افريقا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
افريقا
Africa (orthographic projection).svg
سيمه ۳۰٬۲۲۱٬۵۳۲ کيلو متر مربع
هېوادونه ۵۴ هېوادونه
ژبې 2000 ژبي
ستر ښارونه د ښارونو لړليک

افريقا د نړۍ دويمه ستره لويه وچه ده او په ټولو لويو وچو کې په دويمه شمېره زيات نفوس لري، په دواړو حالتونو کې په اسيا پسې دويم ځای لري.  نږدې ۳۰.۳ ميليونه کيلو متر مربعه مساحت (۱۱.۷ ميليون ميل مربع) لري، په دې مساحت کې د افريقا اړوند ټاپوګان هم شامل دي، د ځمکې د سطحې شپږ سلنه برخه تشکيلوي او د وچې ځمکې شل سلنه ځمکه جوړوي. تر ۲۰۱۸ز کال پورې يې یو اعشاريه درې ميليارده نفوس درلود چې دا د نړۍ د ټول نفوس نږدې شپاړس ميلیونه برخه ده. د افريقا خلک په ټولو لويو وچو کې ځوان خلک دي؛ په ۲۰۱۲ز کال کې تر ټولو ځوان عمر ۱۹.۷ کاله و، په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې ځوان عمر ۳۰.۴ و. سره له دې چې پراخه طبيعي سرچينې لري، تر يو بريده د جغرافيايي خنډونو، په افريقا کې د اروپايي نیواک میراث او سړې جګړې، د لویدیځو هېوادونو او چين د لوټولو(نوي نېواک) فعاليتونو، نا ديموکراتيک حکومت او تاواني تګلارو له امله، د افريقا د سړي سر شتمني تر ټولو لويو وچو کمه ده. د شتمنۍ له لږ تمرکز سره سره، وروستۍ اقتصادي پراختيا، زيات او ځوان نفوس افريقا په پراخه نړيواله برخه کې په مهم اقتصادي بازار اړولې ده.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د دې لويې و چې شمال لور ته د مديترانې سمندر، شمال ختيځ لور ته يې د سويز تنګی او سور سمندر، سويل ختيځ ته يې د هند سمندر او لویديځ لور ته يې اتلانتيک سمندر پروت دی. ماداګاسکر او ګڼ مجمع الجزاير د دې لويې وچې برخه ده، په افريقا کې څلور پنځوس بشپړ په رسمېت پېژندل شوي خپلواک هېوادونه دي، اته سيمې او دوه بالفعل شته خپلواک هېوادونه دي، کوم چې محدود او ډېر کم رسميت لري. د مساحت له اړخه الجزاير د افريقا تر ټولو ستر هېواد دی او د نفوسو له پلوه ستر هېواد يې نايجيريا دی. افريقايي هېوادونه د افريقايي اتحاديې له لارې سره همکاري کوي، د دې اتحاديې مرکزي دفتر په اډيسابابا کې دی.

افريقا د استوا پر خط او اصلي نصف النهار پرته لويه وچه ده او د نړۍ يوازینۍ لويه وچه ده چې، په ټولو اصلي نيمه کرو کې پرته ده. يوازینۍ لويه وچه ده چې د تړمو شمالي څنډو څخه تر تړمو سويلي څنډو پورې غځېدلې ده. د دې لويې وچې ډېره برخه او ډېره برخه هېوادونه يې په شمالي نيمه کره کې موقعيت لري، په داسې حال کې چې د پام وړ برخه او هېوادونه يې په سويلي نيمه کره کې هم پراته دي. د دې لويې وچې ډېره برخه په استوايي برخه کې پرته ده، پرته د لویدیځې سهارا د ډېرې برخې، الجزاير، ليبيا او مصر، د موريتانيې شمالي څوکې، د مراکش ټوله سيمه، سبته، مليليه او تونس څخه، کومې سيمې چې د استوايې چينګاښ برج د پاسه په شمالي تړمه سيمه کې پرتې دي. د دې لويې وچې په بل اړخ کې، سويلي نميبيا، سويلي بوتسوانا، د سويلي افريقا ډېرې برخې، د ليسوټو او اسواتيني ټوله ځمکه، د موزمبيق سويلي برخه او مداګاسکر د مرغومي د استوايي برج لاندې په سويلي تړمو سيمو کې پرتې سيمې دي.[۱۰]

