د ژوند تاریخ
د ژوند تاریخ په ځمکه کې هغه بهیر څېړي چې له مخې یې ژوندي او فوسیلي ارګانیزمونه د ژوند له لومړیو تر نن پورې تکامل کړی. ځمکه شاوخوا ۴.۵ میلیارده کاله وړاندې جوړه شوې وه (ګیګانم لپاره په لنډه توګه Ga کارول کېږي) او شواهد وړاندې کوي چې ژوند د ۳.۷ ګیګانم مخکې رامنځته شوی. که څه هم د ۴.۱ تر ۴.۲۸ ګیګانم پورې د ژوند ځینې شواهد شته خو د نوموړو فوسیلونو د احتمالي غیر بیولوژیکي جوړښت له امله جنجالي پاتې دي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]
د اوسنیو ټولو پېژندل شویو ډولونو ترمنځ ورته والی دا په ګوته کوي چې دوی د تکامل پروسې له لارې له یو مشترک اصل او نسب څخه جلا شوي دي. اوس مهال نږدې ۱ تریلیون ډولونه په ځمکه کې ژوند کوي چې یوازې ۱.۷۵ نه تر ۱.۸ میلیون یې نومول شوي او ۱.۸ میلیونه یې په مرکزي ډیټابیس کې مستند شوي دي. دا اوسنۍ ژوندۍ ډولونه د ټولو ډولونو له یوې سلنې تر کمو استازیتوب کوي چې په ځمکه یې تر اوسه ژوند کړی. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
د ژوند لومړني شواهد د بایوجینک کاربن نښو نښانو او د ستراتولایټ فوسیلونو څخه چې د لویدیځ ګرینلند څخه ۳.۷ میلیارد کلنو زړو رسوبي ډبرو کې موندل شوي، لاس ته راځي. په ۲۰۱۵ کال کې په لویدیځه اسټرالیا کې د ۴.۱ میلیارد کلن زړو ډبرو کې د "بایوتیک ژوند پاتې شوني" وموندل شول. د ۲۰۱۷ زکال په مارچ میاشت کې په ځمکه کې احتمالاً د ژوند د بیلګو تر ټولو پخواني احتمالي شواهد د فوسیل شویو مایکرو ارګانیزمونو په شکل کې په اړه راپور ورکړل شو چې د کاناډا د کیوبیک په نووواګیتوق کمربند کې د اوبو د تودوخې په خروجي رسوباتو کې و موندل شول چې ممکن ۴.۸ میلیارده کاله د مخه یې ژوند کړی وي چې د سمندرونو له جوړښت څخه چې ۴.۴ میلیارد کاله وړاندې دی او د ځمکې له جوړښت څخه چې ۴.۵۴ میلیارد کاله وړاندې دی، لږ وروسته دی. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
د ارکیان دورې په لمړیو کې د باکتریاوو او ارشیا مایکروبیل لایې د ژوند برلاسې بڼه وه او داسې فکر کېږي چې د ژوند د تکامل ډېر لوی پړواوونه په دې چاپېریال کې ترسره شوي دي. د فوتوسنتزیز تکامل، شاوخوا ۳.۵ ګیګانم، په پایله کې په اتموسفیر کې د غیر ضروري محصول، اکسیجن، د راټولیدو لامل شوی، چې د اکسیجن سره د ترکیب د لویې پیښې لامل کېږي، چې شاوخوا ۲.۴ ګیګانم کې پیل شو. د اکرایوتس (د هجرې ارګانونه له مغلقو حجرو سره) لومړني شواهد د ۱.۸۵ ګیګانم کاله تاریخ لري. خو دوی ممکن مخکې شته وو، کله چې په خپل میتابولیزم کې د اکسیجن څخه کار واخیست، د دوی تنوع ګړندۍ شوه. وروسته، د ۱.