پښتو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له پښتو ژبه نه مخ گرځېدلی)
پښتو
پښتو
نسخ (عربي ابېڅې)[۱][۲][۳]
دواک فونډېشن د څېړنې له مخې د افغانستان د توکمونو نخشه (۱۹۹۱ـ ۱۹۹۶)
رسمي حالت
سمونوالد افغانستان د علومو اکادمي
د ژبې کوډونه
آيسو ۶۳۹-۱ps
آيسو ۶۳۹-۲pus
آيسو ۶۳۹-۳په بېلابېلو وختونو کې:
pus – Pashto (generic)
pst – مرکزي گړدود
pbu – سهېلي گړدود
pbt – سوېلي گړدود
د پښتو ژبې نړيواله نخښه

پښتو ژبه د لرغونو آريایي ژبو څخه يوه خپلواکه ژبه ده چې د دغې ژبې په ځينو ګړدودونو کې يې پختو، پوختو بولي او په هندي کې يې (پټاني)، بولي. پښتو د افغانستان يوه ملي ژبه ده چې تر نورو ټولو ژبو ډېر ويونکي لري او له ١٩٣٦ ز کاله راهيسې د هېواد رسمي ژبه ده. خو د افغانستان د نامتو تاريخپوه محمد حسن کاکړ د يوې رسالې لخوا چې دېرش کاله پخوا په کابل کې لیکل شوې؛ تر دغه سرلیک (په افغانستان کې پښتو او هغې په اړه يو څو خبرې) لاندې يوې سکالو کې د پښتو رسمي مخينه او ملي ځای داسې څرگند شوی: د امير شېر علي خان د دويمې پاچايۍ په دوران کې (۱۸۶۸ـ ۱۸۸۰ زېږدي) پښتو د لومړي ځل لپاره د ملک رسمي او ملي ژبه اعلان شوه.


همدارنگه د پښتو ژبې په اړه د افغانستان يو بل نوموتي ژبپوهاند خلیل الله هاشميان په دې اند دی چې پښتو د پارسي ژبې په پرتله ډېره لرغونې ده او لرغونتيا یې د پښتو ژبې قبیلوي دودونو په اساس ده چې لرغونتيا یې ٨ مه مخزېږدي پېړیو څخه لا پخوانۍ ده. دا چې ژبې ولې پرمختگ نه دی کړی د همدې ژبې د ویونکیو سره د سیمې په کچه او نړېوالو سرزورو له خوا ټکرونه په کولتوري اړخونو کې ترسره شوي چې په علمي او فني اثارو يې هم په مختلفو پیرونو کې بریدونه شوي او لا روان دي. د مغلو په پېر ۱۴۹۴ زېږدي کې د (صراح) په نوم اثر چې په سوات او پېښور کې د خان کاجو راڼیزي لخوا لیکل شوی و؛ د وخت د زورواکانو لخوا له منځه تللی چې د پښتو ډېر پخوانی لرغونتوب په کې خوندي و.

مخينه او لرغونتوب

د ويدا اوستا مهابهارت او پهلوي او داسي نورو زړو کتابونو او برليکونو کې د پښتو ادب لرغونتيا تر ميلاده هم ډيره پخوانۍ ښکاري. د راجيت سيتارام پنډت په قول ميلنده پڼهو اصلي نسخه په زړه پښتو ليکل شوې ده، موړ کتاب چې د باختري يوناني پاچا ميلندر او بودايي حکيم ناگه سينه تر منځ علمي او مذهبي بحثونه او خبرې اترې دي، د بودايي مذهب يو لوۍ کتاب گڼل کيږي. له دې څخه دا پايله په لاس راځي چې تر ميلاده ٨٠٠ کاله وړاندې لا پښتو ادب ددې توان درلود چې کتابونه پر وليکل شي.

همدارنگه د هندوستان د راجستان ايالت په يو مندر کې موندل شوې شعري مجموعه چې په وينا گرۍ ليکدود کښل شوې، د روشن لال ملهوتره هندي ليکوال په حواله پښتو شعرونه هم لري. ( سر محقق زلمی هيوادمل، د پښتو ادبياتو تاريخ، لرغونۍ او منځنۍ دورې)

دغه راز په زړه فارسي د هنی منشي د لوی داريوش پاچا چې د 886-522 مخزېږد د بېستون په ډبرليکونو کښل شوې او پوهاند حبيبي د څيړنې او ژباړنې له مخې د پښتنو د خلجي گړدود (لهجه) سره ډير لږ توپير لري