افريقا د مختلفو اوسېدونکو کور دی؛ دا لويه وچه په ډېر شمېر کې د جسيمو حيواناتو لرونکې ده، ځکه چې د کنګل په عصر کې د لويو ژونديو موجوداتو له کېدو څخه زياته نه وه اغېزمنه شوې. افريقا په پراخه کچه د چاپيرياليزو ستونزو څخه اغېزمنه شوې، چې په هغې کې په صحرا بدلېدل، د ابو کمښت او داسې نورې ستونزې شاملې دي. اټکل کېږي چې، د ا فريقا د اقليم د بدلېدو له اغېزو څخه به دا ژورې اندېښنې لا پسې بدې شي. د اقليم د بدليدو په اړه د هېوادونو تر منځ د ملګرو ملتونو پلاوي افريقا هغه لويه وچه بللې، چې د اقليم بدلېدو په وړاندې تر ټولو زيات زيان ويني.[۱۱][۱۲]

افريقا اوږد او پېچلی تاریخ لري او ډېر ځله د نړيوالې تاريخي ټولنې له خوا ورته لږ پاملرنه شوې. افريقا او په ځانګړي ډول ختيځه افريقا تر ډېره بريده د انسانانو او «هومينيډيا کليډ» (ستر شاديان) د پيدايښت سيمه بلل کېږي. د انسان د لومړيو انواعو او د هغوی د نیکونو تاريخ نږدې اووه ميليونه کلونو ته رسېږی، چې په دوی کې (Sahelanthropus tchadensis)، (Australopithecus africanus)، (A. afarensis)، (Homo erectus)، (H. habilis) او (H. ergaster) شامل دي، کوم چې د عاقل انسان (اوسني انسان) تر ټولو لرغوني پاتې شوني دي، دا پاتې شوني په ايتوپيا، سويلي افريقا او مراکش کې موندل شوي، تاريخ يې په ترتيب سره ۲۰۰۰۰۰، ۲۵۹۰۰۰ او ۳۰۰۰۰۰ کلونو ته رسېږي، باور کېږي چې عاقل انسان  ۳۵۰۰۰۰ -۲۶۰۰۰۰ کلونه مخکې، په افريقا کې پيدا شوی دی. له دې امله چې افريقا تر ټولو اوږد هستوګنځای و، همدا راز انسان پېژندونکي باور کوي چې، افريقا له جينتيکي نظره په دې سياره کې تر ټولو متنوعه لويه وچه ده.  [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د لرغوني مصر او کارتاج په څېر لومړي بشري تمدنونه په افريقا کې راڅرګند شوي دي. د تمدنونو، سوداګرۍ او کډوالۍ په اوږده او پېچلي تاريخ پسې، افريقا د ګڼو بېلا بېلو توکمونو، کلتورونو او ژبو کوربه لويه وچه ده. په وروستيو څلورسوه کلونو کې په افريقا لويه وچه کې په ستره کچه اروپايي اغېز لېدل شوی دی. په شپاړسمه پېړۍ کې پيل شوې دا چاره د سوداګرۍ، په اقيانوس اطلس کې د مريانو د سوداګرۍ په ګډون چې په امريکا لويه وچه کې يې د افريقايانو سترې جلا شوې ټولنې جوړې کړې، تر سره شوې وه. د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې، اروپايي هېوادونو نژدې ټوله افريقا نيولې وه، له دې لويې وچې يې منابع را ايستل او له سيمه یيزو خلکو يې ناوړه ګټه پورته کوله؛ د افريقا ډېرې اوسني هېوادونه په شلمه پېړۍ کې د مستعمرو د ختمولو له بهېر څخه رامنځ ته شول.