۷ ګیګانم شاوخوا، کثیرالحجروي ژوندی موجودات د مختلفو حجرو سره چې ځانګړې دندې ترسره کوي را څرګند شول. جنسي تکثیر، چې د نارینه او ښځینه تکثري حجرو د یو ځای کېدو بهیر دی (بالغې حجرې یا ګامت) څو زایګوټ رامنځته کړي، د القاح په نوم یادیږي او غیر جنسي تکثیر د دې برعکس دی چې د ډېری میکروسکوبي ارګانیزمونو لپاره د تکثیر لومړنۍ طریقه ده او نږدې ټول ایوکریاتیک (چې په کې حیوانات او نباتات شامل دي) په کې شامل دي. خو د جنسي تکثیر اصل او تکامل د بیولوژي پوهانو لپاره یوه معما پاتې ده که څه هم دا د یو عام اصل او نسب څخه رامنځته شوې چې یو واحد حجره لرونکی ایوکاریاتیک ډول دی. بای لتېریا، هغه حیوانات چې کیڼ او ښي اړخ لري د یو بل تصویرونه دي، 555 میلیون کاله وړاندې څرګند شول. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
الجی ډوله کثیر الحجروي ځمکني نباتات حتی شاوخوا یو میلیارد کاله دمخه اټکل شوي، که څه هم شواهد انګېري چې مایکرو ارګانیزمونه لږ تر لږه ۲.۷ ګیګانم د مخه ځمکني لومړني ایکوسیستمونه جوړوي. داسې انګیرل کېږي چې مایکرو ارګانیزمونو د اوردوویشین په دوره کې د ځمکې د نباتاتو د پیل لپاره لاره هواره کړې وي. د ځمکې نباتات دومره بریالي وو چې فکر کېږي دوی د وروسته د یوونین د انقراض (له منځه تلو) له پېښې سره مرسته کړې وي. (داسې ښکاري چې د علت او معلول اوږده سلسله د اریکایوپتریس ونې د لرغونو اثارو په بریالیتوب کې شامل وي، د کاربن دای اکساید (CO2) کچه یې راټیټه کړه، چې د نړیوال یخوالي او د بحر د سطحې ټیټیدو لامل شو. د اریکایوپتریس ریښې د خاورې پراختیا ته وده ورکوي چې بیا د ډبرې سولولو ته وده ورکوي او ورپسې غذايي موادو ورکه ښايي د الجی د ودې لامل شوي وي چې په پایله کې د اکسیجن د کمښت پیښې رامنځته شوې چې د سمندري ژوو د مړینې لامل کېږي. سمندرې ډولونو د وروستي ډیونین له منځه تلو لومړني قربانیان وو. [۲۹][۳۰][۳۱]
ایدیاکارا دورې بوټي د دې دورې په ترځ کې څرګندېږي، په داسې حال کې چې د نورو عصري فایلم سره سم، فقاریه ژوي د کمبیرین چاودنې پرمهال شاوخوا ۵۲۵ میلیون کاله وړاندې پیدا شوي. د پرمیان د دورې په جریان کې، د تي لرونکو ژوو د اجدادو په ګډون، ساېنپسېد په ځمکه باندې مسلط شول، خو د دې ډلې ډېری برخه ۲۵۲ میلیون کاله په خوا د پرمیان – تریاسیک دورې د انقراض په پېښه کې له منځه لاړل. د دې ناورین څخه د بېرته راګرځېدو په ترڅ کې، آرکوسور د ځمکې تر ټولو پراخه فقاریه لرونکي شول؛ د ارکوسور یوې ډلې، ډیناسور، د جوراسیک او کریتاسیوس دورې واکمني وکړه. وروسته له دې چې د کریتاسیوس-پیالوجین د دورې د انقراض پېښه ۶۶ میلیون کاله وړاندې غیر الوتونکي ډیناسور له منځه یوړل، تی لرونکي په اندازه او ډول کې ګړندی وده وکړه. دا ډول ډله ییزو انقراضونو ممکن د ژوندیو نویو ډلو ته د ډولونو د فرصتونو په چمتو کولو سره وده او تکامل ګړندۍ کړی وي. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]