کينډۍ:د شعر پای

لنډه دا چې نه يم دروغجن، او تيری کونکی نه يم - او نه د بل تيری په ځان زغملی شم [۴]

د پښتو ژبې اغيز په نورو ژبو کې

څرنگه چې د پښتنو ټاټوبی د وريښمو لويې لارې سيمه ده، همدغه راز د فرهنگونو د ليږد راليږد لار هم ده، ددې خاورې اهميت او مقام د علامه اقبال د شعر له مخې، چې ټاکلی شو چې وايي:

نئ ارنکه اهم نه ئي اړېکی وم
نئ درومنه اهم نه ئ دوره جن وم
نئ زړوه که ره اهم نه ئ رورکړونی وم
اسيا يک پيکر اب و گل است
کشور افغان دران مانند دل است

خو څومره چې دغه خاوره په اسيا کې د زړه غوندې مهم رول لري دغه رنگ ددې هېواد د وگړو ژبه پښتو هم د سيمې په ادب کې ځانگړی ځای لري. د پوهاند رښتين صيب (پښتو څيړنې -223- په حواله په فارسۍ کې تقريباٌ څلور سوه نه زيات پښتو لغاتونه ځاۍ لري- لکه اوربند، [[اټکل]]، اوچت، پټ، پلمه، تول، ټوټه، تکړه، ټال، چټک، دود، سيالي، گډوډ، لنډه، لمبه، واک او داسې نور.

تر مخزېږد وړاندې هر کله چې په هندي اريايانو کې طبقاتي توپير راغی چې ځينی د پرهمنانو چې په پښتو کې بريمنانو په بڼه راځي، اوس يي هم استعمال دود دی، ځينی د وليسه (تجارت کارو او خواري کښو) او ځينې لښکري خلکو دو اداري مشرانو په ډلو کې وويشل شول، چې دغه وروستۍ طبقه يي (کښ توري) وبلل. د کابل شاه په يو بيت کې( 160 ق م ) د کښه توري ذکر راغلی دی. د دوی په طبقاتي ژوندانه کې د پښتو کليمې ننوتل د پښتو ادب د ځانگړي مقام بيلگه گڼلی شو.

د مور خان قبيلې څخه چې کله د منځنۍ اسيا اريايانو قدرت ترلاسه کړ نو هغوۍ چې سو ډير (ناشولته) وبلل - چې دغه ويي (لغت) اوس هم په همدی مفهوم پښتو کې دود دی- دغه راز د پخواني بخدي نوم (اوسنی بلخ) چې د اريايانو لومړې ښار وو، د بکهت او پښت له کليمې سره د نزديوالي نښه ده -

دغه راز په عربي کې د پښتو ادب څرکونه موندلی شو- د بيلگی په توگه د ابي الاسد الحماني چې د مهدي خليفه همهالې وو يو شعر راوړلې شو چې وايي (نحن الشهاريج و اولاد الدهاقين) د شهاريج کليمه د پښتو له ښاريځ ( دکليوال بهړ مانيز) او دهاقين د فارسۍ دهقان دی-

په عجايب الهند او مروج الذهب کې يو عربي شوې کليمه هنرمن هم راغلې - دغه راز د ډم (نايي) کليمه هم له پښتو څخه هندي ننوتې ده- د پښتو د کوتوال کليمه ان له غزنوي پير نه وړاندې درې ادب ته ننوتې - د خسر بلخي دا شعر اوگورۍ

