Jump to content

چڼاس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Fungi
چڼاس
مملکیت Eukaryote
مملکه چڼاس
خرمړی یا مرخیړی د چڼاسو له کورنۍ شمېرل کېږي

چڼاس (په لاتين: Fungi) چې د قارچونو،پنجیانو په نومونو سره هم یادیږي تر دې مهاله تر سل زره زیاتې نوعې Species پیژندل شوي دي چې تقریباً د نړۍ په ټولو برخو کښې ژوند کوي. زیات شمیریې په وچ چاپیریال کښې يواځې ځولومړني (ابتدايي) ډولونه یې په اوبو کښې ژوند کوي. هغه پوهه چی فنگوسونه تر ځیړنی لاندی نیسی د مایکولوژی په نامه سره یادیږی. چڼاس پگمنټ او کلوروفیل نلري. ډیرۍ یې د سپروپیت Saprophyte په شکل د عضوي موادو اویا په د مړو جسدونو د پاسه ژوند کوي، یوشمیریې د پرازیت په شکل د تیارشویو غذايي موادو چې ژوندي موجودات یې د ځان لپاره چمتوکوي، ژوند کوي. د 500 په شاه وخواکښې د چڼاس نوعې د انسانانو ناروغۍ منځ ته راوړي،په همدومره شمیره په حیواناتو کښې بیلا بیلې ناروغۍ منځ ته راوړي چې زیاتره یې د پوټکي ناروغۍ دي. له اتو زرو 8000 څخه زیاتې د چڼاسو نوعې په نباتاتو کښې بیلابیلې ناروغۍ منځ ته راوړي. هر پرازیتي فنگس کولای شي ځو ډوله نباتات تر خپلې حملې لاندې ونیسي. ددې چڼاسو له ډلې څخه ځینې اجباری پرازیتونه Obligate Parasites او ځینې یې اختیاري پرازیتونه Facultative parasite دي. هغه فگسونه چې د عضوي موادو په تجزیه کښې رول لري د حیاتي اهمیت لرونکي گڼل کیږي. همدارنگه د غذا په جوړولو لکه پنیر، ډوډۍ د تخمر عملیه کښې هم حیاتی رول لري. د انتي بیوتیکونو Antibiotics په برابرولو کښې هم ستر اهمیت لري، همدارنگه د لرگیو او د نساجۍ د الیافو د خرابیدو سبب کیږي چې د بشر اقتصاد ته نه جبرانیدونکی زیان اړوي. له بلې خوا چڼاس د نباتاتو د زیات شمیر بلابیلو ناروغۍ سبب کیږي، د نباتاتو حاصل راټیټوي ځینې وختونه د غذایي موادو د کاختۍ سبب کیږي.

د چڼاسو عمومي ځانگړتیاوې

چڼاس د ژوندیو موجوداتو له گروپ څخه عبارت دي چې:

  1. کلورفیل نلري ( د Photosynthesis عملیه ورکښې صورت نه نیسي) د ځان لپاره غذانشي برابرولاي، د غذا د لاس ته راوړلو لپاره نورو منابعو ته اړتیا لري.
  2. د چڼاسو جسم په عمومي صورت سره رشتوي Filamentous دی.
  3. چڼاس د مشخصو حجروCellular لرونکي دي.
  4. د چڼاسو حجرې مشخص حجروي دیوال Cell wall لري چې حجرې ته یې شکل ورکړی او داخلي محتویات یې ساتي.
  5. دچڼاسو په حجروکښې هستې په اسانۍ سره د تشخص وړ دي
  6. چڼاس لیږدونکي نسجونه Vascular system نلري.
  7. فنکسونه د حرکت کولو وړتیا نه لري. له یو ځای څخه بل ځای ته دلیږد لپاره بیروني عواملو ( باد ، باران، حشرات او نورو) ته اړتیا لري.
  8. چڼاس حقیقي ریښه ، تنه او پاڼه نلري، مگر ځینې داسې جوړښتونه لري چې په ښکاره دریښې، تنې او پاڼې په بڼه معلومیږي. په داسې حال کښې چې حقیقي ریښه او تنه نه دي.
  9. د چڼاسو د بدن د هرې برخې کوچینۍ برخه د تکثیر وړتیا لري.
  10. چڼاسو د په زوجي او غیر زوجي ډول سره د تکثیر وړتیا لري.
  11. د زوجي تکثیر غړي مشخص او ټاکلي دي د بدن د نورو برخو سره څرگند توپیر لري.
  12. د ځینو استثناوو په لرلو سره وده ایز غړي Somatic یا Vegetative یې یو له بل سره ورتوالی لري.
  13. دزوجي تکثیر غړي د چڼاسو د طبقه بندۍ لپاره غوره پیژندگلوي ده.