د ځمکې لومړنی تاریخ[سمول]
په ځمکه کې موندل شوې تر ټولو زړې اسماني ډبرې ټوټې شاوخوا ۴.۵۴ میلیارده کاله عمر لری. دا، چې په اصل کې د لرغونو سربو د زیرمو د نیټې دوه چنده دي، د ځمکې اټکل شوی عمریې په هغه وخت کې ټاکلی دی. سپوږمۍ د ځمکې د پوټکي یا قشر په څېر ورته جوړښت لري خو د ځمکې په څېر د اوسپنې بډایه هسته نه لري. ډېری ساینس پوهان فکر کوي چې د ځمکې له رامنځته کېدو شاوخوا ۴۰ میلیون کاله وروسته د مریخ په اندازه له یو (جسم) سره یې ټکر وکړ او په مدار کې یې د پوټکي یا قشر مواد وغورځول چې سپوږمۍ یې جوړه کړه. بله نظریه دا ده چې ځمکه او سپوږمۍ په ورته وخت کې سره یوځای کېدل خو ځمکه چې د سپوږمۍ په پرتله خورا قوي جاذبه یې لرله او په سیمه کې نږدې ټولې د اوسپنې ذرې یې جذب کړې. [۴۱][۴۲]
تر ۲۰۰۱ کال پورې، په ځمکه کې موندل شوې ترټولو پخوانۍ ډبرې شاوخوا ۳.۸ میلیارد کاله زړې وې، مخکښو ساینس پوهانو اټکل وکړ چې تر هغه وخت پورې د ځمکې سطحه ټوټه شوې وه او دې ترتیب دوی د ځمکې د تاریخ دغې برخې ته د هدیان نوم ورکړ. خو، د ۴.۴ ګیګانم د زبرکان جوړ شویو د ډبرو شننې ښیي چې د ځمکې د قشر له جوړیدو څخه شاوخوا ۱۰۰ میلیون کاله وروسته د ځمکې قشر ټینګ شو او دې سیارې په چټکۍ سره سمندرونه او اتموسفیر ترلاسه کړل څو وکړای شي د ژوند د ملاتړ توان ولري. [۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]
له سپوږمۍ څخه شواهد ډاګیزه کوي چې له ۴ تر ۳.۸ ګیګانم پورې د لمریز نظام له جوړیدو څخه د پاتې شونو (زبالې) ناوخته درنې بمبارۍ سره مخ شوې او ځمکه باید د قوي جاذبې له امله درنه بمباري تجربه کړې. په داسې حال کې چې په ځمکه کې له ۴ څخه تر ۳.۸ ګیګانم پورې مستقیم شواهد نشته خو اړینه نه ده چې فکر وکړي چې ځمکه هم د دې ناوخته درنې بمبارۍ له خوا اغېزمنه شوې نه وه. دې پېښې ممکن هرډول پخوانۍ اتموسفیر او سمندرونه له منځه وړي وي. په دې حالت کې ګازونو او اوبو د اسمانی جسمونو د لګیدلو له امله ممکن د دوی ځای په ځای کولو کې مرسته کړې وي، که څه هم په ځمکه کې د اورغورځوونکو څخه د ګازونو خپرېدل لږترلږه نیمه برخه چمتو کوي. خو که د ځمکې لاندې مایکروبیل ژوند تر دې اندازې پورې وده کړې وای، دا به د بمبارۍ څخه ژوندی پاتې شوی وای. [۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]
سرچينې او ياداښتونه[سمول]
- ↑ Pearce, Ben K.D.; Tupper, Andrew S.; Pudritz, Ralph E. et al. (March 1, 2018). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Constraining the Time Interval for the Origin of Life on Earth"]. Astrobiology 18 (3): 343–364. doi:10.1089/ast.2017.1674. ISSN 1531-1074. PMID 29570409. Bibcode: 2018AsBio..18..343P.
