ګاز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

ګاز د مادې د څلورو بنسټيزو حالتونو نه  یو دی (نور يې کلک، مايع او پلازما حالتونه دي).[۱]

شونې ده چې يو سوچه ګاز له انفرادي اتومونو (د بېلګې په ډول: د نيون په څېر ښه ګاز)، د يو ډول اتوم (لکه اکسيجن) نه جوړو شويو عنصري ماليکولونو، يا د بېلا بېلو اتومونو (لکه کاربنډای اکسايډ) نه جوړ شوي مرکب ماليکولونو نه جوړ شوی وي. د هوا په څېر د ګازو ګډوله بېلا بېل ډوله سوچه ګازونه لري. هغه څه چې ګاز ته له سخت او مايع نه توپير ورکوي، په پراخه کچه د ګازو د انفرادي بڅرګو (ذرې) جلا کېدل دي. همدا جلا کېدل ګاز بې رنګه کوي چې انسانانو ته نه ښکاري.

د يوې مادې ګازي حالت د مايع او پلازما حالتونو تر منځ پېښېږي، پلازما د ګازونو لپاره د تودوخې لوړې درجې حد برابروي. د تودوخې تر ټولو ښکته درجې نه په تاويدلو سره دا فاسد کوانټم ګازونه دي، کوم چې ډېره توجه جلبوي. د لوړې درجې ډبل ګازونه چې تودوخې په ډېره کمه درجه کې زيات يخېږي، د خپلو شميريزو چلندونو پر بنسټ د بوس ګازونو يا فرمي ګازونو په توګه ډلبندي کېدای شي. د مادې د دې نا اشنا حالتونو د هر اړخيز نوملړ لپاره، د مادې د حالتونو نوملړ وګورئ.[۲][۳][۴]

عنصري ګازونه[سمول]

يوازیني کيمياوي عنصرونه، کوم چې په STP کې د يوې هستې دوه اتومي ثابت ماليکونه دي، هغه هايډروجن (H2)، نايټروجن (N2)، اکسيجن (O2) او دوه هالوجين: فلورين (F2) او کلورين (Cl2)،  دي. کله چې د يو اتومي ځانګړو ګازونو – هيليوم (He)، نيون (Ne)، ارګون (Ar)، کريپټون (Kr)، زينون (Xe) او راډون (Rn) – سره ډلبندي شي، همدې ګازونو ته بيا «عنصري ګازونه» ويل کېږي.

رېښه[سمول]

د ګاز ټکی، په لومړي ځل د اولسمې پېړۍ په لومړيو کې د فلندري کيمياپوه «جان بيپټسټ وين هيلمونټ» له خوا کارول شوی و. هغه کاربنډای اکسايډ په ګوته کړی و، کوم چې له هوا وروسته لومړی پېژندل شوی ګاز دی. داسې برېښي چې د «وان هيلمونټ» دا ټکی د لرغوني يوناني ټکي « χάος Chaos » غږيز نقل دی – په هالنډي ژبه کې د g ویی د «چ» په ډول تلفظ کېږي لکه په (loch) کې (په تالو کې بې غږه د هوا په زور تلفظ کېدونکی، /x/) – په کوم حالت کې چې «وان هيلمونټ» يوازې په ساده ډول د هغه منل شوي کيمياوي عبارت متابعت کاوه، کوم چې په لومړي ځل د «پاراسيلسوس» په کارونو کې تاييد شوی و. د پاراسيلسوس د مصطلحاتو له مخې، د چاوز (ګډوډۍ) مطلب «ډېرې کم پیدا اوبه» ته ورته معنا لري.[۵][۶][۷]

يوه بديله کيسه دا ده چې د  «وان هيلمونټ» اصطلاح، له «ګسټ (يا جيسټ) نه اخستل شوې وه، کومه چې د اروا يا روح نښه ده». د اکسفورډ انګليسي ډيکشنرۍ ليکونکو دې کیسې ته کوم اعتبار نه دی ورکړی. خو له بلې خوا، فرانسوي-امريکايي تاريخ پوه «جيک بارزون» اټکل کړی، چې «وان هيلمونټ» دا ټکی د الماني ژبې له « Gäscht» ټکي نه پور کړی، د کوم معنا چې ده له خميره کېدو نه تر لاسه شوی ځګ.[۸][۹][۱۰]

فزيکي ځانګړتياوې[سمول]

