Jump to content

شاړې سيمې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
شاړې سيمې
ټوليز مالومات
ځانګړې وېشنيزه

شاړه يا شاړې ځمکې (عموماً په جمع کې کارول کېږی)، په ځمکه هغه طبيعي چاپېريالونه دي، په کومو کې چې د انسانانو د فعالیتونو په پايله کې د پام وړ سمون نه دی راوستل شوی، يا هغه غېر ښاري شوې ځمکه ده چې زيات کښت پکې نه وي شوی. په دې اصطلاح سره په دوديز ډول ځمکنيو چاپېريالونو ته اشاره کېږي، په داسې حال کې چې زیاته پاملرنه د سمندري ژويو ساتنې ته کېږي. د شاړو وروستۍ نقشې ښيی چې د ځمکې د مخ نږدې يو په څلورمه برخه يې پوښلې ده، خو د انسانانو د فعاليتونو له امله په تېزۍ سره د کمښت په حال کې ده. په سمندر کې له دې څخه هم کمه شاړه برخه پاتې ده، یواځې ۱۳.۲٪ يې د انسانانو له سختو فعاليتونو څخه ازادې دي.[۱][۲][۳][۴][۵]

يو شمېر حکومتونو د شاړو سيمو لپاره د قانون په مټ خونديتوب ورکړی، د دې لپاره چې نه یواځې له مخکې څخه موجود شيان خوندي وساتل شي، بلکې طبيعي مناظر او پرمختګ هم وده وکړي. دا په خونديتابه، د ساتنې خونديتوب، طبيعي ځنګلونو، ملي پارکونو او ان په ښاري سيمو کې د سمندرونو، ويالو يا نورو تر پرمختګ لاندې سيمو کې هم کېدای شي. عموماً دا سيمې د ټاکلو انواعو، بيالوژيکي تنوع، چاپېريالي مطالعاتو، خونديتوب، ګوښه والي او تفريح لپاره هم مهمې بلل کېږي. دا تاريخي جنياتي خصوصيتونه هم خوندي کولای شي او د ځنګلي بوټو او ژويو لپاره استوګنځای ورکولای شي، کوم چې په ژوبڼونو، باغونو او لابراتوارونو کې ستونزمن وي.[۶]

تاريخ

[سمول]

لرغوني وختونه او منځنۍ پېړۍ

[سمول]

د بصري هنرونو له ليدلوري څخه، طبيعيت او شاړې سيمې د نړۍ د تاريخ په بېلا بېلو پړاونو کې مهم موضوعات و. د ځمکې د ښکلا د هنر يو ابتدايي روايت په «ټانګ» واکمنې کورنې (۶۱۸-۹۰۷) کې منځ ته راغلی دی. د طبيعيت د استازولۍ روايت د چينايي انځورګرۍ له موخو څخه يوه ګرځېدلې ده او په اسيايي هنر کې دې يو مهم اغېز درلود. د «شان شويي» په روايت کې (د غر-اوبو- روښانه انځور) هنرمندانو غرونه او سمندرونه «په ټوليز ډول د طبيعيت له ليدلوري څخه او د طبيعیت د قوانينو په اړه د هغې د پېژندلو پر بنسټ وړاندې کول زده کړل...کټ مټ هغه شان لکه چې د يوې مرغۍ په سترګه ورته کتل شوي وي». په ديارلسمه پېړۍ کې، «شي اير چي» د داسې صحنو له انځور کولو څخه د ډډې کولو سپارښتنه وکړه، چېرته چې د داسې سیمو کمی وي چې طبيعيت هغې ته رسېدل ناشوني ګرځولي وي.[۷]

