کليز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کليز يا کالښود، چې په پښتو ژبه کې يې کالهېنداره هم بولي، او په پارسي کې يې (جنتری، سالنما) بولي د وخت د اوډل شويو يونونو (تنظيم شويو واحدونو) يو غونډال دی چې موخه يې په ټاکليو مرحلو کې د مهال شمېرانه کول دي. د ستورپوهنې (استرونومۍ) د تعامل له مخې ورځ د مهال کوشنی ترين کالښوديز يوون دی. په پاسني ټوليز پېژند (تعريف) کې ټول هغه بېلابېل ميتودونه راتلالی شي، چې د کالښودونو د اوډلو پر مهال کار ځنې اخيستل کېږي.

د کالښود تاریخ[سمول]

کالښودونه بېلابېل دي. ځينې يې له نجومي دورو کټ مټ اخيستل شوې نسخې دي؛ ځينۍ يې پر داسې مجردو، متداومو او بياڅلي (تکراري) دورو ولاړ وي، چې په ستورپوهنه کې هيڅ ډول ارزېښت نه لري. ځينې کالښودونه بيا د ستورپوهنيزو کتنو له مخې او ځينې نور بيا د هر يوون د کره شمېرانې (محاسبې) پر بنسټ اوډول شوي دي. ځيني کالښودونه د ليکل شويو قوانينو له مخې جوړ شوي وي او ځينې د گړنيو (شفاهي) دودونو پر لاس تر موږ پورې رارسېدلي وي.

کالښودونو په بېلابېلو زمانو کې شتون درلود او کار ترې اخيستل شوی، چي ټول يې د مهال د طبيعي وېش پر بنسټ اوډل شو دي. ورځې مياشتې او کلونه د مهال په پنځيز (طبيعي) وېش کي راځي. د کالښود په جوړولو کې ټوليزه سکالو (موضوع) داده چې د مهال يونونه د ټولنې د اړتياوو د پوره کولو په مقصد سره داوډل شي. د دې تر څنگ د دغه اوډ په بهېر کې پخپله د مهال د څارنې (کنترول) او پر هغه د پوهېدلو چاره هم مطرح کېږي. له دې لامله نو گواکې کالښود یا کليز د بشريت او پينۍ (کايناتو) تر منځ د اړیکې ټينگولو په لاره کې خدمت کوي.

کالښود د کرنې، ښکار او مهاجرت د دورو د سرښته کولو، د وړاندويېنې کولو او غيب ويلو لپاره او دغه راز د مذهبي او ولسي پېښو د سمبالولو لپاره تاداوونه جوړوي. کليزونو ته بايد د ټولنيز تړون په سترگه وکتل شي او د علمي قرارداد په توگه بايد ونه څېړل شي.

په کالښود کې کارېدونکي يونونونه[سمول]

کالښودي غونډالونه[سمول]

  • سپوږميز کالښود:
  • سپوږميز لمريز کالښود:
  • لمريز کالښود:

لرغوني تاریخي او اوسني کالښودونه[سمول]

  • سومري کالښود:
  • بابلي کالښود:
  • مصري کالښود:
  • يهودي کالښود:
  • چيني کالښود:





سرچینې[سمول]

۱- https://ru.wikipedia.org/wiki/%D0%9A%D0%B0%D0%BB%D0%B5%D0%BD%D0%B4%D0%B0%D1%80%D1%8C

۲-