معيار په توګه وټاکل. په ۱۹۸۲ز کال کې، WMPO د اقليم د تنظيموونکو ليکو له تازه کولو سره موافقه وکړه او دا چاره د ۱۹۶۱ز کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ديسمبر تر دېرشمې نېټې پورې د اقلیم د معلوماتو پر بنسټ بشپړه شوه.[۱۰]

د اقليم او هوا تر منځ توپير عموماً په دې مشهوره فقره کې لنډيز شوی چې «اقليم هغه څه دي چې ته يې اټکل کوې، هوا هغه څه ده چې ته يې تر لاسه کوې». د وخت په تېرېدو سره، داسې ثابت بدلونونه شته چې اقليم ټاکي، عرض البلد، لوړوالی، اوبو ته د ځمکې نسبت او بحرونو او غرونو ته د ځمکې نژدېوالی له دې جملې څخه دي. دا متغيیرات د ميليونونه کلونو په تېرېدو سره د ټيکټونيک د سطحې په څېر بهيرونو له کبله بدلون مومي. د اقلیم نور ټاکونکي زيات فعال دي: د سمندر د ترموهالين جريان د بحر د نورو حوضو په پرتله، د شمالي اتلانتيک بحر د  5 °C (9 °F)   تودوخې لامل ګرځي. د نورو بحرونو جريان په سيمه ايز مقياس سره تودوخه يو ځل بيا د ځمکې او اوبو تر منځ وېشي. د شنو بوټو کثافت (دروندوالی/تراکم) او ډول په سيمه ايزه کچه د لمريزې تودوخې پر جذب، د اوبو پر پاتې کېدو او پر باران اغېزې کوي. په اندازه کې د بدلون رامنځ ته کېدل د دې ټاکنه کوي چې د ځمکې د کرې له خوا د ساتل شوې لمريزې توانايۍ (انرژي) اندازه د نړيوالې تودوخې يا نړيوال سړښت لامل ګرځي. د اقليم ټاکنې متغيرات خورا زيات او په خپل منځ کې يې تعاملات پېچلي دي، خو په دې عمومي اتفاق شوی چې اساسي ليکې يې پېژندل شوي دي، لږ تر لږه تر هغه ځايه چې د تاريخي اقليم د بدلونونونو د ټاکلو د لاملونو اړوند دي.    [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د اقليم ډلبندي[سمول]

په يو ډول ترتيب د اقليم د ډلبندي کولو بېلا بېلې لارې دي. له اره، په لرغوني يونان کې اقليمونه د يوې سيمې د عرض البد اړوند د هوا د ښودلو په توګه تعريف شوي وو. د اقليم د نوې ډلبندۍ طريقې يوه يې جينتيکي بڼې دي چې د اقليم پر لاملونو تمرکز لري او دويم ډول يې تجرباتي بڼې دي چې د اقليم پر اغېزو تمرکز لري. د جنيټيکي ډلبندۍ په بېلګو کې هغه طريقې شاملې دي چې د هوا يا د هوا د ساينوپټيک د اختلالاتو د ځايونو د بېلا بېلو کتلو د انواعو د نسبي زياتوالي پر بنسټ بناء دي. د تجربي ډلبنديو په بېلګو کې اقليمي زونونه شامل دي چې د بوټو د سختۍ، بخار د پورته کېدو او اوبه کېدو، پا په عمومي ډول کوپن اقليمي ډلبندي په واسطه ښودل کېږي، کوپن اقليمي ډلبندي په بنسټيز ډول د هغو اقليمونو د پېژندلو لپاره جوړ شوي چې د خاصو بايومونو (د هواپېژندنې اړوند جلا جلا ټولنې لکه سحرا او باراني ځنګل) اړوند دي. د دې ډلبنديو د طرحې شريکه نېمګړتيا دا ده چې په طبيعيت کې د اقليم د دود شوو خانګړتياوو د کرار کرار انتقال پر ځای د هغو سيمو تر منځ ټاکلې پولې رامنځ ته کوي، کومې سيمې چې تعريفوي. [۱۵][۱۶]