د انسان د تاریخ په ډېره برخه کې، د ځمکې ډېرې برخې شاړې وې او د انسانانو پاملرنه يواځې په ابادو سيمو متمرکزه وه. د طبيعي برخو د خونديتوب لپاره لومړيو قوانينو تاريخ د بابيلي سترواکۍ او چينايي سترواکۍ پورې رسېږي. اشوکا څوک چې يو ستر موريايي پاچا و، د درېیمې مخزېږديزه پېړۍ په شا اوخوا کې د اشوکا په ويناوو کې د بوټو او ژويو د خونديتوب لپاره په نړۍ کې لومړی قانون تعريف کړ. په منځنيو پېړيو کې، د انګلستان پاچايانو د طبيعي سيمو د خونديتوب لپاره د نړۍ د ابتدايي شعوري هڅو له منځه لومړۍ هڅې پيل کړې. هغوی د ځنګل د خونديتوب د هيلې پر ځای، له دې هيلې اغېزمن شوي و چې وکولای شي وحشي ژوي د ښکار په خصوصي ځايونو کې ښکار کړي. له دې سره سره، په دې موخه چې د ښکار لپاره ژوي ولري، دوی بايد ځنګلي ژوندي موجودات د معيشت لپاره له ښکار څخه ژغورلي او ځمکه يې له هغو کليوالو ساتلې وای چې د اور لپاره لرګي راټولوي. په نورو اروپايي هېوادونو کې هم همدې ته ورته اقدامات وړاندې شوي وو.[۸]

په هر حال، په اروپايي کلتورونو کې، د منځنيو پېړيو په اوږدو کې، عموماً دښتې د خوندي کولو وړ نه بلل کېدې، بلکې د يو خطرناک ځای او اخلاقاً د کلتور او خدايي ژوند د قلمرو لپاره د يوې مخالفې نړۍ په توګه په سختۍ سره منفي بلل کېدې. «په داسې حال کې چې لرغونو طبيعي دينونو خپل ځانونه د طبيعيت سره بلد کړل، د منځنیو پېړيو په مسيحي نړۍ کې د دې ميلان ځای د يو خدايي قانون پر لور تګ ونيو. نور نو خدای په طبيعيت کې نه موندل کېدو، د دې پر ځای، هغه طبيعي ځايونه چې کښت پکې نه و شوی د شريرو او شيطان ځای وګرځېد. دا په مني (خزان) سره خراب بلل کېدو (natura lapsa)، کومه چې د اوښکو يوه دره بلل کېده، په کومه کې چې انسانان د خپل وجود د ژوندي ساتلو لپاره هلته په ژوند محکوم وو. په همدې بنسټ، د بېلګې په ډول، غرونه [د بېلګې په ډول د تاماس برنيټ له خوا] د هغو اوارو ځمکو د پاتې شونو په توګه تعبير شوي وو چې باران ويجاړې کړې وې او سمندرونه د همدې سيلاب پاتې شوني دي». «که چېرې جنت د لومړي انسان تر ټولو ستر ښه والی و، نو شاړې د دې د مخالف په توګه، د انسان تر ټولو ستر خرابوالی و».[۹][۱۰][۱۱]

له پنځلسمې تر نولسمې پېړۍ

[سمول]

نيواکګرو شاړو ته د خپل واک په خلاف مقاومت کې د بدۍ په سترګه کتل. د شاړو په اړوند خالصانه اند موخه دا وه چې د نېواکګرو لپاره په شمالي امريکا کې د اوسېدو وړ ګرځېدو لپاره، دوی بايد شاړې سيمې له منځه وړې وای، تر څو د خپلې متمدنې ټولنې لپاره لاره جوړه کړي. شاړې سیمې د نېواکګرو د ستونزو جرړې بلل کېدې، نو د دې لپاره چې ستونزې لرې کړي، شاړې بايد ويجاړې شوې وای. د دې کار لپاره لومړی اقدام، د ځمکې د پاکولو لپاره د ونو لرې کول و. شاړې د دوښمن په توګه د ښودلو لپاره پوځي استعارو څخه کار واخيستل شو او د مېشتېدونکو پراختيا ته د شاړو سيمو د [فتحې] په توګه کتل کېدل.[۱۲][۱۳]

د شاړو په اړوند، اصلي اوسېدونکو امريکايانو ته د وحشيانو په سترګه کتل کېدل. دې غېر انساني رويې نېواکګرو ته يوه بهانه په لاس ورکړه چې پر اصلي امريکايانو بريدونو کولو او وژلو کې د هېڅ رحم احساس ونه کړي. د سيمه ييزو امريکايانو او ځمکې تر منځ اړيکه يو داسې څه و، چې نيواکګر پرې نه پوهېدل او نه يې دا هڅه کوله چې ځانونه پرې پوه کړي. دا دوه اړخيزه ګټوره اړيکه له هغې څخه مختلفه وه، څه ډول چې نيواکګرو په دې برخه کې ځمکې ته يواځې په دې نظر کتل چې هغوی د ځمکې او نورو ژونديو موجوداتو د لاندې کولو لپاره په مسلسل ډول وجنګطږي او خپل ځان ته ځه ډول ګټه ورسوي. د نېواکګرو دا باور چې ځمکه یواځې د استعمالېدو شی دی، د مسيحيت پر اندونو ولاړ و. که ځمکه او ژوي او بوټي د مسيحيانو د خدای له خوا د انسانانو د استعمال لپاره پنځول شوي وو، نو د هغې کرل هم د نېواګرو د خدای له خوا ورکړل شوې موخه وه.[۱۴][۱۵]