جز بدين اند رنيابي راستي
راستي شد حصن دين راکوټوال

پښتو او پښتانه له کومې راغلي دي ؟

په آريانا کې دپښتو ژبې دريځ

پښتو د پښتنو ژبه ده. پښتانه د افغانستان تر ټولو اوسيدونکو پخوانۍ ډېرۍ ( بومی اکثريت ) ژبتوکميزه ( اتنو لېنگويستيکي )وگړنۍ ډله ده پښتو او پښتانه له تاريخي _جغرافيايې پلوه په شمال ختيزو سيمو ( پامير، بلخ... ) اړه لري. د پښتنو نيکونه د سکه، ساکه، ساک ( کاس )، ساکانو او کاسيانو په نومونو يادېدل، او پښتو هم د ساکي ژبي نمسۍ زباده شوي ده. ساکان د اوېستاييانو، پارتيانو، ماديانو او پارسيانو تر څنگ پنځم آريا ني ټبر گڼل کېږي چي تر زيږد ( ميلاد ) پېړۍ پېړۍ له مخه يې له منځني ختيځ او کوکاسه ( قفقازه ) تر شمال لويديز چين، هند و کشميره سترې سترې اېمپراتورۍ را منځته کړې او د سکندر مقدوني په مشرۍ يې د يوناني يرغلگرو پر وړاندې د خپل اصلي ټاټوبي ( باکتريا، بلخ او آمو شا وخواسيمو ) دفاع کړې او راوروسته يې په گډه يونان _ باختري واکمنۍ کې برخه اخستې ده. ٢١٩٠ کاله پخوا يوه برخه ساکان له شماله، سوېل ته راوکوچيدل او د هېلمند ناوې کښتنۍ سيمه ( زرنج ) يې په خپل نامه ( ساکېستان ) ونوماوه چي راوروسته پر سيستان واوښت. په دويمه زېږدي ( ميلادي ) پېړۍ کي چي د ساکېستان ستر واکي ړنگه شوه، په شمال کې ساکي توکمو کوشانيانو د بلي سترواکۍ بنسټ کښېښود چي د هېواد پر شمال او سوېل سر بېره يې شمال لويديز هند او کشمير هم په خپله ولکه کې راوستل. پښتنو ساکانو په غور، هرات اود هېلمند و ارغنداب په ورشوو کې تر غوړې مرغې ( اراکوزيا يا اوسني ارغسان ) او کسې غره تر لمنو بېلا بېلې لويې او وړې سيمه واکۍ ( ملوک ا لطوايفۍ ) را منځته کړې او را وروسته تر سند وهند او کشميره خپاره شول.په دې توگه پښتو له هندي اريايې ژبو څخه اغېزمنه شوه او ډير څه يې ترې په خپله ځولۍ کې را واخېستل، په تېره غبرگژبيزوالی ( ټ، ډ، ړ، ڼ )، بې له دې چې يې له آرياني ( ايراني ) خپلوانو ژبو، په سر کې دهمټبرو پاميري ژبو او بيا له پارسي، کوردي، بلو څي... هغو سره تاريخي _ جغرافيايي تړاو له پوښتنې او خر خشې سره مخامخ شي.[۵]

د پښتو ژبې پېښلیک

پښتو د سترې هندو اروپايي ژبنۍ کورنۍ په اَريايي يا هندو اَرياني او بيا له 12-13 پاميري ژبو او اوسيتي سره د اَرياني خرانگې په شمال- ختيزه(باختري) څانگه او ورپسې په ساکه يا ساکي څانگوړې اړه لري او په دې ترځ کې د افغانستان ډېری- بومي ژبه گڼل شوې ده.

د پښتو لرغونې رغاونې

د پښتو ژبې پښويه

پښويه ديوې ژبې له بېلابېلوگړدودو يالهجو(dialects) څخه د را اېستلو يا استخراج کړو اصولو او قاعدو يوه يوازېنۍ ټولگه ده چې د ژبپوهانو له خوا د ژبپوهنې په رڼا کې کښل کېږي. پښويه په انگرېزي ژبه کې گرامر بلل کېږي. يو داسې گرامر، لکه يو دېموکراتيک اساسي قانون له اړوندو ويونکيو څخه رامنځته کېږي، خو تطبيق يې په هغو نه، بلکې په هماغو کښونکو (ژبپوهانو) او ښوونکو اړه لري چې پرخپلو يې د يوې- يوازېنۍ کره ليکلارې د راخپلونې او پر پرديو ته يې د ټوليزې ژبې د زده کړې لپاره پر کار اچوي،يا تطبيقوي.


دوتنه:Languages.jpg
د څرگندولو متن

لیکني معيار

پښتو لکه د نړۍ بله هره ژوندۍ ژبه پر دوو بنسټيزو جولو وېشنه مومي: گړنۍ(گفتاري) پښتو او ليکنۍ(نوشتاري) پښتو. داچې گړنۍ پښتو پر بېشمېرو ټبرنيو، سيمه ييزو او ټولنيزو گړدودونو وېشل کېږي، نو په کارده، موږ هم د نورو دوديالو ژبو غوندې يوه يوازېنۍ کره او گرامري ليکنۍ پښتو ولرو او په ټولو فرهنگي او علمي برخو کې يې وکاروو. په دې لړکې ټوليزې رسنۍ(mass media) هم راځي، که هغه چاپي دي، که برېښنايي او الکترونيکي، په بله وينا راديويي دي، که تلويزيوني يا انټرنېټي. د يو شمېر پښتو رسنوالو او خپرنوالو دا خبره بېځايه ده چې ډېر مينه وال او ان ليکلوستوال او زده کړوال يې په ادبي يا کره پښتو سم نه پوهېږي او په کارده، د همدوی عامه ساده او روانه پښتو وکاروو.