د چڼاسو مافولوجي

دچڼاسو جسم د ډیرو کوچینیو مایکروسکوپی رشتو څخه جوړشوی . هره رشته د Hypha بلل کیږي د Hypha کلیمه د لاتین د Haphe کلیمې څخه اخستل شوې ده چې د غڼې د تار web ، الیاف درشتې په معنی سره ده. که یوه هایفا په نظرکښې ونیول شي په حقیقت کښې دا ریشته له یو ظریف نازک شفاف او تیوب ډوله جوړښت څخه چې د حجروي دیوال لرونکې ده، جوړه شوی چې داخلي محتویات یې Protoplasm جوړوي. پروتو پلازم د غلظت له مخې په بیلا بیلو چڼاسو کښې توپیرلري.

د Hypha مجموعه چې د فنگس بدن جوړوي د Mycelium په نوم یادیږي. که مایسلیم د بندونوSepta لرونکی وي د Septatemyclium په نوم او که چیرې مایسلیم بندونه ونلري Setum وي او پروتوپلازم هغې کښې تل جریان ولري داډول مایسلیم د Coenocytic سینوسایتیک مایسلیم په نوم یادیږي.

د ځینو چڼاسو مایسلیم د پيتې په شکل پنډ جوړښت غوره کوي چې د Rhizomorph په نوم یادیږي

Rhizomorph د لاتین له دوو کلیمو څخه اخستل شوی Rhizo د Root ریښې په معنی او morph د shara شکل په معنی سره دي. په دې جوړښت یا ساختمان کښې هایفاؤ خپل هویت دلاسه ورکړی دي یوه پیچلې ټینگه کتله جوړوي چې د ناسمو چاپیریالي شرایطو په وړاندې مقاومت لري او په داډول شرایطو کښې د رکودDormancy په شکل پاتې کیږي.

دځینوچڼاسو بعضې مایسلیمونو فایفاوې نیم مایکران عرض لري،په یوشمیر نوروکښې 100 کایکران پوری رسیږي، په ځینو نورو کښې ځو مایکرانه وي اوپه ځینو نوروکښې تر ځو مترو پورې رسیږي.

هغه چڼاس چې Intercellular دي په خاص ډول هغې چې اجباری پرازیټی دي غذا له میزبان څخه د یو مخصوص جوړښت Haustorium په واسطه اخلي. هستوریم د جوړښت لمخې په دری ډوله دي.

Knob like Elongated Branched Haustorium


دMycelium وده له یو مخصوص جوړښت Germ tube جرم تیوب څخه پیلیږي Germ tube د سپورنو د نېښ وهلو څخه منځ ته راځي، نو ویلای شو چې جرم تیوب د مایسلیم له لومړنۍ ودې څخه عبارت دي چې د فنگس د سپورونو څخه منځ ته راځي.

هایفا له ډیرو وړو جوړښتونو څخه چې د بیلا بیلو شکلونو، اندازو او رنگونو لرونکي وي، منځ ته راځي دا جوړښتونه د Spore په نوم یادیږي.

سپورونه د تکثیرد کوچیني واحدونه دي چې د زیات شمیر چڼاسو په واسطه تولیدیږي او د عین نوع افرادو د ډیروالي سبب کیږي.

د چڼاسو طبقه بندي

د چڼاسو طبقه بندي زیاته ستونزمنه ده مگر تاسو د مایکو لوژيMycologyد نویو زده کوونکو په توگه پریشانه نه شی. په عین وخت کښې بایدمتوجې اوسۍ چې د فنگسونوپه طبقه بندۍ کښې بیلا بیل نظرونه شتون لري.

د چڼاسو د طبقه بندۍ په اړه اختلافات له هغو اختلافاتو څخه سرچینه اخلي چې د چڼاسو د ساختمان ، جوړښت د پراختیا اودهغوی د فزیولوژۍ په اړه شتون لري.

Taxonomy یا طبقه بندي د دوو موخو لپاره کیږي. لومړی داچې یو ژوندی اورگانیږم د بین المللي منل شویو معیارونو سره سم و نومول شي، پرته له دې چې ناسم پوهاوی منځ ته راشي د همغې برخې علماء پرته له کوم شک څخه پوهاوی وکولای شي.

دوهم داچې اړیکه یا ارتباط خپله د اورگانیزم سره د نورواورگانیزمونو څخه پوهاوی ولري.