په هر حال، دا نظر چې اروپايي نېواکګرو شمالي امريکا ته په رسېدو سره څه وليدل، هغه لرغوني او له انسانانو څخه خالي و، د سيمه ييزو امريکايانو د شتون له امله ناسم دی. دا ځمکه د سيمه ييزو امريکايانو له خوا د اور په څېر طريقو په مټ جوړه شوې وه. د اور بلول ډېر ځله او په مديريت شوې طريقې منځ ته راغلي و. اوسمهال په امريکا کې ليدل کېدونکې طبيعي مناظر، له هغې څخه زيات مختلف دي، څه ډول چې د نيواکګرو له راتګ مخکې شيان لیدل کېدل. اور د خوراک، رسيو او پچيو د ساتنې لپاره استعمال شوی دی. د بيا بيا اور لګېدو يوه بنسټيزه دنده دا وه چې له واکه وتلي اور مخه ونیول شي، کوم چې ورځ تر بلې عام کېږي.[۱۶][۱۷]

په نولسمه پېړۍ کې په لوېديځه نړۍ کې د شاړو سيمو د طبيعي ارزښت فکر منځ ته راغی. برتانوي هنرمندانو هر يو «جان کانسټيبل» او «جی. ايم. ډبليو ټرنر» په خپلو انځورګريو کې د طبيعي نړۍ ښکلا د انځور کولو لور ته پاملرنه زیاته کړه. له دې مخکې، انځورګري په بنسټيز ډول د مذهبي صحنو يا انسانانو کېده. د «وليام ورډز ورت» شاعرۍ کې د طبيعي نړۍ عجايب تشريح شوي دي، کومو ته چې پخوا د يوې خطرناکې سيمې په سترګه کتل کېدل. د طبيعيت درناوی کول په چټکۍ سره د لوېديځ کلتور يوه برخه وګرځېده.[۱۸]

سرچينې

[سمول]
  1. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  3. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  4. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  5. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  6. No Man's Garden by Daniel B. Botkin p155-157
  7. Chinese brush painting Archived 26 May 2006 at the Wayback Machine. Asia-art.net Retrieved on: 20 May 2006.
  8. History of Conservation BC Spaces for Nature. Retrieved: 20 May 2006.
  9. Kirchhoff, Thomas/ Vicenzotti, Vera 2014: A historical and systematic survey of European perceptions of wilderness. Environmental Values 23 (4): pp.443–464, here p. 446, doi:(10.3197/096327114X13947900181590
  10. Burnet, Thomas [1681 ]1719: The Sacred Theory of the Earth. Containing an Account of the Original of the Earth and of all the General Changes which it hath Already Undergone, or is to Undergo, till the Consumation of all Things. The Forth Edition. London, Hooke. https://archive.org/details/sacredtheoryofea01burn.
  11. Nash, Roderick Frazier [1967] 2014: Wilderness and the American Mind. Fifth Edition. New Haven & London, Yale University Press / Yale Nota Bene, p. 9
  12. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  13. Hogan, L. (1994). Department of the Interior. In P. Foster (Ed.), Minding the Body.
  14. Dunbar-Ortiz, R. (2014). An Indigenous Peoples' History of the United States. Beacon Press
  15. Simpson, L. B. (2017). Land as Pedagogy. In As We Have Always Done: Indigenous Freedom through Radical Resistance (pp. 145–174). University of Minnesota Press. https://doi.org/10.5749/j.ctt1pwt77c.12
  16. Stewart, O. C., Lewis, H. T., & Anderson, K. (2002). Forgotten fires: Native Americans and the transient wilderness. Norman: University of Oklahoma Press.
  17. Kantor, I. (2007). Ethnic Cleansing and America's Creation of National Parks. Public Land & Resources Law Review, 28, 41-64.
  18. History of Conservation BC Spaces for Nature. Retrieved: 20 May 2006.