خو چې ترې وپوښتي، په کومه يوه((عامه ساده او روانه پښتو))، د کومې سيمې يا ټبر؟

نو په همدا ((يوه)) کې بند پاتې شي. ځکه يوه داسې پښتوعامه ساده او روانه پښتو مو هله درلودای شوه چې په پرتليز(نسبي) ډول د(( يوې يوازېنۍ گړنۍ پښتو)) درلودونکي وای،او دغه کار بيا هله شونی وو چې يو يوازېنی ((قوم))، ياهم تر هغه پورته يو ((ملت)) وای او پر بېشمېرو خېلونو او زييونو نه وای وېشلی!

داهم پر زباد(اثبات) رسېدلې، په هره پر مختللې ټولنه کې يوه- يوازېنۍ گړنۍ ژبه هله را منځته شوې چې وار له مخه ليکني يو والي ته رسيدلې.

مانا يې داچې ويونکيو يې دزده کړې، ليک لوست او ميډيا له لارې ړومبی يوه-يوازېنۍ ادبي،فرهنگي، علمي يا په يوه ټوليز نامه((کره ليکنۍ بڼه)) راخپله کړې او بيايې هله سره گړنۍ هغه هم يوه پرتليز يووالي ته رسېدلې ده.

هن، که له عامې ساده او روانې پښتو څخه دکوم ښاغلي يا اغلې موخه هغه فارسي ځپلې او اردو ځپلې پښتو وي چې نه د پښتو له عمومي گرامري قاعدې او قانون سره اړخ لگوي او نه دکوم گړدود استازي کوي، فارسي ځپلې پښتو، لکه:

تصميم نيول(پتېيل)، صورت نيول(ترسره کېدل)، په عمل راوړل(تر سره کول)، په لاره اچول(پيلول، لاس پورې کول)، څو، ترڅو ((چې))، د...څخه ملاتړ، هرکلی، دفاع، مخنيوی....

  • اوردو ځپلې ژبه

کوم چې، چاچې، چېرې چې...؛ په يکم مارچ اجلاس يا جلوس اېستلې شي، د قامي اسېمبلي مېمبرانو په ډېر تعداد کې واک اوټ وکړلو....

نو داخو پښتو نه ده او په هېڅ يوه گړدود کې يې څرک نه لگي. مانا يې دا شوه چې له ټوليز گرامر سره اړخ نه لگوي او گرامر لکه ديوه دېموکراتيک اساسي قانون په توگه له بېلابېلو پښتو گړدودونو څخه راچاڼېدلی او را وتلی او پر ټولو پښتنو يوشان تطبيقېږي.


لکه څنگه چې قانوني سرغړاوی د سياسي انارشېزم خواته ځي، همداسې. گرامري سرغړاوی ژبنی انارشېزم رامنځته کوي.

همداراز که نوموړي ښاغلي او اغلې(( ساده گي او رواني)) د پښتو درې گونې پانگې(ارکاييزمونو، ډايلکتېزمونو او نيو لوجېزمونو) پرځای د( فارسي، عربي، انگرېزي...) فارنېزمونو په کارونگ کې ويني، ځکه دوی او يو شمېر نور پوخمنگي (پاخه عمري) ور سره روږدي شوي دي، نو د نوي يا ځوان ((کمپيوټري)) پښت چې زياتره په کډوالۍ او جلاوطنۍ کې رازېږېدلي، رالوی شوي، په پرديو ژبو يې زده کړې کړي او بيايې ليکوالۍ او ژورنالېستۍ ته مخه شوې ده، له داسې فارسي او اردو ځپلې پښتو سره به څه وکړي چې لا تر څنگه يې له بېلابېلو کوربنو ژبو سره هم اړاو تړاو پيدا شوی دی!

