اتموسفیر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اتموسفیر (atmosphere) (د لرغونې یوناني کلیمې له ἀτμός (atmós) 'بړاس، بخار'، او σφαῖρα (sphaîra) 'کره یا ګرد چاپېره محیط' نه اخیستل شوی) د ګاز یو پوړ یا قشر یا د ګازونو قشرونه دي چې یوه سیاره یا کُره پرې پوښل شوې وي او د سیارې د جاذبې قوې په واسطه په فضا کې ساتل کېږي. یوه سیاره هغه مهال اتموسفیر ساتي، کله یې چې جاذبه ډېره وي او د اتموسفیر د تودوخې ( حرارت) درجه ټیټه وي. د ستورو اتموسفیر د یوه ستوري هغه بهرنۍ سیمه ده، چې له مکدر یا غیرشفاف فوټوسفیر نه پورته قشرونه په کې شاملېږي. د ټیټې تودوخې لرونکي ستوري بیا ممکن بهرني اتموسفیرونه ولري، چې له مرکبو مالیکولونو نه جوړ وي.

د ځمکې اتموسفیر له نایتروجن (۷۸٪)، اکسیجن (۲۱٪)، ارګون (۰.۹٪)، کاربن ډای اکسایډ (۰.۰۴٪) او نورو کم پیدا ګازونو (trace gases) نه جوړ دی. ډېری ژوندي موجودات د تنفس لپاره له اکسیجن نه ګټه اخلي؛ برېښنا یا رعد و برق او باکتریا د امونیا تولید لپاره، چې د نیوکلیوټایډونو او امینو اسیدونو په جوړولو کې کارېږي، د نایتروجن فکسیشن یا تثبیت ترسره کوي، نباتات، اوبړۍ او سیانوباکتریا بیا د فوتوسنتز لپاره کاربن ډای اکسایډ کاروي. د اتموسفیر پوړیز یا قشري ترکیب د لمر د نور او وړانګو، د ماوراء بنفش (ultraviolet) وړانګو، لمریز باد او کیهاني وړانګو (cosmic rays) زیان رسوونکې اغېزې راکموي ،ترڅو ژوندي موجودات له ژنیتیکي زیان نه خوندي کړي. د ځمکې د اتموسفیر اوسنی جوړښت د ژوندیو موجوداتو له لوري د پلیواتوموسفیر (paleoatmosphere) د ملیاردونو کلونو بایوکیمیايي (biochemical) تغییر او ترمیم محصول دی.

تاریخچه[سمول]

په ټولیزه توګه داسې انګېرل کېږي چې، شاوخوا پنځه ملیارده کاله وړاندې ځمکه د مریخ په اندازه له یوې سیارې سره ټکر شوې وه. بیا شاوخوا ۴.۶ ملیارده کاله دمخه، په دې سیاره کې تقریباً هېڅ اتموسفیر نه موندل کېده او د ذوب شوې لاوې (molten lava) د ډبرې په وسیله پوښل شوې وه. کله چې سیاره سړه شوه، اتموسفیر یې له آتش فشانونو نه د هغو ګازونو د راوتلو په پایله کې جوړ شو، چې تر ډېره کاربن ډای اکسایډ په کې شامل و. نیم ملیارد کاله وړاندې، د ځمکې سطحه هغه وخت سړه شوه، کله چې اتموسفیر له بډایه اکسیجن سره ټینګ او پوړ پوړ شو، ترڅو د ژوند د تکامل لپاره د سطحې پر مخ اوبه راټولې شي.

تر نن ورځې پورې، له ځمکې هاخوا ډېری سیارې له بډایه فشار سره د بهرنۍ فضا اتموسفیرونو بهرنۍ طبقه لري. د ځمکې اتموسفیر د اقلیم د بدلون د اغېزو په نشتوالي کې د ورځې او شپې په اعتدال سره هره ورځ له ۱۲ ساعتونو نه ډېر د لمر وړانګې منعکسوي.

دا چې د ۲۰۲۰ ز کال په پیل کې، د (TOI 700 d) په نوم له لمریز نظام دباندې سیاره (exoplanet) کشف شوه، د ځمکې په څېر د یوې داسې سیارې امکان چې پر خپل اتموسفیر سره د ساتلو وړ وي، شته دی.

جوړښټ(ترکیب)[سمول]

د اتموسفیر لومړنی ګازي جوړښت د کیمیايي او د هغې سیمه ییزې شمسي نیبولا د تودوخې له مخې مشخصېږي، چې یوه سیاره ترې جوړېږي او وروسته بیا د اتموسفیر له دننه نه د ځینو ګازونو له آزادېدو سره تشخیصېږي. د سیارو اصلي اتموسفیر د ګازو له یوه څرخيدونکي ډیسک نه سرچینه اخیستې، چې پر خپل ځان سقوط کوي او لوېږي او بیا د ګاز او مادې د داسې کړیو پر یوه لړۍ وېشل کېږي، چې وروسته تراکم کوي او د لمریز نظام سیارې جوړوي. د زهرې او ​​مریخ سیارې اتموسفیرونه په ټولیزه توګه له کاربن ډای اکسایډ او نایتروجن، ارګون او اکسیجن نه جوړ شوي دي.