Division Mycota په دوو فرعي دیوژن Sub Division ویشل کیږي Myxomycotina

حقیقي فنگسونه

حقیقي چڼاس

حقيقي چڼاس (په انګلیسي: Eumycotina or True fungi) د75000 په شاه وخواکښې د چڼاسو زیاتې نوعې په دې فرعي دیویژن کښې شاملي دي. یو محدود شمیر نوعې aquatic ( په اوبوکښې ژوندکوي) دي . پاته ټولې نوعې په خاوروکښې اوسیږي، چې د سپورونو( زوجي او غیر زوجي سپورونو) په واسطه تکثیر کوي. د باد ،باران او حشراتو په واسطه خپریږي. ددې ډیویژن تقریبا ټول غړي رشتوي بدن لري. د بدن هره رشته یې د Hypha او د هایفاؤ کتله یا مجموعه چې د فنگس بدن ورڅخه جوړي شوی د مایسلیم Mycelium په نوم یادیږي.

ددې ډلې د چڼاسو حجرې د عالي نباتاتو د حجرو په شان سره دي، حجروي دیوال یې دCellulose سلولوز،Chitin مرکباتو څخه جوړ شوی دي. همدارنگه حجرې لرونکې د Plasma Membrane ، Vacuole ،Mitochondria ، Endoplasmic reticulum اوهستې Nucleus دي .

د حقیقي چڼاسو فرعي دیویژن Sub Division Eumycotina په ځلورو کلاسون و ویشل کیږي. Phycomycetes یا Alga like Fungi Phycomycetesچڼاس بندونه Septa نلري.په اوسني وخت کښې دا کلاس په دوو کلاسونو ویشل کیږي

  1. Oomycetes
  2. Zygomycetes
  3. Ascomycetes یا Sac Fungi
  4. Basidiomycetes یا Basidium fungi
  5. Deuteromycetes یا Imperfect fungi یا ناقص فنگسونه

الجي ډوله فنگسونه

دBlight ، سوځیدنه، اوبه لرونکی پوپنک او ډوډۍ پوپنک عاملین ددې کلاس له نماینده گانو څخه گڼل کیږي. ددې کلاس ځینې چڼاس Saprophyte دي په داسې حال کښې چې یو شمیرنباتي پیچلې ناروغۍ منځ ته راوړي.

دا چڼاس د الجیانو سره ورته والی لري ( د وده ایزو او تکثیرو غړو له مخې له الجیانو سره ورته والی لری).ددې کلاس غړي د وچریا الجي Vaucheria په شان بندونه نلري. په همدې اساس ددې کلاس افراد د Ascomycetes او Basidiomycetes د کلاسونو له افرادوڅخه تفریق کیږي.

ددې کلاس افراد په زوجي او غیر زوجي طریقو سره زیاتوالي( تکثیر) کوي، ددې کلاس دری مهم اردرونه عبارت دي له:

  1. Saprolegniales یا Water mold
  2. Peranosporales  : سوزیدنه ، وچیدل ، خوساکیدنه ،سپین رنگه سرخي ددې اردر افراد ن بوټو کښې منځ ته راوړي.
  3. Mucorales یا تور پوپنکونه Block mold

ددې چڼاسو په زیات شمیر افرادو کښې تکثیر د مذکر عضوهAntheridium او مؤنثه تکثیري عضوه Oogonium په نومونو سره یادیږي. په عمومي صورت سره دا چڼاس د ابتدایي فنگسونوLower fungi په نوم یادیږي.

اسکومایسټ

Ascomycetes دفنگسونویو لوي صنف Class دي، دیرش 30 سلنه د نباتاتو د ناروغیو منځ ته

راوړونکو ټولوپیژندل شوې نوعې په دې کلاس کښې شاملې دي.

ددې کلاس اکثراً افراد په زیاتو سیمو کښې پیداکیږي، ځینې له دوي څخه Saprophytes او اکثراً یې پرازیتونه Parasites دي. ځینې یې د Hypogen چڼاسو له ډلې څخه دي . Hypogen له دوو کلیمو څخه Hype په معنی د under او ge په معنی د ځمکه په دې معنی چې د خاورو لاندې وده کوي او په هغه ځای کښې باقي پاته کیږي. یو محدود شمیریې Coprophilous دي داهم له دوو کلیمو څخه اخستل شوی، Kapro په معنی د dung د حیواناتو فاضله او Phelien په معنی د to love خوښولو سره دي، یواځې د حیواناتو په فاضله موادو باندې وده کوي.

ددې کلاس غړي زیات اقتصادي اهمیت لري . په عمومي شکل سره د نباتاتو عمده ناروغۍ،د غله جاتو د ریښو ورستیدل او نورې زیات شمیر ناروغۍ ددې کلاس غړي منځ ته راوړي. همداشان Yeats خیمرمایه هم دې کلاس پورې اړه لري چې د پنیر په جوړښت، ډوډۍ او نورو ترکیبونو کښې زیات اهیمت لري. د انتي بیوتیکونوAntibiotics په برابرولو کښې د Penicillium او Aspergillus جنسونه زیات اهمیت لري.

ددې صنف ټول غړي د زوجي تکثیر شریک خاصیت لري چې د Ascus له تولید څخه عبارت دي .

