بوټی

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
ويکيپېډيا:How to read a taxoboxHow to read a taxobox
گل کوونکی بوټي
Fossil range: کينډۍ:Fossil range
Magnolia virginiana Sweet Bay
ساينسي ډلبندۍ
سلطنت: Plantae
وېش: Angiospermae
Lindley[1] [P.D. Cantino & M.J. Donoghue][2]
Clades

Amborellaceae
Nymphaeales
Austrobaileyales
Mesangiospermae

Synonyms

Anthophyta
Magnoliophyta Cronquist, Takht. & W.Zimm., 1966

بوټی يا بوټي هغه ژوندی اورگانیزمونه دی چی د Plantae اړوند دی. بوټي خپله انرژی د د لمړ د وړانگو څخه د یو پروسی په ترځ کی چی فوتوسنتیز نومیږی اخلی. پدی برخه کی په خاصه توگه یو اورگانیل د کلوروفیل په نامه فعالیت کوی، چی کلوروپلاست لری او دهغه له کبله د پانو ته شین رنگ ورکوی. ځینی بوټي پرازیتی دی او په کافی اندازه کلوروفیل نلری ، او دپرازیتو بوټيو په ډله کی راځی.

هغه علم چی بوټي مطالعه کوی د بوتانی په نامه سره یادیږی.‌

د بوټيو احصایه په دقیقه توگه سره ستونزمنه ده مگر په ۲۰۱۲ کی داسی ویل کیده چی د بوټي سپشزونه ۳۰۰ څخه تر ۳۱۵ زرو پوری رسیږی چی پدی ډله کی تر ټولو ډیره برخه یی تخم لرړنکو بوټیو نیولی ده. چی تعداد یی ۲۶۰ څخه تر ۲۹۰ زره ته رسږی.

پېژندنونه

د بوټی لپاره معاصر تعریفونه

نباتات د ژوندیو موجوداتو د ډلی څخه ډیر مهم جز بلل کیږی او د تاریخ په اوږدو کی د حیواناتو سره جوغت یوځای گروپ بندی شوی دی.‌ البته د لمړی ځل لپاره دا طبقه بندی ارسطو د میلاد څخه ۳۸۴ کاله د مخه کړی وه. او پدی نژدی وختونو کی د لینس لخوا د یو عالم په ډول وپیژندل شول،

نو نبات په علمی ډول سره عبارت د هغه ژوندی جسم څخه دی چی د خاصو او مشخصو خواصو لرونکی دی،‌کثیرالحجروی جوړښت لری، په خپل ترکیب کی سلولوز لری او د فوتوسنتیز د ترسره کولو وړیتا لری.

کله چی د نبات په هکله غږیږو نو د اورگانیزمونو په یو خاص گروپ یا ټکسون باندی دلالت کوی چی معمولا یو له لاندی حالاتو ځانته غوره کولی شی:

نوم تر پوښښ لاندی ساحه تشریح
دخاوری په سر بوټی چی د امبریو فایت او میتا فایت په نامه سره هم یادیږی. د نباتاتو عالم پدی گروپ کی لیورورت ،‌هورن ورت ، موسس او نور واسکیولر نباتات او فوسیلی نباتات شامل دی.
شنه بوټی چی د ویریدی پلانتی ،‌ویریدی فایتا او کلوروفایتا په نمونو سره هم یادیږی دنباتاتو عالم پدی گروپ د ځمکی په سر شنه بوټی شامل دی.‌پدی برخه کی شړاوی او سټون ورت هم شامل دی.‌دی گروپ ته دا نوم په جولای د ۲۰۱۱ کی ورکړل شو. دا ټول هغه ژوندی اورگانیزمونه دی چی د a او b کلوروفیل او پلاستیدونه لری چی نشایته ذخیره کړی. دا ژوندی موجودات سلولوزی حجروی دیوال لری.
آرکایوپلاستیدا یا پلاستیدا یا پریموپلانتا په نمونو هم یادیږی د نباتاتو عالم پدی گروپ کی سره الجی، او گلوکوفاتیا شامل دی.

الجی

الجی یو دمهمو ژوندیو موجوداتو څخه دی چی د فوتوسنتیز په مرسته خپل خواړه تیاروی. تر ټولو مهمه نمونه یی د اوبو شړاوی دی چی د اوبو د نباتاتو په نوم سره هم یادیږی.‌

فنگسونه

فنگسونه چې د قارچونو،پنجیانو په نومونو سره هم یادیږي تر دې مهاله تر سل زره زیاتې نوعې Species پیژندل شوي دي چې تقریباً د نړۍ په ټولو برخو کښې ژوند کوي. زیات شمیریې په وچ چاپیریال کښې يواځې ځولومړني (ابتدايي) ډولونه یې په اوبو کښې ژوند کوي. د فنگسونو په هکله د ډیرو معلوماتو په خا‍طر په فنگوسونه باندی ټک کیکاږۍ.