په دې ډول هغه نور لس شل زره کملوستي او په ځانگړي ډول بې ليک لوسته ميليونه پرگنې څه وکړي، ايا له جوليز او مانيز(تلفظ او معنا) له پلوه هغوته ((افتخار)) تر((وياړ))، ((معضله)) تر((ستونزې،ربړې))، ((مقامات)) تر ((چارواکو))، ((ترورېست)) تر ((ترهگر))، ((دېکتاتور، ډېکټېټر)) تر ((زورواک))، ((خود کشه ديماکه)) تر((ځانمرگې چاودنه))؛ يا د نړيوالو متلو او گړنو په برخه کې د فارسي په پېښو، ((تفرقه واچوه، حکومت وکړه)) تر((بېل يې کړه،اېل يې کړه))، ((وخوره او مه مره)) تر((خوره او مه مره))... اسان اوساده او بياسهنوړ((قابلِ هضم)) دي؟

بلخوا، کاشکې زموږ همدغو څو ليکوالو او رسنوالو، فارنېزمونه هم په يوه بڼه کارولای، د بېلگې په توگه گردو ((ټولنپوهنې)) ته اجتماعيات، جامعه شناسي، سوسيولوژي، سوسيالوجي يا سوسيولوگي ويلای او ليکلای!

د دغې نومونپوهنې يا علمي ترمينالوجۍ په لړ کې له دود او موډه وتلې گرامري نومونې يا اصطلاحات، لکه: حروف(غږونه، فونيمونه)، ارتباطي حروف يا ادوات (سربلونه او وستربلونه، prepositions&postpositions)... هم درواخله!

دا به ومنو چې د يوې يوازېنۍ کره يا معياري ليکنۍ پښتو پرمختيايي بهير د پښتني ټولنې د عام پرمختيايي بهير د يوې برخې په توگه لا په لومړيو پړاونو کې دی، خو بياهم له نېکمرغه له درو درې نيمو لسيزو راهيسې يې د نوې ژبپوهنې په رڼاکې له پرله پسې زياتېدونکي کارېدنگ سره پوره پراخوالی او دود والی موندلی دی.

  • د ژبني ستونزو لامل

پر معياري پښتو د نالاسبرو قلموالو او ويناوالو نه برياليتوب تر هرڅه له مخه په دې کې نغښتی چې هريويې يوه لنډه تنگه سيمه ييزه او بيا تقليدي پښتو کارولې او له دې سره يې هم ټوليزه معياري ـ گرامري پوهه لنډه تنگه پاتې شوې او هم يې وييپانگه (vocabulary)، او له همدې کبله په ليکنه، ژباړنه او ويينه کې د گاونډو يا زده کړو ژبو(فارسي، اردو، انگرېزي...) گرامر او وييپانگې تر اغېز لاندې ليکنې، ژباړنې او وياندي کوي.

داسې کسان نه يوازې خپله مورنۍ ژبه زيانمنوي، بلکې ورسره ورسره موضوع او منځپانگه هم ويجاړوي اوليدونکي او اورېدونکي له ورانپوهاوي سره مخامخوي، لکه تر فارسي اغېز لاندې:

ترافيکي قانون مراعت کړئ ترڅو له خطر سره مواجه نه شئ!(کره: ترافيکي قانون په پام کې ونيسئ چې له خطرسره مخ نه شئ!) د پښتو ژبې په غونډلو (جملو) کې ځینو ستونزو ته گوتنیونه ː د بېلگې په ډول ː ناکره ـ زياتره پنځوس بنديان يې خوشې کړی شو ـ> (کره: تر پېځوسو زيات بنديان يې خوشې کړل)؛ تر اوردو ـ انگريزي اغېز لاندې:

ناکره ـ د وزارت خارجه ترجمان قرارداد تسليم کړی شو.(کره: د بهرنيو چارو د وزارت وياند پرېکړه ليک ومانه)

بدعنوانه بيروکرېټ نا اهله و گرځولې شو(کره:بدنام کارمند بې برخې کړ شو) او داسې نورې ستونزې.

په لاندينويو پاڼو کې د سمې او کره ليکنې يوه لنډه لارښوونه وړاندې کېږي

زړيزونه او نويزونه

يو وخت الوتکه نه وه. د الوتکې لپاره د کلمې د لرلو اړتيا هم نه وه. خو وروسته بيا الوتکه راغله. الوتکه پېلوټ چلوله. هغۀ ته هوايي ډگر پکار ووچې الوتکه راکوزه کړي، او په دې ډول د گڼو نويو مفهومونو لپاره د کلمو د لرلو ضرورت پېښ شو.

ځينو کسانو وويل چې له بل ځايه راغلې کلمې ولې پښتو کوو؟ پېلوټ ته به پېلوټ وايو، او که ډېر تصرف پکې کوو نو د خپلې ژبې له صوتي قواعدو سره سم به يې برابروو، نور نو د بلې کلمې جوړولو ته حاجت نه شته. هره کلمه چې په يوه ژبه کې راشي هغه د هغې ژبې مال دى.

