انرژي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

انرژي په فزیک کې هغه کمي خاصیت دی چې باید جسم یا فزیکي سیستم ته ولېږدول شي ترڅو په جسم باندې کار ترسره کړي یا یې تود کړي. انرژي یو ذخیروي کمیت دی؛ د انرژۍ د ذخېرې قانون بیانوي چې انرژي په بڼه بدلېدای شي، خو رامنځته یا له منځه نه ځي. د واحدونو په نړیوال سیستم یا SI  کې د انرژۍ د اندازه کولو واحد ژول دی، او هغه انرژي ده چې یوه شي ته د کار په وسیله د یوه نیوتن قوې په مقابل کې ورکړل شي ترڅو هغه ته د یوه متر په اندازه و خوځوي.  

د انرژي په عامو ډولونه کې د حرکت کونکي جسم حرکي انرژي، پوتنشیل یا بالقوه انرژي چې د قوې په ساحه (جاذبوي، بریښنایي یا مقناطیسي) کې د جسم د موقعیت له خوا ذخیره کېږي، ارتجاعي انرژي چې د جامد جسمونو په کشش کولو سره ذخیره کېږي، کیمیاوي انرژي چې د احتراق په وخت کې را منځ ته کېږي، وړانګینه انرژي چې د رڼا له خوا لېږدول کېږي او حرارتي انرژي چې د یوه جسم د تودوخې له امله منځ ته راځي، شامل دي.  

کتله او انرژي د يو بل سره نږدې تړاو لري. د کتلې - انرژۍ د تعادل له امله، هر هغه جسم چې په ساکن حالت کې کتله ولري (ساکنه کتله) مساوي مقدار انرژي هم لري چې ډول یې د ساکنې انرژۍ په نوم یادېږي، او هره هغه اضافي انرژي (د هرې بڼې) چې د هغه جسم له خوا ترلاسه شي، دا اضافي انرژي د جسم مجموعي کتله په هغه ډول زیاتوي، لکه څرنګه چې مجموعي انرژي زیاتوي.  بېلګې په توګه، د یوه جسم د تودولو وروسته د هغه د انرژۍ زیاتوالی په اصل کې د کتلې د لږ زیاتوالي پر مټ د ډېر حساس مقیاس په واسطه اندازه کېدای شي. 

ژوندي موجودات انرژي ته اړتیا لري ترڅو ژوندي پاتې شي لکه هغه انرژي چې انسانان یې د خوړو او اکسیجن څخه ترلاسه کوي. بشري تمدن د فعالیت لپاره انرژي ته اړتیا لري  چې د انرژۍ د سرچینو لکه د فوسیل سوند، اتومي سوند یا د تجدید وړ انرژۍ څخه یې ترلاسه کوي. د ځمکې د اقلیم او د ایکوسیستم بهیر د وړانګینې انرژۍ چې ځمکه یې د لمر څخه اخلي او د ځمکې د ننه د موجودې جیوترمل انرژۍ له خوا پرمخ وړل کېږي. 

ډولونه[سمول]

د یوه سیستم مجموعي انرژي په فرعي برخو لکه پوتنشیل انرژي، حرکي انرژي یا د دواړو د ترکیبونو په مختلفو ډولونو طبقه بندي یا وېشل کېږي. حرکي انرژی د یوه جسم د حرکت - یا د یوه جسم د اجزاوو د ترکیبي حرکت له خوا ټاکل کېږي - او پوتنشیل انرژي د یوه جسم د حرکت بالقوه عامل منعکس کوي، او ډېری په ساحه کې د یوه جسم د موقعیت تابع ده یا کېدای شي پخپله په ساحه کې ذخیره شي.  

پداسې حال کې چې دا دوې کټګورۍ د انرژي د ټولو ډولونو د تشرېح لپاره  کافي دي، اکثراً غوره ګنأ کېږي چې د هغو خپل شکل په څېر د پوتنشیل او حرکي انرژی ځانګړي ترکیبونو ته اشاره وکړو. د بېلګې په توګه، په سیستم کې د انتقالي او دوراني حرکي او پوتنشیل انرژیو مجموعې ته میخانیکي انرژي ویل کېږي، پداسې حال کې چې په نورو بېلګو کې اتومي انرژي د اتوم د هستې دننه یا د اتومي قوې یا د ضعیفه قوې څخه ترکیبي پوتنشیل انرژیو ته ویل کېږي.  


د انرژۍ ځینې ډولونه (دا چې یو جسم یا سیستم د اندازه کولو وړ خاصیت په څېر لري)   


د انرژۍ ډولونه


تفصیل


مخانیکي


د ماکروسکوبي انتقالي او دوراني حرکي او پوتنشیل انرژیو مجموعه 


برقي


د برقي ساحو له امله یا په برقي ساحو کې ذخیره شوې پوتنشیل انرژي 


مقناطیسي


د مقناطیسي ساحو له امله یا په مقناطیسي ساحو کې ذخیره شوې پوتنشیل انرژي   


جاذبوي


د جاذبوي ساحو له امله یا په جاذبوي ساحو کې ذخیره شوې پوتنشیل انرژي  

کیمیاوي


د کیمیاوي تعاملاتو یا اړیکو له امله پوتنشیل انرژي  


آیونایزیشن


پوتنشیل انرژي چې یو الکترون په خپل اتوم یا مالیکول پورې وصل کوي 


اتمي یا هستوي


پوتنشیل انرژي چې نوکلیونونه وصل کوي ترڅو خپل اتوم یا مالیکول جوړ کړي  


کروموداینمیک


پوتنشیل انرژي چې کوارکونه وصل کوي ترڅو هادرونونو جوړ کړي 


ارتجاعي


هغه پوتنشیل انرژي چې د مادې (یا د هغې د لوښي) د شکل د بدلون په خاطر را منځ ته همدا چې بېرته خپل اصلي شکل ته راستنېږي رغونکې قوه څرګندوي  