- ↑ Rosing, Minik T. (January 29, 1999). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "13C-Depleted Carbon Microparticles in >3700-Ma Sea-Floor Sedimentary Rocks from West Greenland"]. Science 283 (5402): 674–676. doi:10.1126/science.283.5402.674. ISSN 0036-8075. PMID 9924024. Bibcode: 1999Sci...283..674R.
- ↑ Ohtomo, Yoko; Kakegawa, Takeshi; Ishida, Akizumi et al. (January 2014). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Evidence for biogenic graphite in early Archaean Isua metasedimentary rocks"]. Nature Geoscience 7 (1): 25–28. doi:10.1038/ngeo2025. ISSN 1752-0894. Bibcode: 2014NatGe...7...25O.
- ↑ Papineau, Dominic; De Gregorio, Bradley T.; Cody, George D. et al. (June 2011). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Young poorly crystalline graphite in the >3.8-Gyr-old Nuvvuagittuq banded iron formation"]. Nature Geoscience 4 (6): 376–379. doi:10.1038/ngeo1155. ISSN 1752-0894. Bibcode: 2011NatGe...4..376P.
- ↑ Bell, Elizabeth A.; Boehnke, Patrick; Harrison, T. Mark et al. (November 24, 2015). "Potentially biogenic carbon preserved in a 4.1 billion-year-old zircon". Proceedings of the National Academy of Sciences 112 (47): 14518–14521. doi:10.1073/pnas.1517557112. ISSN 0027-8424. PMID 26483481. PMC 4664351. Bibcode: 2015PNAS..11214518B. https://www.pnas.org/content/pnas/early/2015/10/14/1517557112.full.pdf. Retrieved 2020-02-14.
- ↑ Nemchin, Alexander A.; Whitehouse, Martin J.; Menneken, Martina et al. (July 3, 2008). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A light carbon reservoir recorded in zircon-hosted diamond from the Jack Hills"]. Nature 454 (7200): 92–95. doi:10.1038/nature07102. ISSN 0028-0836. PMID 18596808. Bibcode: 2008Natur.454...92N.
- ↑ Futuyma 2005
- ↑ Dybas, Cheryl; Fryling, Kevin (May 2, 2016). "Researchers find that Earth may be home to 1 trillion species" (Press release). Alexandria, VA: National Science Foundation. News Release 16-052. مؤرشف من الأصل في ۰۴ مې ۲۰۱۶. د لاسرسينېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)- Locey, Kenneth J.; Lennon, Jay T. (May 24, 2016). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Scaling laws predict global microbial diversity"]. Proc. Natl. Acad. Sci. U.S.A. 113 (21): 5970–5975. doi:10.1073/pnas.1521291113. ISSN 0027-8424. PMID 27140646. Bibcode: 2016PNAS..113.5970L.
- ↑ Chapman 2009.
- ↑ "Catalogue of Life: 2019 Annual Checklist". Species 2000; Integrated Taxonomic Information System. 2019. د لاسرسينېټه ۱۶ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Stearns او Stearns 1999، ص. x.
- ↑ McKinney 1997، ص. 110.
- ↑ (په November 8, 2014 باندې). Prehistory's Brilliant Future. "A version of this article appears in print on Nov. 9, 2014, Section SR, Page 6 of the New York edition with the headline: Prehistory's Brilliant Future."
- ↑ Rosing, Minik T. (January 29, 1999). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "13C-Depleted Carbon Microparticles in >3700-Ma Sea-Floor Sedimentary Rocks from West Greenland"]. Science 283 (5402): 674–676. doi:10.1126/science.283.5402.674. ISSN 0036-8075. PMID 9924024. Bibcode: 1999Sci...283..674R.