د نوم رېښې

افرو لاتيني نوم و، د هغو استوګنو لپاره کارېده چې هغه مهال د شمالي افريقا څخه نیولې د نيل سيند تر لویدیځ پورې پراته وو، په پراخه معنا کې ټولو هغو سيمو ته کارېده چې د مديترانې په سويل کې پرتې وې (لرغونې لېبيا). داسې برېښي چې دا نوم د اصلي ليبيايي قبيلې لپاره کارېده، چې د اوسنيو بربريانو له نیکونو څخه دي. معمولاً دا نوم له فنيقي ټکي افار سره تړل شوی دی ،چې معنا يې ده «ګرد»، خو په ۱۹۸۱ز کال کې  په يوې فرضيې کې دعوا شوې، چې دا نوم له بربري ټکي ايفري څخه راوتلی (چې جمع يې افران دی) اومعنا يې ده «غار»، او اشاره يې هغو خلکو ته وه چې په غارونو کې يې  ژوند کاوه. همدا ټکی د الجزاير او طرابلس په بني افران کې هم موندل کېدای شي، چې د بربريانو يوه قبيله ده او په اصل کې د يفران (د افرانه په نوم هم پېژندل کېږي) د ليبيا له شمال لویدیځ سره اړيکه لري، همدا راز، په مراکش کې د ايفران په نوم يو ښار هم شته، چې د دې ټکي سرچینه په کې موندل کېږي.  [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

له ميلاد مخکې په ۱۴۶ کال کې د درېيمې پونيک جګړې پر مهال د کارتاجينيانو له ماتې وروسته چې د اوسنۍ لېبيا ځينې ساحلي برخې هم په کې شاملې وې، د روميانو تر واکمنۍ لاندې کارتاج د دې ولايت پلازمېنه وګرځول شوه او بيا ورته د افريقا پروکنسولاريس نوم ورکړل شو. لاتيني وروستاړی «ايکا» کېدای شي، کله ناکله د يوې ځمکې د ښودلو لپاره وکارول شي (لکه د جوليس سزار له خوا چې د Celtae ته، د Celtica ټکی کارول کېږي). کله چې مسلمانانو بيزانسي سترواکۍ (ختيځه رومانيا) ونيوله، د افريقيه په نوم اسلامي سيمې هم، په يو ډول دا نوم خپل کړ.[۲۸]

د روميانو په باور: افريقا د مصر لویدیځ لور ته پرته ده، په داسې حال کې چې اسيا اناتولي او ختيځې ځمکې ته ويل کېده. د جغرافيه پېژندونکي بطليسموس (له ميلاد وروسته ۸۵-۱۶۵) له خوا د دواړو لويو وچو تر منځ يوه ټاکلې کرښه وايستل شوه، چې سکندريه په کې د اول نصف النهار په اوږدو کې ښودل کېده او د سويز تنګی او سور سمندرګی د اسيا او افريقا تر منځ پاتې کېږی. کله چې اروپايان د دې لويې وچې له اصلي پراختيا خبر شول، د افريقا نظريې د دوی له پوهې سره نښتې او پراختيا ومونده.

