د اوبو او هوا وړاندوېینه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اوبو او هوا وړاندوېینه په یوه ټاکلي وخت کې د یوه ټاکلي ځای لپاره د اتومسفیري شرایطو د وړاندوېینې لپاره د علم او ټکنالوژۍ کارولو ته ویل کېږي. خلکو زرګونه کاله او په رسمي ډول له نولسمې پېړۍ راهیسې د اوبو او هوا د وړاندوېینې هڅه کړې ده. د اوبو او هوا وړاندوېینه د اوسني اتومسفیر، ځمکې او سمندر د وضعیت په اړه د کمي اطلاعاتو د راټولولو او په یوه مشخص ځای کې د اتومسفیري بدلونونو د څرنګوالي د وړاندوېینې لپاره د هواپوهنې په کارولو سره ترسره کېږي.

یو وخت به د اوبو او هوا وړاندوېینه د هوايي فشار د بدلونونو، د فعلي هوا د شرایطو او اسمان د حالت یا د ورېځو د پوښښ له مخې محاسبه کېده، خو دا مهال پر کمپیوټري ماډلونو تکیه کوي چې ډېری اتومسفیري عوامل په پام کې نیسي. لا هم د وړاندوېینې د داسې ماډل لپاره د انسان لاسوهنې ته اړتیا ده چې د نښې د تشخیص، لرې اړیکو او د ماډل د کاري پوهې مهارتونه په کې شامل وي. په وړاندوېینه کې د دقت د نه شتون لاملونه د اتومسفیر بې‌نظمه ماهیت، د اتومسفیر، ځمکې او سمندر د تشرېح کوونکو معادلاتو د حل لپاره اړین لوی محاسباتي ځواک، د لومړنیو شرایطو په اندازه کولو کې تېروتنې او د اتومسفیر او اړوندو پروسو په اړه ناسمه پوهه ده. پر دې بنسټ، د فعلي او هغه وخت تر منځ د اختلاف د ډېرېدو له امله چې وړاندوېینه یې شوې ده، د وړاندوېینو په دقت کې کمښت راځي. د ماډلونو له ټولګو څخه کار اخیستل په وړاندوېینو کې د تېروتنو له کمېدو او د ډاډ د کچې له رامنځته کېدو سره مرسته کوي.[۱]

د اوبو او هوا د وړاندوېینې لپاره بېلابېلې لارې چارې شته. د هوا پوهنې خبرداري مهمې وړاندوېینې دي، ځکه چې د ځاني او مالي خوندیتوب لپاره کارول کېږي. پر تودوخه او اورښت ولاړې وړاندوېینې د کرنې او له همدې امله په بازارونو کې د سوداګرو لپاره ډېر اهمیت لري. د ښاري خدمتونو شرکتونه د تودوخې د درجې وړاندوېینه په راتلونکو ورځو کې د تقاضا د اټکل لپاره کاروي. په ورځني ډول ډېری خلک د اوبو او هوا وړاندوېینه د دې لپاره کاروي چې په یوه ټاکلې ورځ څه ډول جامې واغوندي. دا چې د سخت باران، واورې او ساړه باد له امله تر کور د باندې فعالیتونه په کلکه محدودېږي، د اوبو او هوا وړاندوېینه مرسته راسره کوي چې د خپلو فعالیتونو لپاره مخکې له مخکې پلانونه جوړ کړو.

د اوبو او هوا وړاندوېینه د اقتصاد یوه برخه ده. د بېلګې په توګه په ۲۰۰۹ ز کال کې متحدو ایالتونو کابو ۵.۱ میلیارده ډالره د اوبو او هوا د وړاندوېینې لپاره ولګول او دومره ګټه یې وکړه چې اټکل کېږي شپږ برابره زیاته ده.[۲]

تاریخچه[سمول]

لرغونې وړاندوېینه[سمول]

خلکو زرګونه کاله د اوبو او هوا د وړاندوېینې هڅه کړې ده. بابلیانو په ۶۵۰ مخزېږد کال کې د ورېځو د نښانو او نجوم‌پوهنې له مخې د اوبو او هوا وړاندوېینه کړې ده. ارستو د ۳۵۰ مخزېږد کال په شاوخوا کې د اوبو او هوا نښانې په مېټیورولوجیکا (Meteorologica) کې تشرېح کړې. وروسته بیا «تیوفراسټوس» د نښو د کتاب (Book of Signs) په نامه د اوبو او هوا د وړاندوېینې په اړه کتاب ولیکه. په چین کې د اوبو او هوا د وړاندوېینې افسانې تر میلاد مخکې ۳۰۰ کال ته ور ګرځي او دا کابو هغه مهال و چې د لرغوني هند ستور پوهانو د اوبو او هوا د وړاندوېینې مېتودونه رامنځته کړل.[۳][۴][۵][۶][۷]