- ↑ Ohtomo, Yoko; Kakegawa, Takeshi; Ishida, Akizumi et al. (January 2014). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Evidence for biogenic graphite in early Archaean Isua metasedimentary rocks"]. Nature Geoscience 7 (1): 25–28. doi:10.1038/ngeo2025. ISSN 1752-0894. Bibcode: 2014NatGe...7...25O.
- ↑ Nutman, Allen P.; Bennett, Vickie C.; Friend, Clark R.L. et al. (September 22, 2016). "Rapid emergence of life shown by discovery of 3,700-million-year-old microbial structures" (PDF). Nature 537 (7621): 535–538. doi:10.1038/nature19355. ISSN 0028-0836. PMID 27580034. Bibcode: 2016Natur.537..535N. https://ro.uow.edu.au/cgi/viewcontent.cgi?article=5181&context=smhpapers. Retrieved 2020-02-17.
- ↑ (په October 19, 2015 باندې). Hints of life on what was thought to be desolate early Earth. Associated Press.
- ↑ Bell, Elizabeth A.; Boehnke, Patrick; Harrison, T. Mark et al. (November 24, 2015). "Potentially biogenic carbon preserved in a 4.1 billion-year-old zircon". Proceedings of the National Academy of Sciences 112 (47): 14518–14521. doi:10.1073/pnas.1517557112. ISSN 0027-8424. PMID 26483481. PMC 4664351. Bibcode: 2015PNAS..11214518B. https://www.pnas.org/content/pnas/early/2015/10/14/1517557112.full.pdf. Retrieved 2020-02-14.
- ↑ Dodd, Matthew S.; Papineau, Dominic; Grenne, Tor et al. (March 2, 2017). "Evidence for early life in Earth's oldest hydrothermal vent precipitates". Nature 543 (7643): 60–64. doi:10.1038/nature21377. ISSN 0028-0836. PMID 28252057. Bibcode: 2017Natur.543...60D. https://eprints.whiterose.ac.uk/112179/1/ppnature21377_Dodd_for%20Symplectic.pdf. Retrieved 2020-02-18.
- ↑ (په March 1, 2017 باندې). Scientists Say Canadian Bacteria Fossils May Be Earth's Oldest. "A version of this article appears in print on March 2, 2017, Section A, Page 9 of the New York edition with the headline: Artful Squiggles in Rocks May Be Earth's Oldest Fossils."
- ↑ Nisbet, Euan G.; Fowler, C.M.R. (December 7, 1999). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Archaean metabolic evolution of microbial mats"]. Proceedings of the Royal Society B 266 (1436): 2375–2382. doi:10.1098/rspb.1999.0934. ISSN 0962-8452.
- ↑ Anbar, Ariel D.; Yun, Duan; Lyons, Timothy W. et al. (September 28, 2007). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A Whiff of Oxygen Before the Great Oxidation Event?"]. Science 317 (5846): 1903–1906. doi:10.1126/science.1140325. ISSN 0036-8075. PMID 17901330. Bibcode: 2007Sci...317.1903A.
- ↑ Knoll, Andrew H.; Javaux, Emmanuelle J.; Hewitt, David et al. (June 29, 2006). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Eukaryotic organisms in Proterozoic oceans"]. Philosophical Transactions of the Royal Society B 361 (1470): 1023–1038. doi:10.1098/rstb.2006.1843. ISSN 0962-8436. PMID 16754612.
- ↑ Fedonkin, Mikhail A. (March 31, 2003). "The origin of the Metazoa in the light of the Proterozoic fossil record". Paleontological Research 7 (1): 9–41. doi:10.2517/prpsj.7.9. ISSN 1342-8144. http://www.vend.paleo.ru/pub/Fedonkin_2003.pdf. Retrieved 2008-09-02.