میخانیکي موج


په ارتجاعي ماده کې د خپور شوي شکل د بدلونکي موج له امله حرکي او پوتنشیل انرژی 


د صوت موج


په سیال کې د صوت خپور شوي موج له امله (د میخانیکي موج ځانګړې بڼه) حرکي او پوتنشیل انرژی 


وړانګینه


د رڼا په شمول د الکترومقناطیسي وړانګو له خوا د خپرو شوو موجونو په ساحو کې ‌‌ذخیره شوې پوتنشیل انرژي 


ساکنه


د جسم د ساکنې کتلې له امله پوتنشیل انرژي 


حرارتي

د ذراتو د مایکروسکوبي حرکت حرکي انرژي، د میخانیکي انرژۍ یو ډول نا منظم معادل  

تاریخچه[سمول]

د energy کلمه د لرغونې یوناني کلمې څخه اخیستل شوې ده: ἐνέργεια ، او رومي یې: energeia، lit.  ' چې د فعالیت، عمل په معنی ده'،  چې په اټکل سره د لومړي ځل لپاره د میلاد څخه مخکې په څلورمه پېړۍ کې د ارسطو په اثر کې څرګنده شوه. د عصري تعریف برعکس، انرجیا یو کیفي فلسفوي مفهوم و چې ډېر پراخ و او د خوښۍ او خوند په څېر مفاهیم یې هم تر پوښښ لاندې درلودل.   [۱]

ګوتفرید لایب نیتز د ۱۷ پېړۍ په وروستیو کې د لاتین نظریه:  vis viva یا ژوندی قوه، وړاندیز کړه چې د یوه جسم د کتلې او سرعت مربع د حاصل ضرب په توګه تعریف شوې وه؛ هغه په دې باور و چې vis viva  نظریه خوندي ده. لایب نیتز د اصطکاک له امله د کم شوي سرعت د توضېح  لپاره دا نظریه وړاندیز کړه چې حرارتي انرژي د مادې د متشکله اجزاوو د حرکتونو څخه جوړه ده، که څه هم دا د یوې پېړۍ څخه ډېر وخت ونیو تر څو چې په عمومي توګه ومنل شوه. د دې خاصیت عصري شباهت حرکي انرژي ده چې یوازې د دوه ضریب له مخې د vis viva څخه توپیر لري. د اتلسمې پېړۍ په پیل کې امیلي دو شاتله په خپله لیکلنه د نیوتن د  Principia Mathematica د خپلې فرانسوي ژبې ژباړې په حاشیه کې د انرژۍ د ذخېرې مفکوره وړاندیز کړه چې د اندازې وړ حفظ شوي کمیت لومړنی جوړښت څرګندوي چې له مومنتم څخه یې توپیر درلود او وروسته د "انرژی" په نوم یاده شوه.

په ۱۸۰۷ کال کې، توماس یانګ په ډېر اټکل سره لومړی کس و چې په عصري معنی کې یې د vis viva ځای د " energy " اصطلاح وکاروله. ګوستاو ګاسپارد کوریولیس په ۱۹۲۹ کال کې "حرکي انرژي" په خپله عصري معنی کې تشرېح کړه، او په ۱۹۵۳ کال کې، ویلیم رینکین د "بالقوه یا پوتانشیال انرژي" اصطلاح وړاندې کړه. د انرژي د ذخېرې قانون هم د لومړي ځل لپاره د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې را منځ ته شو، او په هر جلا سیسټم کې پلي کېږي. دا چې آیا تودوخه یو فزیکي ماده ده او کنه، د څو کلونو لپاره تر شخړه لاندې وه، او همدا رنګه هغه د کالوري په نو یاد کړو، یا د حرکت په شان یې یوازې د یوې فیزیکي مادې په بڼه په اند کې ونیسو. جیمز پریسکوټ جول په ۱۸۴۵ کال کې د میخانیکي کار او د تودوخې د تولید ترمنځ اړیکه وموندله.   [۲]

دې پرمختګونو د انرژۍ د ذخیرې تیورۍ ته لار هواره کړه، چې په پراخه کچه د ویلیم تامسن (لارډ کیلوین) لخوا د ترموډینامیک د برخې په توګه رسمي بڼه لاس ته راوړه. ترموډینامیک د روډولف کلاوسیس، جوشیا ویلارډ ګیبس، او والتر نیرنسټ لخوا د کیمیاوي پروسو د توضیحاتو له چټکې پراختیا سره مرسته وکړه. دا کار د کلاسیوس لخوا د انټروپي مفکورې د ریاضيکي فارمول بندۍ او د جوزف سټیفن لخوا د شعاع د انرژي د قوانینو د وړاندې کولو لامل هم شو. د نوتر د فرضیي پر بنسټ، د انرژی ذخېره د دې حقیقت پایله ده چې د فزیک قوانین د وخت په تېرېدو سره نه بدلېږي. له دې امله، له ۱۹۱۸ کال را په دېخوا، تیوریستان په دې پوهېدلي دي چې د انرژۍ د ذخېرې قانون د مقدار د انتقالي تناظر مستقیمه ریاضيکي پایله ده چې د انرژي سره یوځای کېږي، یعنې وخت. [۳]

سرچينې[سمول]

  1. Harper, Douglas. "Energy". Online Etymology Dictionary. مؤرشف من الأصل في October 11, 2007. د لاسرسي‌نېټه May 1, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  3. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)