د علم څانګې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ساینس یا علم څانګې (branches of science)، چې د علومو، "علمي ډګرونو" یا "علمي رشتو" په نوم هم یادېږي، په ټولیزه توګه په دریو لویو ډلو وېشل شوې دي:

  • رسمي علوم: د رسمي سیستمونو مطالعه، لکه د منطق او ریاضیاتو تر څانګو لاندې، چې د تجربي (empirical) علومو خلاف غیر تجربي (a priori) مېتودولوژي کاروي.
  • طبیعي علوم: د طبیعي ښکارندو مطالعه (د کائناتو د کاسمولوژیکي، جیولوژیکي، فزیکي، کیمیاوي، او بیولوژیکي عواملو په ګډون). طبیعي علوم په دوو لویو څانګو وېشل کېدای شي: فزیکي علوم او ​​د ژوند اړوند علوم (یا بیولوژیکي ساینس).
  • ټولنیز علوم: په ټولنیزو او کلتوري اړخونو کې د انساني چلند مطالعه.[۱]

طبیعي او ټولنیز علوم له تجربوي علومو څخه دي، یعني دا چې پوهه باید د مشاهدې یا لیدلو وړ ښکارندو پر بنسټ وي او باید د نورو څېړونکو له لوري، چې تر ورته شرایطو لاندې کار کوي، د تایید او منلو وړ وي. دا تصدیق او تایید ښایي ان په یوه علمي څانګه کې دننه هم توپیر ولري.[۲][۳]

طبیعي، ټولنیز، او رسمي علومو بنسټیز علوم رامنځته کړي، چې د منځ-رشته‌اي او تطبیقي علومو لکه انجینرۍ او طب، بنسټ جوړوي. تخصصي ساینسي یا علمي رشتې، چې د ګڼو کټګوریو په بڼه شته دي، ښایي د نورو علمي څانګو برخې هم راونغاړي، مګر ډېری وختونه خپل اصطلاحات او تخصصونه لري.[۴]

رسمي علوم[سمول]

رسمي علوم د ساینس هغه څانګې دي چې له رسمي سیستمونو سره تړاو لري، لکه منطق، ریاضي، تیوریکي کمپیوټر ساینس، د معلوماتو تیوري، د سیستم تیوري، د پریکړې تیوري، امار او احصایې.

د نورو څانګو خلاف، رسمي علوم په واقعي نړۍ کې د مشاهدو (تجربوي پوهې) پر بنسټ د تیوریو له اعتبار سره تړاو نه لري، بلکې د تعریفونو او قواعدو پر بنسټ د رسمي سیستمونو له ځانګړنو سره سروکار لري. له همدې کبله په دې اړه اختلاف شته دی چې ایا رسمي علوم واقعا هم یو علم تشکیلوي او کنه. که څه هم، د رسمي علومو میتودونه د علمي ماډلونو جوړولو او ازموینې لپاره، چې د لیدلو وړ واقعیت سره سروکار لري، اړین دي؛ او په رسمي علومو کې لوی پرمختګونه اکثرا په تجربوي علومو کې هم د لویو پرمختګونو لامل شوي دي.[۵]

طبیعي علوم[سمول]

طبیعي علم د ساینس یوه څانګه ده، چې له مشاهدې او تجربې څخه د ترلاسه شوو تجربوي شواهدو له مخې، د طبیعي ښکارندو له تشریح، وړاندوینې او پوهېدنې سره سروکار لري. د دقیقې بیاکتنې (peer review) او د موندنو د بیا تکرار د وړتیا په څېر میکانېزمونه په دې موخه پکې کارېږي چې د علمي پرمختګونو اعتبار یقیني کړي.

طبیعي علوم بیا پر دوو لویو څانګو وېشل کېدای شي: د ژوند اړوند علوم او ​​فزیکي علوم. د ژوند اړوند علوم د بیولوژي په نوم پېژندل کېږي، او فزیکي علوم بیا په نورو فرعي څانګو وېشل شوي: فزیک، کیمیا، ستورپوهنه او د ځمکې علوم. د طبیعي علومو دا څانګې ښایي په لا زیاتو تخصصي څانګو (چې د ډګرونو یا ساحو په نوم هم پېژندل کېږي) ووېشل شي.

فزیکي علوم[سمول]

د فزیک علم د هغو طبیعي علومو د څانګو لپاره یوه جامع اصطلاح ده، چې د ژوند اړوند علومو برعکس، غیر ژوندي سیستمونه څېړي. که څه هم، د "فزیکي" اصطلاح یو غیر ارادي او یو څه اختیاري توپیر رامنځته کوي، ځکه د فزیکي علومو ډېری څانګې بیولوژیکي ښکارندې هم مطالعه کوي. د فزیکي علم او ​​​​فزیک ترمنځ هم توپیر شته دی.