خو ځينو نورو وويل چې اوس هغه پخوا زمانه نه ده چې کلتوري،فکري او تجارتي راکړه ورکړه ډېره محدوده وه او يو نيم پردى لغت که به راغى هغه به د ژبې په ژرنده کې داسې دل کېدۀ لکه له غنمو سره مشنگ.

په اوسنۍ زمانه کې د نورو ژبو د کلمو له سېلاب سره مخامخ يوو. که دا کلمې له يو مخه خپلوو نو دا څو ستونزې لرو:

١، ژبه مو بې خونده کېږي.

٢، د ژبې گرامري جوړښت مو مشکله کېږي. انگرېزان چې نېشن، نشنل اونشنليټي وايي، دا کار د خپلې ژبې د قواعدو په اساس کوي، خو که موږ دا کلمې کټ مټ را اخلو، معنا يې دا ده چې د خپلې ژبې په قواعدو کې مو لاس وواهۀ.

موږ تر دې دمخه هم د دې کلمو عربي معادل ( ملت، ملي،مليت) د عربي قواعدو مطابق زده کړي وو.

که يادې شوې انگليسي کورنۍ د هغو کورنۍ او خپل منځي روابطو ته له پامه پرته زده کوو نو دا کار مو په حافظې باندې فشار ډېروي او که کورنۍ ته يې په پام سره زده کوو نو په انگرېزي گرامر به هم ځان خبروو، چې په دواړو حالتونو کې د ژبې د پېچلتيا سبب گرځي.

٣، د لغت جوړولو پلويان داهم وايي چې که خپلې کلمې جوړې نه کړو نو يو کس به ټولنپوهنې ته علم الاجتماع وايي، بل به يې سوسيالوجي بولي او دريم به سوسيولوژي ليکي، چې دا کار په ژبه کې د انارشي او گډوډي سبب کېږي.

د دغو نظرونو مخالفه غاړه بيا په ځواب کې وايي :

١: دا څه ستونزه نه ده چې په پردو لغتونو کې يو معياري وگڼو. انگلېسي نړيواله ژبه ده او د دې ژبې د کلمو تلفظ پښتو ژبيو ته تر ډېره حده گران کار نه دى نو ولې په داسې مواردو کې انگليسي د معيار په توگه ونه منو؟

٢، د نړۍ ځينې ژبې د پردو لغتونو د جذبولو ښه استعداد لري او پښتو په همدې ژبو کې شامله ده. موږ بايد د پښتو له دې امتيازه گټه واخلو.

٣، څرنگه چې موږ په افغانستان کې د ژبې منل شوې اکاډيمي نه لرو او ژبه فردي ملکيت نه دى نو که هر څوک په خپل سر لغتونه جوړ کړي دا به لوى سر خوږى وي.

البته د دا وروستي استدلال په ځواب کې ويل شوي دي چې د نوي لغت جوړول د هر چا کار نه بلکې يوازې د ژبپوهانو کار دى.

خو په دغه ځواب هم دوې نيوکې کېږي:

يو دا چې ژبپوهان پخپله واحد نظر نه لري. بله نيوکه دا ده چې د لغت جوړول به د ژبپوه کار وي مگرپه هره علمي او فني اصطلاح يوازې هغه وخت ښۀ پوهېداى شو چې په اړونده علمي او فني ساحه کې يې مطالعه کړو.

د دې خبرې معنا دا ده چې د کلمې د جوړولو لپاره که ژبپوه ته اړتيا ده نو د کلمې د اړوند علم ماهر ته هم اړتيا ده او دغه راز هغو کسانو ته هم اړتيا ده چې کلمه د ښکلا او موسيقي له اړخه ښه تللى او ارزولى شي.

مثال: لږ تر لږه درې لسيزې کيږي چې په پښتو کې استثمار ته زبېښاک وايو. دا اوس منل شوې کلمه ده. خو که د دې کلمې جوړوونکى له دې کلمې سره اړوند علم يعنې سياسي اقتصاد سره بلد واى بيا به يې خامخا هغسې معادل ورته جوړاوۀ چې په دې علم کې معنا لري.

دغه راز د کلونياليزم کلمې ته چې له کالوني راوتلې ده، عربو د دې کلمې تاريخچې او اصلي مفهوم ته په پام سره د استعمار کلمه وضع کړه.