برګرون او فضايي ساينوپټيک[سمول]

تر ټولو ساده ډلبندي يې هغه ده چې د هوا سترې کتلې پکې شاملې وي. برګرن ډلبندي د هوا د سترو کتلو تر ټولو زياته منل شوې ډلبندي ده. د هوا د کتلو ډلبندۍ کې درې ويي شامل دي. لومړی ویی د هغې د نمۍ (لوندوالي) ځانکړتياوې په C سره ښيي چې معنا يې ده د لويې وچې د هوا کتلې (وچې) او M د سمندري هوايي کتلو لپاره (لوند).[۱۷][۱۸][۱۹]

سرچینې[سمول]

  1. Planton, Serge (France; editor) (2013). "Annex III. Glossary: IPCC – Intergovernmental Panel on Climate Change" (PDF). IPCC Fifth Assessment Report. د کتاب پاڼې 1450. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ مې ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Shepherd, Dr. J. Marshall; Shindell, Drew; O'Carroll, Cynthia M. (1 February 2005). "What's the Difference Between Weather and Climate?". NASA. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. C. W. Thornthwaite (1948). "An Approach Toward a Rational Classification of Climate". Geographical Review 38 (1): 55–94. doi:10.2307/210739. http://www.unc.edu/courses/2007fall/geog/801/001/www/ET/Thornthwaite48-GeogrRev.pdf. 
  4. Hughes, Lesley (2000). Biological consequences of globalwarming: is the signal already. د کتاب پاڼې 56. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Hughes, Leslie (1 February 2000). "Biological consequences of global warming: is the signal already apparent?". Trends in Ecology and Evolution 15 (2): 56–61. doi:10.1016/S0169-5347(99)01764-4. PMID 10652556. http://www.cell.com/trends/ecology-evolution/abstract/S0169-5347(99)01764-4. Retrieved November 17, 2016. 
  6. "Climate". Glossary of Meteorology. American Meteorological Society. 
  7. "Climate averages". Met Office. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ جولای ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مې ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Intergovernmental Panel on Climate Change. Appendix I: Glossary. Archived 2017-01-26 at the Wayback Machine. Retrieved on 2007-06-01.
  9. "Climate Data and Data Related Products". World Meteorological Organization. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Commission For Climatology: Over Eighty Years of Service" (PDF). World Meteorological Organization. 2011. د کتاب پاڼي 6, 8, 10, 21, 26. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۳ سپټمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. National Weather Service Office Tucson, Arizona. Main page. Retrieved on 2007-06-01.
  12. Stefan Rahmstorf The Thermohaline Ocean Circulation: A Brief Fact Sheet. Retrieved on 2008-05-02.
  13. Gertjan de Werk and Karel Mulder. Heat Absorption Cooling For Sustainable Air Conditioning of Households. Archived 2008-05-27 at the Wayback Machine. Retrieved on 2008-05-02.
  14. Ledley, T.S.; Sundquist, E. T.; Schwartz, S. E.; Hall, D. K.; Fellows, J. D.; Killeen, T. L. (1999). "Climate change and greenhouse gases". EOS 80 (39): 453. doi:10.1029/99EO00325. Bibcode1999EOSTr..80Q.453L. http://www.agu.org/eos_elec/99148e.html. Retrieved 2008-05-17. 
  15. United States National Arboretum. USDA Plant Hardiness Zone Map. Archived 2012-07-04 at the Wayback Machine. Retrieved on 2008-03-09
  16. "Thornthwaite Moisture Index". Glossary of Meteorology. American Meteorological Society. 
  17. Army, United States Dept of the (1969). Field behavior of chemical, biological, and radiological agents (په انګلیسي ژبه کي). Dept. of Defense] Depts. of the Army and the Air Force. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Airmass Classification". Glossary of Meteorology. American Meteorological Society. 
  19. Schwartz, M.D. (1995). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Detecting Structural Climate Change: An Air Mass-Based Approach in the North Central United States, 1958–1992"]. Annals of the Association of American Geographers 85 (3): 553–68. doi:10.1111/j.1467-8306.1995.tb01812.x.