- ↑ Bonner, John Tyler (January 7, 1998). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The origins of multicellularity"]. Integrative Biology 1 (1): 27–36. doi:10.1002/(SICI)1520-6602(1998)1:1<27::AID-INBI4>3.0.CO;2-6. ISSN 1757-9694.
- ↑ Otto, Sarah P.; Lenormand, Thomas (April 1, 2002). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Resolving the paradox of sex and recombination"]. Nature Reviews Genetics 3 (4): 252–261. doi:10.1038/nrg761. ISSN 1471-0056. PMID 11967550.
- ↑ Letunic, Ivica; Bork, Peer. "iTOL: Interactive Tree of Life". Heidelberg, Germany: European Molecular Biology Laboratory. د لاسرسينېټه ۲۱ جولای ۲۰۱۵. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)- Letunic, Ivica; Bork, Peer (January 1, 2007). "Interactive Tree Of Life (iTOL): an online tool for phylogenetic tree display and annotation". Bioinformatics 23 (1): 127–128. doi:10.1093/bioinformatics/btl529. ISSN 1367-4803. PMID 17050570. https://itol.embl.de/help/17050570.pdf. Retrieved 2015-07-21.
- Letunic, Ivica; Bork, Peer (July 1, 2011). "Interactive Tree Of Life v2: online annotation and display of phylogenetic trees made easy". Nucleic Acids Research 39 (Suppl. 2): W475–W478. doi:10.1093/nar/gkr201. ISSN 0305-1048. PMID 21470960. PMC 3125724. https://itol.embl.de/help/gkr201.pdf. Retrieved 2015-07-21.
- ↑ Fedonkin, Mikhail A.; Simonetta, Alberto; Ivantsov, Andrei Yu. (January 1, 2007). "New data on Kimberella, the Vendian mollusc-like organism (White Sea region, Russia): palaeoecological and evolutionary implications". Geological Society Special Publications 286 (1): 157–179. doi:10.1144/SP286.12. ISSN 0375-6440. Bibcode: 2007GSLSP.286..157F. https://www.monash.edu/__data/assets/pdf_file/0010/75673/fedonkin2.pdf. Retrieved 2020-02-18.
- ↑ Strother, Paul K.; Battison, Leila; Brasier, Martin D. et al. (May 26, 2011). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Earth's earliest non-marine eukaryotes"]. Nature 473 (7348): 505–509. doi:10.1038/nature09943. ISSN 0028-0836. PMID 21490597. Bibcode: 2011Natur.473..505S.
- ↑ Beraldi-Campesi, Hugo (February 23, 2013). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Early life on land and the first terrestrial ecosystems"]. Ecological Processes 2 (1): 1–17. doi:10.1186/2192-1709-2-1. ISSN 2192-1709.
- ↑ Algeo, Thomas J.; Scheckler, Stephen E. (January 29, 1998). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Terrestrial-marine teleconnections in the Devonian: links between the evolution of land plants, weathering processes, and marine anoxic events"]. Philosophical Transactions of the Royal Society B 353 (1365): 113–130. doi:10.1098/rstb.1998.0195. ISSN 0962-8436.
- ↑ Jun-Yuan, Chen; Oliveri, Paola; Chia-Wei, Li et al. (April 25, 2000). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Precambrian animal diversity: Putative phosphatized embryos from the Doushantuo Formation of China"]. Proc. Natl. Acad. Sci. U.S.A. 97 (9): 4457–4462. doi:10.1073/pnas.97.9.4457. ISSN 0027-8424. PMID 10781044. Bibcode: 2000PNAS...97.4457C.
- ↑ D-G., Shu; H-L., Luo; Conway Morris, Simon et al. (November 4, 1999). "Lower Cambrian vertebrates from south China". Nature 402 (6757): 42–46. doi:10.1038/46965. ISSN 0028-0836. Bibcode: 1999Natur.402...42S. http://www.bios.niu.edu/davis/bios458/Shu1.pdf. Retrieved 2015-01-22.