له دې امله چې ستونزمنه ده، ډېر ګازونه نېغ په نېغه ولېدل شي، دوی د څلورو فزيکي يا مايکروسکوپي خصوصيتونو په کارولو سره تشرېح کېدای شي چې هغه دا دي: فشار، حجم، د بڅرکو شمېر (کيمياپوهان يې د مولز په حساب سره ډلبندي کوي) او تودوخه. د رابرټ بوايل، جيک چارس، جان ډالټن، جوزف ګی-لوساک او اميډيو ايوګاډرو په څېر ساينسپوهانو له خوا دا څلور ځانګړتیاوې د ډول ډول ګازونو لپاره په مختلفو جوړښتونو کې بيا بيا ليدل شوي وو. د دې تفصيلي مطالعې په پايله کې د دې ځانګړتياوو په منځ کې يې يوه رياضياتي اړیکه پیدا کړه، د کومې څرګندونه چې د ګاز د بې بېلګې قانون په مټ وشوه.

د ګاز بڅرکي په پراخه کچه له یو بل جلا شوي دي او په پايله کې، د مايعاتو يا سختې مادې په پرتله کمزوری بين الحجروي پيوند لري. همدا بين الحجروي ځواکونه د ګاز د بڅرکو تر منځ د «اليکټرو سټاټک» تعامل په پايله کې منځ ته راځي. د مختلفو ګازونو د بڅرکو يو ډول چارج شوې سيمې مخ په شا ټيله کوي، په داسې حال کې چې د مختلفو ګازونو د بڅرکو مخالف چارج شوې سيمې يوه يې بله ځان ته متوجه کوي؛ هغه ګازونه چې دايمي چارج شوي «ايونونه» لري، پلازما بلل کېږي. د قطبي هماهنګۍ پيوندونو لرونکي ګازي مرکبات د دايمي نامتوازن چارج لرونکي وي او په همدې بنسټیو څه پياوړی بين الحجروي ځواکونه تجربه کوي، که څه هم ماليکول په داسې حال کې چې د ترکيب سوچه چارج وي، بې پرې پاتې کېږي. د لنډ وخت لپاره، په ناڅاپی  ډول تحريک شوي چارجونه د ماليکولونو په ناقطبي هم اهنګو پيوندونو کې شته او د دې له امله منځ ته راتلونکي «اليکټروسټيټيک» تعاملاتو ته «وان ډير والز»ځواکونه ويل کېږی. د دې بين ماليکولولر ځواکونو تعامل د يوې مادې په داخل کې مختلف وي، کوم چې د هر ډول ګاز لپاره د بې بېلګې فزيکي خصوصيتونو ټاکنه کوي. د يوني او کويلنسي پيوندونو نه د جوړېدونکو مرکباتو لپاره د خوټېدلو نقطو پرتله کول موږ همدې پايلې ته رسوي. په انځور کې د بهيدونکو دودونو بڅرکي د کم فشار لرونکي ګاز د چلند ړوند يو څه معلومات وړاندې کوي.  [۱۱][۱۲][۱۳]

د مادې د نورو حالتونو په پرتله، ګازونه کم کثافت او نښليدل لري. فشار او د تودوخې درجه د يوه ځانګړي حجم په دننه کې په بڅرکو اغېز کوی. د بڅرګو جلا کېدل او په چټکتيا کې دې بدلون ته تخته کېدل (د راټوليدلو وړتيا) ويل کېږي. همدا د بڅرګو جلا کېدل او اندازه د ګازونو په بصري ځانګړتياوو اغېز کوي، لکه چې د ماتيدونکو شاخصونو په لاندې نوملړ کې موندل کېدای شي. په پايله کې، د ګاز بڅرکي يو له بل نه جلا کېږي او يا خپريږي، تر څو په هر ساتلي ځای کې خپل ځان په يو ډول ووېشلای شي. 

د ګازونو ميکروسکوپي کتنه[سمول]

(Macroscopic کتنه، د غټو شيانو د کتنې لپاره کارول کېږي، microscopic کتنه د کوچنیو شيانو د کتنې لپاره)

د ګاز د کتنې پر مهال، د مرجع چوکاټ يا اوږدوالي اندازې ټاکنه يې عامه ده. د اوږدوالي زياته اندازه د ګاز له میکروسکوبي يا نړيوال اند سره سمون لري. دا سيمه (چې د حجم په ډول ورته اشاره کېږي) بايد په دومره اندازه ستروالی ولري چې د ګاز بڅرکي ورنه د نمونې په ډول واخستل شي. د دې نمونې د اندازې پايله لرونکې شميريزه تجزيه په سیمه کې د شته ټولو ګازونو  «منځنۍ» حالت (يعنې چټکتيا، د تودوخې درجه يا فشار) خپلوي. له بلې خوا، د کوچني اوږدوالي اندازه له مايکروسکوپ يا د بڅرکي له اند سره سمون لري.