تر میلاد وروسته په ۹۰۴ ز کال کې «ابن وحشیه» د «الفلاحة النبطیة» په نامه کتاب ولیکه. دا کتاب په آرامي ژبه و چې عربي ته وژباړل شو او د اوبو او هوا، اتومسفیري بدلونونو، سیاره‌يي نجومو د نښو؛ د قمري فازونو د کتنې پر بنسټ د باران د نښو او د بادونو د حرکت له مخې د اوبو او هوا د وړاندوېینې په اړه یې بحثونه وکړل.[۸][۹]

د اوبو او هوا د وړاندوېینې لرغوني مېتودونه معمولاً د پېښو پر لیدل شویو نښو تکیه وو چې د نښو تشخیص هم ورته ویل کېده. د بېلګې په توګه: که به ولیدل شول، چې د لمر د لوېدو پر مهال به اسمان سور و، بله ورځ به هوا مناسبه وه. دغه تجربه د هواپوهنیزو معلوماتو د تولید لپاره نسل په نسل پراخه شوه، خو له دې سره سره، دغه ډول وړاندوېینې د باور وړ نه دي او ډېری یې تر هغه وخت را وروسته د دقیقو ازمېښتونو په مقابل کې مقاومت نه‌شي کولی.[۱۰]

اوسني مېتودونه[سمول]

د اوبو او هوا د وړاندوېینې مډرنه دوره په ۱۸۳۵ ز کال کې د الکتریکي تلګراف د اختراع تر مهال وروسته پیل شوه. تر هغه وړاندې د لرې اوبو او هوا د راپورونو تر ټولو ډېره چټکتیا په ورځ کې شاوخوا ۱۶۰ کیلومتره (په ورځ کې ۱۰۰ مایله) وه، خو معمولاً په ورځ کې له ۶۰ تر ۱۲۰ کیلومتره (په ورځ کې له ۴۰ تر ۷۵ مایله) پورې (د ځمکې او سمندر دواړو له لارې) وه. د ۱۸۴۰مې  ز لسیزې په وروستیو کې تلګراف د دې زمینه برابره کړه چې د یوې پراخې سیمې د اوبو او هوا د شرایطو راپورونه په اسانۍ سره ترلاسه شي او دا یې شونې کړه چې د اوبو او هوا د شرایطو وړاندوېینې تر ډېره د باد د مسیر پر خلاف ترسره شي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

دوه هغه کسان چې د یوه علم په توګه د وړاندوېینې په لټه کې وو، یو د بریتانیا د سلطنتي سمندري ځواکونو افسر «فرانسېس بوفورټ» او بل یې مرستیال «رابرټ فیټزروی» و. دوی دواړه د بریتانیا په سمندري او دولتي چارو کې بانفوده خلک وو. که څه هم هغه مهال په رسنیو کې پر دوی ملنډې وهل کېدې، خو د دوی کار علمي اعتبار پیدا کړ، سلطنتي سمندري ځواکونو ومانه او د هوا د وړاندوېینې د اوسنیو ټولو علومو بنسټ یې رامنځته کړ.[۱۵][۱۶]

بوفورټ د باد د ځواک مقیاس او د اوبو او هوا کودېنګ رامنځته کړ ،چې ټاکل شوې وه د ژوند تر پایه یې په خپلو مجلو کې وکاروي. فورټ د بریتانیا د سواحلو په شاوخوا کې د باوري جریانونو جدولونه هم جوړ کړل او له خپل ملګري «ویلیم ویول» سره یوځای یې د اوبو او هوا د سوابقو ثبت د بریتانیا د ساحلي ګارد ۲۰۰ تم‌ځایونو ته پراخ کړ.

رابرټ فیټزروی په ۱۸۵۴ ز کال کې د سوداګرۍ په بورډ کې د نوې څانګې رئیس وټاکل شو، تر څو بېړۍ چلوونکو ته د خدمت په توګه په سمندر کې د اوبو او هوا اړوند اطلاعات راټول کړي. دا د هواپوهنې د مډرنې ادارې پرمختګ و. ټولو بېړۍ چلوونکو یا کپټانانو دنده لرله چې د اوبو او هوا اړوند اطلاعات راټول کړي او د هغو وسایلو په مرسته یې محاسبه کړي چې د دغې موخې لپاره ورته سپارل شوي وو.[۱۷]

په ۱۸۵۹ ز کال کې یو توپان راغی چې له امله یې سلطنتي منشور له منځه لاړ. دغه توپان «فیټزروی» ته الهام ورکړ، تر څو د وړاندوېینې لپاره ځینې لارې چارې ومومي چې ده «د اوبو او هوا وړاندوېینه» نوم پرې کېښود. په دې توګه یې «د اوبو او هوا وړاندوېینه» اصطلاح رامنځته کړه. له تلګراف څخه د کار اخیستلو لپاره ۱۵ ځمکني تم‌ځایونه جوړ شول، تر څو په ټاکلو وختونو کې د اوبو او هوا ورځني راپورونه ورته ولېږي او دا د توپان د خبرداري لومړني خدمات وو. ده بېړۍ چلوونکو ته د خبرداري خدمات په ۱۸۶۱ ز کال کې د تلګراف د اړیکو په مرسته پیل کړل. د ورځنۍ هوا لومړنۍ وړاندوېینه په ۱۸۶۱ز کال کې په «ټایمز» ورځپاڼه کې خپره شوه. په ورپسې کال په اصلي بندرونو کې د توپان د وړاندوېینې د خبرداري لپاره یو سیستم رامنځته شو. «د اوبو او هوا کتاب» (Weather Book) چې په ۱۸۶۳ ز کال کې فیټزروی خپور کړ، د هغه مهال تر علمي کچې څو برابره لوړ و.[۱۸]