دغه رازاردو ژبو د استعمار اصلي او تاريخي معنا ته په پام سره نيوکلونياليزم ته نو ابادياتي نظام ووايه.

خو په پښتو کې چې چا ورته د ښکېلاک کلمه وضع کوله هغه له پښتو گرامر او مشتقاتو سره بلد وو مگر د دې کلمې له اصلې او علمي مفهوم سره نا اشنا وو ځکه يې داسې معادل ورته غوره کړى دى چې د پردي او نوي ځاى له ابادولو سره يې تعلق نه شته.

ايا په داسې يوې موضوع کې چې واحد او ټولمنلى نظر نه شته د يوې رسنۍ او يوې راډيو د ژورناليسټ دريځ بايد څه وي؟

ژورناليسټ نه ژبپوه دى او نه د بل علم ماهر دى. له بلې خوا د دۀ کار هم دا نه دى چې ژبه جوړه کړي.

که يو ليکوال په خپل کتاب کې خپل يا پردي نوي جوړ کړي لغتونه راوړي دا يې خپل کار دى، که د خلکو نه خوښېږي نو د دۀ کتاب به يې نه خوښېږي، د بل چا يې څۀ؟

خو يوه راډيو د ژورناليسټ شخصي مال نه دۍ، دى هلته مجبور دى چې د يوۀ ارگان د غوښتنو نماينده گي وکړي.

له بلې خوا په کتاب کې که نااشنا کلمې وي نو لوستونکى ورته د تم کېدو فرصت لري چې ځان ورباندې سم پوه کړي خو د راډيو سمعي يا غږييزه وسيله دا چانس اورېدونکي ته نه ورکوي.

راډيو ژورناليسټ د بلې هرې رسنۍ تر کارکوونکي ډېر مجبور دى چې په اسانه ژبه پسې وگرځي او نوى لغت که هر څو اسانه وي مگر په اولو ورځو کې اورېدونکو ته اسانه نه دى.

نو ايا دى له نويو لغتونو بېخې تېر شي او اول نورو رسنيو ته فرصت ورکړي چې نوي لغتونه امتحان کړي چې که خلکو ومنل او زده کړل بيا دې يې دى استعمال کړي؟

ځينې ژورناليستان همدا نظر لري. دغه علت دى چې ځينې راډيو گانې د نويو لغتونو د استعمال پلوۍ نه دي.

خو ځينې نور ژورناليستان بيا وايي چې که د نويو لغتونو په استعمال کې ډېر احتياط کوو نواورېدونکوته به د مطالبو په رسولو کې پاتې راشو.

په افغنستان کې پخوا د انتحاري حملو پېښې نه وې خو اوس چې شته نو بايد کلمه ورته ولرو.

که انتحاري حمله ورته وايو ډېرخلک يې په معنا نه پوهېږي او که يې خود کشي بولو معنا يې مبهمه پاتېږي.

د هغه چا چې ځانمرگى بريد کوي او د هغه چا تر منځ د مځکې او اسمان فرق دى چې اوبو ته يې ځان واچاوۀ او ويې ويل:

پرېږده چې خړ سېلاب مې يوسي په لامبوزن جانان به ډېره نازېدمه

په دې منځ کې چې هر چا د ځان مرگي کلمه وکاروله هغه وگټله ځکه خلک يې په اسانه پوى کړل.

دغه راز موږ په پښتو کې ترهه او گر لرو نو تر تروريست خو خلک په ترهه گر په اسانه پوهېږي چې کوم ډول جنايت کار ته اشاره کېږي.

راډيو ژورناليسټ له نويو کلمو بلکل منع کول بې گټې کار دى. نوي مفاهيم نوې کلمې غواړي.

خو بهتره دا ده چې د نويو کلمو په استعمال کې ځينې خبرې په پام کې وي چې د تيروتنې چانس کم شي:

يو، د نوې کلمې په استعمال کې له خپلو همکارانو سره مشوره پکار ده ځکه نوى شى کله کله ډېر غولوونکى هم وي.

دوه، ژبپوهان چې نوې کلمه وضع کوي دوى ځينې اصول لري. په دغو کې ډېر مهم يې دا دي:

الف: د نوې کلمې تلفظ بايد اسانه وي. يو وخت يوۀ ژبپوه د هوټل لپاره د مېلمستځي کلمه وضع کړه خو خلکو ځکه ونه منله چې کانسوننټ پکې ډېر دي، تلفظ يې اسانه نه دى. هغه کلمه چې تلفظ يې اسانه نه وي هغه بد رنگه کلمه ده او ژورناليسټ که په بدرنگه ژبه خبرې کوي طبعا د خبرو اثر يې کمېږي.

