باد
د يوې سيارې د سطحې اړوندې هوا يا نورو ګازونو طبيعي خوځښت باد بلل کېږي. باد په جلا جلا اندازو کې منځ ته راځي، د برېښنا او تندرونو يو جريان چې څو دقيقې دوام مومي، سيمه ييز نرم بادونه چې د ځمکې له تودوخې پیدا کېږي او څو ساعته اوږد وي، بيا په ځمکه د اقليمي سيمو ترمنځ د لمريزې انرژۍ په جذب کې د توپير په پايله کې تر نړيوالو بادونو پورې اندازې لري. په پراخه کچه د اتموسفيري څرخ لاملونه دوه دي: يو يې د استواء خط او قطبونو تر منځ د تودوخې توپيرونه او دويم يې د سيارې څرخ دی (د کوروليوس اغېز). په استوايي او نیمه استوايي سيمو کې، په ځمکو او لوړو سيمو کې د تودوخې څرخ کولای شي ،د موسمي بادونو د لګېدو لامل وګرځي. په ساحلي سيمو کې، سمندري نرمه هوا/د ځمکې د نرمې هوا (نسيم) لګېدل د سيمه یيزو بادونو ټاکنه وکړي، په هغو سيمو کې چې بدلېدونکې ځمکې لري، شونې ده چې د غرونو او درو بادونه زيات واوسي.
په عمومي توګه بادونه د دوی د سيمه ييزې کچې، د دوی د يون (رفتار/چټکتيا) او لوري، د هغو ځواکونو چې له امله يې بادونه لګېږي، د هغو سيمو چېرې چې دا بادونه پيدا کېږي او د دوی د اغېزو په نظر کې نيولو سره ډلبندي کېږي. بادونه بېلا بېل اړخونه لري: تېزوالی (د باد چټکتيا)، په باد کې د ښکېل ګاز کثافت، د انرژۍ مواد يا د باد انرژي. بادونه د تخم، خزنده ګانو او مرغيو د لېږد لپاره يوه مهمه وسيله هم ده چې د هوا د جريان پر مخ زرګونه ميله سفر کولای شي. د هوا پېژندنې په علم کې، ډېر ځله د بادونو د ځواک او هغه اړخ له کومه چې باد لګېږي، په نظر کې نيولو سره د بادونو تشرېح کېږي. د ډېرې چټکۍ لنډ را الوتونکي بادونه توندباد بلل کېږي. د منځنۍ مودې سخت بادونه (نږدې يوه دقيقه) سيلۍ بلل کېږي. د اوږدې مودې بادونه، د دوی له منځني ځواک سره تړلي او ډول ډول نومونه لري، لکه نسيم (نرمه هوا)، سخت باد او توپان. په بهرنۍ فضا کې، لمريز باد په تشيال کې له لمر نه د ګازونو يا چارج شويو بڅرکو خوځښت دی، په داسې حال کې چې د سيارو باد د سيارې له اتموسفير نه فضا ته د سپکو کيمياوي عناصرو وتل دي. په لمريز نظام کې تر ټولو پیاوړي لیدل شوي بادون،ه په نيپټون او زحل کې منځ ته راځي.
د انساني تمدن په افسانو کې د بادونو تصور موندل شوی دی، په تاريخي پېښو يې اغېزې کړي، د لېږد او جګړې اندازه يې زياته کړې، د ماشيني کارونو، برېښنا او تفريح لپاره يې د ځواک د سرچينې په توګه کار کړی دی. د ځمکې په سمندرونو کې بادونه د سمندري بېړيو د سفر لپاره ځواک برابروي. د تودې هوا پوکاڼۍ (هغه پراشوت ته ورته پوکاڼۍ چې په تفريح ځايونو کې د اور په مټ هوا ته خلک د هوايي بېړۍ په توګه پورته کوي) بادونه د لنډو سفرونو لپاره کاروي او برېښنايي الوتنې، له بادونو نه د پورته تګ او د سون توکو د لګښت د کمولو لپاره کار اخلي. د ډول ډول موسمي ښکارندو له امله، د بادونو د پرې کېدو سيمې کولای شي، د الوتکو لپاره له ګواښه ډک حالتونه منځ ته راوړي. کله چې بادونه پياوړي کېږي، ونې او هغه جوړښتونه چې انسانانو جوړ کړي، يا زيان ويني او يا هم ويجاړېږي.