سرچينې


  1. Sayre, April Pulley (1999), Africa, Twenty-First Century Books. کينډۍ:ISBN.
  2. (په 11 September 2013 باندې). African Youth, Innovation and the Changing Society. Huffington Post.
  3. Swanson, Ana (17 August 2015). "5 ways the world will look dramatically different in 2100". The Washington Post. مؤرشف من الأصل في ۲۶ سپټمبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Janneh, Abdoulie (April 2012). "item,4 of the provisional agenda – General debate on national experience in population matters: adolescents and youth" (PDF). United Nations Economic Commission for Africa. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۰ نومبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Collier, Paul; Gunning, Jan Willem (1 August 1999). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Why Has Africa Grown Slowly?"]. Journal of Economic Perspectives 13 (3): 3–22. doi:10.1257/jep.13.3.3. 
  6. Fwatshak, S. U. (2014). "The Cold War and the Emergence of Economic Divergences: Africa and Asia Compared". Contemporary Africa. Springer. د کتاب پاڼي 89–125. doi:10.1057/9781137444134_5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-349-49413-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Austin, Gareth (1 March 2010). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "African Economic Development and Colonial Legacies"]. Revue internationale de politique de développement (1): 11–32. doi:10.4000/poldev.78. 
  8. Dunning, Thad (2004). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Conditioning the Effects of Aid: Cold War Politics, Donor Credibility, and Democracy in Africa"]. International Organization 58 (2): 409–423. doi:10.1017/S0020818304582073. 
  9. Alemazung, Joy Asongazoh (1 September 2010). "Post-colonial colonialism: an analysis of international factors and actors marring African socio-economic and political development". Journal of Pan African Studies 3 (10): 62–85. کينډۍ:GALE. http://www.jpanafrican.org/docs/vol3no10/3.10Post-Colonial.pdf. 
  10. "Africa. General info". Visual Geography. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ اپرېل ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ نومبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Schneider, S.H.; et al. (2007). "19.3.3 Regional vulnerabilities". In Parry, M.L.; et al. (المحررون). Chapter 19: Assessing Key Vulnerabilities and the Risk from Climate Change. Cambridge University Press (CUP): Cambridge, UK: Print version: CUP. This version: IPCC website. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-88010-7. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ مارچ ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Niang, I., O.C. Ruppel, M.A. Abdrabo, A. Essel, C. Lennard, J. Padgham, and P. Urquhart, 2014: Africa. In: Climate Change 2014: Impacts, Adaptation, and Vulnerability. Part B: Regional Aspects. Contribution of Working Group II to the Fifth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change [Barros, V.R., C.B. Field, D.J. Dokken et al. (eds.)]. Cambridge University Press, Cambridge, United Kingdom and New York, NY, USA, pp. 1199–1265. https://www.ipcc.ch/site/assets/uploads/2018/02/WGIIAR5-Chap22_FINAL.pdf Archived 19 June 2020 at the Wayback Machine.
  13. (په 1 July 2017 باندې). One of Africa's best kept secrets – its history. BBC News.
  14. "Homo sapiens: University of Utah News Release: 16 February 2005". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ اکتوبر ۲۰۰۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Schlebusch, Carina M; Malmström, Helena; Günther, Torsten; Sjödin, Per; Coutinho, Alexandra; Edlund, Hanna; Munters, Arielle R; Vicente, Mário et al. (2017). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Southern African ancient genomes estimate modern human divergence to 350,000 to 260,000 years ago"]. Science 358 (6363): 652–655. doi:10.1126/science.aao6266. PMID 28971970. Bibcode2017Sci...358..652S. 
  16. (په 7 June 2017 باندې). Oldest Homo sapiens bones ever found shake foundations of the human story. The Guardian.
  17. (په 10 September 2019 باندې). Scientists Find the Skull of Humanity's Ancestor — on a Computer – By comparing fossils and CT scans, researchers say they have reconstructed the skull of the last common forebear of modern humans.. The New York Times.
  18. Mounier, Aurélien; Lahr, Marta (2019). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Deciphering African late middle Pleistocene hominin diversity and the origin of our species"]. Nature Communications 10 (1): 3406. doi:10.1038/s41467-019-11213-w. PMID 31506422. Bibcode2019NatCo..10.3406M. 
  19. "The genetic diversity in Africa is greater than in any other region in the world". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "New study confirms that Africans are the most genetically diverse people on Earth. And it claims to pinpoint our center of origin". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Africa is most genetically diverse continent, DNA study shows". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Venter & Neuland, NEPAD and the African Renaissance (2005), p. 16
  23. Desfayes, Michel (25 January 2011). "The Names of Countries". michel-desfayes.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ جون ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اپرېل ۲۰۱۹. Africa. From the name of an ancient tribe in Tunisia, the Afri (adjective: Afer). The name is still extant today as Ifira and Ifri-n-Dellal in Greater Kabylia (Algeria). A Berber tribe was called Beni-Ifren in the Middle Ages and Ifurace was the name of a Tripolitan people in the 6th century. The name is from the Berber language ifri 'cave'. Troglodytism was frequent in northern Africa and still occurs today in southern Tunisia. Herodote wrote that the Garamantes, a North African people, used to live in caves. The Ancient Greek called troglodytēs an African people who lived in caves. Africa was coined by the Romans and کينډۍ:'Ifriqiyehکينډۍ:' is the arabized Latin name. (Most details from Decret & Fantar, 1981). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Afri". Ausführliches lateinisch-deutsches Handwörterbuch (8th). (1913–1918). 
  25. "Afer". A Latin Dictionary. (1879). Oxford: Clarendon Press. 
  26. Babington Michell, Geo (1903). "The Berbers". Journal of the Royal African Society 2 (6): 161–194. doi:10.1093/oxfordjournals.afraf.a093193. https://zenodo.org/record/1782363. Retrieved 30 August 2020. 
  27. Edward Lipinski, Itineraria Phoenicia Archived 16 January 2016 at the Wayback Machine., Peeters Publishers, 2004, p. 200. کينډۍ:ISBN
  28. "Africa African Africanus Africus". Consultos.com. مؤرشف من الأصل في ۲۹ جنوري ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)