له ميکروسکوپي انده، د ګاز د ځانګړتياوو اندازه کول يا خو خپله د ګاز د بڅرکو (چټکتيا، فشار يا تودوخه) يا د دوی د چاپېريال (حجم) په نظر کې نيولو سره کېدای شي. د بېلګې په ډول، «رابرټ بوايل» د خپل مسلک د يوې کوچنۍ برخې لپاره د هوايي کیميا مطالعه وکړه. د هغه له تجربو نه يوې د ګاز د فشار او حجم تر ميکروسکوپی ځانګړتياوو پورې اړه درلوده. د هغه تجربې « J-tube manometer» وکاراوه، کوم چې د معاينې د يوې نلکې په بڼه چې د انګليسي توري J ته ورته وي، ښکاري. بوايل يو غیر فعال (بې اغېزې/راکد) ګاز د ازموينې د نلکې په وروستۍ بنده برخه کې د سيمابو له يوې ستنې سره بند کړ، په دې ډول يې دګاز بڅرکي او تودوخه په خپل ځای پاتې کړه. هغه وليدل، کله چې په ګاز فشار زيات شو، د سيماب دې ستنې ته د نورو سيمابو پر وزياتولو سره، د ايسار شوي ګاز حجم کمېږي (دا د مخالفې اړيکې په نوم پېژندل کېږي). سربېره پر دې، کله چې «بوايل» د هرې کتنې فشار او حجم يو په بل کې ضرب کړل، پايله يې ثابته وه. دا اړيکه د هر هغه ګاز لپاره په خپل ځای پاتې وه، چې بوايل وليده، د کوم پايله چې د (PV=k) قانون وه، په دې برخه کې د هغه د کار د ستاينې په موخه دا نوم ورکړل شو.[۱۴]

سرچینې[سمول]

  1. "Gas". Merriam-Webster. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. This early 20th century discussion infers what is regarded as the plasma state. See page 137 of American Chemical Society, Faraday Society, Chemical Society (Great Britain) The Journal of Physical Chemistry, Volume 11 Cornell (1907).
  3. For the Bose–Einstein condensate see Quantum Gas Microscope Offers Glimpse Of Quirky Ultracold Atoms. ScienceDaily. 4 November 2009.
  4. The work by T. Zelevinski provides another link to recent research about strontium in this new field of study. See Tanya Zelevinsky (2009). "84Sr—just right for forming a Bose-Einstein condensate". Physics 2: 94. doi:10.1103/physics.2.94. Bibcode2009PhyOJ...2...94Z. http://physics.aps.org/articles/v2/94. 
  5. J. B. van Helmont, Ortus medicinae. … (Amsterdam, (Netherlands): Louis Elzevir, 1652 (first edition: 1648)). The word "gas" first appears on page 58, where he mentions: "… Gas (meum scil. inventum) …" (… gas (namely, my discovery) …). On page 59, he states: "… in nominis egestate, halitum illum, Gas vocavi, non longe a Chao …" (… in need of a name, I called this vapor "gas", not far from "chaos" …)
  6. کينډۍ:Cite magazine
  7. کينډۍ:OEtymD
  8. Barzun, Jacques (2000). For Dawn to Decadence: 500 Years of Western Cultural Life. New York: HarperCollins Publishers. د کتاب پاڼې 199. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Draper, John William (1861). A textbook on chemistry. New York: Harper and Sons. د کتاب پاڼې 178. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. ""gas, n.1 and adj."". OED Online. Oxford University Press. June 2021. There is probably no foundation in the idea (found from the 18th cent. onwards, e.g. in J. Priestley On Air (1774) Introd. 3) that van Helmont modelled gas on Dutch geest spirit, or any of its cognates الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. The authors make the connection between molecular forces of metals and their corresponding physical properties. By extension, this concept would apply to gases as well, though not universally. Cornell (1907) pp. 164–5.
  12. One noticeable exception to this physical property connection is conductivity which varies depending on the state of matter (ionic compounds in water) as described by Michael Faraday in 1833 when he noted that ice does not conduct a current. See page 45 of John Tyndall's Faraday as a Discoverer (1868).
  13. John S. Hutchinson (2008). Concept Development Studies in Chemistry. د کتاب پاڼې 67. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Anderson, p.501