تنوع

ژوندی موجودات په یو لوړ تعداد سره تنوع لرونکی دی. نباتات یو دهغه ژوندیو موجوداتو له ډلی څخه دی چی ډیره تنوع لری. د ویریدی پلانتی گروپ تقریبا ۳۰۰۰۰۰ نوعی تخمین کړی دی. چی پدی برخه کی ۸۵ څخه تر ۹۰ سلنه یی گل کوونکی نباتات دی.‌په لاندی جدول کی ځینی آمار د نباتاتو دتنوع په هکله

غیر رسمی گروپ د گروپ یا ډیویژن نوم عادی نوم د سپیزونو یا انواعو تعداد د غیررسمی گروپونو تعداد
شین الجی کلورفایتا شین الجی کلورفایت ۳۸۰۰ - ۴۳۰۰ ۸۵۰۰
شین الجی کاروفایتا شین الجی مثال یی سټونورت ۲۸۰۰ - ۶۰۰۰ ۶۶۰۰ - ۱۰۳۰۰
برایوفایت مارکانتیوفایتا لیورورت ۶۰۰۰ - ۸۰۰۰ ۱۹۰۰
برایوفایت انتوسیروتوفایتا هورن ورت ۱۰۰ - ۲۰۰ ۲۰۲۰۰
برایوفایت برایوفایتا موسس ۱۲۰۰۰ ۱۲۰۰
پټریدوفایت لایکوپوډیوفایتا کلب موسس ۱۲۰۰ -
پټریدوفایت پتریدوفایتا فرن او آس لکۍ ۱۱۰۰۰ -
گل کونکی نباتات سیاکاډوفایتا سیکاډ ۱۶۰ -
گل کونکی نباتات گینکوفایتا گینکو ۱ -
گل کونکی نباتات پینوفایتا کونیفر ۶۳۰ -
گل کونکی نباتات جینیتو فایتا جینیتوفایت ۷۰ -
گل کونکی نباتات مگنولیوفایتا گل کوونکی نباتات ۲۵۸۶۵۰ ۲۶۰۰۰۰

تدريجي بشپړتابه

داسی ویل کیږی چی نباتاتو د الجی څخه د انکشاف او تکامل په ترځ کی منځ ته راغلی دی. چی الجی په برایوفایت ،‌لایکوپوډ ، فرن او بلاخره په مغلفو جمنو سپرمو او انحیو سپرمو باندی اوښتنی دی. داسی ثبوته شته چی د الجی نښنی ښی او ۱۲۰۰ میلیونه کاله پخوا پدی خاوره کی اوسیدل.

امبريوفايت

هغه نباتاتو چی تر ټولو زموږ لپاره پیژندل شوی دی هغه کثیرالحجروی د خاوری په سر ژوندی موجودات دی چی امبریو فایت په نوم سره یادیږی. دا نباتات د پاڼو ،‌ساقی او ریښی د یو تکمیل او بشپړ سیستم څخه منځ ته راغلی دی.‌ددی گروپ ډیر کمی غړی د برایو فایت په نوم سره هم یادیږی.

دا ټول نباتات ایوکاریوټیک حجری لری، حجروی دیوال لری چی د سلولوز‌ څخه جوړ شوی دی او خپله انرژی د فوتوسنتیز له لاری اخلی.

فوسيل

په نباتی فوسیلونوکی چی تر اوسه پیدا شوی دی د نبات ریښی ،‌پانی،‌ تخمونه ، پولن ،‌سپور او فایتولیتس او امبر چی فوسیلی ریزن ته وایی پیدا شوی دی.‌ دا فوسیلونه په خاوره ، ریگونو او بحری ترسباتو کی موندل شوی دی.

جوړښت،‌ وده او برار

نبات اکثره جامده د اتموسفیر څخه تشکیل شوی ده. نباتات د لمر د انرژۍ څخه استفاده کوی چی کاربن دای اکساید اخلی او په نتیجه کی اکسیجن آزادوی. اوبه د خاوری څخه اخلی اوپه پایله کی ساده قندونه جوړوی چی د نبات د ساختمان د تشکیل لامل گرځی.

نباتات کیدای چی پرازیت هم وی چی ځبله د فوتوسنتیر عملیه نشی تر سره کولی او د نورو نباتاتو څخه خپل خواړه اخلی. د نبات غذا معمولا د خاوری له لاری صورت نیسی.

هغه فکتورونه چی وده متاثره کوی

د بوټی وده هوا، لمر،‌ اوبه ، په خاوره کی موجود عناصر، دخاوری جوړښت، بوټیی هورمونونه او داسی نور متاثره کوی. د نبات جینوټایپ هم د نبات وده متاثره کوی. د مثال په ډول د غنمو خاصی ورایتۍ ښه وده کوی او په ۱۱۰ ورځو کی رسیږی حال دا چی نوری وراتیی په معمول ډول سره په ۱۵۵ ورځو کی خپله وده تکمیلوی.

بوټیی حجره

بوټیی حجره ډیر کوچنی او وړه ده ، او د حیوانی حجری سره یی معمولا توپیر پدی دی چی دا کلوروپلاست لری او حیوانی حجره یی نه لری. نور بجث ته د بوټیی حجری پانی ته رماجعه وکړی.

فایتوفزیولوژی

فوتوسنتیز

معافیتی سیستم

داخلی اختلالات

ایکولوژی

اهمیت

خواړه

غیر خواړیزه محصولات

دښکلا لپاره استعمال

پوهنیز او کلتوری استعمال

منفی استعمال

سرچينې

  1. Lindley, J (1830). Introduction to the Natural System of Botany. London: Longman, Rees, Orme, Brown, and Green. xxxvi. 
  2. Cantino, Philip D.; James A. Doyle, Sean W. Graham, Walter S. Judd, Richard G. Olmstead, Douglas E. Soltis, Pamela S. Soltis, & Michael J. Donoghue (2007). "Towards a phylogenetic nomenclature of Tracheophyta". Taxon 56 (3): E1–E44.