عددي وړاندوېینه[سمول]

تر شلمې پېړۍ وروسته د اتومسفیري فزیک په پوهه کې پرمختګونه د دې لامل شول چې په مدرنه هواپوهنه کې د عددي وړاندوېینې بنسټونه رامنځته شي. په ۱۹۲۲ زکال کې انګریزعالم «لوییس فرای ریچارډسون» د هغو یادښتونو له ترلاسه کولو ورسته چې د لومړۍ نړیوالې جګړې په جریان کې یې کار پرې کړی و، «د عددي پروسو له مخې د اوبو او هوا وړاندوېینه» خپره کړه. ده په دغه اثر کې څرګنده کړه چې څرنګه کولی شو، د اتومسفیر پر جریان په حاکمو بهاندو ډینامیک معادلاتو کې له کوچنيو متغیراتو څخه سترګې پټې کړو او په زمان او مکان کې د محدود تفاضل یوه طرحه رامنځته کړو، تر څو د عددي وړاندوېینې لپاره د حل‌لارو پیدا کولو امکان برابر کړي.[۱۹]

سرچینې[سمول]

  1. Dirmeyer, Paul A.; Schlosser, C. Adam; Brubaker, Kaye L. (February 1, 2009). "Precipitation, Recycling, and Land Memory: An Integrated Analysis". Journal of Hydrometeorology 10 (1): 278–288. doi:10.1175/2008JHM1016.1. Bibcode2009JHyMe..10..278D. https://dspace.mit.edu/bitstream/1721.1/52326/1/Dirmeyer-2009-Precipitation%2c%20Recyc.pdf. 
  2. Fostering Innovation, Creating Jobs, Driving Better Decisions: The Value of Government Data. Economics and Statistics Administration Office of the Chief Economist. July 2014. د کتاب پاڼې 15. د اصلي آرشيف څخه پر August 29, 2018 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 30, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "94.05.01: Meteorology". teachersinstitute.yale.edu. د لاسرسي‌نېټه January 14, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Weather: Forecasting from the Beginning". InfoPlease. د لاسرسي‌نېټه January 14, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. University of California Museum of Paleontology. "Aristotle (384-322 B.C.E.) Archived November 20, 2016, at the Wayback Machine.". Retrieved January 12, 2008.
  6. David Pingree (December 14, 2017). "The Indian and Pseudo-indian Passages in Greek and Latin Astronomical and Astrological Texts" (PDF). د کتاب پاڼي 141–195 [143–4]. د لاسرسي‌نېټه March 1, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  7. "Bible Gateway passage: Matthew 16:2–3 – English Standard Version". Bible Gateway. د لاسرسي‌نېټه December 1, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Fahd, Toufic. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". Encyclopedia of the History of Arabic Science]. p. 842. , in Rashed, Roshdi; Morelon, Régis (1996). Encyclopedia of the History of Arabic Science. 3. Routledge. د کتاب پاڼي 813–852. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-12410-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Carrara, A.A (2006). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Geoponica and Nabatean Agriculture: A New Approach into Their Sources and Authorship"]. Arabic Sciences and Philosophy 16 (1): 123–130. doi:10.1017/s0957423906000245. 
  10. Jerry Wilson. "Skywatch: Signs of the Weather". د اصلي آرشيف څخه پر January 6, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 25, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. David Hochfelder (1998). "Joseph Henry: Inventor of the Telegraph?". Smithsonian Institution. د اصلي آرشيف څخه پر June 26, 2006 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 29, 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Ausman, Megaera. "USPS Historian". About the United States Postal Service. USPS. د اصلي آرشيف څخه پر March 30, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 28, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Mail, Royal. "(UK)". British Postal Museum. Postal Heritage Trust. د اصلي آرشيف څخه پر March 18, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 28, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Encyclopædia Britannica. "Telegraph". Retrieved May 5, 2007.
  15. Eric D. Craft (2003). "An Economic History of Weather Forecasting". د اصلي آرشيف څخه پر May 3, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 15, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په April 30, 2015 باندې). The birth of the weather forecast. BBC News.
  17. Mellersh, H. E. L. (1968). FitzRoy of the Beagle. Hart-Davis. کينډۍ:ISBN
  18. Kington, John (1997). Mike Hulme and Elaine Barrow (المحرر). Climates of the British Isles: Present, Past and Future. Routledge. د کتاب پاڼې 147. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Richardson, Lewis Fry, Weather Prediction by Numerical Process (Cambridge, England: Cambridge University Press, 1922). Available on-line at: Internet Archive.org.