د ځمکې د اتموسفیر جوړښت، د ژوند د جانبي محصولاتو په وسیله، چې په کې شته دي، ټاکل کېږي. د ځمکې د اتموسفیر وچه هوا (د ګازونو مخلوط) له ۷۸.۰۸٪ نایتروجن، ۲۰.۹۵٪ اکسیجن، ۰.۹۳٪ ارګون، ۰.۰۴٪ کاربن ډای اکسایډ او د هایدروجن، هیلیم او نورو "نجیبه" ګازونو نښې (د حجم له مخې) لري، مګر په عمومي ډول د اوبو د بخارونو یو متغیر مقدار هم په کې شته دی، چې په منځني ډول د سمندر په سطحه کې شاوخوا ۱٪ دی.

د لمریز نظام د غټو سیارو: مشتري، زحل، اورانس او ​​نیپتون د تودوخې ټیټه درجه او لوړه جاذبه دوی ته دا شونتیا وربښي چې، د ټیټ مالیکولي حجم لرونکي ګازونه وساتي. دا سیارې د هایدروجن او هیلیم اتموسفیرونه لري، چې په کمه اندازه پېچلي ترکیبات هم لري.

د بهرنیو سیارو دوې سپوږمکۍ هم د پام ‌وړ اتموسفیرونه لري. تیتان د زحل سپوږمۍ او ټریټون د نیپتون سپوږمۍ ده، چې په ټولیزه توګه د نایتروجن اتموسفیرونه لري. پلوتو سیاره هم، کله چې د خپل مدار په برخه کې لمر ته نږدې وي، د ټریټون د اتومسفیر په څېر د نایتروجن او میتان یو اتموسفیر لري، مګر دا ګازونه کله چې له لمر نه لرې وي، کنګل کېږي.

په شمسي نظام کې نور ستوري  بیا خورا نازک اتموسفیرونه لري او د تعادل په حالت کې نه دي، چې په کې د ځمکې د سپوږمۍ (سوډیم ګاز)، عطارد (سوډیم ګاز)، اروپا سپوږمۍ (اکسیجن)، آیو سپوږمۍ (سلفر) او اینسلادس سپوږمۍ (د اوبو بړاس) شامل دي.

له شمسي نظام دباندې لومړۍ سیاره (exoplanet) چې د اتموسفیر جوړښت یې مشخص دی، (HD 209458b) ده، کوم چې د ګازو یو لوی هیکل دی او په پیګاسس فلکي بڼه کې د یوه ستوري شاوخوا مدار لري. د اتموسفیر تودوخه یې تر ۱۰۰۰ کالوین تودوخې زیاته ده او په ثابت ډول فضا ته پورته کېږي. هایډروجن، اکسیجن، کاربن او سلفر د دغې سیارې په متورمه فضا کې کشف شوي دي.

جوړښت[سمول]

د ځمکې اتموسفیر له طبقو ( قشرونو) نه په مختلفو ځانګړنو سره جوړ دی،لکه: ځانګړی ګازي جوړښت، تودوخه او فشار. د اتموسفیر تر ټولو ټیټ پوړ تراپوسفیر دی چې د سیارې له سطحې نه د سټراټوسفیر تر بېخ پورې غځیږي. تراپوسفیر د اتموسفیر ۷۵ سلنه برخه جوړوي او د اتموسفیر هغه قشر دی، چې په کې هوا شته ده. د تراپوسفیر لوړوالی په استوا کې تر ۱۷ کیلومتره او په قطبونو کې تر ۷ کیلومتره پورې توپیر لري. ستراټوسفیر بیا د تراپوسفیر له پورتنۍ برخې نه د میسوسفیر تر ښکتنې برخې یا بېخ پورې غځېدلی او د اوزون طبقه لري چې له ۱۵ کیلومترو نه تر ۳۵ کیلومترو پورې لوړوالی لري. دا د اتموسفیر هغه قشر یا طبقه ده چې د ماوراء بنفش (ultraviolet) وړانګو ډېره هغه برخه جذبوي چې، ځمکه یې له لمر نه ترلاسه کوي. میسوسفیر، بیا له ۵۰ کیلومترو نه تر ۸۵ کیلومترو پورې رسېږي او هغه طبقه ده چې ډېری اسماني کاڼي (meteors) سطحې ته تر رسېدو دمخه په کې سوځول کېږي. ترموسفير بیا له ۸۵ کیلومتره لوړوالي نه، د اګزوسفیر تر بېخ ۶۹۰ کیلومتره پورې غځېدلی، چې یونوسفیر هم په کې شامل دی، چېرې چې لمریزې وړانګې اتموسفیر ته یو نیزه کېږي. د یونوسفیر کثافت یا تراکم، د ورځې پر مهال د سیارې له سطحې نه په لنډو واټنونو کې ډېر وي او د شپې پر مهال د یونوسفیر له لوړېدو سره کمېږي او په دې توګه د راډیو فریکونسۍ پراخې لړۍ ته دا شونتیا وربښي چې، ډېر واټن ووهي. پر دې سربېره، په ترموسفير کې د کرمان کرښه (Kármán line) په ۱۰۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري، چې د بهرنۍ فضا او د ځمکې د اتموسفیر ترمنځ پوله جوړوي. اګزوسفیر له سطحې نه له ۶۹۰ تر ۱۰۰۰ کیلومترو پورې برخه کې پیلېږي او تر شاوخوا ۱۰۰۰۰ کیلومتره پورې غځېږي، چېرې چې د ځمکې له مګنېتوسفیر یا مقناطیسي فضا سره تعامل کوي.

سرچینې[سمول]