ب: د کلمو لنډوالى د هغو يو امتياز دى.( د بېلگې په توگه) به پښتو وي او( مثلا) به عربي وي خو هغه پښتو شپږ سېلابه کلمه ده او مثلا درې.

پ: نوې کلمه که سملاسي مطلب ورسوي دا يې بل امتياز دى. ترهه گر يا وړانديز يا ولسمشر که د اول ځل لپاره هم څوک اوري په مطلب يې پوهېږي خو غونډله د جملې په معنا دا کمال نه لري.

ج: له نوې کلمې بايد د هماغې کورنۍ نورې کلمې هم جوړې شي. له ولسمشره، ولسمشري جوړېږي او دا يې يو بل امتياز دى.

چ: نوې کلمه بايد التباس پېدا نه کړي، يعنې بله معنا ونه لري. ټاکنې نن سبا د انتخاباتو په معنا ډېره راځي خو ټاکنې مقرريو ته هم وايي. د چارواکي د کلمې د سملاسي منل کېدو يو علت دا وو چې د مسوول کلمې بله معنا (گناه گار او جواب ده) هم لرله، يعنې په هغې کې التباس وو او په چارواکي کې دا عيب نه شته.

درې: د نوې کلمې تر غوراوي اواستعمال دمخه بايد ژورناليسټ وگوري چې ايا د خلکو په ژبه کې خو د هغو لپاره تورى نه شته؟

مثلا د سهارنۍ لپاره په عامه پښتو کې سبانارى شته نو د سهارنۍ استعال ته اړتيا شته؟

ژوبڼ چې وو نو ځناوربڼ ولې وضع شو؟

دغه راز نس ناسته شته نو نس بهېدنه ولې جوړ کړو؟ او نرم شته نو انعطاف نه منونکى ولې وکاروو؟

څلور: هغه کلمه چې يوه بله پوچه کلمه رايادولى شي بهتره ده زړۀ ورته ښه نه کړو. مثلا د اساسي په معنا بنسټيزممکن يوه سپکه کلمه هم راتداعي کړي او دا يې يو عيب دى.

د رسنۍ او په تېره بيا د سمعي رسنۍ کارکوونکى بايد د نويو لغتونو په اړه دغه دوه اصله په نظر کې ولري:

يو، اسانوالى: چې ډېر خلک ورباندې بې زحمته پوه شي.

دوه، دمعنا دقت: چې معنا يې مبهمه نه وي. د ځان مرگي کلمې ته ځکه ضرورت وو چې دغه کار نه د نورو جرمونو غوندې دى او نه د نورو خودکشيو غوندې چې يوازې روحي ناروغي وي.

اسانوالى او دقت کله کله د يو بل مخالف نقش لوبوي. زېړى عام فهمه کلمه ده خود طب په لحاظ ممکن دقيقه نه وي. په داسې مواردو کې بيا بهتره ده چې دقت تر اسانوالي غوره وگڼو.

د نويو لغتونو او له لويه سره د ژبې په بحث کې يوه خبره داده چې ځينې کسان ژبې ته دومره اهميت ورکوي چې سبک يې له ورايه نارې وهي چې د پلاني ليکنه ده.

د خبر او ژورناليزم ژبه بايد ( سبک ځپلې ) نه وي ځکه د اورېدونکي توجه د مطلب په ځاى د هغې د ليکلو طرز ته وراړوي او دا گټور کار نه دى.

د کلمو په انتخاب او د جملو د طرز په انتخاب کې د ژورناليست لپاره تر گردو ښه سبک د سبک نامحسوسوالى دى.

دا هم وگورئ

Pashto Language the language os Afghans راورټي

یادښتونه

  1. http://books.google.com/books?id=jPR2OlbTbdkC&pg=PA52&dq=Naskh+pashto&ei=SNk9SumXCoHCkASk8Yy6BQ
  2. http://books.google.com/books?id=UQUtQzPtC6wC&pg=PA208&dq=Naskh+pashto&lr=&ei=ddk9SvrsKqHSkAS00I26BQ
  3. http://books.google.com/books?id=QlkUAAAAYAAJ&pg=RA1-PA1&dq=pushto&lr=&as_brr=1&ei=IeA9Sr6FMJWolATMwKC6BQ
  4. پښتو څيړنې - 223 گڼه - کابل
  5. د پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار ليکنه