- ↑ Hoyt, Donald F. (February 17, 1997). "Synapsid Reptiles". ZOO 138 Vertebrate Zoology (Lecture). Pomona, CA: California State Polytechnic University, Pomona. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ مې ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسينېټه ۲۲ جنوري ۲۰۱۵. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Barry, Patrick L. (January 28, 2002). Phillips, Tony (المحرر). "The Great Dying". Science@NASA. Marshall Space Flight Center. مؤرشف من الأصل في ۱۰ اپرېل ۲۰۱۰. د لاسرسينېټه ۲۲ جنوري ۲۰۱۵. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Tanner, Lawrence H.; Lucas, Spencer G.; Chapman, Mary G. (March 2004). "Assessing the record and causes of Late Triassic extinctions". Earth-Science Reviews 65 (1–2): 103–139. doi:10.1016/S0012-8252(03)00082-5. Bibcode: 2004ESRv...65..103T. http://nmnaturalhistory.org/pdf_files/TJB.pdf. Retrieved 2007-10-22.
- ↑ Benton 1997
- ↑ Fastovsky, David E.; Sheehan, Peter M. (March 2005). "The Extinction of the Dinosaurs in North America". GSA Today 15 (3): 4–10. doi:10.1130/1052-5173(2005)015<4:TEOTDI>2.0.CO;2. ISSN 1052-5173. https://www.geosociety.org/gsatoday/archive/15/3/pdf/i1052-5173-15-3-4.pdf. Retrieved 2015-01-23.
- ↑
(په June 20, 2007 باندې). Dinosaur Extinction Spurred Rise of Modern Mammals. National Geographic News. National Geographic Society
- Wible, John R.; Rougier, Guillermo W.; Novacek, Michael J. et al. (June 21, 2007). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Cretaceous eutherians and Laurasian origin for placental mammals near the K/T boundary"]. Nature 447 (7147): 1003–1006. doi:10.1038/nature05854. ISSN 0028-0836. PMID 17581585. Bibcode: 2007Natur.447.1003W.
- ↑ Van Valkenburgh, Blaire (May 1, 1999). "Major Patterns in the History of Carnivorous Mammals". Annual Review of Earth and Planetary Sciences 27: 463–493. doi:10.1146/annurev.earth.27.1.463. ISSN 1545-4495. Bibcode: 1999AREPS..27..463V. https://zenodo.org/record/890156.
- ↑ Dalrymple 1991
- Newman 2007
- Dalrymple, G. Brent (2001). "The age of the Earth in the twentieth century: a problem (mostly) solved". Geological Society Special Publication 190 (1): 205–221. doi:10.1144/GSL.SP.2001.190.01.14. ISSN 0375-6440. Bibcode: 2001GSLSP.190..205D. https://sp.lyellcollection.org/content/190/1/205.abstract. Retrieved 2020-02-21.
- ↑ Galimov, Erik M.; Krivtsov, Anton M. (December 2005). "Origin of the Earth—Moon system". Journal of Earth System Science 114 (6): 593–600. doi:10.1007/BF02715942. ISSN 0253-4126. Bibcode: 2005JESS..114..593G. https://www.ias.ac.in/article/fulltext/jess/114/06/0593-0600. Retrieved 2020-02-22.
- ↑ (په September 25, 2008 باندې). Oldest Rocks on Earth Found. Live Science. Imaginova
- ↑ Dalrymple 1991
- Newman 2007
- Dalrymple, G. Brent (2001). "The age of the Earth in the twentieth century: a problem (mostly) solved". Geological Society Special Publication 190 (1): 205–221. doi:10.1144/GSL.SP.2001.190.01.14. ISSN 0375-6440. Bibcode: 2001GSLSP.190..205D. https://sp.lyellcollection.org/content/190/1/205.abstract. Retrieved 2020-02-21.