کیمیا[سمول]

کیمیا (چې د کلمې د ریښې پېژندنې په اړه یې پام‌وړ اختلاف شته دی) د مادې او هغو بدلونونو علم دی، چې په ماده کې واقع کېږي. د مادې علم د فزیک د توجه وړ ساحه هم ده، مګر په داسې حال کې چې فزیک ډېر عمومي او بنسټیز چلند کوي، کیمیا ډېره تخصصي ده او د ترکیب، چلند (یا عکس العمل)، جوړښت، او د مادې له خواصو، او همدارنګه د کیمیاوي تعاملاتو په جریان کې د مادې له بدلونونو سره تړاو لري. کیمیا یو فزیکي علم دی چې مختلف مواد، اتومونه، مالیکولونه او مادې (په ځانګړې توګه د کاربن پر بنسټ) مطالعه کوي. د کیمیا د فرعي څانګو مثالونه عبارت دي له: بایو کیمیا یا د هغو موادو مطالعه چې په بیولوژیکي ارګانیزمونو کې موندل کېږي؛ فزیکي کیمیا یا د فزیکي مفاهیمو په کارولو سره د کیمیاوي پروسو مطالعه لکه ترموډینامیک او کوانټم میخانیک؛ او تحلیلي کیمیا یا د موادو د نمونو تحلیل ترڅو د دوی د کیمیاوي ترکیب او جوړښت په اړه پوهه ترلاسه کړي. په وروستیو کلونو کې یې ګڼ شمېر لا زیاتې تخصصي څانګې هم رامنځته شوې دي، د بېلګې په توګه نیورو کیمیا یا د عصبي سیستم کیمیاوي مطالعه.[۶][۷]

جیولوجي[سمول]

جیولوجي (له لرغوني یوناني کلمې γῆ, ("ځمکه") او λoγία ("مطالعه"، "بحث کول" څخه اخیستل شوې) د ځمکې علم دی چې له جامدې ځمکې، هغو ډبرو چې ترې تشکیل شوې ده، او هغو پروسو څخه چې د وخت په تېرېدو سره بدلېږي، بحث کوي. په جیولوجي کې د مریخ یا سپوږمۍ په څېر د هرې ځمکنۍ سیارې یا طبیعي سپوږمکۍ د جامدو ځانګړتیاو مطالعه هم شاملېدای شي. عصري جیولوژي د ځمکې نور ټول اړوند علوم، د هایدرولوژي او اتموسفیر علومو په ګډون، په پام کې نیسي، او له همدې کبله د ځمکې د سیستم د علم او کروي یا سیاروي علم یو مهم اړخ ګڼل کیږي.[۸][۹]

ټولنیز علوم[سمول]

ټولنیز علم د ساینس هغه څانګه ده چې د ټولنو له مطالعې او په همدغو ټولنو کې د افرادو ترمنځ د اړیکو له څېړنې سره سروکار لري. دا اصطلاح پخوا د ټولنپوهنې ساحې ته کارېده، چې "د ټولنې د علم" اصلي څانګه ده او په ۱۹مه پېړۍ کې رامنځته شوې ده. پر ټولنپوهنې سربېره، دا اصطلاح اوسمهال د اکاډمیکو څانګو یوه پراخه لړۍ رانغاړي، د بېلګې په توګه انتروپولوژي، لرغونپوهنه، اقتصاد، بشري جغرافیه، ژبپوهنه، سیاسي علوم، او ارواپوهنه.

مثبت اندي ټولنیز ساینس پوهان د طبیعي علومو له میتودونو سره ورته میتودونه د ټولنې د پېژندلو لپاره د وسیلو په توګه کاروي، او په دې توګه علم په لا زیاته دقیقه عصري معنا تعریفوي. تفسیرپال ټولنیز ساینس پوهان، بیا ښایي ټولنیز انتقاد یا سمبولیک تفسیر د تجربې له مخې د ناسمو تیوریو د جوړولو پر ځای وکاروي، او په دې توګه له علم سره په یوه پراخ مفهوم کې چلند وکړي. په عصري اکاډمیک عملي ډګر کې، څېړونکي اکثرا انتخابي دي او بېلابېل مېتودونه کاروي (د بېلګې په توګه د دواړو کمي او کیفي څېړندودونو یو ځای کول). د "ټولنیزې څېړنې" اصطلاح هم د خپلواکۍ درجې ته رسېدلې ځکه چې د مختلفو څانګو متخصصین ګډ اهداف او مېتودونه لري.

تطبیقي علوم[سمول]

تطبیقي یا عملي علم د عملي اهدافو لپاره د موجوده ساینسي پوهې کارول دي لکه ټیکنالوژي یا اختراعات.

په طبیعي علومو کې، هغه څانګې چې بنسټیز علوم بلل کېږي، لومړني معلومات رامنځته کوي ترڅو په طبیعي نړۍ کې شته ښکارندې تشریح کړي او یا یې وړاندوینه وکړي. تطبیقي علم د یوې ځانګړې عملي یا ګټورې پایلې ترلاسه کولو لپاره د وسیلې په توګه د علمي پروسو او پوهې کارول دي. په تطبیقي علم کې د انجینرۍ او طب په ګډون د تطبیقي علومو اړوند ډګرونو یوه پراخه لړۍ شاملېږي.

د ایپیډیمولوژي په څېر په تطبیقي علومو کې هم رسمي علوم تطبیقېدای شي، د بېلګې په توګه احصائيې او د احتمال تیوري. جینیټیک ایپیډیمولوژي یو تطبیقي علم دی چې دواړه بیولوژیکي او احصایوي میتودونه کاروي.

سرچينې[سمول]

  1. "social science | History, Disciplines, & Facts". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Better source needed
  2. Editorial Staff (2016-03-03). "Psychology's reproducibility problem". Nature. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Popper 2002، ص. 20.
  4. Editorial Staff (March 7, 2008). "Scientific Method: Relationships among Scientific Paradigms". Seed magazine. Archived from the original on March 10, 2007. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  5. Popper 2002، صص. 79–82.
  6. "Definition of CHEMISTRY". www.merriam-webster.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Definition of chemistry | Dictionary.com". www.dictionary.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. کينډۍ:OEtymD
  9. کينډۍ:LSJ