بادونه کولای شي، د ډول ډول بادي فعاليتونو په مټ د ځمکې بڼې جوړې کړي، لکه د حاصلخېزې ځمکې منځ ته راوړل، د بېلګې په ډول: «لوس» او د توږل کېدو په مټ. د لويو صحرااګانو ګردونه، د شته بادونو په مټ د دې ګردونو له اصلي سرچينې، له سيمې نه ډېرې لېږدول کېدای شي، هغه بادونه چې د ګډې وډې توپوګرافۍ په مټ چټکتيا مومي او دوړې او ګردونه ورسره ملګري وي، په دې سیمو د بادونو د ژورو اغېزو له امله، د نړۍ په بېلا بېلو سيمو کې همدې سيمو ته سيمه ييز نومونه ورکړل شوي دي. بادونه د ځنګلي اورونو په خپرېدو کې اغېز لري. بادونه کولای شي، له مختلفو بوټو نه تخم خپور کړي، چې د بوټو د انواعو تر څنګ الوتونکو خزنده ګانو ته هم د پاتې کېدو او خپرېدو وړتيا ورکوي. کله چې د یخ درجه حرارت سره يو ځای شي، بادونه په حيواني شتمنۍ (مالدارۍ) منفي اغېز کوي. بادونه د ژویو د خوراکي توکو پر زېرمو، د دوی پر ښکرونو او دفاعي تګلارو باندې اغېزې کوي.
لاملونه
[سمول]باد د اتموسفير په فشار کې د توپير له امله منځ ته راځي، د کوم لامل چې عپه عمده توګه د تودوخې په درجه کې توپير وي. کله چې په يو اتموسفيري فشار کې توپير منځ ته راځي، هوا د لوړ فشار له سيمو نه ښکته فشار سيمو ته حرکت کوي اود بېلا بېلو رفتارونو د بادونو لامل ګرځي. په يوې څرخېدونکې سيارې کې، هوا هم د «کوريوليس» اغېز له امله کږېږي، خو يوازې د استوا پر لیکه دا چاره نه تر سره کېږي. په نړيواله کچه، د پراخې اندازې بادونو د نمونو (د اتموسفيري څرخ) دوه ستر لاملونه دا دي: لومړی د استوا د لیکې او قطبونو تر منځ د تودوخې توپير (د لمريزې انرژۍ په جذبېدو کې توپير له کوم نه چې بويانسي ځواکونه جوړېږي) او دويم د سيارې څرخېدل. له استوايي سيمو دباندې او د سطحې د سولېدو له اغېزو نه لرې د سترې اندازې بادونه، تر «جيوسټروفيک» توازن پورې رسېږي. د ځمکې له سطحې سره نژدې، د سولېدو له امله بادونه کرارېږي، چې په بل حالت کې به داسې نه وه. له سطحې سره سوليدل، په کم فشار لرونکو سيمو کې لا زيات د داخل لوري ته د بادونو د لګېدو لامل ګرځي.[۱][۲]
د فزيکي ځواک (بدني قوت) د برابرۍ په مټ تعريف شويو بادونو نه د بادونو د پېژندنې په تحليل او تجزيه کې کار اخستل کېږي. دوی د خوځښت د اتموسفيري برابرۍ د اسانولو او په افقي او عمودي وېش، د افقي بادونو په اړوند د معياري دلايلو په وړاندې کولو کې ګټور دي. د جيوسټرافيک باد جوړښت، د کوريوليس ځواک او ګراډيان ځواک د فشار تر منځ د توازن پايله ده. دا بادونه له «ايزوبار» سره موازي حرکت کوي او په جغرافيايي عرض البلدونو کې د اتموسفيري د پولې پوړ د پاسه د جريان اټکل کوي. تود باد په اتموسفير کې د دوو کچو تر منځ د جيوسټرافک باد توپير دی. دا یواځې د افقي تودوخې درجې خواته ميلان لرونکې اتموسفير کې موجود وي. د جوسټرافيک باد ترکيب د اصلي او جيوسټرافيک باد تر منځ توپير دی، کوم چې د وخت په اوږدو کې د توپانونو د هوا د پوره کولو مسئوليت لري. تدريجي بادونه، جغرافيايي بادونو ته ورته دي، خو په دې کې «سينټري فيوګل» (له مرکز نه د لرې کېدونکي خاصيت لرونکي) ځواک هم شامل دی (سينټري پيټل چټکتيا). (سينټري پيټل، هغه ځواک دی چې د مرکز پر لور چټکېږي). [۳][۴][۵][۶]
اندازه کول
[سمول]د باد لوری معمولاً د هغه اړخ پر بنسټ څرګندېږي، له کومه اړخه چې سرچينه اخلي. د نمونې په ډول: شمالي بادونه له شمال نه د سويل پر لور لګيږي. د باد څرخه د باد د لوري د معلومولو لپاره محور دی. په هوايي ډګرونو کې، د هوا کڅوه د باد د لوري ښودنه کوي، شونې ده چې د ځوړندې زاويې پر مټ د باد د چټکتيا د اټکل لپاره وکارول شي. د هوا چټکتيا د «انيموميټر» په مټ معلومېدای شي او ډېر کرت په دې چاره کې له څرخېدونکو پيالو يا پکيو نه کار اخستل کېږی. هغه مهال چې د يو لوړ فریکانس د اندازه کولو اړتيا وي (لکه په څېړنيزو لارو چارو کې)، شونې ده چې بادونه د الټراساونډ د سګنلونو د خپرېدو د چټکتيا يا د ګرم مزي پر مقاومت د وينټيليشن د اغېزې له لارې هم اندازه کېدای شي (وينټيليشن د يوې ودانۍ د هوا د بدلون لپاره کارول کېدونکې تخنيکي لاره ده چې له همدې لارې د ودانۍ هوا پاکيږي). د اينيموميټر يو بل ډول، د «پيټوټ» نلکې کاروي، چې د يوې داخلي نلکې او يوې بهرنۍ نلکې ترمنځ د فشار توپير نه ګټه اخلي، کومه نلکه چې د هوا په وړاندې څرګنده ده، تر څو د خوځنده فشار ټاکنه وکړای شي، همدا فشار بيا د باد د چټکتيا د معلومولو لپاره کارول کېږي.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