- ↑ Cohen, Barbara A.; Swindle, Timothy D.; Kring, David A. (December 1, 2000). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Support for the Lunar Cataclysm Hypothesis from Lunar Meteorite Impact Melt Ages"]. Science 290 (5497): 1754–1756. doi:10.1126/science.290.5497.1754. ISSN 0036-8075. PMID 11099411. Bibcode: 2000Sci...290.1754C.
- ↑ "Early Earth Likely Had Continents And Was Habitable" (Press release). Boulder, CO: University of Colorado. November 17, 2005. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ جنوري ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسينېټه ۲۳ جنوري ۲۰۱۵. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)- Harrison, T. Mark; Blichert-Toft, Janne; Müller, Wolfgang et al. (December 23, 2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Heterogeneous Hadean Hafnium: Evidence of Continental Crust at 4.4 to 4.5 Ga"]. Science 310 (5756): 1947–1950. doi:10.1126/science.1117926. ISSN 0036-8075. PMID 16293721. Bibcode: 2005Sci...310.1947H.
- ↑ Cavosie, Aaron J.; Valley, John W.; Wilde, Simon A.; Edinburgh Ion Microprobe Facility (July 15, 2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Magmatic δ18O in 4400–3900 Ma detrital zircons: A record of the alteration and recycling of crust in the Early Archean"]. Earth and Planetary Science Letters 235 (3–4): 663–681. doi:10.1016/j.epsl.2005.04.028. ISSN 0012-821X. Bibcode: 2005E&PSL.235..663C.
- ↑ Garwood, Russell J. (2012). "Patterns In Palaeontology: The first 3 billion years of evolution". Palaeontology Online 2 (Article 11): 1–14. https://www.palaeontologyonline.com/articles/2012/patterns-in-palaeontology-the-first-3-billion-years-of-evolution/. Retrieved 2020-02-25.
- ↑ Cohen, Barbara A.; Swindle, Timothy D.; Kring, David A. (December 1, 2000). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Support for the Lunar Cataclysm Hypothesis from Lunar Meteorite Impact Melt Ages"]. Science 290 (5497): 1754–1756. doi:10.1126/science.290.5497.1754. ISSN 0036-8075. PMID 11099411. Bibcode: 2000Sci...290.1754C.
- ↑ (په July 24, 2002 باندې). Evidence for Ancient Bombardment of Earth. Space.com. Imaginova
- ↑ Valley, John W.; Peck, William H.; King, Elizabeth M. et al. (April 1, 2002). "A cool early Earth". Geology 30 (4): 351–354. doi:10.1130/0091-7613(2002)030<0351:ACEE>2.0.CO;2. ISSN 0091-7613. PMID 16196254. Bibcode: 2002Geo....30..351V. http://www.geology.wisc.edu/zircon/Valley2002Cool_Early_Earth.pdf. Retrieved 2008-09-13.
- ↑ Dauphas, Nicolas; Robert, François; Marty, Bernard (December 2000). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Late Asteroidal and Cometary Bombardment of Earth as Recorded in Water Deuterium to Protium Ratio"]. Icarus 148 (2): 508–512. doi:10.1006/icar.2000.6489. ISSN 0019-1035. Bibcode: 2000Icar..148..508D.
- ↑ Scalice, Daniella (May 20, 2009). Fletcher, Julie (المحرر). "Microbial Habitability During the Late Heavy Bombardment". Astrobiology. Mountain View, CA: NASA Astrobiology Program. مؤرشف من الأصل في ۲۴ جنوري ۲۰۱۵. د لاسرسينېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)- Abramov, Oleg; Mojzsis, Stephen J. (May 21, 2009). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Microbial habitability of the Hadean Earth during the late heavy bombardment"]. Nature 459 (7245): 419–422. doi:10.1038/nature08015. ISSN 0028-0836. PMID 19458721. Bibcode: 2009Natur.459..419A.