Jump to content

سیاروی ساینس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سیاروي ساینس (چې ډېر کم وخت سیاره پوهنه«پلانيټولوژي» هم بلل کېږي) (د ځمکې په ګډون) د سیارو، اسماني جسمونو (لکه: سپوږمۍ، کوچنۍ سيارې، لکۍ لرونکي)، سیاروي نظام (په ځانګړي ډول لمریز نظام) او د هغوی د تشکیل پروسه راښیي. دغه علم هغه شيان چې اندازه یی د مایکرومیټرودونو او د غټ ګاز تر منځ وي تر مطالعې لاندې نيسي، تر څو د هغوی ترکیب، حرکت، تشکیل، خپل منځي اړیکې او تاریخ معلوم کړي. دغه ساینس د ډېرو علمي اړخونو اړوند ډګر دی چې په اصل کې يې د ستورپوهنې او ځمکې ساینس نه وده کړې او اوس په کې د سیاروي جیولوژی (له جیوکیمیسټري او جیوفيزيک په ګډون)، کاسمو کیمیا، اقلیمي ساینس، سمندر پیژندنه، اوبه پیژندنه، نظري سیاروي ساینس، ګلاسیولوژي او ایکسوپلانیټولوژي په ګډون نور ډېر نظامونه شامل دي. سره له دې، سره تړلي نظامونو کې د تشيال فزيک شامل دی، خو هغه مهال کله چې د لمريز نظام پر اجسامو د لمر د اغېزو خبره کېږي او استرولوژي.[۱]

سیاروي سیستم یو له بل سره تړلې مشاهدوی او نظرياتي څانګې لري. په مشاهدوي څېړنه کې شونې ده چې د فضا د سپړنې، په عمومي ډول له لرې ځايه د اداره کېدونکې روباتي فضايي الوتکې د ماموريتونو په مټ او په ځمکه کې د لابراتوارونو په مرسته مقایسوي او  تجربوي کارونه شامل وي. په نظریوي برخه کې د پام وړ کمپیوټري ښودنه او ریاضیکي نمونه جوړول شامل دي.

سیاروي ساینسپوهان په عمومي توګه د پوهنتون د ستورپوهنې او فزیک یا د ځمکې ساینس په څانګو او یا د څېړنو په مرکز کې موجود وي، خو په نړۍ کې د سياروي ساينس لپاره ځانګړې ادارې هم شته. هر کال ډېری لوی کنفرانسونه او د مخکښو پوهانو له خوا د بيا کتنې ژورنالونه هم شته. ځینی سیاروي ساینسپوهان په شخصی څېړنیزو مرکزونو کې کار کوي او ډېر ځله په شريکه څېړنيزې دندې پيلوي.

تاريخچه

[سمول]

د سیاروې ساینس تاریخ ممکن د لرغوني یوناني فیلسوف ډیموکریټس سره پیل شوی وي، هیپولیتس له هغه روايت کړی چې وايي:

ترتیب شوې نړۍ بې حده دي او په اندازې کې توپیر لري، په ځینو کې يې نه لمر او نه سپوږمۍ شته، خو په ځينو کې شته او زموږ د لمر او سپوږمۍ په پرتله لوی دي او بیا هم د نورو سره په شمېر کې ډېر دي. د منظمو نړيو تر منځ واټنونه برابر دي، دلته ډېر او هلته لږ، ځینې یې زیاتیږي، نور وده کوي او نور له منځه ځي، دلته دوی رامنځ ته کیږي او هلته دوی پټيږي، خو دوی د یو بل سره په ټکر کې ویجاړ شوي. ډېرې منظمې  نړۍ د څارویو او نباتاتو او ټولو اوبو نه خالي دي. ..[۲]

په نورو عصري وختونو کې، د سیارې ساینس د نا حل شویو سیارو له مطالعې نه په ستورپوهنه کې پیل شو. په دې معنا چې د سیارې اصلي ستورپېژندونکی به ګالیلیو وي، چا چې د مشتري څلور لویې سپوږمۍ کشف کړې، د سپوږمۍ غرونه او په لومړي ځل يې د زحل کړۍ مشاهده کړې او د وروستنې ژورې مطالعې ټول شیان. ګالیلیو په ۱۶۰۹ز کال کې د سپوږمۍ د غرونو په مطالعې سره له ځمکې نه بهر د منظرو مطالعه پیل کړه: د هغه دا کتنه، چې «سپوږمۍ یقیناً یوه نرمه او هواره سطحه نه لري" وړاندیز وکړ چې دا او نورې نړۍ شونې ده چې "د ځمکې د مخ په څېر" به ښکاري. [۳]