د هوا پرله پسې چلېدل، په نړيواله کچه د لس متره (۳۳ فوټه) په لوړوالي کې راپور کېدای شي او د منځنۍ اندازې حساب يې د لسو دقيقو په زماني چوکاټ کې تر سره کېدای شي. متحده ايالاتو د استوايي توپانونو لپاره په منځني ډول له یوې دقيقې نه د زيات باد د لګېدو خبر ورکړی دی او د هوا د څارنو لپاره په منځني ډول د دوه دقيقو. هندوستان په عمومي توګه په منځني ډول له درې دقيقو نه د زياتو بادونو خبر ورکوي. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
سرچینې
[سمول]- ↑ JetStream (2008). "Origin of Wind". National Weather Service Southern Region Headquarters. نه اخيستل شوی 2009-02-16.
- ↑ Makarieva, Anastassia; V. G. Gorshkov, D. Sheil, A. D. Nobre, B.-L. Li (February 2013). "Where do winds come from? A new theory on how water vapor condensation influences atmospheric pressure and dynamics". Atmospheric Chemistry and Physics. 13 (2): 1039–1056. arXiv:1004.0355. Bibcode:2013ACP....13.1039M. doi:10.5194/acp-13-1039-2013. نه اخيستل شوی 2013-02-01.
{{cite journal}}
: سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link) - ↑ Glossary of Meteorology (2009). "Geostrophic wind". American Meteorological Society. Archived from the original on 2007-10-16. نه اخيستل شوی 2009-03-18.
- ↑ Glossary of Meteorology (2009). "Ageostrophic wind". American Meteorological Society. Archived from the original on 2011-08-22. نه اخيستل شوی 2009-03-18.
- ↑ Glossary of Meteorology (2009). "Thermal wind". American Meteorological Society. Archived from the original on 2011-07-17. نه اخيستل شوی 2009-03-18.
- ↑ Glossary of Meteorology (2009). "Gradient wind". American Meteorological Society. Archived from the original on 2008-05-28. نه اخيستل شوی 2009-03-18.
- ↑ JetStream (2008). "How to read weather maps". National Weather Service. Archived from the original on 2012-06-22. نه اخيستل شوی 2009-05-16.
- ↑ Glossary of Meteorology (2009). "Wind sock". American Meteorological Society. Archived from the original on 2012-06-22. نه اخيستل شوی 2009-03-17.
- ↑ Glossary of Meteorology (2009). "Wind vane". American Meteorological Society. Archived from the original on 2007-10-18. نه اخيستل شوی 2009-03-17.
- ↑ Glossary of Meteorology (2009). "Pitot tube". American Meteorological Society. Archived from the original on 2012-06-22. نه اخيستل شوی 2009-03-17.
- ↑ Glossary of Meteorology (2009). "Anemometer". American Meteorological Society. Archived from the original on 2011-06-06. نه اخيستل شوی 2009-03-17.
- ↑ Tropical Cyclone Weather Services Program (2006-06-01). "Tropical cyclone definitions" (PDF). National Weather Service. نه اخيستل شوی 2006-11-30.
- ↑ Office of the Federal Coordinator for Meteorology. Federal Meteorological Handbook No. 1 – Surface Weather Observations and Reports September 2005 Appendix A: Glossary. Retrieved 2008-04-06.
- ↑ Sharad K. Jain; Pushpendra K. Agarwal; Vijay P. Singh (2007). Hydrology and Water Resources of India. Springer. p. 187. ISBN 978-1-4020-5179-1. نه اخيستل شوی 2009-04-22.
- ↑ Jan-Hwa Chu (1999). "Section 2. Intensity Observation and Forecast Errors". United States Navy. Archived from the original on 2012-08-30. نه اخيستل شوی 2008-07-04.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help)