د افغانستان د علومو اکاډمي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
دوتنه:د افـغـانستان د علومو اکاډمي.JPG
د افغانستان د علومو اکاډمي

د افغانستان د علومو اكاډمۍ پر ۱۳۵۷ ل ( ۱۹۷۸ م) كال د پښتو ټو لنې، د تاريخ ټولنې، د پښتو څېړنو نړيوال مركز او د دايرة المعارف ټولنې څخه د هغه وخت د وزيرانو شورا په چوكاټ كې جوړه شوه.[۱]

د افغانستان د علومو اكاډمۍ په تركيب كې اكاډميسنان، د كاډميسنانو كانديدان او افتخاري غړي شامل دي. د علومو اكاډمي د لاندنيو څلورگونو علمي رتبو لرونكې ده:

  • څېړنیار
  • څېړندوی
  • څېړنوال
  • څېړنپوه

د علومو په بېلابېلو برخو كې د علمي څېړنو سرته رسول، په هېواد كې د ملي اقتصاد د پياوړتيا او د فرهنگي بډاينې په مقصد د اوږدې مودې علمي تحقيقاتو پرمخ بيول، د اوبو د سرچينو، خاورې، تودوخې ، انرژۍ، منرالي موادو، او د نورو طبيعي منابعو څېړنه او ارزيابي كول، د زېرمو ټاكنه او له هغو نه د اغېزمنې گټې د لارو چارو لټول، په ملي اقتصاد كې د ډېرو نويو علمي تخنيكي لاسته راوړنو او پرمختگونو نه د گټې د امكاناتو او لارو چارو لټول، د هېواد د اقتصادي، ټولنيزې ودې، د لنډې او اوږدې مودې د پلانونو جوړول او څېړنه، د هېواد د اقتصادي بنسټونو د پياوړتيا او فرهنگي بډاينې په مقصد د اسلامي هدفونو په لاره كې فعاليت او ونډ ه اخيستل، په افغانستان كې د علم او پوهې د سطحې لوړوالى، د علومو په ډېرو سترو برخو كې د څېړنو ټاكنه او رهبري كول، په هېواد كې د علمي او څېړنيزو چارو سمون، يووالى او د تجربه يي څېړنيزو مسالو د پرمخبيولو لپاره د مادي او تخنيكي امكاناتو د برابرولو په لاره كې هڅه او هاند د افغانستان د علومو اكاډمۍ ستر هدفونه دي.

د افغانستان د علومو اكاډمۍ د همدغو هدفونو د پوره كولو لپاره كاميابي او بريمنې هڅې كړې دي. په كورنۍ كچه يې يو زيات شمېر څېړونكي او پوهان روزلي او د هغو د كار ثمرې يې ټولنې ته وړاندې كړې دي. يوازې د بشري علومو په برخه كې يې تر 1357 ل كال پورې د كتابونو او رسالو په گډون ( دوه سوه پنځه شپې ته پروژې ) برابرې كړې دي. په كورنۍ سطحه يې په لسگونو لويې او وړې علمي او ادبي غونډې او سيمينارونه جوړ كړي او په لسگونو عنوانه بېلابېل څېړنيز، تاريخي، علمي او ادبي كتابونه، چې عمومي شمېر يې لكونو ټوكو ته رسېږي، په ډېره ښه بڼه او كچه چاپ او خپاره كړي دي. د افغانستان د علومو اكاډمۍ په كورنۍ سطحه د هېواد د فرهنگ په بډاينه كې خپله ونډه اخيستې ده. د علومو اكاډمۍ ځينو غړو په نړيوالو سيمينارونو او غونډو كې د افغانستان نماينده گي كړې او هلته يې د خپل هېواد علمي پرستيژ ساتلى دى. په خپله د علومو اكاډمۍ له خوا هم تر لسو زيات علمي نړيوال سيمينارونه او كنفرانسونه جوړ شوي چې د كوشانيانو په اړه، د پښتو د نړيوالو څېړنو د مركز د لسمې كاليزې، د ابو علي سينا بلخي، خوشحال خان خټک، امير کروړ سوري او ناصر خسرو بلخي نړيوال سيمينارونه د يادونې وړ دي. په دې سيمينارونو كې د نړۍ له نورو هې و ادونو نه هم گڼ شمېر پوهانو گډون كړى و.