د ټیلسکوپ په جوړولو او د وسایلو حل کې پرمختګ په تدریج سره اجازه ورکړه چې د اتموسفیر او د سیارو د سطحې په اړه معلومات زیات کړي. سپوږمۍ په پیل کې تر ټولو زیاته مطالعه شوې وه، ځکه چې ځمکې ته د نژدېوالي له امله سپوږمۍ تل په خپله سطحه پراخه ځانګړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي او ټکنالوژیکي پرمختګونو په کرار کرار د سپوږمۍ جیولوژیکي پوهه په زياتو تفصيلاتو روښانه کړه. په دې ساینسي بهیر کې، اصلي وسیلې د ستورپوهنې نظري دوربینونه (او وروسته رادیو ټیلسکوپونه) او په پای کې روبوټیک کشفي فضایي بیړۍ، لکه د فضا څېړنې وې.

د لمریز نظام اوس یو څه ښه مطالعه شوې او د دې سیاروي نظام د جوړښت او بشپړتيا په اړه ښه عمومي پوهه شته. په هر حال، ډېرې ناحل شوې پوښتنې هم شته او د نویو کشفونو کچه خورا لوړه ده، یو څه د دې له امله چې اوس مهال زیاتې فضايی بیړۍ د لمریز نظام څپړنه کوي. [۴]

نظامونه

[سمول]

سیاروې ساینس مشاهده او نظري ستورپوهنه، جیولوژي (ایکسولوژي‎‎)، اتموسفیر ساینس او د سیارې په سمندرونو کې یو راڅرګندیدونکي فرعي ځانګړتیا چې د سیارې سمندرونو په نامه یادیږي، تر مطالعې لاندې نيسي.[۵]

سياروي ستورپوهنه

[سمول]

ستور پوهنه (ستور پېژندنه) هم مشاهدوي او هم نظري ساینس دی. مشاهدوي څېړونکي په عمده توګه د لمریز سیسټم د کوچنیو اجسامو مطالعې سره تړاو لري: هغه چې د تیلیسکوپونو په مټ لیدل کېږي، دواړه د ښکارېدونکي او رادیو، ترڅو د دې اجسام ځانګړتیاوې لکه: بڼه، تاوېدل، د سطحې مواد او هوا معلوم شي او د دوی د جوړښت او بشپړتيا تاریخ وپېژندل شي.

نظري سیاروي ستورپوهنه، د متحرکاتو سره تړاو لري: د لمریز سیسټم او د سیارې بهر سیاروي سیسټمونو ته د آسماني میخانیکونو د اصولو پلي کول. هره سیاره خپله څانګه لري.

سیاره: موضوع: د نوم لامل (دا اصطلاحات ډېر کم کارول کېږي ).

  • عطارد: هرمولوژي: هرميس.
  • زهره: سايترالوژي، سايترا.
  • ځمکه: جيولوژي.
  • سپوږمۍ: سيلينالوژي، سيلينا.
  • مريخ: اريولوژي، اريس.
  • سيريس: ديميوټرالوژي، ډيميټر.
  • مشتري: زينولوژي: زيوس.
  • زحل: کرانولوژي، کرانوس.
  • اورانوس: يورانيولوژي:يورانوس.
  • نيپټون: پوسيډالوژي، پوسيډون.
  • پلاټو: هيډيولوژي، هيډز.
  • ايريس: ايراډولوژي، ايرس.

سیاروي جیالوژي

[سمول]

د سیاروې جیولوژي غوره پیژندل شوې څېړنې موضوعات د ځمکې په شاوخوا کې د سیاروي اجسامو مطالعه کوي: سپوږمۍ او دوه ګاونډۍ سیارې: وینس او مریخ. د دوی له منځه په ځمکه کې مخکې د جوړو شويو لارو چارو په کارولو سره سپوږمۍ لومړی مطالعه شوه.

جیومورفولوژي

[سمول]

جیومورفولوژي د سیارې په سطحو کې ځانګړتیاوې مطالعه کوي او د دوی د جوړښت تاریخ بیا رغوي، د فزیکي پروسو اټکل کوي، کومې چې په سطحه باندې عمل کوي. په سیارې جیومورفولوژي کې د سطحي د ځانګړتیاوو د څو برخو مطالعه شامله ده:

  • د ټکر ځانګړتیاوې (د څو کړیو ډنډونه اور ويشتونکي).[۶]
  • اور وېشتونکې او ټیکټونکي ځانګړتیاوې (د لاوا جریان، درزونه، لښتي).[۷]
  • د کنګلونو ځانګړتیاوې.[۸]
  • د ایولین ځانګړتیاوې.[۹]
  • د فضا هوا کول - د فضا د سخت چاپېریال له خوا رامنځته شوي ويجاړوونکې اغېزې (د مایکرو میټیورایټ دوامداره بمباري ، د لوړې انرژۍ د ذرو باران ، د ټکر له کبله د سيارو د بهرني قشر راپارول). د مثال په توګه: د سپوږميز ریګولیت په سطحه د دوړو نری پوښ د مایکرو میټیوریټ بمبارۍ پایله ده.
  • هایدروولوژیکي ځانګړتیاوې: هغه مایعات چې په کې شامل دي، کیدای شي د اوبو نه نيولې تر هایدرو کاربن او امونیا پورې مواد وي، خو دا چاره د لمریز نظام دننه موقعیت پورې اړه لري. په دې برخه کې پلیهایډرولوژي ځانګړتیاوو (پیلوچینلز، پیلولیکس) مطالعه شامله ده.[۱۰]

د سیارې د سطحې تاریخ د نقشې کولو له لارې له پورتنۍ برخې نه لاندې ته د دوی د راټولولو ترتیب سره سم پیژندل کیدی شي، لکه څنګه چې لومړی د نیکولاس سټینو له خوا د ځمکې په سطحه کې ښودل شوي. د بېلګې په ډول: سټراګرافیک نقشه د اپولو فضانوردان د جیولوژي د برخې لپاره چمتو کړه چې دوی به د دوی د سپوږمۍ ماموریتونو پر مهال ورسره مخامخ کېږي. د «لونر اوربیټر پروګرام» له خوا اخیستل شويو عکسونو کې د رانغښتلو لړۍ پېژندل شوې او دا د سپوږمۍ سټراګرافیک کالم او د سپوږمۍ جیولوژیکي نقشې د چمتو کولو لپاره کارول شوي.

کاسمو کیمیا، جیو کیمیا او پیټرولوژي

[سمول]

په شمسي نظام کې د شیانو د جوړښت او تکامل په اړه د فرضیې رامنځ ته کولو یوه له اصلي ستونزو نه د نمونوي شتووالی دی، چې په لابراتوار کې تحلیل کیدای شي، چیرته چې د وسیلو لويه ټولګه وي او د ځمکې د جیولوژۍ نه ترلاسه شوې بشپړه پوهه راسپړل کېدای شي.

سرچینې

[سمول]
  1. Taylor, Stuart Ross (29 July 2004). "Why can't planets be like stars?". Nature. 430 (6999): 509. Bibcode:2004Natur.430..509T. doi:10.1038/430509a. PMID 15282586. S2CID 12316875.
  2. Hippolytus (Antipope); Origen (1921). Philosophumena (Digitized 9 May 2006). Vol. 1. Translation by Francis Legge, F.S.A. Original from Harvard University.: Society for promoting Christian knowledge. نه اخيستل شوی 22 May 2009.
  3. Taylor, Stuart Ross (1994). "Silent upon a peak in Darien". Nature. 369 (6477): 196–197. Bibcode:1994Natur.369..196T. doi:10.1038/369196a0. S2CID 4349517.
  4. Stern, Alan. "Ten Things I Wish We Really Knew In Planetary Science". نه اخيستل شوی 2009-05-22.
  5. Is Extraterrestrial Life Suppressed on Subsurface Ocean Worlds due to the Paucity of Bioessential Elements?, The Astronomical Journal, 156:151, October 2018.
  6. Hargitai, Henrik; Kereszturi, Ákos, eds. (2015). Encyclopedia of Planetary Landforms (په انګليسي). New York: Springer. doi:10.1007/978-1-4614-3134-3. ISBN 978-1-4614-3133-6. S2CID 132406061.
  7. Hargitai, Henrik; Kereszturi, Ákos, eds. (2015). Encyclopedia of Planetary Landforms (په انګليسي). New York: Springer. doi:10.1007/978-1-4614-3134-3. ISBN 978-1-4614-3133-6. S2CID 132406061.
  8. Hargitai, Henrik; Kereszturi, Ákos, eds. (2015). Encyclopedia of Planetary Landforms (په انګليسي). New York: Springer. doi:10.1007/978-1-4614-3134-3. ISBN 978-1-4614-3133-6. S2CID 132406061.
  9. Hargitai, Henrik; Kereszturi, Ákos, eds. (2015). Encyclopedia of Planetary Landforms (په انګليسي). New York: Springer. doi:10.1007/978-1-4614-3134-3. ISBN 978-1-4614-3133-6. S2CID 132406061.
  10. Lefort, Alexandra; Williams, Rebecca; Korteniemi, Jarmo (2015), "Inverted Channel", in Hargitai, Henrik; Kereszturi, Ákos (eds.), Encyclopedia of Planetary Landforms (په انګليسي), New York: Springer, pp. 1048–1052, doi:10.1007/978-1-4614-3134-3_202, ISBN 978-1-4614-3133-6