اسکسونه Ascus په ټولیزه توگه د Asci په نوم یادیږي.

Ascus : د کځوړې په شان جوړښت دي چې Ascospores پکښې تولیدیږي معمولاً ځلور یا اته عدده سپورونه ورکښې تولیدیږي. په همدې اساس دا چڼاس د Ascomycetes په نوم یادیږي.

Ascospores کیدای شی لوځ تولید شي او یا داخل د یو جوړښت کښې تولید شي چې Ascocarp بلل کیږي

Ascocarp دشکل له مخې په دری ډوله دي

Cliestothecium کلیستوتشیم: عبارت له هغې Ascocarp څخه دي چې بشپړ تړلی وي. Apothecium اپوتیشیم: عبارت له هغې Ascocarp څخه دی چې په بشپړه توگه خلاص وي. Perithecium: عبارت له هغې تړلي Ascocarp څخه دی چې پاسنۍ برخه کښې یوه مجرا ولري. دا کلاس سپاړس ارده لري چې له دې جملې څخه مهم یې عبارت دي له:

Endomycetales ددې اردرOrder نماینده Yeasts دي. Tapherinales ددې اردر نماینده د شفتالو د پاڼو د تاویدو ناروغۍ عامل دي. Erysiphales ددې اردر نماینده د خاکسترک ناروغۍ عامل دي. Aspergillales ددې اردر نماینده Aspergillus او Pinicillium چڼاس دي.

بسیدومایسټ

زیات شمیر لوی غوښین چڼاس لکه خال پريFairy clubs یا هلالي چڼاس Brached fungi، دسورخیوRust او تورکو smuts اوPufballs چڼاس په دې کلاس کښې شامل دي. دا چڼاس د فوق العاده انکشافي چڼاس له جملې څخه دي.

داگروپ چڼاس د Hypha له لحاظه د Ascomycetes سره شباهت لري ، ولې د هغې په پرتله یې زیات تکامل کړی دي.

داچڼاسو ډیری د Saprophyte په شکل په لرگیو و عضوي موادو، چرم، الیافو ژوند کوي او زیات تاوان ورته اړوي، ځینې غوښین شکلونه Amanit verna د دوی زهرجن ډولونه دي.

په افغانستان کښې د سرخیو او تورکو چڼاس دوه مهم پتوجنونه دي چې هرکال غلو خصوصاً غنمو ته زیات تاوان اړوي.

دBasidiomycetes د کلاس چڼاس د Basidiospore د تولید د یو مخصوص جوړښت Basidium د پاسه د نورو چڼاسو سره توپیر لري. Basidiospores معمولاً یو هستوي او Haploid دي

د Ascospores په شکل د Plasmogamy ، Karyogamy او Meiosis محصول دي. معمولا ځلور عدده Basidiospore د هر Basidium دپاسه تولیدیږي. بسیډیمونه Basidiums لکه د Ascomycetes اسکسونه Ascus د دوه هستوي ریشتو د پاسه تولیدیږي. مگر برعکس Ascospores اسکوسپرونه چې د Ascus اسکسونو داخل کښې تولیدیږي بسیډیوسپرونه معمولا د Basidium دپاسه تولیدیږي ، د پخوالي په وخت کښې د Basidium څخه د چاپیریال په لوري ازادیږي.

دBasidiomycetes کلاس د زیاتو مهمو فنگسونولرونکی دی.چې زیات شمیر یې مضرHarmful او یو شمیر گټور Useful چڼاس هم پکښې شامل دي.

سرخي او تورکي د بوټو خصوصاً د غلودوه ډلې عمده پرازیتونه دي چې هر کال د نباتاتو د حاصل ته میلینونه دالره تاوان اړوي.همدارنگه یو شمیر Saprophytes چڼاس د لرگیو د تخریب سبب کیږي.

له بلې خوا د مرخیړیوMushroom روزنه چې د غذا په ډول ورڅخه استفاده کیږي، په نړۍ کښې دډیرپخوا څخه رواج لري . که څه هم یواځې د مرخیړیو یوه نوعه Agaricus compestris په زیاته پیمانه کرل کیږي. ولې یو شمیر وحشی مرخیړي هم د غذايي ارزښت له امله د زیات اهمیت وړ دي.

دBasidiomycetes کلاس دوه فرعی کلاسونه لري چې عبارت دي له:

A. Holobasidiomycetes: ددې کلاس مهم اردرونه عبارت دي له:

  1. Aphyllophorales
  2. Agaricales مرخیړي
  3. Gastrales

B. Hemibasidiomycetes: ددې فرعي کلاس مهم اردر عبارت دي له:

  1. Uredinales د سرخیو فنگسونه
  2. Ustilaginales د توروکو فنگسونه

سرچينې

ماخذونه

http://en.wikipedia.org/wiki/Fungus