د افغانستان د علومو اكاډمۍ د خپلو علمي پروژو د چاپ او خپراوي ترڅنگ په بېلابېلو وختونو كې د آريانا، خراسان، كابل، پښتو، لرغونپوهنه، طبيعت او ځينې نورې مجلې هم خپرې كړې دي او د زېري جريده هم . دغه راز يې په لسگونو خطي نسخې چې د اكاډمۍ لاسته ورغلي، بيا پرې كوم څېړونكي كار كړى او چاپ شوې دي او په دې ډول يې له مرگه ژغورلي دي. خو اوس راځو دېته چې ايا اكاډمي هم چا خپل كار ته پرېښوده؟ او كه پر هغې يې هم د سكروټو او قهر اورونه وورول؟

كله چې پر ۱۳۷۱ ل كال د يوې غميزې له پاسه بله غميزه راغله، نو د اكاډمۍ پر ودانيو هم لوى ناتار خور شو. د اكاډمۍ اكثره ودانيو ته درانه زيانونه واړول شول. د پښتو څېړنو د نړيوال مركز ودانۍ او د پښتو ژبې او ادبياتو، همدارنگه د كابل مجلې دفتر او يو شمېر نورې ادارې پر پوځي اډې واړول شوې. له كتابونو نه د سون د موادو په توگه كار واخيستل شو او د نوموړو مركزونو زياتره علمي اثار او كړي كارونه له منځه يوړل شول. د علومو اكاډمۍ د خپلو ادارو ترڅنگ د كتاب ساتنې او كتاب پلورنې مركزونه هم درلودل. ټول هغه كتابونه چې په كتاب ساتنځايونو او كتاب پلورنځيو كې موجود وو، هغه يا چور شول او يا له منځه لاړل. د علومو اكاډمۍ په هغو ودانيو كې چې پوځي چوڼۍ جوړې شوې وې كتابونه د هغو د ملېشو د ډوډۍ پخولو لپاره د سون مواد گرځېدلي وو. هغوى به يو لوى دېگ ايښى و او يو يو كتاب به يې تر دېگ لاندې لمبو ته غورځاوه. كله چې د كتابونو زېرمې پاى ته ورسېدې بيا نو د ودانيو پ ر كړكيو او دروازو پيل وشو. وايي چې د افغانستان مشهور عالم مرحوم دوست شينواري د كتابونو د سون همداسې يو حالت وليد. هغه د خپل عمر يو مهم څېړنيز كار پسې د علومو اكاډمۍ ته تللىو. هغه كار پسې دى ډېر سرگردانه شوى و او د د ه د كلونو د زيار پايله وه، كله چې دى خپل دفتر ته ورنږدې شو، نو گوري چې يو ټوپكي د ده د پروژې د كړي كار او كتاب يوه يوه پاڼه راشكوي او د اور كومي ته يې گوزاروي. كله چې ده ټوپكى له دې كار څخه منع كولو ته دعوت كړ، نو هغه په تونده ژبه له دې ځايه ده ته د وتلو امر وكړ او ستغې سپورې خبرې يې هم ورپسې زياتې كړې. كله چې دوست صيب له داسې يوې صحنې سره مخامخ شو، نو تاب يې رانه وړ، زړه كې يې يو تاو پيدا شو او كله چې كور ته لاړ څو شېبې روغ و بيا پرې د زړه يوه حمله راغله، تر روغتون پورې يې ساه يوړه، خو بيا يې بېرته تر خپل كور او دفتره رڼې سترگې رانه وړې.

پر يو شمېر نورو ليكوالو هم د زړه حملې راغلې او ډول ډول كړاوونو يې د ژوند ستوني او لاسونه ومروړل. په دې ډول د اكاډمۍ په زرگونو ټوكه كتابونه او په لسگونو عنوانه پروژې، خطي نسخې او تر لاس لاندې كړي او ( كېدونكي كارونه له منځه يوړل شول. ( 15 د علومو اكاډمۍ مركزي كتابتون سره له دې چې له فزيكي پلوه روغ ښكاري، خو بيا هم ځينې مهم كتابونه او خطي نسخې يې په بازارونو كې ليدل شوې دي. د علومو اكاډمۍ د ټولو څېړونكو څېړنيزې پروژې او نور علمي كارونه تقريباً د څلورو كلونو پ ه واټن كې پ ر ټپه ودرېدل. د كتابونو او ودانيو د فزيكي زيان د محاسبې له مخې نوموړې اكاډمۍ ته په مليونونو ډالره زيان اړول شوى دى.